www.payamewatan.com
     
 

هدايت الله هدايت

                                                                                                                      استراليا

 

 فلسطينيانوولي حماس ته رايه ورکړه؟

 

هغه ټاکنې چې څه موده مخکې د فلسطيني دولت تر حاکميت لاندي سيمو کې تر سره شوې   دحماس  بنسټپاله اسلامي  جريان يې و بري ته ورساوه .  په دې ټاکنو کې د حماس داشاني قاطع بری دواړي خواوي هم اسرائيل او هم فلسطين يو شاني   حيران او د نړۍ  ستر ځواکونه يې هم  په ظاهره  اندېښمن او  هم  يې عصباني کړل .  ځينو بيا په سيمه کې هغه دسياسي زلزلې په څېر و انګېرل .په دې  ټاکنو کې د حماس د بنسټپاله جريان داشاني  قاطع بری  اوس دغه  ځواک  ځان د ډېرو ناوړه شرايطو او ستونزو سره مخامخ  ويني او هم يې د خلګو سره  ددې سيمي دراتلونکي په هکله زياتي پوښتني را پورته کړی دي . تر اوسه پوري  خودغه  جريان د فلسطين د خود ګردانه ادارې د جوړښت دپاره چې پر نړيواله پېژندل سوي معيارونو باندي برابر وي ځان ديوې ليري راتلونکې  دپاره آماده کوي  خو  دهغوی سيال ګوند د فتح جنبش هم ددې جريان د ضعف نه  ګټه پورته کوي څو د يوه ائتلافي دولت د جوړښت  سره د نه همکارۍ په  روحيه  هغوی   تر سخت فشار لاندي  راولي .

 

د حماس سازمان  د اخوان المسلمين يو  طرفداره  جريان دی چې  د ۱۹۶۰ په وروستۍ لسيزه کې يې داردن درود د ختيځې غاړي او دغزې په تراډه کې دارتجاعي او مذهبي اهدافو په درلودلو سره سر را پورته کړ .  ويل کيږي چې دغه جريان د عرفات او د فلسطين د آزادي بخښونکي سازمان او راورسته  بيا  د فلسطين د راډيکاله اړخ سره چې د اسرائيلو سره په وسله واله  جګړه بوخت وو او د اسرائيلو د دولت شنډول يې غوښتنل، مخالفت ښودلی اواسرائيلو  هم ددې سازمان نه  ملاتړ کاوه . په هغه وخت کې دحماس نه د اسرائيلود ملاتړ  هدف  دفلسطين د آزادي بخښونکي سازمان او نورو ګروپو پر ضد  د همداسي يوه  کمپاين  مضبوطول   اړين ښکاريده او په دې کار  اسرائيلو خپلي ګټي   ليدلې   .

په کال ۱۹۸۰ کې حماس د يوې خيريه سازمان په حيث رسماً په اسرائيلو کې ثبت شو .  فلسطيني ګروپونو هم د خپل مينځي جګړو او مبارزو په جريان کې  د خپلو مبارزو  و ميتودونوته بدلون  ورکړ  . هغوی داسي ﻻره   غوره کړه چې د ياسر عرفات  تر مشری  لاندي دفلسطين د ﻻنجې د حل لپاره  د فتح سازمان  د وسله والې مبارزې پر ځاي   د سولي  او ديپلوماسۍ ﻻري  ته را کښې باسي . خو دبلي خوا پر حماس باندي د شيخ احمد ياسين رمضان لخوا  زياتېدونکې تسلط ددې باعث  وګرځېد چې  دغه سازمان زياتره و بڼسټپالني او خشونت ته  مخ راوړوي  او د فلسطينيانو لومړنۍ پاڅون يا انتفاضه د وسله والي جګړې او د اسرائيلو په د ننه او د فلسطين په اشغال سوې خاوره کې و ځان و ژونکو بريدونو ته  هدايت کړي .

دحماس سخت دريزه  جريان تر ۲۰۰۵ پوري په هغه مځکو کې چې د فتح د جنبش تر حاکميت لاندې وو د هرډول ټاکنو سره مخالفت ښودلی   . يوازي دتير کال په ډسامبر کې کله چې هغوی  د  فلسطين د لومړني محلي شوراګانو په ټاکنو کې برخه واخيستله نو په ځينو سيمو کې يې  په ځانګړي توګه د غزې په تراډه کې  څه  برياوي تر لاسه کړې .

