www.payamewatan.com
     
 

 هدايت الله هدايت

د دارفور غميزي ته يوه ځغلنده کتنه  

   دسوډان د دارفور سيمه چې ددولسيزو راهيسي ديوې لوئي انساني  غميزي او بحران سره مخه او ډېره زړه کوټونکې انساني تراژيدي او مرګ ژوبله يې را مينځته کړېده، اوس هم د افريقا په قاره کي د کړکېچ  توده سيمه پاته کېږي او د نړۍ عامه پاملرنه  ځانته راګرځوي . دارفور  د سوډان  دغه  لويديځه سيمه د شلو کالو را هيسي د قومي ، قبيلوي او ددولت د ناراضو عناصرو لخوا د جګړې د مصيبتونو په يوې غمځپلې  او د  انسانانو د وينو ، اوښکو او ساندو په سيمه اړول سوېده  .  د غه  سيمه دکورنيو لانجو، نښتو او بهرنيو لاسوهنو په وجه  تر اوسه پوري تر دريو لکو زياتود  بېګناه انسانانو  ژوند اخيستئ  او څه ناڅه دوه نيم ميليونه خلګ يې  بې کوره، کډوال او لالهانده کړی دي . په دار فورکي د سوډان د بومي قبيلو د وسلوال کېدو نه راورورسته په دې سيمه کي د اخ وډوب او اختلافونو  لمن  د هري ورځي په تېرېدو سره بيا و داسي حالت ته رهي کيږي چي دسيمي د ژوند  ښارَ ګ يې تر فشار لاندي راوستی دئ   . ددغي سيمي  پارېدلي ډلي چي  "د سوډان د آزادي بخښونکی غورځنګ " او په ختيځ کي " د مساوات او عدالت د غورځنګ " په نامه ځانونه  ښئي  ددولتي قواوو سره  په  جګړو لاس پوري کوي . په دار فور کي ددې ځواکونو د اختلاف ظاهري  بانه    دخلګو دژوند ښه کېدل ، د خرطوم سره يوځای پاتي کېدل او د  افريقائي تورپوستو څخه د عربي مليشياوو  نژادي پاکول اعلان سوي دي . همدا وجه ده چي  ددارفور په بحراني سيمه کي د څو کالو راهيسي  د سوډان او د افريقا په قاره کي   سوله او ثبات د ګډوډ ی سره مخه سوې  او  دغه سيمه   يې په  يوه لويه شخړه  کي  راکښې ايستې ده .

    درې کاله پخوا يعني په  کال ۲۰۰۳ کي د سوډان په لوېديځه برخه دارفور کي د په خټه افريقايې ﻻصله اتباعو چې خپلي غوښتني يې درلودلې د عربي ملېشو سره  چې د لويديځ  په ادعا د سوډان  ددولت لخوا يې ملاتړ کېدلئ ، سختي جګړې پيل سوې . وروسته بيا په کال ۲۰۰۴  کې  ددې جګړو د آرامولو او د ثبات د ټينګېدو دپاره  د افريقا اتحاديې  خپل اوه زره  د سولي ساتونکي قواوي  و دې سيمي ته ولېږلې . دا موده اوس  پر ختمېدو ده او د هغوی  ماموريت   د سږ کال په سپټامبر کې   پاېته رسيږي  .  همدارنګه د دار فور د بحران  په اړه د افريقا د اتحاديې د هغه مهلت موده هم د تير اپريل پر دېر شمه پاې ته ورسېدله  هغه  چي دوه کاله مخکې د خبرو اترو ددوام په خاطر  د نايجريا په پايتخت ابوجا کې تر لاسه سوې وه . دغي موضوع ان   دهمدا اوسه څخه  په سوډان کي ددارفور دشخړي د بيا تازه کېدو په هکله زياتي اندېښنې او پوښتني  را پيداکړي دي  .

