www.payamewatan.com
     
 

محمدآصف خواتی

پرونيوهمفکرانو او يارانو ته بلنه

     څه موده مخکې په ځينو ويب پاڼو کې دښاغلی جليل پرشور په زړه پورې ليکنه ( بيک ګل بهار نميشود) خپره شوه چې په هغې کې ليکونکی دافغانستان پرونی کيڼ غورځنګ ټولوموجودوکړيو (خپلو پرونيو ملګرو، همفکرانو، دوستانو) ته بلنه ورکړيده چې ديوه واحد ګونددجوړيدو لپاره مټې راونغاړي اوپه تيره دغورځنګ دمشرتابه څخه يې غوښتي دي چې خپله پوهه ، تجربه او امکانات دې ته وقف کړي چې نوموړی غورځنګ بيا په پښوودروي ٠ دمقالې ليکونکی پدې باور دی چې پخوانی مشران کولای شي ديوه واحدګوند بنسټ کيږدي، سره له دې چې هغه ددې مشرانوديوې برخې اوسنی پاسيف دريځ ، دځينوهغه کړووړوته چې نوې ډلې اوګروپونه يي جوړ کړي د انتقادګوته نيولې اوهغوی دې ته رابولي چې دزړه له کومې سره پخلا شي٠  په نوموړې ليکنه کې دا ډول څرګندونې چې له يوې خوا مشران دټولوددرناوۍ څخه  برخمن ګڼی اوله بله پلوه هغوی دغورځنګ په ټوټې ټوټې کولو،  ډلو اوګروپونوپه جوړولو  ملامتوی،   زماله نظره په اوسنی وخت کې دپوره غوراوبحث مسئله ګڼل کيږي٠

