www.payamewatan.com
     
 

محمد آصف خواتی

 بيا هم پردی لاسونه

   زموږ واکداران کله چې دخپل ولس دغضب او مخالفت سره مخامخ شي تل يوه خبره کوي هغه داچې ددې مخالفتونو تر شاه پردی لاسونه دي٠  خو هيڅکله يې دا فکر ندی کړی چې ولې دا ولس دپرديو ښکار شوی اويا دښکارهدف ګرزي؟ دا پردی لاسونه ولې دومره ځواکمن او اوږده دي چې دهيواد په هره سيمه او پايتخت کې کولای شي هر څه چې وغواړې هغه وکړي  اويا امنيت ته ګواښ جوړ کړي ؟

    موږ وليدل چې دغبرګولی په اتمه  ( دمی ٢٩) نيټه په پايتخت کې داسې څه پيښ شول چې داوسنی حکومت بهرنيو ملاتړ کونکو دولتونويې فکر نه کاوه٠ پدې نيټه دکابل په ښار کې  ديوې ترافيکې حادثې له کبله پراخه مظاهره چې   په تاوتريخوالی، لوټمارۍ، چور اوچپاول ،سوځولو اوورانولو پای ته ورسيده ترسره شوه ٠ داډول  پيښه پوره دوه کاله مخکې هم دکابل دښار په همدې برخه ( خيرخانه مينه ) کې شوې وه چې مرګ او ژوبله يې لرله خو خلکو کوم غبرګون ونشود داچې هغه وخت خلکو ولې غبرګون ونشودپر هغی قضاوت مشکل دي ممکن خلکو تمه لرله چې دهغې عاملينو ته به سزا ورکړل شي او په راتلونکې کې به دداډول ناوړه پيښو مخنيوی وشي چې له بده مرغه په هيوادکې دداسي پيښو چې په هغې کې بيګناه خلکو ته دسر اومال زيان رسيږی مخنيوی ونشو بلکه کچه يې لا زياتيږي چې څرګند مثال يې ددې پيښی نه څوورځې مخکې دکندهار په پنجوايي کې دامريکايي پوځيانو له خوا بمباری وه چې زيات شمير ملکی خلک پکې ووژل شول،  کورونه يې وران او په زرګونو يې اړشول چې خپل کورونه پريږدی او دکډوالۍ ستونزمن ژوند ته غاړه کيږدي٠ دادۍ دغبرګولی په اتمه نيټه نوبت دکابل ښاريانو ته راورسيد، امريکايي ټانکونو دخلکو په موټرونو وروختل هلته يې بيګناه خلک ووژل ،خلکو چې دخپلو قربانيانو دژغورلو لپاره هڅې پيل کړې هغه يې په ماشينګڼووويشتل چې دخلکو قهر اوغضب يې را وپاراوه او پر امريکايي مغروره پوځيانو يې دډبرو اولرګو ګوزارونه وکړل ، افغان پوليس چې سيمې ته راورسيدل هڅه يې وکړه  چې امريکايي پوځيان دخلکو څخه وژغوري ٠ دا ډول چلند ددې سبب شو چې په زرګونو ښاريان  په اعتراضيه لاريون لاس پورې کړي اوامريکايي اودولتی ضد شعارونه يې ورکړي ،له دې فرصت نه په استفادی سره يولړمفتننوسياسي ځواکمنو ډلو چې تل يې په خړو اوبو کې کبان نيولې دې دخلکوسره په هم غږيتوب کې ځانونه شريک اوپه چور اوغلا،سوځلو اوورانولويي پيل وکړ ٠ داچې دامريکايي ډزو له امله څومره بيګناه خلک ووژل شول اوڅومره ټپيان شول لا تراوسه پورې دقيقه احصائيه نده ورکړل شوی خو امريکايي پوځيانولکه دپخوا په شان دقربانيانو کورنيو ته تسليت وښود او ژمنه يې وکړه چې زيانمن شويو کسانو ته به تاوان ورکوي ٠ هو داخبره خو يې کړيده خو هغوی چې خپل عزيزان يې له لاسه ورکړی څوک يې کونډې شوي ،څوک يتيمان شول هغوی به خپل غمونه پخپله ګالی او چارواکی به هغه هير کړي٠ خو هغه کورنۍ چې پدې څلورنيمو کلونو کې دهيواد په جنوبی سيمو اوپه تيره کندهار ، زابل ،هلمند ،ارزګان ،کنړ٠٠٠ کې هره ورځ ويرجنې کيږي هغوی ته حتی چا تسليت څرګند نکړ،آيا هغوی ددې خاوری نه دي اوياداسې بريښي چې هلته  خير او خيرت دۍ٠

