www.payamewatan.com
     
 

هدايت الله هدايت
۲۰۰۶/۶/۱۵


د شانګهاې د همکارۍ سازمان او هدفونه

 

   دشانګهاي د همکارۍ د سازمان سر مشريزه غونډه چې نن د چين د شانګهاي په ښار کې  جوړيږي ويل کيږي چې دا به په سيمه کې  ديوه ځواکمن سيمه ايزه ځواک په لوري  ددې سازمان  يو  غټ اوډېر مهم ګام و ګڼل سي . دغه سازمان چې د خپل تأسيس  په دوران کې د اقتصادي، فرهنګي ، سياسي او سوداګرۍ په برخو کې يې ډېر مهم ګامونه پورته کړي دي او ديوه سيمه ايزه او نړوال سازمان په توګه  خوځيږي  نن سبايې په ټوله نړۍ کې  زياته پاملرنه ځانته را  ګرځولې ده  .

   دآسيا مرکزي سيمه  چې د خپل ثروت او باارزښته سټراتيژيکي موقعيت په خاطر  تل د امنيتي ستونزو او ګواښونو سره مخه وه ،ډېرو ليريو او نيژدې  هېوادنو ددې  سيمو و موقعيت او طبيعي ثروت  ته سترګي  لغړولي دي . سوله او امنيت  يې  تل د ستونزو او ګواښونو سره مخه کړېده  .  ددې سيمي هيوادونه اوولسونه  تل دداسي لارو چارو په لټه کې وو چې په داسي يوه تشکل کې  ځان سره راغونډ کړي څو هغوی خپل ملي خپلواکه دولتونه واکمن وساتي ، په خپل مينڅو کې يې سوله او امنيت تأمين کړي  او ددې سيمود لانجو و هوارۍ ته يوه ملي د حل لاري پيدا کړي . په ظاهره خو د همدې ضرورت پر مبناوو چې  يوه لسيزه پخوا ياني په کال  ۱۹۹۶ کې ددې  سيمې ددوو سرغنه وو هېوادو په لارښوونه يعني دروسيې او چين لخوا د شانګهاې د همکاريو د سازمان   ډبره کښېښودله سوه .

   د شانګهای د همکارۍ سازمان چې نن په سيمه او نړۍ کې دسولي اوثبات دتأمين دپاره د خپلو  تلاښو لمن پراخوي ، دخپل حرکت په مسير کې غواړي چې ځان د يوه مهم ځواک په څير و نړيوالو ته را ميدان ته کړي . ددې سازمان د اصلي هدفونو څخه يو هم په سيمه اونړۍ کې  دسولي دټېنګېدو او دثبات د  پراختيا مزي دي . دشانګهاي د همکارۍ  سازمان د هغه ګواښونو سره چې د اقتصاد د جهاني کېدو په جريان کې را مخته کيږي مقابله کوي او داسي هڅي يې پيل کړي دي  چې ګواکي وبه کولاې سي د  راتلونکي څو قطبي سياسي  نړۍ په جوړېدو کې   مرسته وکړي .

   که څه  هم دغه سازمان په لومړي سر کې د چين او د هغه د څلورو ګاونډو هيوادو دپولو  او په کلي توګه د ګډو ګټودرلودونکو  يا مشترک المنافع هيوادونو د لانجو د حل لپاره جوړ سو  خو په را وروسته کې د دې سازمان د فعاليتونو عمده  لوری  وداسي خوا ته واوښت چې د امنيتی او پوځي اهدافو په درلو دلو سره يې د يوې سيمه ايزه اتحاديې و جوړېدو ته  مخه سوه  .د پخواني شوروي اتحاد د پاشل کېدو نه وروسته د مرکزي آسيا هېوادونه ددې سره سره  چې خلکو يې خپلواکې  ترلاسه کړه  او خپل مقدرات يې په خپل لاس کې و نيوله خو په دننه کې دډېرو جدي ستونزو او د هغو په جمله کې د امنيتي ستونزو او ګډوډيو سره مخامخ  وه.  دې ګډوډيو د روسيې او چين پر هېوادو هم خپل تأثيرات  ښندله او ددې هيوادو چارواکي په دې فکر کې وه  چې که دې ګډوډيو ته  يوه سالمه او سپينه د حل لاره پيدا نسي نو کېداې سي چې  په راتلونکې کې به ورته لويه سرخوږي پيدا کړي . په ظاهره خو همدا بهانه وه چې روسيه او چين يې دېته اړ کړل څو د شانګهاي د همکاريو د سازمان د جوړېدو په فکر کې سي  . البته په را وروسته کې په دغه سازمان کې  د  قزاقستان،قرغيزستان، اود ازبکستان   هيوادونه هم دغړو په حيث شامل سوه   .

