www.payamewatan.com
     
 

 ډاکټر اصغر خیل منګل

د افغانی روښانفکرانو د نوی سیاسی سازمان اهداف او دندی
 

دا دی د بن د کنفرانس د پریکړو له مخی په هیواد کی موقت او انتقالی حکومتونه جوړ، دوی لوی جرګی راوبلل شوی، نوی اساسی قانون تصویب شو او د هغه پر اساس د روان کال د تلی په اتلسمه نیټه د لمړی ځل لپاره د جمهوری ریاست انتخابات تر سره شول او ښاغلی حامد کرزی د هیواد د لمړنی انتخابی جمهور رئیس په توګه وټاکل شو.

په داسی حال کی چی په تیرو څه کم دریو کلونو کښی ځینی موسیساتی کارونه سرته رسیدلی دی خو لاتر اوسه هم په هیواد کی بشپړه سوله، ثبات او امنیت وجود نلری. دا ځکه چی حاکم جنگ سالاران او افراطیون د هیواد په زیادتره برخو کی په حالاتو بشپړ حاکمیت لری.

سره له دی چی ۲۰۰۱ کال د پیښو وروسته د طالبانو د منځنیو پیړی مذهبی رژیم ړنګ شو، خو دا دی افراطی وسله ډلی چی متأسفانه د نړیوال ائتلاف د ځینو هیوادو مرسته هم ورسره ده، ورځ په ورځ ځانونه په بله بڼه په راتلونکو پارلمانی انتخاباتو کی د فعال ګډون لپاره اماده کوی.

هغوی د بی وسلی کیدو د پروژی  په  ضد عملا ً  ګډ کار کوی. په هیواد کی  د کړکیچ  لاژورتیاته لمن  وهی،  په خپلو کی نوی ائیتلافونه کوی،  د مخدره موادو د تجارت نه لاس  ته  راغلی مادی او نورو امکاناتونه په ګټی اخیستو سره نوی ګوندونه جوړوی تر څو به راتلونکی کی د انتخاباتو له لاری ځانونه په ملت وټپی. او کله کله خو د خپلو دوستانو د خوشحالولو لپاره د دموکراسی ناری سوری هم وهی.

په داسی حال کی چی مذهبی وسله والی ډلو د خپل پیدایښت نه را پدیخوا په افغانستان کی دموکراسی ته کلک ضرر ورسوه، سره له دی چی دوی په تاکتیکی مسایلو کی یو له بل سره اختلاف لری خو ټول یی د دموکراسی مخالف دی دوی په تیرو دیرشو کلونو کی د دموکراسی سره دومره دښمنی وښودله چی دموکراسی الحاد او کمونیزم به یې یوشان ګڼل او دا به یې په خلکو کی تبلیغول.

سره له دی چی د افغانستان ټول روڼ اندی(روشنفکران) مسلمان وه او دی، خو بیا هم بنسټپال (بنیاد گران) د سیاسی اسلام څخه دا خوانی ایدیالوژی په توګه ګټه اخلی  او دوی نه منی، ځکه چې هغوی پوهیږي  چی روڼ اندو په ضد مبارزه عملا ً د دموکراسی په  ضد مبارزه ده. هغوی ته داسی ملی ارزښتونه لکه ملی هویت، ملی استقلال او خپلواک ملی دولت مطرح نه دی پداسی حال کی چی د ملی روشنفکرانو لپاره دا اساسی ارزښتونه دی او تل یې د تاریخ په اوږدو کی یی په دی لارکی ډیری قربانی ورکړی دی.

