www.payamewatan.com
     
 

هدايت الله هدايت
۲۰۰۶/۵/۱۲

 

دپاکستان کوږ بار به تر کله پر مخ ځې؟

     نن که  زموږ په افغاني خوږمنه او زخمي ټولنه کې، ددې  ټولني د هر اوسېدونکې نه ،د هر جهان ديده سپين ږيري او سپين سري نه، د هر ړون اندي ځوان او پاخه افغان نه، د هر په زړه زخمي پلاراو مور نه، د هري  کونډي نه، دهري بوري  د هرپر ډاګ پاتې يتيم ماشوم نه، د هر بېکوره بېوزګاره پر لړمون خوړين وطنوال نه،  د هري سيمي او ټبر اوکهول پوري د تړلي  سپېڅلي ددې خاوري د بچي نه، ددې در په دره او زخمي ولس د هر وګړي نه چې وپوښتې چې زموږ دهېواد د بدبختۍاو په دې سيمه کې د کړکېچ او بحران اصلي او لوی عامل څه او څوک دی او موږ ته دا په وينو لړلې  او دا خواره او ترټلې ورځ  چا راپېښه کړېده ،زموږ مکتبونه، زموږ پلونه، زموږ عالمان زموږ تنکي ځوانان ، زموږ د علم او پوهي مخکښان زموږ په څه پوهه افغانان  ، زموږ زامن او پلرونه څوک را وژني ، ددې وطن اوبه څوک خړوي ،نو    بېله دېنه چې  څوک ځان په کومه سيمه او ټبر پوري و تړي، بېله دېنه چې ځان د کوم فکر او مکتب خاوند وګڼي، بېله دېنه چې ځان په کوم ګوند يا   جهادي ډلوټپلو پوري وتړي، بېله دېنه چې ځان پر هغه يا دغه باندي وموښلوي  نو د يوه غمځپلي او په زړه زخمي افغان په څير به سمدستي  د " ګاونډي آشنا" نوم، يعنی د پاکستان  بد نامه نوم  به در ته واخلي او ورپسې به ددې نامرده، ددې نا مسلمانه او ددې نامشروعه هېواد، ددې ناپاکه ستان  ددې مختوري او دوه مخې  دا د انګرېزانو په ﻻس جوړ سوي بې پلاره او بې موره او بې تاريخه هېواد او د هغوی د ﻻسپوڅي پوځي جنرالانو نوم به درته واخلي ، د هغوی دجناياتو د لړيو نه به يې درته را شروع کړي،  او دهغوي د شيطاني  استخباراتو د آې ايس آې د ځالي د ګوډاګيانو د کړو عملنامې به  دي  و مخې ته کښېږدي او زموږ ددې زخمي وطن دزخمونو او سر پر سر ناورينونو ددوام خبري به يې دزړه نه  پر ژبه درته  راووزي . 

     نن که په دوست هېوادهندوستان کې د هر هندو نه د هر مسلمان نه د هر سيکهه او  د هر بودايې نه، د هر عيسايې د هر ګبر او نصارا نه ،ددې هېواد د يو ميليارډو نه زياتو خلکونه، د نارينه او ښځو او سپين ږېرو کارګشته وو انسانانو نه  چې و پوښتې،  چې د هند دسوکالۍ او امن تر ټولو ناوړه دښمن څه شي او څوک دی. نو هغوی به په خپل هېواد کې ددې دومره لوړ شميري  انسانانو د لوږي، بېوزګاري ،بېکوري، د چاپيريال د لړتيااو په سلهاوه نور ډېري  ټولنيزي ستونزي او خبري به يوې خواته پرېږدي او وايې به دا چې  : پاکستان همارا اور اس خطي کې سب سي بړا دشمن هې !

     نن که په لندن کې، که په شرم الشيخ کې، که  دلته  يا هلته اود نړۍ په ډېرو   نورو ځايو کې چې د ټروريستي کړو تر شا پل را واخيستل شي نو ضرور به د پاکستاني ټروريستانو ﻻس او د هغوی د استخباراتي ادارې دخل به پکښې  ثابت ، ﻻسونه به يې ککړ  او پښې به يې پکښې اخښلي وي .

      نن که پخپله د ددې په خپل سر جوړسوی هېواد پاکستان په  دننه کې د هر پښتون نه ،د هر بلوڅ نه د هر سيندهي، نه د هر سني نه، د هر شيعه نه، د هر عيسايې او دهر خوار او عادي شخص نه و پوښتي چې ددې بې تاريخه او بې هويته هېواد  د بې ثباتۍ او پرله پسې پوځي حکومتونو دواکدارۍ ته د رسېدو او د جنرالانو دډيکټاټورۍ د کړۍ علتونه څه دي او دا مارشالاوي د څه دپاره دي، نو ټوله به په يوه خوله او يوه  ږغ داخبره راپورته کړې چې دا دانګريزي اسلام  ټيکه داران او دا ظالم او خونخواره پنجاپي او انګريزي واکداره جرنيلان دي چې ددې سيمي د خلکو بنيادي حقونه يې د پردو د نخشو د پلي کولو په خاطر تر پښو لاندي کړي او ددې سيمو د هېوادو و طبيعي زيرمو ته د غزېدو او لوټېدو دپاره يې د ولسونو پر طبيعي حقونو سترګي پټي کړي او پوځې مارشالاوي يې يو په بل پسې ميدان ته را ايستلي دي، خلګ او ولسونه يې ور باندي خوار کړي او ځپلي دي .