   په عين حال کې  د مينځني آسيا په هېوادو کې  د امريکا  ګړندۍ نفوذ او د دې هېوادو په دننه کې د امريکا  غزېدل دروسيې او چيني چارواکوته   جدي اندېښنه پيدا کړه . د شانګهاې د همکاريو د سازمان دلاري داسي هلي ځلي پيل سوې  څو په سيمه کې د امريکا پردې ګړندي  پرمختيا باندي محدوديتونه   ولګوي  او د نفوذ مخه يې و نيسي . د شانګهاي د همکاريو سازمان  ددې سيمي  د هېوادوڅخه د واشنګټن د پوځې اډو د ټولېدو غوښتنه هم  ددې تشکل  يو ځانګړی  هدف ګڼلی دی   .دغه سازمان  په خپلو ناستو  کې  تل داسي څرګندوني  کړي دي څو امريکا ته په ډاګه کړي چې هر کله په سيمه کې ثبات او آرامي تأمين سوه نو امريکا بايد چې ددې هېوادونو څخه خپل ځواکونه وباسي  او خپلي پوځي اډې  وتړي  . اوس اوس خو يوازي په افغانستان کې د نه ثبات او دټروريزم د جرړو دايستلو په خاطر  د هغوی  شتون د يوه ضرورت په حيث منل سوی دی  خو په راتلونکې کې کېداې سي چې د همدې سيمه ايزه سازمان  لخوا ستونزي ورته وزېږول سي .چين اوروسيه اوس دواړه  په ګډه داسي  تلاښ کوي چې ددغه سازمان په توانمن کېدو سره دغه سيمه ايزه د هېوادونو اتحاد د قدرت په يوه نوي بلاک را واړوي .  په دې سازمان کې د ايران، هند او پاکستان  د غړيتوب غوښتنه ددې خبري سپيناوی کوي چې دغه سازمان سيمه ايزه او نړيواله اوږد مهاله طرحي لري . نوموړي هېوادونه  د مغولستان په ګډون  راوروسته   پروسږ کال د جولاي په مياشت کې رسماً ددې سازمان د کتونکې غړو په توګه شامل سوه .

   د شوروي اتحاد د شو په شو کېدو نه را وروسته کله چې په مرکزي آسيا کې  د خپلواکو هېوادونو يوه مجموعه را پيدا سوه ،نو د غه هېوادونه د ورته بېلګو او ځانګړتياوو په درلودلو سره د سيمه ايزه امنيتي پيمانو د جوړېدو لپاره يو مناسب پوټنشيل  پيدا کړ . د امريکا په ملاتړ او لارښوونه د " ګوام " امنيتي پيمان، د شانګهاي پيمان او دډله ايز امنيت  پيمان ددې پيمانو د جملې نه و ګڼل سوه چې غالباً د سيمې د هې خوا هېوادو د ملاتړ نه  هم برخمن وه . د بلي خوا و ختيځ ته د ناټو د پيمان د سياسي اهدافو غزېدل چې ځيني سيمه ايزه هېوادونه هغه ته د دوه اړخيزه او څو اړخيزو اړيکو کې  د نړيوال امنيتي پيمانو سره تړاو بولي،  په واقعيت کې د نړيوال امنيتي نظام سره  ددې سيمي  اهميت  څرګندوي . همدارنګه  د چين  په ستراتژيکو محاسباتو کې بيا مرکزي آسيا د مختلفو  سياسي، اقتصادي او امنيتي  دلايلو په وجه ودې ستر هيواد ته يو ځانګړی ځاې لري  . د چيني کارپوهانو  او څېړونکو له نظره  په يوويشتمه پېړۍ کې به  د مرکزي آسيا د هېوادو په مابين کې  امنيتي همکارۍ، د لويو قدرتو نو رقابت ، د نفتو او غازو د منابعو پر سر سرشکونه او د دسيمي د بې ثباته کولو دپاره د ټروريزم  د هڅو نقش به زښت زيات زياتوالۍ و مومي  .

