ځئ

نشتـــــــه نشتـــــه نشتــــه، په بیلتو کې نشته خوند
ورک کړه ورک کړه ورک کړه د ځانځانیو چټي ژوند

ځئ چـې د دبېلتون د جنګ اورونه کــانــدو بــنــــد
ځئ چې پـه يـو والــې ســره  وکــړو لـوی سـوګـــنــد

ځئ چـې شو يو موټـي پــه ښــکـاره او په څـرګــنــد
ځئ چـې خپـل غليـم تـه ورکـړو ورکړو يو ګډ پنـــد

ځئ چې مات کړو مات د ځانځانۍ د لاس مړونــد
ځئ چې دا خـبيـث د مــرګ په دار کې کـړو ځـوړنـد

مزار ښار
د ښاديانو واټ

زوږ د شعرونو له مجموعې څخه)