www.payamewatan.com
     
 

داکتر اصغر خيل منګل

پخوانې  او نوې جمهور رئيس، پرابلمونه او اميدونه

دادي  دنوي اساسي قانون له مخي دسږ کال دتلي دمياشتي په ١٨ نېټه په هيواد کي دلمړي ځل لپاره د جمهوري رياست ټول ټاکني تر سره شوي او ښاغلي حامد کرزي دجمهور رئيس په توګه وټاکل شو . په داسي حال کي چي ټول ټاکنو پايله په غوڅه توګه دښاغلي کرزي په ګټه وه او په سلو کي ٥٥،٤ خلکوهغه ته خپلي رأيي ورکړي خودجمهوري رياست نورو کانديدانو چي ټولټاکني يي بايللي دي نوې ډرامه پيل کړې ده او د(( ملي مشارکت)) تر نامه لاندي دلته او هلته ناري سوري وهي او دخپل پخواني سيال څخه غواړي چه په نوي حکومت کي ځاي ورته ورکړي .داسي غوښتني څه د حيرانتيا وړندي ځکه هغوي تر انتخاباتو دمخه هم غوښتل حالاتو ته دراماتيکه بڼه ورکړي (( اوبه خړي کړي او دځان لپاره پکي ماهيان ونيسي )).لمړي يي يوه شورا جوړه کړه ،دشورا وياندوټاکل شو ،بيا يي د کرزي څخه غوښتنه وکړه چه استعفا دي ورکړي چه په حقيقت کي دکوتاه معني يي درلوده اوددولسو کالو پخواپيښو  تکرار وه ـــ چه هغه وخت په حاکميت کي دننه دځينو دخيانت په نتيجه کي ترسره شوي وه او پايلي يي ټولو ته څرګند دي ـــ، بيايي اعلان وکړ چي که چيري کرزي استعفي ورنکړي دوي به په انتخاباتو کي دګډون څخه ډډه وکړي.  ښاغلي کرزي باندي ديوي او بلي خوا داټول فشارونه ددي لپاره تر سره کيدل چه هغه دټول ټاکنو په درشل کي نوي ائتلافونو ته مجبور کړي ، خو کرزي چه دري کلني تجربي ورته ډير شيان ښکاره کړي وه نه يوازي داسي فشارونو ته غاړه نه کيښوده بلکه په ډيره ميړانه يي دافغانستان خلکو ته اعلان وکړ که چيري بريالي شي نور به ائتلافي حکومت نه جوړوي ، جنګسالاران به ورکوي ، سوله به ټينګوي او په دي لاره کي يي دټولټاکنو تر مخه اوچت ګامونه هم پورته کړل .دده همدغه دريځ وه چه دخلکو له خوا دتائيد وړ وګرځيد او ده ته يي خپلي رأيي ورکړي ،همداشان ځينو ملي اجتماعي او سياسي شخصيتونو،ګوندونو او سازمانونو  هم د کرزي د کانديداتوري څخه خپل ملا تړ څرګند کړ ،داځکه چي د ټولو کانديدانو په منځکي نه يوازي د ښاغلي کرزي ملي او نړيول ملا تړ او چت وه بلکه په او سنيو حالاتو کي دده ټاکنه دهيواد دملي ګټو لپاره مؤثره وه. دادي اوس دنوي راتلونکي حکومت وار دي چي دهغه درندی دندي په پام کي نيولوسره ديونوي کاري _مسلکي ټيم په جوړولو ، دخلکو باور اواميدونو ته په خپلو کړو وړو سره مثبت ځواب ورکړي ،دافغانستان خلک چي سولې ته دملي ارمان په توګه لېواله وه او دي، کرزي ته په خپلو رأيو ورکولو سره په حقيقت کي سولې ،دموکراسۍ،ثبات اوامنيت ته رأيي ورکړي دي . هغوي چه دجنګسالارانو اوقوماندانانو څخه تر پوزي رسيدلي، نو ځکه غواړي داسي حکومت ولري چه دژوند دنورو اساسي ضرورتونو تر څنګ ددوي لپاره دايمي  سوله اوثبات راولي .داروښانه ده ترڅو چه په ټولنه کي امنيت ټينګ نشي هلته دټولني بيا ودانول،اواقتصاد ي وده امکان نلري او همداشان دوګړو دحقوقو خبره هم بي معني وي نو ځکه په اوسني وخت کي دنوي حکومت لپاره دجنګ سالارانو او قوماندانانو څخه دنړيوال ائتلاف په مرسته دټولني خلاصول او پدي توګه داساسي قانون او نورو قوانينو دپلي کولو لپاره لاره هواره ول ، دافرادو دحقوقو ساتنه او دعلم او تکنالوژي څخه په ګټي اخيستلو سره دهيواد داقتصادي ودې لپاره د ښووني ، روغتيا ، کرهنې او همداشان دلويو لارو او سړکونو ،فابريکو ، ترانسپورتي تاسيساتو او مخابراتو دودي لپاره دنړيوالو د مرستو جلبول او پدي توګه دخلکودورځنيواړتياوو لري کول ، نوي حکومت ته داساسي دندو په توګه مطرح دي . اوددغو دندو دسر ته رسولو لپاره حکومت، دلنډي او اوږدي مودې انکشافي پلانونو طرح او عملي کولو ته اړه لري . 