د اوسلو دقراداد پر اساس  چې د ياسر عرفات په مشرۍ  د فلسطين لومړنی دولت  تشکيل  سو د هغه نه وروسته  د حماس جريان په ځينو اشغالي  سيمو کې د نوي فلسطيني دولت  د يوه اپوزيشن په حيث د اسرائيلو سره د يوه سخت دريزه او نه پخلا کېدونکې ډلي په څېر د فلسطينيانو په مابين کې په خپل فعاليت  پيل وکړ.  هغوی اوږده او خونينه لاره ووهل څو نن ته راورسېدل  . دا چې  کوم عوامل باعث سوه چې د حماس ددې  بري سبب و ګرځې ډېر په دې باور دي چې اصلي عامل يې  د فلسطين د خودګردانه بوروکراتيک   دولت د رهبرانو او دولتي چارواکو په مالي فساد کې دهغوې ډوبېدل او د فلسطين د مظلومو خلګو دورځني غوښتونو ته د هغوی  شا کول  دي  چې د پنځوسو کلو راهيسې د اسرائيلو د نژاد پرسته رژيم سره ﻻس او ګرېوان وه او ډېرې ناخوالي او ځان تېرېدني يې ګاللي  دي  . وحماس ته د فلسطينيانو رايه ورکول مخکې تر دې نه چې  ددې  ارتجاعي او دهغوي و اهدافو ته د خلګو رايه وګڼل سي په واقعيت کې دا د فلسطين د خودګردانه دولت داداري او مالي فساد پر ضد  د هغوی  د کرکې او غصې   رايه وه . دې مشرانو و نکړاې سوه چې د فلسطين د مظلومو خلګو و غوښتنو ته ځواب ووايې ،  دبلي خوا   د فتح د جنبش مشران په دې و نه توانېدل چې د عرفات د مرګ  تشه دي  چې د فلسطين  د خلګو  په زړو کې يې خاص ځاې درلود او د ملي و حدت دسمبول په حيث پېژندل سوی وو ، ډکه کړي  . دابه راتلونکي وښيې چې د فلسطين د خلګو دغه د اکثريت رايه  د هغوی د خپل سياسي او ټولنيز ژوند يوه لويه اشتباه وه او که  دا دهغوی دخښم پاېله،  خو دا هم بايد په ياد ودرلو دل سي چې  په دې انتخاباتو کې د فلسطين و خلګو ته دريمه ﻻره  پاتي  نه وه .  په واقعيت کې دغه ټاکنه د پورتنيو ناخوالو په خاطر پر هغوی باندي تحميل سوه  څو فلسطينيان د بد او بدتر تر مينځ يعني د فتح او حماس تر مينځ و بدتر ته رايه ورکړي  . ډېر په دې باور دي چې د فلسطين د خلګو  دغه رايه نه د حماس و  خدمتونو ته  يوه رايه وه  او  نه به  هم د هغوی و ارتجاعي  ايديالونو ته يوه رايه وي   . دفلسطين خلګ چې د خپلې بر حقه داعيې لپاره جنګيږي دا نه غواړي چې خپل برخه ليک او  راتلونکې دي  د بڼسټپالني سره و موښولوي . ځکه چې بنسټپالنه په دې سيمه کې يوه هر اړ خيزه زلزله را مينځته کوي چې د هيچا په ګټه نده .

 

 د حماس د بري سره جوخت امريکا او اروپايې اتحاديې هم خپله موضع اعلان کړه او وئې ويل چې که چيري حماس په خپله کړنلاره کې د اسرائيلو پر نابودۍ باندي ټينګار وکړي نو د فلسطينيانو  سره به خپلي ټولي مالي مرستي چې د کاله په سلهاوه ميليونو ډالرو ته رسيږي هغه به قطع کړي او د حماس دولت به  هم په رسميت و نه پېژني . دا يو داسي تهديد  وو چې عملي کېدل به يې بې له شکه يو ناروغه و تدريجي مرګ  ته پوري وهې . خو ددې سره سره  داسي هم ويل کيږي  چې  د امريکا او غرب لخوا  دغه شاني فشار  به د حماس د مذهبي بنسټپالني او ايديالوژۍ  سره کومه اړيکه و  نلري  دا ځکه چې يهودي بنسټپالنه تر ټولو مضره او بشري ضد بسټپالنه ده چې تر اوسه يې د زرهاوو انسانانو ژوند داور په لمبو کې ﻻهو کړی دی   . د اسرائيلو نژاد پرسته دولت تر اوسه دملګرو ملتونو د سازمان په لسهاوو پرېکړه ليکونه چې د فلسطينيانو پر بشري حقوقو نو يې تېرۍ  کړی دی، او هغه ټوله يې تر پښو ﻻندي کړی دي، څه نه وايې . خو څرنګه چې په سيمه کې دغه سرکښه هېواد د امريکا او اروپا  متحد دی نو هغوی تر باڼوګانو  پورته ندي ورته کتلي اوهيڅ کوم  اقدام  يې  هم ور باندي  ندی عملي کړی  بلکه تر همدا اوسه پوري د فلسطين او اسرائيلو په لانجه کې ، امريکا او اروپا په ښکاره د اسرائيلو خوا نيولې او د هغه نه بر اﻻ   دفاع کوي  .