     داچې په ليکنه کې دمشرانو نه غوښتنه شوې چی سره پخلا شي ددې حکايت کوي چې ددوی ترمنځ داسې څه تېر شوی چې اوس بايدجوړ جاړې ته ورسيږي اوداسي معلوميږی چې هغوی دغورځنګ دځورونکې ماتې وروسته پدې څوارلسو کلوکې دهغې دبيا په پښودرولو اوفعالولو کې څه نه دی کړي او نن يې هڅوی چې پدې لاره کې هڅې پيل کړي٠ ليکنه دليکوال خورا سپيڅلی احساسات، ښې هيلې او دهيواد د مترقی غورځنګ سره مينه څرګندوی، خو دا احساسات او هيلې چې د مشرانو ترمنځ او په جنبش کې داعتماد او باور بحران موجود دي څومره عملی بريښي هغه به راتلونکی اوژوند وښيي.    ديادولووړده چې دا د اعتمادبحران له هغه وخته موجود دی چې د ا٠خ٠د٠ګ دانشعابونو سره مخامخ شو اومختلفو ډلوديوبل پرضدتهمتونه، روا اوناروا څرګندونې کولې چې نه يوازی يي مشران بلکه دغورځنګ  زياتره برخه اغيزمنه کړله خوکله چې په اصطلاح د(( شرايطو دغوښتنې )) پربنسټ هڅې وشوې چې ځانګړې ډلې پخلا او سره يو شي دجلاتوب او دښمنۍ عوامل نه دی څيړل شوي او پدې هکله دځينو ډله ئيزو رسنيود خپرونو نه ښکاری چې دا اتحادونه اويوالی تکتيکی بڼه لرله چې کفاره يې ټول جنبش ورکړه اولا يي ورکوي٠  د موضوع دښې روښانتيا لپاره ضرور ګڼم چې دوو پيښو ته اشاره وکړم ٠  يوه يې زموږ دهيواد دمترقی غورځنګ ددوو ځواکمنو کړيو ( خلق پرچم ) د١٣٥٦ کال د وحدت مسئله ده ، يو کال لا نه وه تير چې بيا ديو بل خلاف څرګند او پټ تحريکات پيل شول چې د دې تحريکاتو خبره کودتايي هڅو ،زندانی کولو ، وژنو، تبعيدولواوحتی دخپل ځوان دموکراتيک نظام پرضد دعقيدتی دښمنانو په شان ورانکاره عملياتو او يا د هغوی په ليکو کې دريدو ته ورسيده٠  بله دا چې کله د١٣٥٨ کال دجدې دشپږمی نيټی پيښه وشوله اوبيا د واحدګوند خبرې تودې شوې او داسې ښودل کيدل چی ګوند متحداويوموټی دی خو موږ ليدل چې د اعتماد اوباور بحران دپخوا په شان موجود وواوديوبل خلاف تحريکات، د کار څخه ګوښه کول، زندانی کول، وژل، تبعيدول دګروپي او فرکسيوني تفکر اوغچ اخيستنې پر بنسټ ادامه وموندله اوکله چې شوروی لښکرې دافغانستان څخه ووتلې خبره کودتايي حرکتونواوډله ئيزه غچ اخيستنې ته ورسيده اوبالاخره دا د اعتماد بحران دومره پراخ  اودعمق نه سطحې ته را ورسيد چې يوشمير رهبرانو دعقيدتې وسله والو مخالفينو سره ګډه ژبه پيدا کړه او دخپلې واکمنۍ پر ضد را پورته شول اوهغې ته يي دپای  ټکی کيښود، غورځنګ يي د واک څخه ګوښه او د پاشل کيدو عوامل او مقدمات يي برابر کړل ٠  د دې ټولو بدمرغيو علت دا وو  چې  په ١٣٥٦ کال  کې چې کله وحدت ترسره شو د انشعاب عوامل  و نه څيړل شول او بيا د ١٣٥٨ کال دجدې دشپږمی وروسته هم دثور د پاڅون وروسته دګوند داخلي شخړې او ناخوالی په هر اړخيزه او واقعبينانه توګه نه بلکه دغالب او مغلوب تفکر پربنسټ په  ګوته شولې٠  اوس چې ښاغلی پرشور مشرانو ته د پخلاينې بلنه ورکوي که دا پخلاينه،جوړجاړی، د واحدګوند جوړول اوګډ فعاليت د پخوا په شان وي موږ يي مزه څکلې ده اوکه په غورځنګ کې داعتماد دبحران عوامل، پخوانۍ ناخوالې، دښمنۍ او د غورځنګ دپاشل کيدو ټول لاملونه په هراړخيزه توګه وڅيړل شي، مثبت اومنفي اړخونه په ګوته او داڅيړنه يوازې د مشرانو په چوکاټ کې محدوده پاتې نشي بلکه ټول وکولای شي پرهغې کې ونډه واخلي او د دې ډول بهير لپاره معقول طرزالعمل جوړ شي دا امکان ډير دی چې ديوه پياوړي ګوند اساس کيښودل شي چې دسختو آزمايښتونو نه بريالی ووزي ٠  ديادولو وړده چې د دې څيړنې موخه دا نه وي چې ښه يا بد، ګناهکار يا بيګناه