www.payamewatan.com
     
 

نجیب الله شفقیار
۲۱ /۷ / ۲۰۰۶
 

محترمو ملگرو او دوستانو !

   دافغانستان دمعاصرتاريخ د نوميالي شخصيت اوملي اتل شهيد ډاکټرنجيب الله  دشهادت دلسم تلين په مناسبت  دوطن گوند د غړو د انسجام د مؤقتې کمیټې له خوا ددغه   زړور او سرتيري افغان ولسمشر د افکارو او نظرياتو په هکله دعلمي سيمينار جوړيده پر وطنپالو افغانانو د ستر داين (دين)، پور او يا ذمه واري د ادا کولو  کوچنې  او لومړنی پل  دی چې په هغې کې ټولو ملي، وطنپالو افغانانو ته  د گډون بلنه ورکړ شويده ٠

   پداسې حال کې چې زه دوطن دگوند د يوه  غړي په توگه او یقیناً د وطن گوند ټول پخواني غړي په ډيره مينه ددغه پرځای او ښه اقدام په کلکه پلوي او ملاتړکوو او ددی ستر کارسازمان ورکوونکې کميټی ته د زړه له کومی مبارکي وايوو، زه له ټولو ريښتينووطنپالو، صادقو او حقبينو څيړونکو، سياسي کارپوهانو او ټولو ترقي غوښتونکو، په تيره بياله هغوکسانوچې ځان دشهيدنجيب الله اودهغه دملي مصالحی د سوله اييز سياست پلوي او مينه وال بولي په درناوي هيله کوو چې د تاريخ او زموږ د ستر شهيد (شهيد اکبر)  ريښتيني وطنپاله مشر، ډاکټرنجيب الله ستر ملی شخصيت ته د درناوي په توگه او يا د حق اوحقيقت  د بيان په نامه په فعاله توگه ونډه واخلي اوخپله تاریخي، ملي او ايماني ذمه واري ترسره کړي ٠   

   عمرتيريږي او تاريخ نن وي اوکه صبا وي خپل قضاوت کوي ، مهمه داده چې اوس موږ له خپله اړخه دتاريخ پدې حساس پړاو کې، پدی مهال چې لا ډير حقايق د دښمنيوپه تيارو، د ابهامو او بيريدنو تر پردو لاندې ناڅرگند دي دحقايقودبيان له لارې په زړورتيا او ميړانې سره پدی سيمينارکې  برخه واخلو٠

ښاد دی وي دافغانستان دمعاصرتاريخ دستر او ميړني مبارز، شهيد نجيب الله روح !

 

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<