    څه وخت مخکي د سوډان يوه مقام د امريکا تر فشار لاندي د امنيت شورا د يوې پريکړي پر تصويب باندي چي په هغه کي و دارفور ته د نړیوالو ځواکونو دځای پر ځای کولو په اړه خبري سوي وې ، غبرګون ښودلی  او ويلي يې وه چې   امريکا د ملګرو ملتو دسازمان د اجازې نه پرته غواړي يو ځل بيا په دارفور کي د عراق  تجربه تکرار کړي . د العالم  خبري شبکې  د سوډان د ډموکراټيکي اتحاديې د ګوند دمرکزي دفتر رئيس مير غني حسن له قوله هم ويلي دي چي  د جنوبي سودان و دارفورته د امنيت شورا لخوا د نړی وال پوځ د  لېږلو پرېکړه يو ناسم اقدام او هغه دسوډان د حاکميت د تر پښو لاندي کولو په معنی ارزول کېږي  .  هغه وائي دنړی وال پوځ د ځای پر ځای کېدو پر ځای غوره به دا وي  چي په دارفور کي د افريقائي اتحاديې  قواوي چي همدا اوس  هلته موجودي دي،  شمېره دي يې ولسو زرو تنو ته  جګه سي  او  ملګري ملتونه کولای سي  دهغوی سره ه خپله لوجيستکي ملاتړ او مرسته   اعلان کړي   .

   په ياده دي وي چي د ۲۰۰۵ کال په لومړيو کي کله چي  د دارفور بحران  و يوه  ډېر خطرناک پړاوو ته ننوتی،  د ملګرو ملتو سازمان عمومي منشي کوفي عنان، د روانډا د عامه وژني  دلسمي کاليزي په مناسبت اعلان و کړ  "چي نړۍ نور نسي کولای پر هغه څه چي په دارفور کي تېريږي لاس تر زني  لاندي کښېني" . په دې هکله د افريقا داتحاديې د اعتراض سره سره د امريکې کنګرې هم  پرېکړه وکړه چي هغه څه چي په دارفور کي تېريږي هغه دي عام وژنه و ګڼله سي . ددې نه وروسته د امنيت شورا هم پروسږ کال د جون پر دېرشمه نېټه  پرېکړه صادره کړېوه چي سوډان ته يې دېرش ورځي مهلت ورکړ څو په دارفور کې و جناياتو ته خاتمه ورکړي  او جنګي جنايت کاران دي هم و محکمې ته را کش کړي  . خو  را وروسته سوډان  پر دې پرېکړي  باندي انتقاد وکړ .

 

د دارفور يا ديار الفور د لانجې  تاريخي  ريښې

   د دارفور  سيمه  ۵۱۰ زره مربع کيلومتره مساحت لري  چي  دشپږ مليونوتنه نفوس په درلودلو سره  د ټول سوډان د نفوسو او مساحت  پنځمه برخه  تشکيلوي . په اداري لحاظ پر درو شمالي دارفور، جنوبي دارفور او غربي دار فور باندي وېشل سوې او د دسوډان   د نړۍ والي پولي هغه برخه  جوړوي چې د ګاونډي هيوادو چاد، ليبيا او مرکزي افريقا سره  يې موښلوي . په دغه سيمه کي د سلو په شاو خوا کي عربي او افريقايې قبيلې ژوند کوي،  چي  ډېر و هغه  ته د قبيلو سيمه وائي  .