       هو  دغه دپردو په ﻻس جوړ سوی  پاکستان په نامه هېواد نن په سيمه کې  د شر اچوني، فتنې او ددوه مخۍ په سمبول بدل سوی دی . ددې هېواد بې دينه او بې مسلکه پوځې جرنيلان داسلام  تر پردې ﻻندي  د اسلام په نامه يې د واقعي شيطنت او دوه مخي اصلي څهره و بهرنۍ نړۍ ته ښودلې ده او د پردو په ﻻندي کړي خاوره کې يې ځان و ګاونډيو هېوادونو ته د بلا  او په ټولي نړۍ کې  دټروريستانو او ترهګرۍ د روزني او د هغوی دکړو وړو په تربيوي اډو او اټومي  ځاله بدله کړې اوددې سيمي په بدماش باندي يې ځان اړولی دی .

       نن  چې د پاکستان و دروند پوځې طاقت او د هغه سره جوخت اټومي ځواک ته او دا چې دغه اټومي د قاچاقي بټيو بزنس يې هم و ډېرو نورو هېوادو ته ﻻره غزولې  ده که څوک ښه ځير شي نو تر پخوا به څو ځله زيات دا وېره را بر سيره شي چې ددې هېواد په پوځ او ددې هېواد داستخباراتي ادارې په ترکيب کې چې  په القاعدې پورې د تړلو  بنسټپاله ترهګرو کړيو اجنټان په پېخر ځاې پکښې نېولی او په سيمه کې يې و سولي او ثبات ته واقعی خطره را مينځته کړېده نو ددې سيمي  دسولي د پروسې راتلونکې او  ليرليد به څه شاني شکل نيسي ؟  ددې خبري يادونه ځکه ضروری ده چې  دا درې لسيزي کيږي چې ددې ټولو ټروريستي  فعاليتونو لومړني تربيوي او روزنيز مرکزونه او ځالي په همدې پاکستان کې فعال شوي دي او دوسله والي شراچووني جونګړي يې همدلته په پاکستان کې فعاله ،په کار لګيا کړي دي او اوس هم ترښکاره  پردې ترشا همدا کارونه تر سره کوي او وروسته يې بيا زموږ خوږمن هيواد افغانستان و خپل بل ګاونډ هېواد  هند ته يې  ليږي او چې بيا لارښوونه ورته وسي نو بيا د نړۍ و هر ګوټ  ته يې  هم استوي  . دغه هيواد اوس هم لکه پرون خو په نوې بڼه په ښکاره دټروريسټي عملياتو دروزني مرکز پاتي شوی دی .  اوس چې دسيمي د حالاتو مسير د پاکستان د پوځې واکمنانو د مزاج پر خلاف حرکت کوي نو دغه ټروريستي ډلې په ظاهره پر شا کيږي  ولي د پردې تر شا بيا بيرته دنوروډلو سره په يوځاې کېدو او په نوي نومو سره د ترهګريو د تر سره کولو دپاره بيرته په نوې بڼه سازماندهي کيږي او تازه ماموريتوته ځانونه آماده کوي  . دا کارونه په ډاګه زموږ په هېواد کې دمېشته ايتلافي ځواکونو په سترګو کې چې په ظاهره دترهرګری سره د مبارزې په نامه پراته دي، که خاوري اچول نه وي نوبل څه به وي ؟ . پاکستاني واکداران په دا شانې مداري ګريو سره داسي کارنامې تر سره کوي چې دغه  يا هغه بنسټپاله ډله چې د ترهګري شک ور باندي راځي نو هغه په ډېر مهارت سره منحله وي او وروسته بيا ډېر لوړ تبليغات ور باندي شروع کوي، پيسې او وسلې  ور باندي تر لاسه کوي، خو سمدلاسه بيا په هغوی نوې جامې اغوندي او پر ځاې يې نوي ډلې بيرته سمبالوي   او په پاې کې هماغه آش او هماغه کاسه ځيني جوړيږي! پاکستاني واکداران په داشاني شيطنت  سره غواړي په ظاهره هم کورنۍﻻنجه سپکه وښيې او  پر هغه باندي خپل کنټرول مضبوطه وساتي او هم د ائتلافی ځواکونو نه ﻻر او ګدر ورک کړي !

