www.payamewatan.com
     
 

ليکونکۍ : حبيب اله غمخور
 
۲۰/۰۴/۲۰۰۶

 

ښاغلۍ کرزي  له استادرباني څخه وگټل !

پسله زيات  انتظار څخه نن داپريل  دمياشتي په 20  نيټه دپارلمان لخوا دافغانستان دجمهور رئيس   پشنهادشووزيرانو ته د رايي ورکولو پايلي څرگنده شوې .   درايو دغو پايلو داجوته کړه  چې په پارلمان کښې  ښاغلۍ کرزی  تر استادرباني برلاسۍ دی .

دافغانستان په اوسني پارلمان کې مختلفي ډلې او دمختلفو نظرياتو اوعقايدو خاوندسره راټول شويدې ،ولي تر نن پوري داسي فکر کيده چي  عمده او ټاکونکۍرول  او غوښنه برخه پکښې دشمالي ټلوالي او استادرباني ده . همدا علت و کله چې زيات شمير هيواد وال دنوي کال درارسيدو په مناسبت په مزارشريف او دکابل په ښارکي دکارتۀ يي سخي په سيمه کې دجنډي دپورته کولو لپاره سره راټول شوي وه ،ښاغلۍا ستاد رباني ،مارشال قسیم فهیم او دپارلمان رئيس قانوني دالازمه وبلل چې پنجشير ته ولاړ شي او هلته داحمدشاه مسعود پر قبر دنوي کال مراسم ولمانځې ،پنجشيرته له دوي سره گڼ شمیر دشمالي ټلوالې نور جنگي قوماندانان هم وه  داسلامي جمعیت مشر برهان الدین رباني  دپنجشیر په ولایت کې دنوي کال دنوې ورځې په اړه په جوړه شوې غونډه کې وویل چې دجهاد او مقاومت دسپکولو لپاره دا مهال خوځښتونه وینو چې نه په یو نوم مو جهاد سپکوي .   رباني وویل چې دپنجشیر میړنیو خلکو په جهاد کې میړانه ښکاره کړې او که بیا هم ورته ضرورت شي نو دریغ به یې نه کړي نوموړي پارلمان ته دکابینې دوړاندې کولو او په کابینه کې دوزیرانو په اړه وویل چې پارلمان به هغه وزیر ته دباور رایه ورکوي څوک چې پارلمان وړ وپیژني.   اوس پردې بحث نه کوم چي چيرې ،څه ډول او دچاپه مقابل کي دچالپاره  دوي ميړانه ښکاره کړېده ؟ په نږدي وختوکې غواړم پر دغه مسله يو څه مفصل بحث وکړم ، مگر اوس  غواړم  دپارلامان دننۍ غونډي لخوا پشنهاد شوې کابينې  ته دوکيلانو درايو دپايلو په هکله لنډي خبري وکړم .   په سياست او سياسي ژوندکې دامعمول دۍچې ځيني وختو نه سياسي شخصيتونه په يوه بل ځاي او يوه بله غونډه کې خپل نوی نظر يا وړانديز اعلانوې ،معمولأ داکار دهيواد مشران کوې .     استاد رباني  هم  چې تر اوسه ځان په قوت کې بولې کله چې يې  دنوي کابيني په اړوند دسری چوک اوازې واوريدې  پدي پوه شو چې دا اوازي هرومرو رښتياکيږي  نو يې په درو واړو پريکړه وکړه چي داستاد رباني لپاره په پنجشير کي دمرحوم احمدشاه مسعود قبرته نږدې دهغه لپاره دنوي کال په مناسبت يوه فرمايشي  غونډه جوړه کړې ، تر څو هغه ددغي اوازې په مقابل کښي چې په نوې کابينه کې به ډاکتر عبداله ځاي ونه لري  خپل غبرگون او ناخوښي څرگنده کړې .

استاد رباني دکابينې تر اعلان يوه  ورځ مخکښي دا وښودله چي هغه اودده ورسره ملگري او دده په اصطلاح دپنجشير مقاومت د ډاکتر عبداله له گوښه کېدو اوډاکتر سپنتا ته دبهرنيو چارو دوزارت  دندې سپارلو سره مخالف دۍ . داستاد رباني لخواپدغه لهجه خبرو په حقيقت کښي کرزي ته ديوه بل رواني  جنگ داعلان بيلگه وه .

استاد رباني بيله دينه چي دمشروعيت دکليمې په سياسي  مفهوم ځان ښه پوه کړې څه موده پخوا دپيام مجاهد داونيزي سره په مرکه کښي هم وويل چې :دافغانستان اوسنۍ دولت خپل مشروعيت ورو وروله لاسه ورکوي ....

مگر هغه داهير کړه، کله چې دبن په کنفرانس کي دافغانستان دخلکو دغوښتنې خلاف ټول دولتي قدرت شمالي ټلوالي ته ډالۍ شو هلته ولي دمشروعيت مسله نه مطرح کېدل ؟ ايا هغه وخت مؤ قتي  او راورسته عبوري ادارې مشروعيت درلود؟؟؟ نه ابدأ .