په تیرو موقت او انتقالی حکومتونو کی د مسلکی پوهانو د نشتوالی له کبله د قواؤ انډول د دموکراسی په ګټه نه وه او د دموکراسی د پلویانو شمیر لږ وه.   دا ځکه چی له یوی خوا په هیواد کی دننه روښنفکرانوته په حکومت کی د ګډون چانس موجود نه وه او له بلی خوا زیادتره دموکراتان د هیواد څخه بهر ژوند کوی او دغه امر دوی سیاسی تاثیر راټیټ کړی دی.   سره له دی چی په دی ورستیو وختونو کی د پخوانی حاکمیت او د هغه وخت حاکم ګوند پوری تړلی او ځینو نورو سوله پالو او دموکراسی غوښتونکو روشنفکرانو په هیواد کی دننه د سیاسی ګوندونو په جوړولو لاس پوری کړی دی چی باید د مثبت عمل په توګه ارزیابی او استقبال شی خو د پراخی روشنفکری جبهی د نشتوالی او د روشنفکرانو تر منځ د سلیقوی اختلافونو موجودیت ددی سبب ګرځیدلی چی روشنفکران نه دی توانیدلی چی د سولی دموکراسی، تمدن او ترقی غوښتونکو ملی حرکت رامنځ ته کړی.   فکر کوم د معقول سیاست په غوره کولو سره دا سیاسی محیط ددی توان لری چی د ټولو ملی، مترقی او وطن دوستو روشنفکرانو په را ټولولو سره په لوی کاروان بدل شی، نو ځکه موږ باید په اوسنیو حالاتو کی په هیواد کی دننه د ملی روشنفکران چی زموږ سره هم عقیده دی، دی ته وهڅوو چی د پراخ ملی سیاسی حرکت د رامنځته کیدو لپاره د نورو همغاړو (مماثلو) سازمانونو سره ګډ عمل پیل کړی.   او د هیواد څخه بهر د افغانی روشنفکرانو ټولنه او یووالی باید دومره ټینګ وی چی له یوی خوا د دوی سره په دی برخه ډیری مادی او معنوی مرستی وکړی او له بلی خوا د معقول اپوزیسیون په توګه د نوی حکومت انتقاد او نړیوال ائتلاف داسې حرکتونه چې د ملی ګټو سره برابر نه وي انتقاد او  مخنیوی یې وکړی.

د افغانی دموکراتانو د نفاق لوی دلیل د ډیرو سازمانونو جوړیدل او موجودیت دی. د زیاتو سازمانونو موجودیت که چیری په اهدافو او اصولو کی توپیر وی نو بیا معقولیت لری. که داسی نه وی او ټول یې دموکراسی غواړی، په اقتصادی او ټولنیزو چارو کی او د اهدافو په لحاظ ډیرتوپیر سره ونلری، نو بیا د داسی سازمانونو جوړول زما په نظر نامعقوله او بی ګټی هڅی دی.

زه باور لرم که چیری افغانی دموکراتان یو موټی وای او معقوله ستراتیژی یی درلودی اوس به په هیواد کې له سیاسی بهیر څخه د باندی نه پاتی کیدای.  باید په دی قناعت وکړو چی موږ لږ یو خو سازمانونه مو ډیر دی، او دا زموږ کمزورتیا ده، موږ په تیرو دولسو کلنو کی، چی کمه موده نه ده؛ و نشو کړای ځانونه په یوه او یا دوو سازمانونو کی د پراخ سیاسی بدیل په توګه چی نړیوالو ورته مراجعه کړی وای تنظیم کړو.  موږ به هغه وخت مطرح وو چی زموږ ډله ایز خوځښت احساس شی او خپل غږ د یوه مرکزی اخبار، انترنیټ او یا نورو ډله ایزو اطلاعاتی وسایلو لاری د هیواد او د نړی خلکو غوږونو ته ورسوو  او د ملی هویت په ساتلو سره د دموکراسی په اصولو د سیاست میدان ته ورودانګو.

دموکرات سیاست په لویو ګوندونو کی سیاست دی. په کوچنیو ډلو او حلقو کی مبارزه سیاست نه،  بلکه عملا د سیاست څخه د تیښتی معنی لری د لوی خوشحال کلام دی،
ّّڅو دی وس وی په ژور دریاب کی ګرځه
 په ویالی کی دی ذوال وینم نهنګه

په وړو سیاسی ټولګیو کی د افغانی دموکراتانو مبارزه که په ډیره میړانه، سرښندنه او صداقت هم دوام ومومی، پرته له دی چی هیځ سیاسی لاسته راوړنه نلری د ځای او زمانی تلفاتو بر سیره د ډله ایز کار  مخه هم نیسی.   نو ځکه موږ د ریښتینو ملی روشنفکرانو په توګه باید د نورو ملی منورینو سره یو ځای د صداقت پر بنیاد د ملی ارمانونو تر سره کولو لپاره د متشکل سیاسی سازمان په جوړولو سره په هیواد کی دننه ډله ایز حرکت پیل کړو.   په پراخ ملی حرکت کی دا مهمه نه ده چی د سازمان غړی دی ټول یو بل سره وپیژنی اساسی خبره دا ده چی ټول ملی ګټو او د سازمان اصولو ته وفادار پاتی شی.   د یو بل سره زموږ پخوانی پیږندګلوی او په پخوانی حاکمیت او ګوند پوری ارتباط باید د نوی پراخ سیاسی سازمان د جوړیدو لپاره یوازی او یوازی وسیله وی او نه هدف.   د پرون ورځی د مثبتو سیاستونو تر شا پټیدل موږ نه یواځی په نوی سیاسی فکر سمبال سیاسی فعالین نه معرفی کوی بلکه زموږ ملی او دموکرات هویت ته هم تاوان  رسوی.