سياسي تجربو ښودلي ده چه دحکومتونو محبوبيت دټولنيزو احتياجاتو دپوره کولوسره مستقيم ارتباط لري ، هغه حکومتونه چي دخلکو دعمده اړتياوودپوره کولو په لاره کي ناکام وي خپل محبوبيت له لاسه ورکوي او دسياسي ناکرارۍ لپاره زمينه برابروي ، اوس د افغانستان خلک دنوي حکومت څخه هيله لري چي داسي شرايط منځته  راوړي چه دټولني د زياتره وګړو لپاره  دکار کولو موقع برابره شي ،اقتصادي اړتياوي يي ليري شي اود سياسي حقونونه برخمن شي .

پوښتنه داده چه ،که چيري د ((ملي مشارکت )) تر نامه لاندي بيا د يوسياسي ائتلاف په پايله کي يو غير مسلکي حکومت رامنځته شي ، آيا وبه کړاي شي دپورتنيو دندو په ترسره کولو بريالي شي ؟ ځواب روښانه دي ، په هيڅ ډول نه . داځکه چي په ائتلافي حکومتونو کي لکه چه تجربو ثابته کړي ده( او هغه هم په داسي هيواودنو لکه افغانستان چه ددموکراسۍ مؤسسات يي اوس دجوړيدو په حال کي دي اوقوي مرکزي مسلکي حکومت ته ضرورت لري ). دائتلاف غړي ملي ګټو ته پاملرنه نه کوي او هر يو يي خپلو سياسي او اقتصادي ګټو ته کار کوي ،هغه سياسي او وسله والې ډلې چه پرون يي دقومونو دحقوقو تر نامه لاندي په حکومت کي د ګډون دعوا درلودې ، اوس غواړي دملي مشارکت تر نامه لاندي په راتلونکي حکومت کي ځانته ځاله پيدا کړي .ددوي په آند،(( ملي مشارکت )) هغه ته وايي چه يوازی دوي په حکومت کي ګډون ولري او زياتره واک هم ددوي سره وي . خو دافغانستان دخلکو لپاره ملي مشارکت په حکومت کي دسياسي وسله والو ډلوداستازو ګډون نه، بلکه داهليت ، لياقت او مسلکي پوهې پر اساس په حکومت او دولتي چارو کي دافغانستان دټولو وروڼو قومونو داستازو ګډون دي .دامهمه نده چه څوک په کوم قوم پوري اړه لري او دافغانستان په کوم ګوټ  کي زيګيدلۍ دي ،اساسي شاخص بايد دا وي چه څوک څومره مسلکي پوهه ، تجربه او لياقت لري ترڅو د هيواد په بيا ودانولو کي د يوصادق افغان په توګه برخه واخلي .

مسلکي کارپوهان دهر هيواد ملي ،علمي او فرهنګي شتمني ده ، په سياسي اقتصادي چارو کي دهغوي دګډون پرته دټولني وده ناشوني کار دي.

