www.payamewatan.com
     
 

 

15.7.2006

ليکوال :الکساندر اومنوف
 ژباړونکی : حبيب اله غمخور

 

خطرناک خيالونه

اوسنی  پوځې حالت  په ځانگړي توگه  دطالبانو پسرلني بريدونه  په روښانه توگه داڅرگندوې چې دبهرنيو پوځونو دشته والي سره بياهم د دولت لپاره بېله يو کورني قوي پوځي ځواک دجوړيدو نه په ټولنه کې اساسي تغيرات رامنځته کول ناشوني دې  .

 په لومړی سرکی کيداسي  ددغه  وسله وال ځواک دجوړيدو زړئ (بنسټ) همدادشمال ايتلاف وه اوسې .

په واقيعت کې يوازي شمالي ټلواله وه چې دطالبانو پر خلاف يې جگړه کول .

   ليکن کله خيالات غولونکي  وي  . مخکې له هغه چې دامريکا متحده ايالات او دهغوي ملگري  پر طالبانو مخامخ گذار پيل کړ ي،دشمال ايتلاف چې هغه وخت ددمسکو او تهران پلویان وه  پر دو سيمو پنجشير او بدخشان واک درلود ،يعني تنها دهيواد لسمه برخه ددوي په لاس کي وه .((دمطلب ليکونکي غلطه کړيده،دطالبانو دحاکميت په ورستيو شپو او ورځو کي دهيواد(( دوه)) په سلو کي مځکه دشمالي ټلوالي په ولکه کښي وه )) ژ

دکابل نه شمالي شرقي برخو کې دپرتوتاجکولپاره ددوي داوسيدو ځايونه طبعي سنگردی ،هغوي دهوارو سيمو داوسيدونکودخلکو په پرتله  هيڅ کله دغښتلی مرکزي حکومت دشتون سره علاقه نه درلوده .
غرونو هغوي له دښمنانو څخه ساتل ،له تجارتي کاروانوڅخه پر خپل سراو زور د پيسو اخيستل ددوي لپاره تر نورو اقتصادي گټود زيات ارزښت درلودونکی بديل و .دا څوپيړ ی دژوند ډيرو سختو او ستونزمنو شرايطو دلته داوسېدونکوتاجکو تر منځ  د قومي اړېکو  او جنگي کرکټر په روزلو کې غښتلی تاثير درلودلی دی . پدغه دسيمه کې د تغيراتوپه راوستلو کښې زيات  رول پنجشير لوبولی دی . پنجشيرکابل ته نږدي دافغانستان دپلازمېني  څخه دهيواد دشمال  په لور دلوي لاري پر حاکمه سيمه پروت دی  .داسي څرگندېږي  چې هغوي ته خپله سرنويشت (قضا دهيواد په تاريخ کي دټاکلي رول اخيستلو بلنه ورکړې ده .  ((هيڅوک نه پوهېږې  چې دغې دنجات فرشتي کوم څه ته نجات ورکړی دی اوپه تاريخ کې يې کوم داسي رول لوبولی دی چې  حتا بهرنيان هم په وياړي )) ژ

همدا ډول ددغي سيمې تاجکو تل دجگړه ايز خصوصيت له مخې د پښتنود(افغانستان له بنسټيز قوم  ) سره برابر بلل کېده .  پوځی ماهرانو ددوي جنگي مهارت او دوامدارمقاومت ته په گوته نيولوسره په عين حال کي يادونه کوي چې داوسيدوله ځاي او ټاټوبي سره ددوي  پيوند ددې عامل گرځېدلی  چې هغوي  دفعالو متعرضو فعاليتونو د اجراکولو توان نه لري  . ((پدې معنا چي دوي دخپل داوسېدله ځايه پرته چندان جنگيالي نه دي)) ژ 

                                                                                            
دپنجشير او بدخشان دخلکوغښتلي اوکمزوري اړخونه د کمونستي رژيم په دوران کې اوبيادهغه ترړنگېدو وروسته روښانه راڅرگندي شوې .