   په داسي حال کې چې چين او روسيه په مينځني آسيا کې د خپلو امنيتي همکاريو مزي نور هم ټينګوي خو په عين حال کې و امريکا ته  هم ډاډ او تضمين ورکوي چې په دې ارزښتناکه سيمه کې دهغوی په مابينځ کې  خپل مينځي  جوړ جاړی او د اهدافو پر سر توافق ، د امريکې د ګټو د له مينځه وړلو په خاطر و نه ګڼي  . خو ددې سره سره  څرنګه چې امريکا په دې سازمان کې غړيتوب نلري  په واشنګټن کې ځيني  باخبره منابع په دې باور دي چې امريکا ددې سازمان د اهدافو او د هغه د لوري د ټاکلو نه ډېر زيات اندېښمن دی . د ځينو کار پوهانو په عقيده دغه سازمان د شمالي اتلانتيک پيمان يعنی ناټو په مقابل کې د يوه توازن په څير  ګڼل کيږي چې  سر را پورته کوي،   خو ځيني بيا وايې چې د امريکا د اندېښنې علت ځکه ډېر دی چې ويل کيږي دغه سازمان پخپله  په سيمه کې د امريکا د نفوذ سره د مقابلې په خاطر ايجاد سوی دی . د چين جمهور رييس هم په پيکنګ کې واشنګټن ته تضمين ورکړی دی چې د شانګهاې د همکاريو سازمان په مينځني آسيا کې د امريکې د ګټو له مينځه وړل په پام کې نلري . هغه ويلي دي چې دغه سازمان په سيمه او نړۍ کې د سولي او ثبات د تأمين لپاره غواړي  يو رغنده ځواک واوسي .

   نن چې دهيوادو سره   د  ايډيالوژيکي اړيکو پر مبنا دوستۍ  د ډېرو ککرۍ و خوړلې، په تاريخ کې وشرمېدل او لوی  لوی ناورينونه يې را مينځته کړله،  په کلي توګه اوس ددې سيمي هر هېواد تلاښ کوي چې په دې يا هغه  سازمان کې د غړيتوب په ترﻻسه کولو يا نه تر لاسه کولو کې تر هر څه دمخه نه ايديالوژيکي باورونه بلکه خپلي  ملي ګټي او تاريخي سوله ايزه ملي مسؤليتونو ته وګوري او دملي  ګټو و تأمين ته  د  لومړيتوب  حق ورکړي  . لکه څنګه چې  د شانګهاي د همکارۍ سازمان غړي او کتونکې په دې باور دي چې امنيتي، سياسي اواقتصادي اړيکي د متقابلو ګټو د منلو په چوکاټ کې  کولاې سي  پراختيا ومومي نو ددې  سازمان غړي هيوادونه هم که ودې اصل ته صادقانه پاملرنه وکړي  کېداې سي چې د سيمي و  راتلونکي  او دسولي او ثبات په تأمين کې به غوښنه او مغزنه  ونډه واخلي .

 

اخځونه :
ددې ليکني په سمونه کې دلوموند ديپلوماتيک،  مهر ،بي بي سي ،او ځيني نور معتبره اروپايې سايټونه استفاده سوېده

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<