   د فور اسلامي سلطنتي کورنۍ د کال ۱۶۵۰ نه بيا تر ۱۸۷۴ پوري پر دغه  مځکه باندي  واکمنه وه .  د نولسمي پېړۍ په اتيايمه لسيزه کي يې وعثماني دولت ته بيعت وکړ  .  تر ۱۸۹۸ پوري د المهدي دولت  د قلمرو يوه برخه وګرځېدله . وروسته بيا په ۱۹۱۶ کې د انګرېزانو لاسته ولوېدله  او   د سوډان ددولت سره يوځای  سوه  چي ګډه واکمني يې د انګليس مصر  تر لاس لاندی  پر مخ بېول کېدله . دارفور يا ديار الفور  په سوډان کي د فور دقبيلې نه را اخيستل سوې ده چې د جبل مرا د هېواد دمرکزي  غرنۍ سيمي  د تورپوستو بزګرانو څخه، شمالي برخي يې د کوچيانو  او جنوبي سيمي يې بيا د افريقائي بزګرانواو  مالدارانو څخه جوړي سوي دي .  ددغې سيمي زياتره اوسېدونکي  مسلمانان دي چي يوه کوچنۍ دارفوري ډله ئې په عربي  ژبه ږغيږي . شمالي برخه يې ز ياتره د صحرا د هېواد  کوچيان  دي  چي په دغه سيمه  کې مېشته سوي دي . ددې ځای  مرکزي او جنوبي سيمي  چې د غرنيو او شنومځکو پر لمن  پرتې دي تل يې د  داسي لانجو سره لاس او ګرېوان وو چي پاېله يې د خپل ګاونډيو چوپانانو او بزګرانو سره  په جګړو ختمه سوې ده .   په دې سيمو کي کله چې  باران لږ  و اوريږي   نو بياد اوبو د وېش پرسر خونړۍ شخړي  را پورته سوي دي   . دغه سيمه د ډېرو وجوهاتو په خاطر تل د کړکېچ منبع  پاتي وه  چي تر ټو لو محوري اړخ  يې د اوبو او څړ ځايو پر سر باندي  د  قبايلو  خپل مينځي اختلافونه او جګړې وې .

   د دارفور سيمه  د جګړو  ډک  تاريخ لري  . که څه هم  په دې ځای کي د ډېر پخوا راهيسي   زياتره ستونزي  په دوديزه توګه حلېدلې  خو دغه هېواد د کال ۱۹۸۰ د ډېري سختي قحطۍ او بېساري وچکالۍ په سبب دستونزو د حل  دوديزه  ﻻره  وشلوله، او دهغه راوروسته ئې   دغه هېواد په يوه ډېره پېچلې بحراني حالت کي را ښکېل کړ . که څه هم ځيني سياسي چارواکې  د خپلو سيمو په استازيتوب په دولتي حاکميت کې خپل استازي لري خو بيا هم د هر کال په تېرېدو سره  وضعه تر بد بدتره کيږي او په دې هېواد کي  د ډېرو ترژايکو پېښو دمخنيوی څخه پاتي راغلي دي   .  په تاريخي او دوديزه توګه ددې سيمو د قبايلو ترمينځ تل د بېلابېلو هدفو او انګېزو له امله  اتحادونه  او ائتلافونه   جوړ سوی   دي  . خو دغه روان  کړکېچ  امريکا او نور لويديځ هېوادونه   دې ته هڅولي دي چي  د دارفور ددې کورني بحران څخه ګټه پورته  او هغه ته بين المللي بڼه ورکړي او وروسته  بيا د پېښو لورئ دخپلوسيمه ايزو سياستونو دپلي کولو پر لوري  رهي کړي  .
 

په  دارفور کي د بحران لومړني  بڅرکي او پايلې

    د دار فور په سيمه کي د بحران لومړني بڅرکي په کال  ۱۹۸۶ د سوډان د پخواني صدراعظم صادق المهدي  په وخت کي هغه وخت راپورته سوه چي نوموړي  عربي قبايل چي د المهدي د طايفې دوديزه ملګرې دي د عربي يووالي تر نامه لاندي د يوه سازمان   لاندي سره راټول  او د فور د ډيري لويې افريقايې قبيلې پر ضد، د مير غني تر لارښووني لاندي د دیموکراتیکی اتحاديې د ګوند چي د المهدی ددولت سره يې ائتلاف   درلود،  لاس يو   او د لانجوو  پراخېدو  ته لاره پرانيستله   . د فورانو او عربي قبيلو تر مينځ  ددرو کالو په موده کي د دغه خونړۍ جګړې  په پيل سره، ديوې خوا  فورانو  چي د چاد او دارفور تر مينځ په راشه درشه کي وه، د عربو پر قبايلو باندي حملې وکړې او دبلي خوا د ليبيا اسلامي لژيون او د امت حزب د قدرت پر سر لوبو کي دغه سيمه په وينو او اور کې لاهو کړه . د المهدي دولت بيا وروسته په دې پېښه کي دخالت وکړ او ددوو قبيلو په مابينځ کي يې يوه لنډ مهاله او نيم بنده  سوله  ټينګه او د ۱۹۸۹ د نوامبر په مياشت کي د سولي کنفرانس په پرانيستلو سره و دې جګړو ته خاتمه ورکړله . خو راوورسته پېښو وښودله  چي دا سوله يوازي و يوه اوربند ته ورته وه  نه د پوره سولي و تأمين ته  .  په دې ډول د عربي او افريقايې قبيلو دلانجو شتون ﻻ هماغسي نا حله پاتي و .