 امريکا او نور پانګه واله ځواکونو ته خو هيڅکله دوستي او دښمني او يا هم مذهبي تعصوبونو هومره اهميت نه دی درلودلی ، بلکه هغوی هميشه په دې خبرو کې د خپلو ماد ي ګټو د ساتلو او دفاع فکر کړې ده او په دې  خاطر  تل ددوسته سره دښمن او ددښمنه سره دوست   پاتې سوی دی . هما غه د چرچيل په قول چې انګلستان ثابته دوست نلري خو ثابته ګټي لري نن ورځ دغه قول د امريکا پر حال باندي بلکل ښه صدق کوي . امريکا چې اوس په سيمه کې برﻻسۍ دی   هوډ لري چې د حماس سره ديوه جوړي نه منونکی  په څېر ځان ښکاره کړي  .خو  په ياد دي وي چې  دې هېوادد القاعده او طالبانو د اسلامې سخت دريزه  جريانونو سره هم تر هغه وخته پوري چې ګټي يې په خطر کې نه وې  په سپينه ورځ يو تر بل تر څنګ ولاړوه او دهغوی نه يې بر الا پوځې ملاتړ کاوه ، نو اوس هم که حماس  د امريکا او اسرائيلو ګټي  تأمين کړي ددې قاعدې نه به جلا ونه ګڼل سي .

 

دحماس بری او دهغوی لخوا دحکومت  قبلېدل او د دولت تشکيل به د اوسلو د سولي د قرارداد سره سم  به هغوی د دو فکټورونو د منلو په معنا  وي  .يعني دا چې  د فلسطين لخوا  د اسرائيلو په رسميت پېژندل به يو دهغو موادو نه  وي. بايد وويل سي چې  د اوسلو د لوزنامې نه څوکاله وروسته د فتح سازمان د اسرائيلو د نابودی اصل د خپلې کړنلاري  نه ليري کړ کوم چې همدا اوس  يې حماس  نه مني،  خوکېداې سي چې دغه تجربه دهغوی لخوا هم تکرار او ومنل سي . داسي برېښي چې د حماس ارتجاعي جريان به اوس د دولت په تشکيل سره دخپل سرنوشت راتلونکې په يوه  ټاکونکې دوې لاري کې  ودروي  .   دا کار به يوازي و حماس ته سر خوږی  نه بلکه د امريکااو اروپايې اتحاديې او د ملګرو ملتونو ته به هم  يو ستر چلنج وي چې هره ورځ  د خلګو په رايو سره  پارلماني ټاکنو ته  د ډيموکراسۍ د سمبول په نامه چيغي وهي . د حماس په بري سره به هغوی هم  د يوه ستر آزمايښت سره  ځان مخامخ کړي  . اوس دا پوښتنه را پورته کيږي چې امريکا د لويو  قوتونو په سر کې هغه انتخابات چې د نړېوالو کتونکو له نظره سالم تر سره سوی دي که دا ټاکني د هغوی د خيال او ګټو سره سمي نه وي نو آياهغه به قبولي کړي؟ او که  دا چې  د سلم ځلي لپاره به يو ځل بيا دغه حقيقت  تکرار  کړي چې و امريکا او د هغه ومتحدينو ته ډيموکراسي  د هغوی د مادي ګټو د ساتلو نه  بغير بل  مفهوم نلري ؟!

 

ډېر کسان  اوس په دې عقيده دي چې هغه څه چې په اپوزيسيون کې د حماس د قوت  علامه  وه په دولتي حاکميت کې به  د هغوی د ضعف په بېلګه بدله سي . د حماس همفکرانو او انډېواانو په سوډان ، مصر، اردن ، ايران او افغانستان کې يوځل خپل امتحان ورکړی دی  او داسي  د فساد نه ډک او دخلګو ضد حکومتونه يې پر ځاې پرې ايښې دي  چې دا وېره سته  حماس به هم د هغوی  پر پل باندي ګام کښېږدي . په دغه سيمه کې که مذهبي بنسټ پالنه په رسمي توګه په هره خوا کې چې وي خوره سي نو دسيمې او نړۍ سياسي معادلې به هم ګډې وډي کړي .

 

 

اخځونه :

د دې ليکني په سمون  کې د لوموند ديپلوماټيک، بي بي سي،

او ځينو نورو معتبرو اروپايې  سايټو نه استفاده سوېده