   دغبرګولې داتمې پيښې وروسته چارواکو خپله پخوانۍ خبره تکرار کړله چې ددې پيښی تر شاه دپرديو لاس دۍ او يوشی چی په هغې کې نوی وليدل شول داچې دا دپخوانه يو پلان شوی پروګرام وه، هغې ته يې تياری نيولې وه اوداکاريې د امتيازاتود ترلاسه کولو په موخه وکړ٠ که داسې وه نو ولې ددې ډول تحريکاتو مخنيوی ونشو؟ اودا ډول محرکين ولې دقانون پنجې ته نه سپارل کيږی ؟ او که دا يوه هوايي خبره وه آيا داډول څرګندونې ددولت په اعتبار باندې منفی اغيز نه کوي ٠

    دا چې چارواکی پدې موده کې دخلکود مختلفو( دسوله ئيزواووسله والو) مخالفتونو تر شاه دپرديو لاس وينی او هغه په پرله پسې توګه تکراروي آيا دا څرګندونی دافغانی ټولنې دروانی غميزی دحل چاره ده؟ يقينا چې دا ډول چلندنه يوازې دحل لاره نه ده بلکه پايلې يې ناوړه وې ،موږ وينو چې امنيتی حالت دوخت په تيريدو سره لا خړپړ کيږي ، هره ورځ دمرګ اوژوبلې اودولسواليو دسقوط خبرونه اوريدل کيږي چې دمخالفينو اودولت ترمنځ لاس په لاس کيږی٠ اوبيا دلته دا سوال پيدا کيږي مخالفين چې هغې ته طالبان ويل کيږی ولې دومره پياوړی شول  چې دولت اونړيوالې ټولنې ته يې جدې ګواښ جوړکړي دۍ ٠ داسې ويل کيږی چی اوس مهال طالبان ١٢٠٠٠ تنه وسله وال جنګيالی لری چې اوسنی دولت په همدې کچه پوخيان لری٠ طالبان چې  په ښکاره توګه هيڅ دولت دهغی دملاتړ خبره نه کوی وروسته له داسې ماتې چې په زرګونه جنګيالی يې مړه اوزندانی شول دا قابليت پيدا کړ چې ١٢٠٠٠ تنه هرډول سرشندنی او حتې ځان وژونکو عملياتو ته چمتو کړی او اوسنی دولت چې دنړيوالې ټولنې د هراړ خيزه مرستی اوملاتړ نه برخمن دۍ نشي کولای خپل پوځ په پښوودروي علت يې څه دۍ ؟ دې طالبانواودولتی ځواکونو تر منځ دا توپيراودامنيتی وضعيت خړپړکيدل يولړکورنی اوبهرنی عوامل لري چې دډيرو له نظره هغه دادي :

الف بهرنی عوامل :

دبهرنيو پوځيانواوپه تيره دامريکايانو شتون  اودهغوی ناوړه چلنددخلکو سره٠ دا چلند ددې سبب شوی دۍ چې هغوی ته دښمن په سترګه وکتل شي ( هغوی دخلکو مقدساتو او دودونو ته درناوی نکوی،بيګناه خلک په پوځی عملياتو کې وژل کيږی،دزندانيانو سره خورا بد چلند کيږی، بيګناه خلک دغلطوراپورونو له امله ځورول کيږي )٠

  داسې نظريی هم ورکول کيږی چې دطالبانو بيا پياوړی کيدل دامريکی د پاليسی محصول ګڼي  چې غواړې بيرته طالبان واکمن کړي اوبيا ځينې داوايي چې امريکايان قصدا نه غواړی په افغانستان کې وضعيت نورمال حالت ونيسي تر څو خپل پوځی شتون په سيمه کې موجه اوضروري وګڼی او په سيمه کې خپل اغيز زيات  او خپل لاسپوڅی دولتونه ځواکمن اوپياوړی کړي٠ ډير پدې عقيده دي چې دهماغه پيل څخه چې امريکايانو په جګړه مارو ډلو او جنګ سالارانو تکيه وکړه اوتر ننه پورې دهغی ملاتړ کوی ددې سبب شوه چې حالات ځړپړ پاتی شي اوخلک ددې جګړه مارو ډلوخلاف ودريږی ځکه چې هغوی ډير کړاوونه اوبدمرغۍ دې هيواد ته راوړی اوهغوی پخپله امنيت ته ستر ګواښ دۍ اوديوې متمدنې ټولنې  دجوړيدوسره دښمنی لري ٠

