www.payamewatan.com
     
 

داکتر اصغر خیل منګل

.

انتخابات، دموکراسی او افغانستان
 

دا دی د بن د پریکړو له مخی مؤقت او انتقالی حکومتونه جوړ، دوې لویې جرګې راوبلل شوی او د نوي اساسي قانون پر بنسټ د روان عیسوی کال د اکتوبر په ۹ نېټه زموږ په هیواد کې د لومړی ځل لپاره د جمهوري ریاست له پاره ټول ټاکنی تر سره کیږي.   

  نوموړي  انتخابات په داسې وخت کې تر سره کیږی چې حنګسالاران او وسله والې ډلی اوس هم د هیواد پ زیاترو برخو پوره واک لری.   د افغانستان ولس او د نړی خلک او په خاصه توګه هغه هیوادونه چې د افغانستان سره یې مالی مرستی کړي او کوي یې د دی سوال سره مخامخ کړي دي چې د جمهوري ریاست انتخابات به څومره دموکراتیک، آزاد او روښانه وي؟

په ملی او نړیواله کچه  دا تشویشونه پر ځای بلل کیږي، که چیرې افراطیون او ټوپک سالاران وکړای شي چې انتخابات په خپله ګټه وڅرخوی او د دولتیي چارو واک د ائتلاف په صورت کې د جګړه مارو او عقب ګراوو ډلو لاس ته ورشي، نه یوازی د تمدن، ترقۍ او دموکراسۍ مخه به ونیول شي بلکه یو ځل بیا به په هیواد کې د ملی غمیزې نوی پیل رامنځ ته شی.

د جنګسالارانو تر څنګ ځینی هیوادونه او په خاصه توګه د هغوی استخباراتی ادرای په افغانستان کېد بی ثباتۍ نه په ګټی اخستلو سره په دی لګیا وی او دی چې زموږ ټولنه په اتنیکی، ژبنی او مذهبی معیارونو سره وویشی، چې متاسفانه ځینو ورسره سر ښوراوه او ښوروي یې.  د بلی خوا د آزادو مطبوعاتو تر نامه لاندی د هیواد دننه او د هیواد  څخه بهر ځیني خپرونی او د انترنټ په ځینو پاڼو کې داسی مقالی داسی مقالی لیدل کیږي چی د هیواد د ملی ګټو سره هیڅ تړاو نلري، په شعوري او یا غیر شعوري توګه د ملی یووالي پر ځای د ملی بیلوالی په لور تبلیغات او لیکنی کوی چې زموږ ملی هویت، ملی ګټو، ملی کلتور او ملی ګډو ارزښتونو ته ډیر باوان رسوي .

د داسې مقالو د لیکونکو تر څنګ، د هیواد ځینی سیاسی فعالین  او د جمهوري ریاست ځینی کاندیدان چې یا په  خپله جنګسالاران وه او یا د جنګسالارانو نمایندګی کوی، سره له دی چې پوهیږي د زیاتو رایو په اخستلو نه بریالی کیږی، د نورو په لار ښوونه یې ځانونه  د افغانستان د وروڼو قومونو ترشا پټ کړی دی، پرته له دی  چې د هیواد د بیا رغونې او پر مختګ لپاره مشخص سیاسی، اقتصادی او ټولنیزی برنامی نلری، خواړی د قومونو د حقوقو تر نامه لاندې په راتلونکی کې د ځان لپاره ځاله پیدا کړي.  خو هغوی دا هیره کړی ده چې د افغانستان ټول واړه او لوی وروڼه قومونه به د پخوا په شان د یو بل تر څنګ چې ګډ ملی او تاریخی افتخارات  لری تل موجود وی.  خو دوی به نه وی.  دا ځکه چې د انسان ژوند د قومونو د ژوند نه ډیر لنډ دی او حتا د پرتلی (مقایسی) وړ نه دی .

افغانان لکه د نړی نور ولسونه کیداې شي د سیاسي طرزتفکر پر بنا په مختلفو ډلو وویشل شي خو په قومی، ژبني، منطقوی، شمالی او جنوبی ګروپونو د افغانانو ویشل او زمونږ د لوغونی هیواد لپاره د فدرالی طرحو وړاندی کول هر څوک ورته المن وهي هغه ظالمانه او تاریخي بد عمل دی چې زمونږ د هیواد غمیزه به د اوږدو کلونو لپاره اوږده کړي.   د افغانستان ټول خلک د هیواد د عمومی وروسته پاتی والی، په هیواد کې د بی سوادی د زیاتی کچې شته والي او د وروستو لسیزو د جګړو او نورو ظلمونو څخه یو ډول زیان من شوی دي.   ټولو لویو او وړو قومونو یو د بل تر څنګ لږی ښې او ډیری ترخی بدی شپی او ورځی بیرېې کړي دي.  داسې مورچل به پیدا نشي چې په هغه کې د وروڼو قومونو وینی نه وی شریکی شوی همداشان په هیواد کې د مختلفو  مذهبونو د شته والی سره سره د اسلام دین تل د افغانانو د خپل منځی، پیوستون او یو والي کیدو په برخه کې تر ټولو پیاوړی عامل وو او دی.

