www.payamewatan.com
     
 

هدايت الله هدايت

 

په فرانسه کې د ځوانانو لوی بری

 

دفرانسوي  ځوانانو  د څو اوونيو نا آراميواو دهغوی ډېر پراخ ټولنيز اعتصابونه چې په ټوله فرانسه کې ددومياشتو راهيسي  د نوې  لومړني کار قانون  پر سر د هغه هېواد د عادي ژوند مزي يې د کاره ايستلی وې د فرانسې د جمهور رئيس ژاک شيراک لخوا  د محصلينو دغوښتنو په منلو سره په برياليتوب سره پاې ته ورسېد. دغه قانون اوس رسماً د نورو تدابيرو  په نيولوسره  لغوه کړل سو او په دې ډول په فرانسه کې   ددوو  و روستيو کلو  په ترڅ کې ځوانانو، محصلينو، شاګردانو، ښوونکو، د فرانسې لويو کارګري اتحاديو او د هوائي کرښو شرکتونو، د بسونو، اورګاډي او ميترو کارکونکو  ډېره ستره  راټولېدنه او سراسري اعتصاب  د هغه څه په ﻻسته راوړلو سره  دخپل لوی بري  په توګه  ولمانځله .

د دغه  نوي لومړني کار قانون پر سر باندي چې ان د پارلمان لخوا لا هم تصويب سوی وو په تيروورستيو اوونيو کې په فرانسه کې  لويه شخړه اويوه پراخه ټولنيزه خوابدي ددې هيواد د صدراعظم دومينيك دوويلپن او دهغه د دولت پر ضد را پارولې وه. دغه پارېدنه يو ځل بيا فرانسه په يو ه بل ستر ټولنيز بحران کې ﻻهو او د زياتو ګډوډيو سره يې مخامخ کړ . دغه ظالمانه او بشري ضد قانون،  د فرانسوي د کار و مالکانو ته دا حق او اجازه  ورکوله  چې تر ۲۶ کالو لاندي ځوانان  چې د خپل کار د بوختيا په لومړني دوه کلنۍ آزمايښتي دوره کې هغوی د هر راز دليل نه پرته  اود هيڅ راز بيمې اوحقوقو په  منلو سره د کارنه ګوښه کړي او  پر ځاي يې نور تازه دمه ځوانان پخپله خوښه په کار وګماري .  دغه ظالمانه  کاري شرايط په ډېر شدت سره د فرانسې د کارګري اتحاديو، د محصلينو او زده کوونکو  د ټولنو خښم را وپاراوه او په مظاهرو او پرله پسې اعتصابو يې ﻻس پوري کړ او ددولت د ټولو هڅو سره سره  يې د هري ورځي په تېرېدو سره  زور اخيست .

د فرانسې کارګري اتحاديو ﻻ د پخوا دا ويره ښودلې وه چې د دې هيواد ښې اړخۍ دولت د جمهور رئيس شيراک په ملاتړ په دې هڅه کې دی چې د هېواد اقتصادي بدنه  دي د سيالۍ و بهير ته را ټېل وهي او ورسته دي بيا  په تدريج سره  په داسي بدلونونو لاس پوري کړي چې د هغوی کاري امنيت د ګواښ سره مخامخ کړي  . د فرانسې دولت چې د کار فرمايانو لخوا پر کار باندي د ځوانانو نه  ګمارل د ځوانانو د بېوزګارۍ ، د ټولنيزو مشکلاتو د زياتوالي او د تير کال د تاوتريخوالۍ اصلي عامل باله  دغه دلومړني کار قانون يې د راتلونکي مشکلاتو و حل ته ګني ديوې ﻻري په توګه راوړاندي کړ څو د کار د مالکانو ګټي يې په پام کې نيولي او هغه يې تأمين کړی وي .

د فرانسې کارګري او د محصلينو جنبشونو ته په يو ه لنډي کتني سره دا خبره جوته کيږي چې د فرانسې په څېر داروپا په بل هيڅ هېواد کې  د کارګري او محصلينو جنبشونه هومره زورور خوزښت او ارزښت   لکه په فرانسه کې چې ليدل کيږي په بل ځاې کې ندی ليدل سوی . ددې جنبشونو نقش ان د اروپا داساسي قانون د ټولپوښتني پر مهال ﻻ رابرسيره سو کوم چې د خلګو د غوڅ منفي رايو سره مخامخ او خپل د يو والي  او يو موټي توب زور يې و آزمويلی او هغه يې و ميدان ته را وايست .  دغه کار ان په داسي حال کې تر سره شو  چې ددې هېواد  سوسياليست ګوند هم دفرانسې د جمهور رئيس ژاک شيراک د ښې ﻻسي  ګوند تر شا ودرېد څو ددې قانون  د تائيد  په خاطر سره را غونډ او د يو بل سره همغږي شي  . خو ددې هېواد داقتصادي  دودونو او د فرانسويانو ځانګړی غرور د دې سياسي رهبرانو پرټولو غوښتنو سترګي پټي کړې  او ددغه  اساسي قانون تائيد ته يې د هالينډي رايو ورکوونکو سره يو ځاې هغه ته نه وويل  . دا په داسي وخت کې وو چې د انګريزانو په هېواد کې هم څه ناڅه يو نيم مليونه کارګران او کارکونکو د تقاعد د سن داوږدېدو په هکله  ستري مظاهرې پر لاري کړې  چې په هغه وخت کې د سي اين اين ټلويزيون په قول په دې هيواد کې يې سارۍ نه وو ليدل سوی .

په فرانسه کې دنوموړي ارتجاعي او ظالمانه د کار پر قانون باندي دکارګرانو، کارمندانو ، محصلينو او شاګردانو دغه شاني سراسري اعتصاب او سوله ايزه مظاهرې او ناخوښی په واقعيت کې دهغه عظيم اقتصادي او اجتماعي بحران يوه څرګنده بېلګه ده چې فرانسه او ټوله اروپا يې هېوادونه يې په خپل چاپير کې را ښکېل کړی دي  او د هري ورځي په تېرېدو سره خپل تأثيرات بر بنډه وي. د فرانسې د ويښو خلګو دغه عظيم مارش او د هغوی تاريخي بري دا وښودله چې ددې هيواد په کارګري او محصلي جنبش کې او ددې جنبش د يووالي او يوې سالمي سازماندهي په مديريت کې څومره عظيم پوټنسيل پروت دی  چې پانګه وال او حاکم دولتونه  يې  په خپل ټول مالي او تخنيکي امکاناتو د هغه پر اغېزمنتوب  باندي سترګي نشي پټولا ې  او دخلګو و عادلانه غوښتونواو د هغوی و يو موټي پاڅون ته د نه ځواب نشي ويلاې او هغه  به تل  په پام کې نيسي او غاړه به ورته ږدي  .

 

 

استراليا

۲۰۰۶/۴/۱۴