زموږ کړه وړه په پرون کی ټولو ته روښانه دی او د تاریخ د حافظی څخه هیڅکله نه پاکیږی.   موږ د نوی سیاست لپاره نوی هویت ته اړه لرو، او نوی سیاست چی ملی سیمه ایز او نړیوال ملاتړ ولری هیڅکله هم په زړو افزارو تر سره کیدای نشی.

موږ باید د ریالیستو انسانانو په توګه د نوی سیاسی طرز تفکر  او نوی سیاسی کلتوری په درلودو سره او په هیواد او نړی کی د رامنځته شویو حالاتو په پام کی نیولو سره داسی سیاسی بدیل وړاندی کړو چی هم د افغانستان د خلکو او هم نړیوالو ته د منلو وړ وی.   دا ځکه چی اوس د بل هر وخت څخه نړیوال حالات زموږ په هیواد کی د دموکراسی په ګټه دی.   او د نړیوالو فکتورونو تاثیر په کورنی سیاست باندی ډیر زیات دی.   موږ باید په ډاګه کړو چی د وطن ګوند پخوانی غړی یو افغانیت زموږ د ملی هویت او په دموکرات عقیده زموږ د دموکرات هویت پیژندنه ده.  نو له همدی کبله د پرون او نن تر منځ د مستقیم خط ایستل او یا په پرون کی دومره ډوبیدل چی سبا راڅخه ورک شی زما په نظر لویه ګناه ده.

په سیاسی مبارزه کی به کله بری او کله ماته وی ، خو په سیاسی کې اهدافو باید ډیر واضع واوسو.  هغه دا چی موږ پرون د حاکم ګوند په توګه چی دولتی قدرت ورسره وه، د ملی روغی جوړی سیاست وړاندی کړ او هدف مو په هیواد کی د جګړی ختمیدل، د ملګرو ملتونو تر څارنی لاندی د انتخاباتو تر سره کول او په دی توګه د دموکراسی د ملی انستیتونو جوړول وه.

نن زموږ نوی سیاست په افغانستان کی د ټولو له خوا د دولت په شکل او ملی هویت باندی تفاهم او موافقه ده  او هدف مو په هیواد کی د ملی ټولنی جوړول دی.

تاریخ ښوؤلی  ده چی د اسلام مروج او معیاری دین تل د افغانانو د خپل منځی پیوستون او یووالی کیدو په لار کی ترټولو پیاوړی عامل وه او دی.  نو ځکه زما په نظر هغه ګوندونه او سیاسی سازمانونه چی د افغانستان د خلکو لپاره د اسلامی هویت تر څنګه افغانیت، ولسواکی او تمدن ترکیب وړاندی کړی قوی اخلاقی بنسټ لری او په یقین سره د خلکو ملاتړ به ورسره وی.  او په دی توګه خپل ملی او سیاسی مشروعیت لاس ته راوړی.

د نوی سازمان اهداف باید ډیر شفاف او روښانه وی.   موږ باید د خپلی ټولنی د خاصو شرایطو سره سم معقول سیاسی، ټولنیز او اقتصادی ارزښتونو غوره کړو، د دغو ارزښتونو تر منځ منطقی رابطی ټینګی کړو او د دغه انتخاب معقولیت خپلو خلکو ته توضیح کړو.

زموږ لپاره باید داسی ملی ارزښتونه لکه ملی خپلواکی، ملی حاکمیت، ملی یووالی او ولسواکی د ملی ایدیولوژی په توګه زموږ د مبارزی اساسی اصول وی.