        ددې ټولو شيطاني کړو وړو سره سره پاکستان خو به زموږ او نورو هيوادو ته ﻻنجې زېږوي او زموږ خلګو ته به هم مرګ ژوبله را ليږي  خو د پاکستان کورنی حالت هم پخپله داشاني دی چې د چړې پر سر باندي روان دی . ان پخپله جنرال مشرف  اوس د داسي يوې وضعي سره مخامخ  دی  چې پخپله د پوځي جمهور رئيس په توګه لا  نه سي کولاې د هيواد په دننه کې  د  اصلي ستونزو اټکل وکړي او يا  په ظاهره ديوه کارګشته سياسي لارښود په توګه  و هغوی ته د سياسي حل يوه ﻻره پيدا کړي . دهغه  لړ زانده راتلونکي  سياستونه  بس دورځني پيښو پر مبناټاکل کيږي او وړاندي  او شاته تګ  يې يواځي د پېښو سره د عکس العمل پر اساس شکل نيسي  . پاکستان اوس په داسي موقعيت کې  قرار لري چې  د واقعي اوږد مهاله بدلونونو اټکل نسي کولاې او په اصطلاح خپله ورځ تيروي .  د پاکستان د پټو او ښکاره لاسوهنو په کمپاين نن ان   لاديوه ماشوم   سر هم خلاصيږي .

       ددې نه علا وه د ډېر پخوا نه ﻻ زياتو کارپوهانو   عقيده  څرګنده کړې وه چې د پاکستان  کورنی بې ثباته حالت چې دخپل پنځوس کلن پايښت په دوره کې يې په مارشالا ساتلې او تر زيندی لاندي يې راوستلی وو، همدارنګه يې د سياسي روغي جوړي پروسه  هم تل د نفاق واچوه او حکومت وکړه  د فارمول په پلي کولو سره  مخي ته  بېولی دی، او ددې هيواد پوځي واکدارانو په دې هيواد کې د لنډ مهال موجوديت نه بيا تر اوسه پوري د همدې فارمولانه ګټه پورته کړې او پرده يې ور باندي غوړه ولېده. په دې بهير کې د پاکستان سياسي او مذهبي ګوندونه او کړيو خو ددولت پر سياستونو ګوته نيسي خو پر پوځي واکدارۍ باندي د ضربې توان نلري . ډېر په دې باور دي چې که پر جنرال مشرف باندي ددې هېواد د  پوځې کړيولخوا يعني د پوځ په دننه  کې د پوځيانو له خوا پاڅون او بريد وسي نو دهغه تانګ به ور سست اوملا به يې ورماته کړي .  سيا سي کتنونکي اوس دا خبره نه پټوي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د پاکستاني د جرنيلانود دا شاني د تل په  شاني  دوه مخيزه  شيطنت که پخوا يې کوم تأثير ښوده نو اوس  خويې موټي خلاص او دا لوبه به نور خريدار نشي در لودلاې . که  پاکستان داسي دوه مخۍ ته نور هم دوام ورکړي او لاره ورته خلاصه پرېږدي نو ددې سره  سره چې په دې سيمه کې به د سولي او ثبات د ټينګېدو و پروسي ته زيان ورسوي او دا لاره به اوږده کړي، نو په پاې که به د پاکستان  سر هم په قطعي توګه و خوري او ددې هېواد د بقا مزي به سره و شلوي .

        د سيمي په هيوادوکې چې د ولسونو لخوا  د سولي او ثبات لپاره چې کوم  نوي بهير را روان دی، په دې کې  پاکستان نور نشي کولاې په داسي بېشرمه لاسوهنو سره په پروني ميتود باندي خپل دنفرت او وحشت دوه مخي او درې مخي  څهره پټه کړي .اوس ددې وخت  رارسېدلی دی هغه نړيواله پوځونه چې زموږ په هېواد کې يې په ظاهره د ترهګرو د ځپلو دپاره  په دې سيمه کې  لنګر اچولی دی بايد چې خپل ماموريت پر ځاې او پر ټروريستي ځالو دي نه په پښتني سرحدي سيمو کې بلکه د پاکستان د پوځ په مرکزاو د آي ايس آې په دننه کې دي ګذار وکړي او دغه ټروريسټي شبکې دي په نطفه کې له مينځه يوسي .  زموږ دهېواداو دسيمي د ثبات د زوروني د غه دفساد نه ډکه اډه چې په پاکستان کې فعاله ده هغه  نابوده کړي  او خپله نړی واله آبرو دي چې اوس داده پر مځکه لوېدلې ده، دسره وژغوري . د پاکستان  دغه کوږ بار دا د شر او فتنې ځاله او په دې سيمه کې دغه دسولې په لاره کې ستر خنډ، دغه  په سيمه کې ويني څڅېدونکی پنځوس کلن د ناسور زخم بايد بازسازي شي او ددې هيواد  مظلوم ولس دي ددې پنجاپي ترهګرو او بنسټپاله جرنيلانو د عذابه خلاص او ددې سيمي امن اوثبات دي و عادي مسير ته راوګرزول شي . پاکستان تر ابده نشي کولاې دغه د نفرت او شيطنت کوږ بار پر مخ بوزي  داځکه چې کوږ بار تر مزله نه رسي!