 

   ويل کيږي چې امريکا او لوېديځو هېوادونو د سوډان  ددولت سره د خپلو لانجواو  اختلافونو  پر سرتل دياغيانو څخه ملاتړ کاوه او همدا وجه وه چې  د سوډان دولتي چارواکو  هم  په دارفور کي د کړکېچ او ګډوډيو پړه پر  لوېديځو هېوادو او په لومړي سرکي پر امريکا باندي اچوله  . سوډان ددغو هيوادو   لاسوهنه  د سيمي د ثبات  اوسولي د ټينګيدو په ﻻره کي ستر خنډ باله او د پېښو تر شا يې د هغوی د دخالت غندنه کوله  . اوس هم دسوډان جهمور رييس عمر البشیر،  امريکا او لوېديځ هېوادونه د سوډان په لوېديځ  کړکېچن دارفور کي ددې ځاي د ثروت او طبيعي زېرمو د زبېښلو او لوټولو په خاطر د هغوی پر نيتونو باندي ښکاره څرګندوني  کوي .

    ددارفور سيمه نفتي زېرمي لري او مرکزي دولت يې په سوډان کي د ځينو چينایي،هندي او ماليزيايي شرکتو سره  د نفتو د را اېستلو په خاطر قرار دادونه امضا کړي دي  . داسي معلوميږي چي د جنوب و ياغيانو ته د مرکزي دولت  لخوا د امتياز ورکول په لوېديځ کي ددې باعث  ګرځېدلې وي چي د بلوا زمينه برابره کړي . خو ددې سره سره د سوډان ياغيان د دارفور د سيمي د نفتي زيرمو شتون  د خپلي خپلواکۍ  غوښتني  په خاطر يوه ډېره مؤثره وسيله ګڼي  .د ياغيانو لخوا دغه شانی توجيهات هغوی لا نور هم   و خپلي داعيې ته تشويقوي . داسي هم ويل کيږي  چې ګواکي  دايوه کورنۍ لانجه نه بلکه په ډاګه د ګاونډيو او پرديو هيوادونو د ﻻسوهنو نتيجه  ده چي  ددې انساني غميزي په تشکل کي  نقش  لوبوي  . د انګلستان  دګارډين ورځپاڼي په هغه وخت کې ليکلي وه چې  د سوډان په دې سيمه کې د نفتو دزېرمو شتون هغه څه دي چې لوی ځواکونه دلته راکشوي تر څو هغوی  ددغه زېرمو نه په خپله ګټه، ګټه واخلي او دا کار بيا د پرديودولتونو په لاسوهنه ختمه  کړي  .