مونږ ټول افغانی روشنفکران او منورین، سیاسي فعالین، ګوندونه او سازمانونه باید د نوی سیاسي کلتور په درلودلو سره د مختلفو سیاسي طرز تفکر سره سره دا  ومنو چې افغانیت زمونږ د ملی هویت پیژندنه ده، مونږ ګډ هیواد لرو هغه افغانستان دی، او ګډ ملی هویت او نوم لرو هغه افغان دی.  د ټولو افغانانو لپاره باید د افغانستان د اسلامی هویت تر څنګ د سولې، ترقي او تمدن او بالاخره د دموکرات افغانستان مسئله مطرح وی.  هیڅ څوک د دی حق نلری چې په هیواد کې د راونو حالاتو نه په ګټې اخستلو سره د پیښو په ګرم تنور کې یوازې خپله مړۍ پخه کړی، او ملی ګټې د نظره وغورځوي. 

وایي سیاست د انسان کرکټر خرابوي.  دا سمه نه ده، خراب کرکټرونه دی چې خراب سیاست کوي.  او د همدغو خرابو او پر ملی ګټو نه ولاړو سیاستونو نتیجه ده چې ملتونه او هیوادونه د تباهی خواته بیول کیږي او د بشري فاجعی سبب ګرڅی. 

په اوسنیو حالاتو کې پر ته له دی چې انتخاباتو پایله به څو وی او څوک به د هیواد نوی جمهور رئیس ټاکلکیږي یوازې دا مسئله چې زمونږ په هیواد کې د لمړي ځل لپارهنومونه ثبت کیږي او په هغوی کې د ښځو د کمی برخی د ګډون په پام کې نیولو سره سره، زمونږ د هیواد په تاریخ کې د دموکراسۍ د انسټیټوتونو  د جوړولو په لاره کې د یوه ښه ګام په توګه د ټولو سوله او دموکراسۍ پلوه افغانانو له خوا ارزیابی کیږي او تاریخي ارزښت لري.  د دموکراسی اصول او موازین په همدی کې نغښتي دي چې د انتخاباتو له لاری د دولتی چارواکو ټاکل هغوی د قوانینو د اجرا په بشپړ رعایت او ملت ته په  ځواب ورکولو مکلف کوي.  ځکه هغوی یوازې او یوازې د معینی مودې لپاره چارواکي دي او نه د هیواد او ملک مالکان.   د دموکراسی پر بنا جوړ شویو او غیر دموکراتیکو او مطلقه سیاسی دکتاتوري نظامونو توپیر هم په همدی کې دی.  د نړۍ په هیڅ هیواد کې دموکراۍ یوه شټه کې نه ده زیږیدلی، دموکراسۍ داسې یو پدیده ده چې په هر هیواد کې د هغه هیواد  د ټاکلو ماري او معنوی شرایطو پر اساس بنیاد ایښودل کیږي،  وده کوي او بالاخره په یوه سیستم بدلیږي. 

له همدې کبله په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د خلکو لپاره د ښه او بد تر منځ انتخاب مطرح ندی بلکه په اوسنیو انتخاباتو کې د ګډون خبره، د دموکراسی د انستیتوتونو بنیاد ایښودل چې د مطلاقه سیاسی دیکتاتوری نظامونو  نه د خلاصون تر منڅ د انتخات مسئله مطرح ده.   راتلونکی حکومت که هر ډول حکومت وی یوازی پنځه کلنه دوره لری، بیا هم انتخابات کیدونکی دی.   هممه خبره دا ده چې مونږ نړیوال ائتلاف، ملګری ملتونه او د نړۍ ټول سوله غوښتونکي  هیوادونه نور هم دی ته و هڅوو چې د بن د پریکړو له مخی (که څه هم نیمګړتیاوی  یې در لودی) په هیواد کې د عمومي بی مسلې کیدو پروسه چټکه کړی تر څو په هیواد کې بشپړه موله ثبات او امنیت رامنځ ته شي،  د وګړو حقونه رعایت شي او قانون حکومت وکړي.  او په دی توګه د تل لپارهجنګسالاری او ټوپک سالاری له منځه ولاړ شي او د هغه سره جوخت د نړیوالی ترهګرۍ لپاره بیا د ځالې د جوړیدو او  د مخدره موادو د کښت، تجارت او ترافیک مخه ونیول شي.

د انتخاباتو وروسته به د نړیوال ائتلاف او نوی حکومت د کړو وړو څخه دا معلومه شي چې په رښتیا قه. شنشلاهققهم په هیواد کې د سولی ثبات او پوره امنیت او پدی توګه د هیواد د بیا رغونی، دموکراسۍ او قانونیت په لاره کې قدمونه او چتوي او که یوازې جنګسالاران قانوني بڼه غوره کوي


ها مبورګ آلمان د ۲۰۰۴ کال د اکتوبر ۴