www.payamewatan.com
     
 

ژباړونکئ :  هدايت الله هدايت

 

سپينـــه مـاڼــۍ بـديـــلـه طـرحـــه نـــلري
دماډلين البرايټ سره د نيوز ويک خبري اتري

 

   د نيوز ويک مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې د امريکا د بهرنيو چارو د پخوانۍوزيري ماډلين البرايټ سره چې همدا اوس د پيو Pew  دپروژې رئيسه ده ( هغه پروژوه چې په ټوله نړۍ کې د عامه افکارو د نظر سنجولو کاريې پر غاړه دئ )   دغه لاندي مصاحبه تر سره کړېده چې   ژباړه يې يو ځای سره  وايو  :

په لومړي سر کې   د اسرائيل او لبنان تر مينځ  د دغه  روان  دښمنانه اقداماتو په هکله ستاسو208059.jpg نظر څه دی ؟

   ډېرخطر ناک دی او زه بېحده پرېشانه يم . که څه هم نسي کېدلای  په ټولو جاري پېښو کې د امريکا غندنه و سي خو بايد وويل سي چې د عراق نه پرته د مينځني ختيځ په مسئلو کې  زموږ بې پروايي دوضعي د سمونتيا سره مرسته نده کړې . زه ددې لانجې د څو اړخيزه تأثيراتو څخه يعني په مينځني ختيځ کې ديوه سراسري خشونت څخه ډېره اندېښمنه يم . هيله ده چې داسي نه وي، خو پر دې بېرېږم چې عراق به د امريکا و بهرني سياست ته په يوې ډېري لويي فاجعې باندي را واوړي حتی د ويټنام تر فاجعې لا بدتره .البته دا نه د قربانيانو په خاطر بلکه د نااټکل سوي عواقبو له نظره او د سيمي په ټوله خواوو کې د هغه د پراخېدو له کبله .  په دې کې شک نسته چې په دې  وخت کې ايران داسي  ښکاره سوی دئ چې  کولای سي د پېښو پر بهير باندي    تأثيرات ولري .


يعني تاسو واياست چې دغه ټوله  په داسي حال کې پېښيږي چې په ظاهره  د بوش د دولت د بهرني سياست   موضع، د بدلون په حال کې ده  .

   په حقيقت کې  د بوش پر دولت باندي ګاهي  واقعيت ګرايې  غلبه پيدا کوي ، هغه هم په داسي وخت کې چې  د ډيپلوماټيکو لارو چارو ته  اړتيا پيداسي . دولت اوس ودې ټکي ته پام سوی دئ چې په نړۍ واله ټولنه کې ، لږ شاني همکاري هم يوه بنيادي مسئله ده  خاصتاً د شمالي کوريا او دايران سره د ستونزو دحل دپاره . زما په عقيده که دولت د خپلي رايي څخه را کښته سوی دئ خو لا تر اوسه يواړخيزه  لوری لري او ډېر هغه مسائل چې امريکا بايد هغه تر سره کړي، په کافي اندازه پاملرنه ورته نه کيږي .

ددې بدلون علت څه دئ؟

    هيڅ شئ   نه وو بريالي . په بېلابېلو عرصو کې چې امريکا په هغه کې لاس درلود او ډيري پر مختياوي يې تر ﻻسه کړي وې . خو  په پای کې داټوله  د عبرت وړ دي .

آيا د امريکا دولت  بايد   دايران سره مخامخ خبري اتري  ولري ؟

   بايد ووايم چې په هغه ناسته کې چې د مي په مياشت کې جمهور رئيس بوش د هغو کسانو سره درلودله چې زه هغوی پخواني اشخاص  بولم يعني د دفاع او خارجه وزيرانو ،ز ما د  يوه وړانديز په هکله  چې   د ايران سره د مستقيمو خبرو پر مورد باندي د حکومت  د اړتيا په هکله وړاندی کړی وو، ټينګار وسو.  دا نه يوازي د يوې  وظيفې د انجام پاره هغسي چې د جمهور رئيس د مرستيال په حواله نقل سوې  وي بلکه په دې خاطر چې زه د خپلو غوښتونو انتقال  په مستقيم ډول مهم  ګڼم .

شمالي کوريا په رشتيا د بوش دپاره د ستونزو باعث ګرځېدلې ده ؟

   زما په ګمان د بوش دولت هغه دندې چې بايد تر سره کړي ئې وای عمل ئي ندی ور باندي  کړئ . کله چې موږ دولت پرېښود نو د شمالي کوريا سره د مذاکرې په نيمايې کې وو. موږ بايد ګوندي مسئلې يوې خواته پرېږدو او کارونه دهغه ځايه را شروع کړو چې هغي بلي ډلي پای ته رسولي وي . او په پای کې ټوله د هغه څه د تطبيق د پاره تلاښ و کړو چې د امريکا لپاره بهتره وي . د بوش دولت  ديوه سره په ټولو کارو کې بدلون راووست ، د مخامخ خبرو لوری   د څو اړخيزه خبرو وخواته واوښت . زه فکر کوم چې د شمالي کوريا په اړه به ښايې داغوره وي چې  دوه اړخيزي خبري دوام پيدا کړي .

آيا د پوتين د کړو په هکله  د بوش د سټراټژۍ سره موافق ياستی؟

   د اتو غټو صنعتي هېوادو د سر مشريزي د ناستي د تحريم سره موافقه نه وم . دغه ناسته و جمهور رئيس ته دا فرصت ورکوي څو هغه څه چې پر هغه باندي باور لرو بيان کړي . هغه هم نه يوازي مستقيماً و پوتين ته بلکه و ټولو رئيسانو ته . زه دا پوښتنه کوم چې آيا بوش نبايد د پوتين و سترګو ته په دقت سره وګوري ځکه چې پوتين ډېر زيرک سړی دئ او داسي  ښکاري لکه پخپله چې غواړي  وښکاري . هما غه ډول لکه  جمهور رئيس ريګن چې به ويل باور ولره، خو څېړنه وکړه .

آيا سپينه ماڼۍ لږ ايډيالوژيکه او زياتره کاري سوې ده ؟

   زما په ګمان تردا اوسه پوري  دغه دولت تر ډېره حده ايډيالوژيک دئ . و هغه دوو ناستو ته په پاملرني سره چې په سپينه ماڼۍ کې ما برخه پکښې اخيستې وه، زه داسي احساس کوم چې دغه دولت اوس  هم  داسي باور کوي چې  صحيح جوابونه يې په اختيار کې دي  . دولت په هر  مسئله  کې د هغه  دتوان په اندازه سره  پر ځان باندي اعتماد درلودل ،د کارو  د کاملي مجموعې و حرکت ته ضرر رسوي . په تيرو پنځو کلو کې مې  د وضعي په هيڅ يوې خوا کې هيڅ ښه والی  و فکر ته نه راګرځي .  يو د هغو کارو څخه  چې زياته اندېښنه  را پاروي  هغه،  هغه اعتماد دئ چې د بوش دولت ئي پر خپل ځان باندي لري . هغه هم په داسي  حالت کې چې  هغه په دې باور دی  چې خدای  يې تر څنګه  ولاړدئ او  کاملاً يوه مخکې تر مخکي ټاکلې لاره  وهي . ځکه نو هر کله چې د الف  طرحه ماتې وخوري  نو په بدل کې يې  د ب لپاره  هيڅ بله طرحه نلري  او دا يو ايديالوژيک لوری دئ  .

 

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<