زما هیواده

هغه زړه دی وچوي وچوي
چې وي تش دغوښو بوټې
خو چې نه وي په کې نه وي
وایم ستا د مینې اور
په کار نه دی په کار نه دی
اور پې بل کړه چې ایره شي
چې ماغزو ماغزو کې نه وي
دغه ستا د خلاصون شور
آ مغزی دی دل شي دل شي
د نیتونو په میچن کې
په بیوزلو چې غړمبیږي
ټیټ په وړاندې وي د زور
غټې غټې مټې مټې
ورک کوه یې که پولاد وي
چې پر وس وس یې وران نشي
ستا د هر یو غلیم کور
یه زما ګرانه هیواده
ته مې ځان یې ته  مې ساه یې
ستا په مینه مې منلي
پر سولۍ که شمه سپور
ته مې مینه ته مې ژوند یې
زړه مې خوځي ستا لپاره
ته مې مینه مینه مینه
ته زما د سترګو تور
تا کې ځوې شوم تا کې لوی شوم
تا د ژوند لوستونه راکړل
تا ښه پوه کړم تا سړې کړم
ته مې پلار یې ته مې مور
څو چې پایم تا به ستایم
تابه ښندم تاکې مرم به
ته مې کیڅ یې ته مې ګور
ته مې هیڅ میړه مه بوله
او خپل ځوی راته مه وایه
که مړ نه شم ستا په لار کې
را کوه د ننګ پیغور
ستا په مینه نیول شوای
تړل شوای کوټل شوای
اچولای یې زندان کې
یمه ستا د عشق په تور
یه زما ویاړلیه کوره
زما ننګه زما پته
دا خپل ځان درځارومه
نه لرم په ژوند څه نور
یه زما ګرانه وطنه
ما منلي ما منلي
که په وینو مې هم کیږي
ستا خلاصون دی په ما پور


د غبرګولي ۴-۱۳۵۵ کال
د فراه زندان

سنګر نغمې د شعرونو له ټولګۍ څخه)