دداخلي کمونستانو اودشوروي اتحاددمحدودو پوځي قطعاتوپرخلاف په سرسختانه مبارزه او مقامت کې داسيمه دطالبانو په مقابل کې هم په سخت اونه ماتېدوکی سنگربدله شوه .                                                                 دکمونستانو رژيم د ړنگيدو او دطالبانو ترڅرگنديدوپوري کله چې دپنجشير استازی احمد شاه مسعود اودبدخشان برهان الدين رباني دولتي قدرت ترلاسه کړ ،دوي هم ونشه توانيدلاي چې هيواد ديو مټي کړی .                پايله  يې داشوه چې  نه تنها په جنوب کي پښتانه، د(طالبانو راتلونکي پايگاه )بلکي دشمال نور غير پشتانه قومونو هم عملا د کابل له حکومت سره کومي اړېکې نه لرلې .
زما په عقيده نن يو ځل بيا په افغانستان کي دشمالي ايتلاف بيا جوړونې يا سمبالتيا، لپاره تلاښ به منا سبه پايله ولري .

نړيوال پوځې چتربه نه يوازي داچې وکولاي شي  په هيواد کي دغه گډودئ چي شرايط به تر دغه  نور هم سخت کړې  تر خپل سيوري لاندي راولي ، بلکي دبهرنيو پوځي قواوو په ځانگړي توگه دامريکايي پوځ دوتلو وخت به نور هم اوږدکړي . د امريکايي چارواکو په وار وار داڅرگندونې چې اماده يو خپل پوځ په افغانستان کې تر يوې نامعلومي مودي پوري وساتخو ټولو ته معلومي دي .  پدې توگه په هيواد کې گډوډی په ډول دډولونو دطالبانوپر ژرنده اوبه ور سپروی  .پدغه حالت کي به  نودطالبانو لپاره يوازنی هدف او موخه دهغه رژيم ړنگول وي چې له بهر نه يې ملاتړ کيږي .

    په افغانستان کې داوسنې منځته راغلي حالت څخه دوتلويوازني لارنه يوازي  پر پخواني شمالي ټلوالي باندي تکيه کول ، بلکي په هيوادکي دټولوسيمود ميشتو قومونوداستازو په گډون چې  هلته دپښتنورغنده استازيتوب  پکښې څرگندوي د يوپراخ بنسټه حکومت جوړول دې . بيله د ينه زما په اند پرطالبانوباندي بری پداسي حال کي چې پر سيمه لاتر اوسه معين تاثيرات لري ناشونی برېښې .  

ژباړونکی : ددغه او نوروليکنو څخه داسي څرگنديږي چې يوه معينه روسي حلقه اوس هم  دافغانستان په سياسي او پوځي حالت کې ځان بي تفاوته نه بولي ،غواړې په ډول دډولونو دافغانستان په راتلونکي کښي يوځل بيا لږکيو قومونوته دحق ورکولو ترنامه لاندي دپښې اېښودلوځاي ځانته پيدا کړې .داددوي حق د ی ځکه دا تر لمرروښانه خبره ده چې ليرې او نږدې بهرنې هيوادو نه زموږ په هيواد کې مزغني گټي لري ،دغو گټو ته درسېدو لپاره دهرډول ميتود له پکار وړلو څخه کاراخلې .اوپه حقيقت کښي داوسنۍ روانه غميزه ددوي دگټوتر منځ دټکر پايلي دي .

البته زما دا خبره داسي تعبير نشي چې زه دقومې هژمونيزم پلوی یم ،زه افغانستان دټولوگډ کوربولم او ددغه کورسمبالښت او جوړونه دټولو ملي او اسلامي دنده بولم .

مگر زموږ په هيواد کې له بده مرغه نه اوسني دولتي چارواکي او نه هم نور هغه ځواکونه چي په ټولنه کې معين رول لوبولاي شي د خپل هيواد دملي گټو وساتلو ته اړېنه پاملر نه کوې .

له هرې ژباړني څخه زما موخه داده چې درانه لوستونکی خپلو هيوادنيو گټو او دپرديو لوموته ديوه سپېڅلي افغان په توگه پام راواړوې . 

   دچارواکوپدغو تراوسه نه پلې شويو وعدو اوخپل دبام واوره دنوروپربام غورځولو سره داورځ په ورځ ډېرېدونکی او ورانونکی ستونزود حل لار ه ډيره ليري برېښې  .      

 

پاي

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<