په هيواد کي دننه او دهيواد څخه بهر دټولو مسلکي کارپوهانو په کار ګمارل ، په اداري چاروکي دنوي نظم راوستل ، داداري فساد او رشوت پر ضد کلکه مبارزه دنوي حکومت بله اساسي وجيبه بلل کيږي ،په يقين سره به هغه ډلې چه اوس په دولتي اداروکي زيات نفوذ لري او همداشان هغه کسان چه دمخدره موادو او نورو مافيايي کړووړو په نتيجه کي ډيري ګټي لري دنوي حکومت دهر ډول قانوني نظم دراوستلوسره دزړې پديدې په توګه چه نوي ته په مشکل خپل ځاي خالي کوي ،مقاومت وکړي ، اوهڅه به وکړي چه دحکومت دچارو اکو په وړاندي خنډونه رامنځ ته کړي .خو دټولو پرابلمونو سره سره داسي اميدونه او نښې نښانې شته چه نوي حکومت به دافغانانو دملي ارمانونو په سرته رسولو کي اغيزمن ګامونه پورته کړي . ددي سره جوخت داهم بايد په ډاګه شي چه دملي دندو ترسره کول او دملي ګټو ساتل يوازي دحکومت  دکابيني دغړيو کار ندي ، داځکه چي حکومتونه بدليږي او هيڅکله هم تلپاتي ندي ، خو ملي دندي او ملي ګټی تل وي او يوازي دوخت دشرايطو سره دشکل او اوليوتونو په لحاظ بدلون مومي .دهيواد ټول وګړي او په خاصه توګه په اوسني نازک او تاريخي وخت کي بايد افغاني روڼ آندي او منورين چه تل يي دملي يو والي، پرمختګ او اجتماعي عدالت په لاره کي دسترو ارزښتونو په توګه مبارزه کړي ده ، دهيواد په بيا ودانولو اوپه تېره بيا ددموکراسي دانستيتوتونو دجوړولو په لاره کې دراتلونکي حکومت سره دموجوده وضعي دسالم او مثبت بدلون او لوري ورکولو په لاره کي ،دهيواد او ولس دعالي ګټو پر بنياد ټينګه مرسته اوفعاله ونډه واخلي ،او دنسبي مساعدو شرايطو نه په ګټي اخيستلو سره دبل هر وخت نه زيات دغونډو ،سيمينارونو اوبالاخره دسياسي واحدو ګوندونو او سازمانونو په جوړولو سره دراتلونکو پارلماني انتخاباتو ترسره کيدود مخه ،ګډ اومتحد عمل پيل کړي .

په اوسنيو حالاتو کي دفعال سياست څخه تېښته او يا بي پرېتوب اوبي تفاوتي غوره کول دځان او هيوادوالو دراتلونکي سياسي برخليک په ټاکلوکي برخه نه اخيستل نه يوازي په هيواد کي دناوړه حالت ددوام سره موافقه ده ،بلکه عملأ دبنياد ګرو،جګړه مارو اووسله واله افراطي ډلو دپايښت سره مرسته ده .

زمونږ ګران هيواد افغانستان چه دتاريخ په اوږدو کي دلويو امپراطوريو تر منځ دبوفر دزون په توګه تري ګټه اخيستل کيده ، ددوهمي نړيوالي جګړي څخه وروسته ددوولويو نړيوالو طاقتونو دسيالۍ په تود ميدان بدل شو او ټولنه يي د طبيعي ودې اوتکامل له لاري څخه کږه شوه، دادي يو ځل بيا تاريخ افغانان او په خاصه توګه افغاني روڼ آندي اومنورين ـــ چه نړي په ٢١پيړي کي ديوي خوا د ((ګلوباليزم)) ترنامه لاندي نوي نظم ته شکل ورکوي اودبلي خوا د ((نړيوال تروريزم)) سره په جګړه کي ښکيل ده ـــ دخپلو ملي ګټو په ساتلو کي دلوي آزمايښت سره مخامخ کړي دي. زه ديو اوپتيميست په توګه باور لرم چه باتدبيره افغاني روڼ آندي اوسياستوال به په زغم ،نرموالي ،تفاهم او هوښيارۍ سره په نويو شرايطو کي داآزموينه هم په برياليتوب سره سرته ورسوي ،خو دې لپاره زما په آند يو اساسي شرط هم يادول غواړم هغه داچي :ترڅوچي مونږ ټول او په خاصه توګه په پخواني حاکميت پوري تړلي سالمه روشنفکري کتله په هيواد کي درامنځته شويو شرايطو په پام کي نيولو سره دسولي ، دموکراسي ،ملي يووالي اوټولنيز عدالت دتأمين اوټينګښت په خاطر خپل شخصي ،قومي اوګروپي تمايلات او ګټي ،ترخه يادونه اوخوابدي تر شا ونه غورځوواودهغو په هکله قضاوت راتلونکي ته پري نه ږدواوپه پراخه زړه او صداقت سره دګډ اومتحد عمل لپاره يوبل ته ټينګ لاسونه ورنکړو ،نه يوازي به په تدريجي توګه خپل سياسي مرګ خواته ولاړ شو ، بلکه هيڅکله به هم دهيواد او خلکو په ګټه مؤثر اوګټور کارونه سرته ونه شو رسو لاي.

            

هامبورګ/ دنوامبر دمياشتي ٨نېټه ٢٠٠٤کال