متاسفانه ښاغلی رباني اودهغه ملگري ديوه دولت مشروعيت دټولو علمي نورمونواو تعبيرونوخلاف ددوي سره په تړاو کښي ويني اوبس !

داچې پارلمان ته دکابيني معرفي کېدل وځنډېدل  دهر هوښياره سره داسوال پيدا شوچې  هرو مرويو ځل بياپر نوې  کابينه  ،چې په حقيقت کښي نوې هم ورته ويلاي نشو دپردي شاته سوداگري ،جوړجاړۍ او معاملي رواني دې .

هر څه چي وه هغه وه ، وروسته به خلک پري خبر شې خو دمارچ په 22 نيټه دراتلونکي کابينې دوزيرانو او ستري محکمې دغړو ليست پارلمان ته پداسي ورځ وړاندي شو چي کرزي ترکې ته  په دري ورځنۍ سفر ولاړ ،دکرزي داحرکت هم يو سياسي ژيست و، البته هغه پدغه حرکت  په داخل کې خپلو رقيبانو اوپه بهر کې بهرنيانو ته داسي وښودل ،سره لدي چې دکابينې پر سر دپارلمان دغبرگون په هکله ډول ډول تبصرې کېږي او يو ډول دختلاف قوي دراپيداکيدو ډاور شته  پر وضعه مسلط دۍ ،کولاي شې له هيواد نه بهر اوږد سفر وکړې .

 په حقيقت کې رښتيا هم پسله دريو لسيزو يو ځل بيا دحکومت غړې دپارلمان څخه داعتماد درايو دتر لاسه کولو لپاره معرفې کيږې  ،خو داکار پداسي حال کې وشو چې په پارلمان کې دقواو تناسب لادقيق معلوم نه واوله بلې خوا داسي ښکارېده چي دلندن له سفره ښاغلۍ قانوني ناخوښه راستون شويدۍ ،ځکه هلته تر کومه ځايه چې معلوميده هغه  کوم څرگند رول نه درلوديوازي سيل بين و .

په هر حال کابينه معرفي او په پارلمان کې دوکيلانو لپاره دبحث موضوع توده شوه ،لومړۍ پر هغو مسايلو بې مورده بحثونه وشول کوم چې دملت لپاره يي کوم ارزښت نه درلود ،په يوه اوبله بهانه دپشنهادشوو وزيرانو په هکله دبحث موضوع ځنډول کېده ،پدغه وخت کي دخلکو تشويش نور هم زيات شو چې دپردي شاته دتودو او توندو خبرو پايله به څه وې ؟ بلاخره دوزيرانو په هکله بحث پيل شو، هره ورځ پر دو وزيرانو بحث او له هغونه سوال جواب کېده ،په عين حال کې ددواړو خوا يعني( کرزي او استاد رباني)  تر منځ سيالی ، دوکيلانو سره ليدنې کتني په ډير شدت روانې وې ،دواړوخواو کوښښ کاوه چې دوکيلانو نظر په خپله خوښه او خپل نظر پسي راواړوې  ،حتا داسي ويل کيږي چې له بهر نه راغلو وزيرانو هم دپارلمان وکيلانو ته په يوه او بل نامه ميلمستياوي جوړولې ،او پدغه ډول يي هغوي تر خپل تأ ثير او احسان لاندي راوستل ،طبعي ده چي پدغه مېلمستياو کښي به وزير صاحب پر خپله راتلونکې کړنلاره هم خبري کولې ،په دول دډولو به يې ميلمانه وکيل صاحبان پوهول ،که زه وزير شوم نوبه داسي  .......کيږي او داسي  ....به کوم  اونور  . داکار هم بي تأثيره نه و،فکر کوم دا کار به ټولو پشنهاد شوو وزير صاحبانو کړۍ وې،تر څو رايي تر لاسه کړې .

دنوې کابينې ټاکل زموږ عوامو خلکو لپاره  تر اوسه کوم نوۍ او جدي بدلون  نه تر سترگو کيږې  او فکر کوم ډير بدلون به راهم نشي ځکه   (80  ) په سلو کښي هغه کسان دې چې پخوا هم وزيران وه .

دهمدغو وزير صاحبانو دقدرت او اقتدار په وخت کښي رشوت قانونې بڼه اخيستي وه ظلم او بيدادگرې ،ملي شتمنيو چور ،واسطه  او دخپلوانو مقررولو رواج  وموند ،دهر وزارت دديوال وبغل ته په سلهاو بې وزله افغانان گرځې چايې ږ غ ندۍ اورېدلۍ ،فکرنه کوم دپارلمان څخه داعتماد درايي په تر لاسه کولوبه يې غوږونه  پاک شوی وې چې هر څه پرې واورې  ..

