سرغندوی شاعر ته (لایق ته)

ګرانه زړګي ته رانیږدی اشنا
زموږ د لارې، عقیدې اشنا
له تاسره یو څو خبرې لرم
سړې، تودې، خوږې، ترخې اشنا

ته د غمونو او ویرونو شاعر
زه د بیوزلو د رنځونو شاعر
ته د زیارکښو د ربړونو شاعر
زه یې د کړیکو فریادونو شاعر

ته د ولس د سرو ننګونو شاعر
زه یې د شخړو او رزمونو شاعر
ته یې د ماتو او بریو شاعر
زه یې د برم او پرتمونو شاعر

زه او ته دواړه بیدیاني بوټي یو
اغزي پرست یو، ګل لمانځونکي نه یو
له هر یو څلي نه بت مه جوړوه
موږ بت شکن بت جوړوونکي نه یو

ته د سړې ځمکې په زړه کې کره
د راروان ژوندون تاوده تخمونه
زه به دی شاړو ته اوبه سیخوم
چې رازرغون شي په کې سره ګلونه

لاره اوږده ده کږلیچونه لري
شاعره واوره چې ستومان نه شې
دا خو لا پیل دی تر پای ډیر واټن شته
په وړاندې ځه چې پښیمان نشې

د خونړۍ لار هر یو ګام او تړه
د هر کږلیچ لنډول زغم غواړي
د مرګي کومې کې د لارې مزل
پهلوان زړه غواړي لوی غم غواړي

واوره زما د ننګ خبره واوره
په دغې لار چې ځو ټول عمر به ځو
که په لیمو او په خاپوړو تګ شي
ځان به منزل ته خامخا رسوو

په وړاندې درومه چې راستون نه شې
ځه د هدف په لور مخ مه ګرځوه
د سرښندنې وخت کې جګي جګي
دا په تا پور دی، چې ما مه هیروه

 

د لړم ۱۹ مه ۱۳۵۷ کال
کابل - سمت خانه

سنګر نغمې د شعرونو له ټولګۍ څخه)