د ارواښاد شهید محبوب سنګر لنډ ژوندلیک

   محبوب سنګر، د محمد شاه زوی، په ۱۳۲۷ هـ. ش (۱۹۴۸م) کال، د ننګرهار د سرخ رود د احمدزیو د کلي په یوه بزګره کورنۍ کې وزیږید.

   لومړنۍ زده کړه یې د کوز سلطانپور د فقرالله په ښونځي او مسلکي زده کړه یې د هوا پیژندنې په انسټیټوټ کې بشپړې کړې، بیا عالی دار المعلمین ته ولاړ.  مګر له دیارلسم ټولګي څخه د سیاسي فعالیت په تور وایستل شو.  سیاسي فعالیت یې دا و چې د افغانستان باشرفو او  زیارکښو خلکو ته یې د پتمن، عادلانه، انساني، ساهو او  هوسا ژوند د تامین لپاره مبارزه کوله.

   ارواښاد محبوب سنګر، په ۱۳۴۳ هـ. ش  د افغانستان د خلکو د دموکراتیک ګوند د جوړیدو په لومړي کال، د هغه  غړیتوب ترلاسه کړ  او د ژوندانه تر وروستیو شیبو پورې  د هماغه ګوند آرمانونو ته وفادار پاتې شو.  سنګر خپل ګوندي خدمتونه، په کابل، مزار شریف، کندهار، فراه نیمروز، اروزګان، زابل، هلمند، ننګرهار او کونړونو کې ترسره کړل.

   یو څه موده یې هم  د افغانستان په کابل راډیو کې د اجیر په توګه کار کاوه چې دا محال په کوم ګوندي سازمان کې تنظیم نه و.

   د ۱۳۵۹ د سنبلې نه د دلو تر شلمې پورې د افغانستان د تلویزیون د لومړني ګوندي سازمان او د تلویزیون د تخنیکي ریاست د لومړني ګوندي سازمان مسئول وټاکل شو.

   د ۱۳۵۹ د دلو په شلمې، د کنړونو د ولایتي ګوندي کمیټې د منشي په حیث وټاکل شو او د ژوند تر پایه پورې یې هلته خپلې ګوندي چارې سرته ورسولی.

    محبوب سنګر په کونړونو کې د خپل همیشني خصلت له مخې، همدا هڅه کوله چې خلکو ته نژدی وي، له هغو سره ډیر  ووینې، جرګه مرکه وکړي، نظر یې واوري،  له ستونځو، کړاوونو، غمونو او دردونو  نه یې خبر شي او چاره یې وکړي او په دی وسیله د هغوی او د خپل ګوند او دولت ترمنځ د خوشبیني، ښه پوهاوي، باور او همکارۍ فضا لا روښانه کړي.  په همدې لړ کې، له نورو ملګرو سره د کونړ یوی دری ته ولاړ او له  ولس سره یې جرګه وکړه.  دا جرګه ډیره کامیابه وه.  خو، سنګر د اسمار په ولسوالی که د جرګې نه د راستنیدو په لار، د دولت د مخالفینو سره په مخامخ جګړه کې د شین کوړک په سیمه کې په شهادت ورسید.  د دی ویاړلي، سرلوړي او مبارز انسان مخ، د تل لپاره سور او نوم یې د وطن په تاریخ د یوریښتیني وطنپال په توګه  په سرو کرښو ثبت شو.  دا ورځ، د ۱۳۶۰ هـ. ش د سنبلې ۲۴ مه د ۱۹۸۱م د سپتمبر ۱۵مه وه.  

   سنګر، که څه هم په وطن کې د معینو سیاسي شرایطو تر اغیز لاندې په ګونډي کار پیښه وکړه او د ژوند تر پایه د هغه ګوند د چارو د سرته رسولو په کار کې پاتې رانه غې، خو ورسره غبرګ، یوه شیبه هم له قلم، کتاب، شعر، داستان، سندرو ادب او ادبیاتو نه هم بیل نه وو...  د متر قي اثارو د لوستلو په خوا کې یې د شعر مجموعې او داستانونه هم لوستل.  له ادب پیژندنې او د ادب د تاریخ له ځیړنو سره یې هم ځان آشنا کاوه او د علم، ادب او فرهنګ د خدمتګارانو د صحبت له فیض نه یې هم استفاده کوله.