داستاد رباني پر ټول مقاومت سره بير ه داسي ښکاره شوه هغه وزيران چې ښه کارونه يي هم ندي کړې ولې دښاغلي کرزي سره ډيري نږدې اړېکې لري اودهغه داعتماد وړدي  وکولاي  شول په پارلمان کي زياتي رايي تر لاسه کړې  . که وزیرانوته درايي وکولو شميره وڅېړو نو دابه راته څرگنده شي ،هغوي چې په جميعت اونورو تنظيمو پوري يې تړاو درلود او يادهغوي لخواسپوټ کېدل تر هغو چې  دتنظيمونو او شمالي ټلوالي  لخوا ورپسي دسکولار و تبليغ کېده ډيري رايي وگټلې . داسي معلوميږې چې ښاغلي کرزي وکولاي شول خپله اراده داستاد رباني دغوشتنوپر خلاف په پارلمان ومنې اودپارلمان تر نيمايي زيات  وکيلان دځان پلويان کړې  . ددغو ټاکنو پايلوته  پر پارلمان باندي دجميعت اونوروتنظيمونو دسلطي دپاي ته رسېدو دمرحلي پيل ويلاي شو،که داسي وشوه چې په رښتيا سره دپارلمان دډيره کيووکيلانو سره تر پرونيو ډله ايزو او تنظيمې گټو دوطن او افغان ولس ملي گټو دلومړتوب حق پيداکړ  دابه دولس يوه لويه خوشبختي  او نوي معجزه وې  .

په رښتيا سره ښاغلي کرزي له استاد رباني نه وگټل، ډاکتر دادفر سپنتا دبهرنيو چارو وزير شو،دملي دفاع او مالي چارو اونورومهمووزارتو وزيران  هم هغه څوک شوکوم چې ښاغلي کرزي غوښتل ،په ځانگړې توگه دډاکتر سپنتاپه ويزر کيدو سره زيات افغانان ځکه خوشحاله شول لکه دشمالي ټلوالي چې دخپل دولتي اقتدارپه وخت کې پر افغان ولس توره شپه جوړه کړې وه ،ښاغلې ډاکتر عبداله هم ټول دبهرنيو چارو وزارت  او په بهر کې ديپلوماتيک پوستونه ددوولاياتو په هغو خلکو تر غاښو ډک کړې وه کوم چي له ودي سره يې تړاو درلود ،دبيلگي په توگه يوازي په بهر کې له 172 تنو څخه 132 تنه دهمدغو دو ولايتوڅخه خپل پلويان  ټاکلې وه . په بهر کې ددغو کارمندانو له تبعضي برخورد او کړنو څخه خلکو سرټکاوه خو چايې پر غوښتنو او نيوه کوغوږ نه نيوه رښتيا هم زموږ  پر بهرنيو ادارو دايران دبهرنيوفکر کېده له پښتو ژبې سره تعصب نور ځاي نه درلود،پدې هيله چې ډاکتر سپنتا دغې ملې ستونځې ته جدې پاملرنه وکړې   .

که څه هم ډاکتر عبداله دBBCسره په يوه مرکه کښي وويل چې ډاکتر سپنتا بايد مخکښي له دينه چې دوزارت په مربوطاتو کې تغيرات راولې هغه دقيق وڅېړې ،دا پدې معناوه او ده چې شمالي ټلواله به په خپل ټول قدرت داتلاښ وکړې چې دبهرنيو چارو دوزارت په مربوطاتو کې دتغيراتو او ځينې غيري مستحقو کسانو دليري کولو سره مخالفت وکړې ،مگر که کرزۍ صاحب په رښتيا سره غواړې چې افغانان په بهر او دننه په هيواد کې ددشمالي ټلوالي دمنگولو نه خلاص کړې دبهرنيو چارو په وزارت کښې بنيادي تغيراتو راوستلو ته اړتيا شته.

ډاکتر سپنتابه هغه وخت بريالۍ وې چې دافغانستان دملي گټو او افغان ولس دملې يووالې او دهيواد دنړيوال اعتبار دغښتلتيا لپاره په مېړانه کار وکړې  .

داچي نوي  وزيران  به يوځل بيا تر دوهم ځل قسم خوړلو وروسته په کار پيل  وکړې ، دخلکو ارزو داده چې يوه اندازه پر افغانانو زړه وسوځوې او افغان ته دانسان په ستر گه وگوري .

دټولووزيرانو څخه  دافغانانو داکلکه غوښتنه ده چې دکرزي دنږدې اړيکو څخه نامعقوله استفاده ونکړې  ، ولس ته خدمت وکړې ،ددغي کابينې په برياليتوب کې دکرزی راتلونکې پرته ده .

پدې بايد وزير صاحبان پوه وي چې گټل که ستونځمن وه بايلل يې ډير ساده  او اسان دې .   همداداوزيران  په خپلو کړنو کولاي شي  دکرزي  پر سياسي حريفانو دهغه برۍ دوامداره کړ ې  .

پدې اميد چي نور ددغه کړېدلې او زورېدلي اولس پر سر سياسي تجارت ددوي دبيوزلۍ او سرگردانۍ عامل ونه گرځې .