www.payamewatan.com
     
 

هدايت الله هدايت
۵ / ۷ / ۲۰۰۶

 

ســر پـر سـر جـنـايـت

  د فلسطين ـ اسرائيل  دشخړي تازه  پړاو

 

دا څو ورځي کيږي چې د فلسطين مظلوم ولس،  د حماس د رهبری سره يو ځای  چې دهغوی پخپلو  ډيموکراټيکو  ټاکلو سره  ددوی برحاله دولتي واکمنان دي، د اسرائيلو تر بې رحمانه بمباريو لاندي  راغلي دي .   اسرائيلي پوځ  په سپينه ورځ د خپل يوه سر تيري د تښتولو په بانه د پخوا په شاني پر دغه زخمي  او مظلوم ولس  باندي خپل لوی  پوځي طاقت را مات کړی او فلسطينيان يې د خپلو عزيزانو د وژني او عامه تأسيساتو د خرابۍ او بمبارۍ و نندارې ته  را ايستلي دي    . دغه سيمه ائزه  يرغلګر ځواک  و هغه څه ته لاس اچوي  چې نه يوازي د انساني او بشري اخلاقو او اصولو پر ضد يو ناوړه عمل او څرګنده  تېرئ ګڼل کيږي ، بلکه په عامه توګه،   نړيوالو اصول يې د تل په شاني په خپل کر غېړن عمل سره په لوی ﻻس  په لغته وواهه    او د فلسطين د غمځپلي هېواد او دولسونو پر حاکميت باندي  يې يو بر الا او رغنده تېری  وکړ . د غزې دبرېښنا پر دستګاه باندي د اسرائيلي سرتيرو بريد، د ملکي او غير پوځي کسانومحاصره او د اسرائيلي پوځ لخوا دهغوی ډله ائيزه مجازات   داټوله  په سپنه ورځ او د نړۍ والو تر مخه اجرا کيږي . داسرائيلو دغه شاني  بشري ضد عمل  دانسانيت او نړیوال بشري قانون په قاموس کې  سم دم د بشريت پر ضد جنګي جنايت بلل کيږي ،  د ژينوا د کنوانسيونو سره څرګنده سرغړونه  ګڼل کيږي  او   هغه اصول  چې د بشريت په تاريخ کې تر دا ننه پوري ورته احترام سوی دئ  هغه ته  يو بر الا سپکاوئ  او د معاصر  ټروريزم  دمفاهيمو په تعبير کې ورته   د دولتي  ټروريسم يو څرګنده  عمل  ويل کيږي .

د فلسطين د غزې پر تراډه باندي د اسرائيلي  ځواکونو دغه وروستي ځمکني او هوايې پراخ بريدونه  چې هغوی ددغي سيمي پر بنسټيزه عامه او ملکي تأسيساتو لکه د اوبو، برق، پلو او عامه ټرانسپورټي جادو او د فلسطين دکورنيو چارو د  وزارت پر دفترو باندي را پيل کړل او   ډېر  بېخکي زيانونه او  تاوانونه يې  را وړل،  دغه جناياتونو اوس په نړيواله کچه   ډېره پراخه  کرکه را  پارولې ده   . اسرائيلو ددې  بشري ضد تجاوز په لړ کې،  په فلسطيني خاوره کې د حماس د غورځنګ څلور شپېته تنه د کابينې غړي اود حماس د غورځنګ استازي نيولي او د اردن د رود په ختيځه غاړه کې   يې هغوی تر  خپلي څارني لاندي راوستي دي . صهيو نيستي رژيم  په خپل دغه  عمل سره نه يوازي د يو زيات شمېر هېوادو ، دولتونو ، ټولنيزه محافلو او ولسي پرګنو د کرکي او غوصې وړ ګرځېدلي دي   بلکه  دغه هېوادونو اوټولنيزو کړيو دخپلو اندېښنو  په څرګندولو سره  په ډاګه ددې بشري ضد عمل  غندنه  هم کړېده .  د اسرائيلو غه وروستي پوځي عمليات د فلسطينيانو د  ژوند هغه نسبي عادي مسير ور  ګډوډ    کړ  او  دراتلونکو پيښو بهيريې هم و يوې نامعلومي خواته را  کښې ايستئ دئ . اوس دادئ    بيا د فلسطين د اشغالي مځکو خلک د خپلي  آرامۍ دپاره هغه سپېڅلي اميدونه په نا ا ميدۍ  باندي بدلوي او د وېري او  وحشت فضا د فلسطينيانو د زړو او وړو په زړونو کې سايه خپروي . دا ولس  اوس بيا دادي د داسي پېښو په انتظار کې   اوسي او سترګي يې و آسمان ته نيولي دي چې نور څه به کيږي  او په څه ډول به   ددې بې مسؤليته  اسرائيلي ټانکونو  او بم غورځونکو طيارو دبمباريو  څخه  ځانونه ، بچوي  .