    دبهرنيواو په تيره امريکايي  پوځيانوشتون ځينو ګاونډيو هيوادونو ( روسيې، چين ، ايران ٠٠٠  ) ته دمنلووړندۍ او هغه دځان لپاره ګواښ ګڼی اودا دامکان نه ليری خبره هم نه ده چې چين اوروسيه ونه غواړې امريکايانوته افغانستان دوهم ويتنام جوړ نکړي٠

ب- کورنی عوامل :

دکورنيو عواملو په هکله په لنډه توګه بايد وويل شي چې اوسنی دولت ونشوای کولای دخلکو هغو هيلو اوغوښتنو ته ځواب ورکړی کومې چې دهغې يې ژمنه کړې وه ، اداری فساد يې له منځه يو نه ووړ،جګړه مارې ډلې موجودې اوجنګ سالاران واکمن دي، دبيا جوړونې بهير محسوس نه دۍ، په ليری سيمو کې څه چې په ښارونو کې دولت ونشوای کړای دخلکودحقوقو اوآزاديو څخه دفاع وکړي، دپرانيستو دروازو پر بنسټ اقتصادی سياست هم صنعتی پروژې اوزراعت ورشکست کړ، ملوک اطوايفی نه يوازې له منځه ولاړه نه بلکه لا پياوړې شوه،ملی پوځ اوډاډمن امنيتی ځواکونه نه داچې منځته رانغلل بلکه په هغی کې لوټماران اوغله هم ليدل کيږی )٠ دا ټول ددې سبب شول چې دولس اودولت ترمنځ واټن زيات اودې ته زمينه برابره کړی تر څو ولس دمخالفينو خواته مخه کړي٠

   اوس راځو دغبرګولې داتمی نيټې پيښې ته چې دهغې په هکله څه ويل کيږی ٠ امريکايي پوځيان هغه دتخنيکی ستونزې له امله ګڼې خو بيا خلک هغه دامريکايي پوځيانو دبې پروايۍ او يا نيشه حالت نه ګڼی دا هر څه چې وی دترافيکی قواعدو مخالف عمل دۍ چې په تيره پوځيان بايد هغه په جدې توګه مراعات کړي٠ امريکايي لوری ډزې دخپل ځان نه ددفاع په خاطرموجه ګڼی اونيويارک تايمز ورځپاڼه بيا ليکی چې په ښار کې ګړندی حرکت يو امنيتی تکتيکی حرکت دۍ دا ددې معنی لری چې (( ووژنه تر څو ونه وژل شي )) له همدې امله  دامريکايانو غول پيکره ټانکونه ، زری لرونکی پوځې نقليه وسيلې دکابل په ګڼه ګوڼه ښارکې جواز لری چی په سرعت سره حرکت وکړی که انسانان او نور نقليه وسايط هم ترخپلو ځنځيرو لاندې کړی ارزښت نلری ځکه هغه يو امنيتی تکتيکی حرکت ګڼي ٠ په لاريون کې امريکايي اودکرزی ضدشعارونو ورکولو دا وښودل چی  ديوې ناوړې پيښی له امله دې لاريون  سياسی بڼه غوره کړله چې ځينوځواکمنو سياسي کړيو دخپلو پراخوامکاناتو له امله  وکولای شول دهغې څخه ګټه پورته کړی ،چې دځينو چارواکو څرګندونې هم دې موضوع ته اشاری لرلې٠ خو دا حقيقت څرګند شوچې خلکداوسنی وضعيت څخه ناراضه دياواوسنی حکومت اودهغی نړيوال ملاتړ کونکی هيوادونه نه مني ٠ پدې هکله دمی د٣١ نيټې په نيويارک تايمز کې راغلی چې (( ددوشنبې ورځې اعتراضونو امريکايي او دافغانستان د حکومت ضد رنګ اوبوی درلود ،شورشيانو دښار په څلورلارې کې دجمهور رئيس کرزی عکس ديوه امريکايي لاسپوڅی په توګه وسوزاوه ))٠