   څو چې زموږ د خلکو خبره، د ده خپل شعر جاری شو.  قلم یې وچلید او ښایسته په ډیر زور او شور وچلید.  ښکلي شعرونه او ډیر داستانونه او ادبی نثرونه یې ولیکل تر دی پورې چې څیړنیزو تاریخي مسئلو باندې یې هم آزمویښت وکړ او ښه آزمونه یې پکې ورکړه.  په شعر کې یې له پخوانو فورمونو نه  هم کار واخیست.  ولسي سندرې یې هم تر نظر لاندې وی او د (نوی شعر) یا (آزاد نظم) تجربه یې هم وکړه.  د ویښ زلمیانو د لیدلورونو تر اغیز لاندې  یې  هم د نثر ادبي ټوټې ولیکلې.  په لیکنو کې یې د پښتو نوي لغتونه هم راوړل چې سمه مانا ښندي...  (دا کار که څه هم د ژبې پانګه زیاتوي مګر ځیني وختونه د شعر لوستونکي او اوریدونکي ذهني تیندک سره مخامخوي).  خو د سنګر په شعر کې انځورونه  روښانه او ساده دي.  هڅه یې کړی ده خپل لوستونکي  ته زر زر د خپل زړه راز څرګند کړي.  وخت ضایع نه کړي او هغه پر سمه روښانه لار بوزي.

   نو ځکه په بدیعي خلاقیت کې هم په کږلیچنو لارو نه دی تللی.  د هغه د اثرونو محتوا او مضمون، د یو متعهد شاعر په توګه  د خلکو، وطن، انسان، جهان او د هغو نیکمرغی او سوکالۍ باندې څرګندیږي.   د سنګر شعرونه او نثرونه په ژوندون ، عرفان ،  هیواد او طلوع افغان مجلو   او  په نورو ګڼو  ورځپاڼو ، ګوندي خپرونو، رادیو تلویزیون او د هیواد په نورو خپرونو کې وخت په وخت خپاره شوي دي. 

سنګر خپل د ژوندانه په اصولي ډګر کې د خوشحال  (خټک) دود مراعت کړ او تر وروستي پړاو یې تازه وساته.  په دا مانا چې هغه نظم او رزم سره راونغاړل او خپل د آرمان د یون پر مزل وواته او تر اخیره پورې نه خو یې خپل د سپیڅلو آرمانونو په خاطر د رزم سنګر خوشی کړ او نه  یې د بزم او نظم نغرې کله سوړ پریښود.

د ارواښاد محبوب سنګر خپاره شوي اثرونه په دی ډول دی:

 ۱- زوږ- د محبوب سنګر د شعرونو لومړۍ مجموعه ده چې د هغه ۷۹ شعرونه پکښې راغلي دي او په ۱۳۶۰ هـ ش کال د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د نشراتو د ریاست لخوا په ۱۲۰ مخونو کې چاپ شوی ده.

۲- پوځ د پیړیو په پوړیو کې -  په دی اثر کې د بشري ټولنې په تاریخ کې پوځ ته ځغلنده نظر شوې او دغه مسئله په بیلابیلو تاریخي پړاوونو کې څیړل شوې ده.  دا کتاب لومړی - په  ۱۳۵۹ هـ ش کال د (هیواد) د ور ځپاڼې په لمنه کې، په پرله پسې توګه -  خپور او بیا په ۱۳۶۵ هـ ش کال د ملي دفاع د وزارت د سیاسي چارو لخوا، د بشپړ کتاب په ډول چاپ شوی دی. 

 ۳- د ملګری محبوب سنګر یو لړ لیکنې، په ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ کلونو، د هغه د بند په موده کې، د (مورچل) په مستعار تخلص  د (عرفان) په مجله کې خپرې شوی دي.

۴- بنده کړیکه د ادبی نثرونو او شعرونو مجموعه ده چې د افغانستان د خلکو د دموکراتیک ګوند د دوهم سراسری کنفرانس په مناسبت په ۱۳۶۶ کال خپره شوی ده.

۵- د سنګر نغمی په دغه مجموعه کې د ارواښاد سنګر د فداکار وطنپال شخصیت انعکاس د هغه په نظم او نظر کې لیدل کیږي او له همدې امله لوستونکي هم  ورسره ډیره مینه او علاقه لري.