نن سبا د اسرائيلو لخوا د غزې د تړادي  بيا اشغال په واقعيت کې  د فلسطين د مځکو  څخه د اسرائيلو د نيژدې  يو اړخيزه  پر شا تګ په مقابل کې  د اسرائيلو ددولت د تازه  دمه مشر اولمرت  د سياست  پر شکست باندي يو څرګنده اعتراف د  . د اسرائيلي  سرتيري د تښتولو کيسه چې  د فلسطين دولت هغه د خپلو بنديانو سره د آزادۍ په بدله کې د خوشي کېدو وعده ورکړېده، په اسرائيلو کې د اولمرت و دولت ته دغه بانه  برابره کړه څو د فلسطين د خود ګردانه و دولت ته چې د حماس د سخت دريزه او بنسټپاله حاکم  ګوند تر لارښووني ﻻندي پر خپله ﻻر روان دئ ، خپله څهره ور وښيې . اسرائيل غواړي  حماس ته  د داسي ضربې په ورکولو سره    دېته اړ باسي چې د سياسي او پوځي کړنلاري تر مينځ يوه لاره و ټاکي .  دحماس  سخت دريزه مشران هم غواړي داسي وښئي   چې هغوی  په  فلسطين کې د حماس د حاکم  ګوند په توګه چې دولتي مسؤليت يې  په غاړه دئ   نه غواړي  د اسرائيلو سره  په جګړه کې خپل سياسي ﻻسته راوړني فدا کړي . په عين حال کې حماس چې د اسرائيلو سره  د پوځي مقاومت ددوام  پر وعدو  و قدرت ته رسېدلی دئ  تر اوسه پوري په داسي موقعيت کې ندئ چې د يوه واقعي دولت په حيث  دي عمل وکړي،  همدا وجه ده چې د اولمرت دولت  د غزې پر تراډي باندي د خپلو توغنديو په ويشتلواو ددې سيمي د  عادي ژوند په خراپولو سره داشاني عمليات د خپل راتلونکي پوځي لارو سره تړاو  او هغه ته رسميت ورکوي څو په دې ډول د حماس چارواکي و متقابل غبرګون ته را کښې باسي  .

 د اسرائيلي واکدارانو دغه وروستي بريدونه او تېرئ  د عربو د اتحاديې د سخت غبرګون سره هم مخامخ سوی دئ . ددې اتحاديې مشر عمر موسي  د ملګرو ملتو د امنيت  شورا په کلکه ملامته کړېده او ويلې يې دي چې دغه نړیوال سازمان اوس په دې نتوانيږي  چې دغزې پر تراډه باندي  د اسرائيلو دحملو  غندنه وکړي . په ياده دي وي چې د فلسطين  استازي  دامنيت د شورا څخه هم غوښتي وه چې داسرائيلو دغه حمله دې و غندي، خو  د امنيت شورا پنځلسو غړو د اسرائيلو ددغي حملې پر محکومولو باندي تله تيره کړه او  هغه  يې په واقعيت کې يو بې ارزښته عمل و ګاڼه !  . دا کار پخپله که ديوې خوا  د عربو د اتحاديې ضعف ښکاره کوي چې د فلسطين په وړاندي غير له اعلاميو د صادرولو څخه د بل ګډ اورغنده عمل واک نلري نو د بلي خوا د ملګرو ملتو د امنيت شورا   لورئ او  د هغوی  بېواکي  هم څرګندوي چې  بر الا دزوردارنو په خوښه خبري وکړي!

که څه هم اوس په اسرائيلو کې د ځينو کړيو  په ګډون ډېر په دې عقيده دي چې ددې سيمي د لانجو حل په پوځي بريدونو سره نسي تر لاسه کېدای  يعني دا چي دغه شخړه پوځي حل نلري ، خو ددې سره سره  داسي برېښي چې د فلسطين د مځکو پر سر باندي دغه جاري بحران به نور هم ډېر ډراماټيکه بدلونونه د ځانه سره ولري .   کتونکې په دې باور دي چې که امريکا يا اسرائيل د حماس په را پر ځولوکې کاميابه هم سي  خو ددائمي او يو هر اړخيزه منل سوې د حل  لاره به پيدا نکړای سي  او دا به په فلسطين کې د صدام  حسين د را پر ځېدلو په څېر يوه بله لويه  فاجعه وګرځي  .

۵ / ۷ / ۲۰۰۶

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<