www.payamewatan.com
     
 

 

د افغانستان ملی درېځ ګوند
 اعلامېه

ګرانو هېوادوالو!

   دادی موږ په ګران افغانستان کې دسولې او سوکالی د لاری رښتېن او نه ستړی کيدونکی ملي اوسياسي شخصيت شهيدداکترنجيب الله د شهادت لسم تلين د لمانځلوپه درشل کې يوو٠  لکه څنګه چې د وطن پيغام سایټ د وطن ګوند د مؤقت تشکيلاتو لخوا د شهيد ډاکتر نجيب الله د شهادت لسم تلين د لمانځلو په مناسبت د  يو سيمنار د جوړولو خبر خپور کړیدی، د افغانستان ملي درېځ ګوند د افغانستان پخوانی جمهور رئيس شهيد ډاکترنجيب الله په هکله ددغه سيمنار او يا په بل عبارت د ملي او وطنپالو افغانانو د عالی غونډې د جوړولو تود هرکلی کوي او پدی توګه خپل بشپړ ملاتړ ددغه نوښت څخه اعلاموی٠

   د افغانستان ملي دریځ ګوند پدی باور دی چې د ګران افغانستان د خپلواکۍ، سولی او د جګړی د ختمولو د لاری شهيدانو او اتلانو ياد بايد تل پاتی اودهغو درناوی وشي٠

    د ګران افغانستان په تاريخ کې د شهيد ډاکتر نجيب الله نوم چې دملي پخلاينی د کړنلاری په اعلام سره یې د سره ښکيلاک لمن زموږ   له هيوادڅخه ټوله او د وروروژنی جګړی دبندولوپه لاره کې ستر ملي  او  تاریخی بدلونونه رامنځ ته کړل او ان پدغه انساني او افغاني لاره کې خپل ځان قربان کړ په زرينو کرښو ليکل شوی چې زموږ راتلونکو نسلونو ته به دهيواد د خپلواکۍ، وطنپالنی او ملي يووالي په لاره کې د یوی ستری بیلګې په توګه پاتې او درناوی به یې کيږي٠   نن ټول ملي  او وطنپال افغانان او ان نړيواله ټولنه پدی باوری شويدي چې  که   په ١٩٩٢ کال کې دافغانستان دجمهور  رئيس شهيد ډاکتر نجيب الله دسولی اوملي پخلاينی هلې ځلې د يو شمير وطن پلورونکو او د بهرنيو جاسوسی سازمانونوپه لومو کې ګیر عناصرو لخوا نه وای سبوتاژشوی،  زموږ هيوادوالو به دومره ستر کړاوونه اوغميزې چې لړۍ یې لا تر اوسه هم   لا روانه ده نه وای ګاللی ٠  افغان ولس به ددغو شریرو او غير    افغانی عناصرو او ټولګيو دا وطنی ضدعمل هيڅکله ونه بښي٠ دافغانستان ملی دريځ ګوند له ټولوملی، دموکراتو او عدالت غوښتونکو ګوندونو او سازمانونو، ملی شخصيتونو او ټولومتدين هيوادوالوڅخه په درنښت هيله کوي چې دشهيد ډاکتر نجيب الله دشهادت لسم تلين دلمانځلوپه بهيرکې فعاله ونډه واخلي او پدی توګه خپل ملي او اسلامي دين پر ځای کړي٠

   د شهيد ډاکترنجيب الله نوم به تل د وياړ وړ او ژوندی وي او دهغه دملي روغې اوجوړی سياست چې هيڅ بل بديل نلري، اوس هم په ګران افغانستان کې دسولی د ټینګیدو او دجګړی دختمولو لپاره يواځنی ملي، اسلامي او افغاني کړنلاره ده٠

په درناوي

حبيب الله    جانبدار

دافغانستان  ملي  دریځ  ګوند  رئیس

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<