په ګوته شي بلکه هدف دا وي چې پخوانۍ تيروتنې، انشعابونه اودښمنۍ تکرارنشي اوګوند متحد پاتی شي ٠  ترکومه ځايه پورې چې زه خبريم هغه ګوندونه اوسازمانونه چې د پرونی غورځنګ له ګيډې راوتلې دي او د هغې په مشرتابه کې دپخوانی غورځنګ يومشر ولاړدی يوه يې هم دغورځنګ ماضي نه ده څيړلې او اکثراً د پرونيو ګروپي، فرکسيونی او شخصي اړيکواوعلاقمنديو پربنسټ منځته راغلی او داچې ښاغلی پرشور دا مشران ملامتوی چی په پوره قوت سره يې ګوندپه وړو اولويو ډلوويشلی دی حق په جانبه دی٠ دې مشرانو چې دغورځنګ دواکمنۍ په وخت کې ونشوای کړای غورځنګ دغيرعملی پاليسيو، ناسموچلندونو، دځانګړيو څيرو د معاملو او د منل شويواصولو او پرنسيبونو څخه د سرغړونې ته موقع  ورنکړي، واکمنی دخلکو د ارادی ممثله شي او په وروستی تحليل کې يي دغورځنګ د داسې ماتې مخنيوی وکړي چې ونه پاشل شي نن هم نه يوازې د دی پاشلی غورځنګ ديووالی له پاره جوړونکی رول ونه لوباوه بلکه دهغې دټوټې ټوټې کيدو لپاره هڅې کوي ٠  اوهغه مشران چې ظاهراً د ډلو ټپلو په جوړولوکې ښکيل نه دي، د تاريخ،کيسو اومقالو په ليکنو لګيا دي چې له بده مرغه زياتره يې دپرونيو ډلو او فرکسيونونو پر محورڅرخيږي اوځينې يې نه يوازې دپرونې مترقی جنبش په ليکو کې بې اعتمادی بلکه قومي او ژبنيو اختلافونو ته لمن وهي او يوشمير يې د خپلوعقيدتی ملګرو پر ضد او دبنسټپالو واکمنو ډلوپه ګټه سپينې پاڼې توروي د دوی نه داتمه وه چې دا خبره هم وکړي چې خپل پخوانی عقيدتی ملګری اوياران وهڅوي ترڅو دا دمترقی غورځنګ لويدلې جنډه پورته کړي اويا دښاغلی پرشوربلنې ته غبرګون وښيي چې له بده مرغه چوپه خوله پاتې دي٠  زما دپورتنيو څرګندونو څخه هدف دا نه دی چې پخوانی مشران کوم چې غوڅ اکثريت يې دتقوی اوپاکۍ غوره نمونې دي او د مترقی غورځنګ دجوړولو اوپياوړتياپه لاره کې يې ممکنه هڅې او زيار ايستلی دی، ربړونه يې ګاللې هغه ونه وينم بلکه هغوی  ونه شوای کولای چې په سياسی ډګر کې داسې پريکړی وکړي چې په هيواد کې دفاجعې او بدمرغيو مخنيوی وکړي په دې اړوند دا ارږشتمنده خبره چې (( سياست دممکن هنر نه دی سياست هغې پريکړې ته وايي چې دفاجعې اوکرغيړنتيا تر منځ کيږي ))  زموږ د مشرانو او دمخالف لوری مشرتابه په هکله صدق کوي دوی  داسې پريکړی ونکړي چې دافغانستان دناورين مخنيوی وکړي٠  د افغانی ټولنې ترخو واقعيتونو ته په کتلو سره دهيواد د مترقی غورځنګ د مشرتابه څخه دا هيله کيدله چې دلويديځ دسياستوالو په پلونو تللی وای چې کله يې ګوندونه په ټاکنوکې ماتې خوری دا شکستونه پخپل فعاليت او ليډرشيپ کې ويني  سمدلاسه دمشرتابه نه ګوښه کيږی خوزموږ مشرانو وروسته له پرله پسې ماتو او ناخوالو داسې ونکړل بياهم ليوال دي چې دغورځنګ په مشرتابه کې پاتې شي٠  په پای کې غواړم خپلو پرونيو مشرانواونورو همفکرانوته که دجنبش مترقی اهدافو ته  وفادار پاتې وي اوغواړې چې خپل خواره واره پرونې ملګری سره متحد کړي دا پيغام وړاندې کړم چې ( بيک ګل بهارنميشود) مقالې په هکله خپل غبرګون وښيي او په اوسنيوحساسوشرايطوکې پردې خورا مهمه مسئله دډله ئيزو رسنيوله لارې بحث و کړي تر څو د پرونی مترقي غورځنګ خورې ورې ډلې او غړی دډله ئيز تفکر پر بنسټ يوه واحدنظرته ورسيږي اودهغې پر رڼا کې فعاليت اوهڅی پيل کړي او داهم له ياده ونه باسوچې د دې خواره واره اوځپل شوی غورځنګ په پښو درول، دعقيدتی ملګرو جوړول اوپخلا کول ډير زغم، تيريدنه، مصلحت، رښتينولی،کلکه اراده او ژمنتوب غواړي ٠

د ٢٠٠٦  ميلادی کال دمارچ ٢٤ نيټه