www.payamewatan.com
     
 


ملي  شخصیت  او سیاست پوه شهید استاد میر اکبر خیبر
دشهادت ۲۸ می کلیزی ته ډالی

 

استاد شهید میر اکبر خیبر ته

ستره خیبره، دننګو خیبره 
د
سترو هیلو، آرمانو خیبره 
سپینه رڼا دتورو شپو خیبره     
دجیلخانو او  زولنو  خیبره

درود  سلام پس له  مودو  درلیږم           
 ډک له افسوس او له سلګو درلیږم

******** 

دستا د تلو سره غمونه راغلل                
تندر، سیلاب اوخړ بادونه راغلل
خنداشوه ورکه کړا وونه راغلل               
له تویو اوښکو سیلاوونه راغلل

********  

ستا آرمانو سره جفا وشوله           
زمونږ مشرانو نه خطا وشو له
چانه له خو ښې  ما سوا وشو له             
چانه یو ځل چانه بیا بیا وشوله 

واوره ګفتار په وینو  سرو خیبره              
دسترو  هیلو ، آ رمانو   خیبره

********

دوستۍ ، ورورۍ مونږ نه سفر وکاوه               
بی له تا مونږ کله اختر وکاوه
نه مو خوب شپه نه مو سحر وکاوه                
ټول بندو بست مو دلښکر وکاوه

********

ستا په ټاټوبی  کې  بلوا جوړه شوه              
دلته  یو بله  کربلا  جوړه  شوه
د جسدونو  نه  کلا    جوړه  شوه                
په ټول وطن کې مو غوغا جوړه شوه

 دغم داستا ن ډک له کیسو در لیږم              
درود  سلام  پس  له مودو  درلیږم 

********

مونږ پخپل منځ کې یو بل ښه و ځپل      
یاران دوستان مو هری خوا وشړل
خپل مو خپه  پردي مو ښه و پا لل        
ټول غلیمان مو په ځان وخندول 

********

مونږ پخپل کور بیګانګان راوستل            
وتلی داړې شر مښان راوستل
د  افغا نا نو   دښمنان   راوستل           
چا پنجابیان او چا روسان راوستل

ځکه شر میږو  په کتو  خیبره              
سپینه رڼا  د تورو شپو خیبره

********

ځینو قلم  په زنځیرو  وتاړه                  
چا روښانفکر له مغزو  وتاړه
له ځان  نه غیر یې تر پښو  وتاړه          
دنورو حق یې په  رسو وتاړه

********

مونږه خپل ورورته  زندانونه جوړ کړل              
آزاد افغان ته مو دامونه جوړ کړل
مونږه   په   ګډه   پلونه     ونړول                
پر ځای مو منځ کی دیوالونه جوړ  کړل

ځکه  پیغام ډک له سلګو  در لیږم                      
 درود سلام پس له مودو  درلیږم

 خو  :      

ز مونږ د مکتب  یوه روزلي انسان        
یوه نجیب یوه ښاغلي  انسان
د دی هیواد  غم  کې  ژړلي  انسان         
پدی   ولس کې یو   منلي   انسان

********

غو ښتل چې بیا مونږ  ته نجات راکړي              
دی مړه  وجود ته مو حیات راکړي
له  زهره  ډکه خوله کې  شات راکړي               
مړاوو غونچوته مو نشات راکړي

بیا هم  پیام ډک له ترخو درلیږم              
درود سلام پس  له مودو  درلیږم

********

د   آزادۍ   د  حریت     دښمنو                    
 د خپلواکۍ  د انسانیت دښمنو
ز مونږ دمکتب دا بله  شوی ډیوه             
دخود خواهۍ  په غشو  وویشتله
ځکه  وطن مې په تورتم  کې ښکاري 
              
دبلې شمعی  لورته لارې  څاري

دا وه   کلام   مې  د ګیلو  خیبره                         
ستره  خیبره  د ننګو  خیبره

*******

تل به ژوندي وي ستاسو دواړو آرمان      
ستا و د نجیب او زمونږ  واړو آرمان
د ټول وطن  د وطنپالو آرمان           
دغه دسولې  د لیوالو  آرمان

********

تاسو ته لاس  په صداقت درکوو            
په افغانی  ننګ  او غیرت درکوو
ډ یر په اخلاص  په سر اوچت درکوو          
وعده چوپړ  ته  د ملت  درکوو

کمال   یم لیک ډک له وعدو درلیږم 
 درود    سلام  پس  له   مودو  درلیږم