  دپيښی وروسته دافغانستان د ولسې جرګه په ناسته کې دا وغوښتل شول چې دپيښې امريکايي عاملين بايد محکمه شي خو دامريکې سفير بيله ځنډه دا خبره وکړله چې امريکايي پوځې به دافغانی محکمې لخوامحاکمه نشي ځکه چې ددواړو هيوادونو دتړون پر بنسټ امريکايي پوځيان چی په افغانستان کې په کوم جرم تورن کيږي  په امريکا کې  به محاکمه کيږی، خو موږ وينو چې افغانی تورن کسان چې دامريکايي پوځيانو لخوا نيول کيږی بيله دې چې افغان دولت پرې خبر وی په نامعلومو ځايونو کې ساتل کيږی دا څه ډول دوستانه اړيکې او  تړونونه دی چې پر افغان دولت تحميل شوی دی چې يوازی دحاکم او محکوم دولتونو ترمنځ  کيدای شي موجودې وي او يا دا چې افغان چارواکی لومړی تړونونه لاسليکوی او بيا يې لولي ٠

دغبرګولې داتمې نيټې پيښې چی په پراخه توګه په نړيوالو رسنيو کې انعکاس پيدا کړ ډيرو خارجی څيړونکودا خبره وکړه چې بايدنړيواله ټولنه دافغانستان په هکله نوی  پاليسۍ اختيار او هغه بايد بيله ځنډه پلې کړي  ٠ داچې نړيواله ټولنه چې په هغې کې ناټو ټاکونکې رول لوبوی په راتلونکې کې څه ډول پاليسی پلې کوی هغه دهغوی کار دۍ خو که دافغانستان چارواکې  خپلو خلکو ته دخدمت کولو اراده لری او غواړې چې ولس يې داوسنې ځورونکې وضعيت څخه خلاص کړی پکارده چې :

- څرنګه چې دولتی چارواکودپيښی دپلټو خبرې کوي پکار ده چې يوازې دغلا اوورانولو دعاملينو دمعلومولو په خاطردا پلتنې محدودې شي بلکه هغوی چې دخپلو سياسي اهدافو لپار ه لاريون تاوتريخوالی ته سوق کړ،عکسونه اوشعارونه يې برابر کړل او چارواکې حتې دوکيلانورول ته هم ګوته نيولې ده هغوی په ګوته کړي اودقانون پنجې ته وسپاری اوبيا معاملې ترسره نکړي٠

- دملی پوځ دجوړيدو بهير پياوړی کړی تر څو دپرديو دپوځيانو شتون ته اړتيا نه وی چې له يوې خوا خلک پرخپل پوځ اوخپل ځان متکی شي او له پلوه دګاونډيانو انديښنی  اومخالفينو ته دهغوی له خوادکومک  اولاسوهنې  پلمې هم ورسره له منځه ولاړې شي ،

_ افغانی بين التفاهم ته بيله قيداوشرطه لاره پرانيستل شي او ټولو سياسي کړيواو په سياست کې مطرح ډلو ته دفعاليت شرايط برابر کړل شي ٠

   ددې سره جوخت ددموکراسۍ پلوه ډلو نه داتمه ده چې ديوه پياوړی  اپوزيسيون جوړولو ته  هڅې ګړندی کړي  او دقلم دخاوندانو نه بيا دا غوښتل کيږی چې دټولنې اصلی ستونزی اودهغې دحل لاره ولټوي نه داچې  په فرعی مسئلوځانونه مصروف کړي او په تيره هغو ليکوالو ته چې دخراسان  اوافغانستانيانوتر نامه لاندې سپين کاغذونه توروي ،افغانانو ته شجرې را باسي،تاريخونه ليکی يا تاريخې پيښی پخپلو ليکنو کې انخوروی چې هغه هم دقومی او ژبنيو تعلقاتو بر بنسټ څيړی چې هيڅ ګټه نلری او لا دايرو لاندې سکروټو ته چې هره شيبه دهغې څخه داور دلګيدو خطر موجود دۍ لاس وراچوی په رڼو سترګو او دملې احساس په لرلو سره پيښو ته او دخپل ولس بدمرغيو ته وګوري او داوسنی حالت څخه دوتلو لارې چارې په ګوته کړي که په رښتيا سره دوی دخپلو خلکو او وطن په هکله فکر کوي او که داچی دوی دافغان ولس ددښمنانوسره تړاو لری نو بيا دې داملی ضد بابولاوو ته ادامه ورکړی ٠

دجون اوومه نيټه کال ٢٠٠٦

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<