   ددې سره سره نن سوډان  د واشنګټن د اسټراتيژۍ د دوو عمده او بنيادي عناصرو تر تأثير لاندي  راغلی دئ  .  يوپه کلي توګه  د ټولي افريقا د قارې په اړه د امريکا دګټو او د هغه د لاسته را وستلو سياست دئ او بل په خاص ډول د مينځني ختيځ په اړه د واشنګټن اوږد مهاله  د لاري نخشه  ده . امريکا د سړې جګړې د ختمېدو او د شوروي اتحاد د شو په شو کېدو نه وروسته د افريقا و سيمي ته  سترګي لغړولي دي . د افريقا په قاره کي د نفت او ګازو پر ډکو ذخيرو باندي تسلط د امريکا د لومړنيو او لويتونوڅخه ګڼل کيږي  . په سوډان او چاد کي د نفتو استخراج، امريکا ئي واکداران  تر هر وخت نه زيات و سوډان او دارفور ته متوجه کړي دي  . همدا اوس د سوډان نفتي زېرمي ددوو ميليارډ بېرله تيلو اټکل کوي . ددې نه علاوه امريکا د سوډان په شخړه کې دﻻسوهني د لاري غواړي خپله جهاني هژموني په افريقا کې  پلې کړي . وامريکا ته به  د دارفور احتمالي سقوط   واشنګټن   په دې وتوانوي چي د خپل  نفوذ ساحه د افريقا و مرکز ي سيمو او لويو دريابو ته  پراخه   او دلته   دفرانسې و نفوذ ته هم ګذار ورکړي  .

د دې ﻻنجې د کورني اوبهرني اړخو په شننه سره  کېدای سي چې څوک ډېر داسي عوامل او د بحران په دننه کي مُحرِکه خواوي پيدا کړي  چي ددارفور و انساني تراژيدۍ ته لمن وهي او د پيښولورئ د لويو ځواکونو د ګټو اوهدفونو سره سم پر مخ بيايي  . خو ډېر بيا په دې باور دي  چي  د سوډان اوسني چارواکو هم ددارفور د مسئلې په حل کي  په يوازي سر د ستونزو د حل قابليت  او توان  دلاسه ورکړی دئ  .   ددې ټولو سره سره ددارفور د حالاتو  پېچلتيا او په دې بحران کي دډېرو عناصرو دخل، د سيمي او دارفور دبحران د راتلونکي اټکل ګران کړی دئ . ددې بحران د کورني او بهرني  لوبغاړو تر مينځ ډېر  تضادونه  اوتوپيرونه  سته چې ددارفورد قضيې و پېچلتيا ته  لا نور هم ابهام ورکوي  . کتونکي وائې چې  د دارفور دبحران حل بايد يوازي پخپله په سوډان کي د مېشتو خلکو او قبيلو د خبرو اترو دلاري حل   او د افريقا او د عربو د اتحاديې د مينځګړيتوب په چوکاټ کې    محدود پاتي  سي  او د پردو لاسوهني دي  پای  ته ورسيږي    . هغوی دا هم وائې هغه لاسونه او بهرني ځواکونه  چي دهغوی په لارښوونه او ملاتړ  ودې بحران ته لمن وهي  اويا  د هغې و  جهاني کېدو ته لاره هواروي  ،  په واقعيت کې  به دغه  کمپاين  د دې سيمي د نفتي او طبيعي زېرمو د زبېښلو د پاره  دداسي تازه  تلاښونو پيلنامه سي چې  د دارفور وبحران ته به  لا نور هم زور ورکړي  .

 اوس دا پوښتنه را پورته کېږي چې آيا په دارفور کي به سوله وساتل سي   او که ددې انساني غميزي په اوږدېدو سره به د سوډان  او سيمي راتلونکې  هم دامريکا د سيمه ايزه ا و نړی وال سياستونو په لانجمنه او کړکېچنه  کړيو کې ور داخله  کېږي  ؟

استراليا

۴ / ۷ / ۲۰۰۶

 

 

 

يادونه :
 
کله چې ما  د دارفور دلانجې پر پورتنۍ ليکنه او  څېړنه باندي کار کاوه  او د خپرېدو لپاره اماده سوه نو په ګمبيا  کې د افريقائي  اتحاديې غړو هيوادو سر مشريزه غونډه  هم روانه او تازه پاېته ورسېدله . په دې غونډه کې هم د  دارفور د لانجې  په هکله بنيادي او  محوري خبري تر سره سوی دي  .

 

اخځونه  :

ددې ليکني په سمونه کې د بي بي سي،لوموند ډيپلوماټيک، ويکي پيډيا، د عفوي نړيوال سازمان او ټايمز آف انډيا د ويب  پاڼو څخه استفاده سوېده .

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<