زموږ په ټولنه کی عمومی ورسته پاتی والی، فقر او بیسوادی هغه وخت له منځه ځی او ټولنیز عدالت تامینیږی چی په هیواد کی پر مخ تللی ملی او دموکراتیکه ټولنه را منځ ته شی.  ملی ټولنه هغه جامعه ده چی اوسیدونکی یی د قومی ژبنی او مذهبی توپیرونو سره سره ځانونه د هغی ټولنی غړی وبولی.   نو له همدی کبله د نوی سیاسی سازمان سیاسی هدفونه باید په هیواد کی د داسی مدنی ټولنی په لاره کی مبارزه وی چی په هغی کی د ملی او ژبنی په ګډون ټول مسایل په طبعی او دموکراتیکه بڼه حل کیږی او هیڅ څوک د قومی، جنسی، منطقوی، مذهبی، طبقاتی او سیاسی توپیرونو له امله د دولتی مقاماتو د نیولو نه نه محرومیږی.   د داسی ملی اهدافو مطرح کول نه یواځی زموږ د پرونی او اوسنی سیاست تر منځ منطقی تسلسل تامینوی بلکه د ملی پیژندګلوی اساسی شاخص بلل کیږی.

 بله مسله چی همدا اوس په هیواد کی مطرح ده د سیاسی قدرت د مشروعیت مسله ده، تر څو پوری چی سیاسی قدرت مشروعیت ونلری نه یواځی د سیاسی استقرار ټینګیدل ګران دی بلکه د دموکراسی رواج هم عملی نه دی. که چیری ملګری ملتونه او نړیوال ائتلاف د بی وسلی کیدو څخه د مخه انتخابات تر سره کړی او افراطی جنګسالاران دی ته پریږدی چی راتلونکی پارلمانی انتخابات په خپله ګټه وڅرخوی او د دولتی چارو واک لکه د اوس په شان د جګړه مارو ډلو په لاس کی پاتی شی، نه یوازی د تمدن، ترقی او دموکراسی پته به نه لګی، بلکه دا به د افغانستان د جنګځپلی ولس او د نړی د سوله غوښتونکو خلکو په حق کی لوی ستم وی.  او یو ځل بیا به د بشری فاجعی د تکرار امکان رامنځته کړی.  تاریخ ښودلی ده چی قانونی مشروعیت او دموکراسی یواځی په سوله کی رامنځته کیدای شی، د عادلانه سولی پرته دموکراسی امکان نلری، لکه چی د اپوزیسیون پرته دموکراسی معنی نه لری.

د نوی پراخ ملی سیاسی سازمان غړی چی هر چیری وی باید په ډیر جدیت سره د نورو سوله غوښتونکو ملی او مترقی شخصستونو سره یو ځای د عمومی بی وسلی کیدو د پروسی په برخه کی په ملګرو ملتونو او نړیوال ائتلاف فشار واچوی او په دی توګه په هیواد کی د دموکراسی د موسسو د بنسټ ایښودلو لپاره لاره هواره کړی.   خو یوازی د دموکراسی په غوښتنه څوک دموکرات کیدای نشی، یو دموکرات تر ټولو دمخه باید د نورو احترام وګړی، د هغوی نظر او بیان ته غوږ ونیسی، د مختلفو نظریاتو خاوندان وزغمی، د هغوی سره ګډ ملی حرکت و کړی،  د اکثریت پریکړی و منی او په دی توګه د دموکراسی اصولوته خپله وفاداری ثابته کړی.

دموکراسی د بشری ټولنی داسی لاس ته راوړنه ده چی له یوه هیواد څخه بل هیواد ته نه لیږدول کیږی.   بلکه باید پخپله په ټولنه کی یی بنیاد کیښودل شی، وده وکړی او په یو سیستم بدله شی.

زموږ په هیواد کی د دموکراسی د تحقق لپاره د مبارزی پړاو (هغه هم یوازی زموږ د ټولنی د خصوصیاتو په نظر کی نیولو سره) ډیر اوږد دی.   په داسی هیواد کی چی نوی په سلو کی وګړی یی د سواد څخه محروم دی، تولیدی مناسبات یی د منځنیو پیړیو په کچه  وی په څو کلونو کی د دموکراسی راوستل د انسانی عقل څخه لری خبره ده.  نوځکه موږ باید د پراخی حوصلی څیښتنان واوسو تر څو و کولی شو د ریښتنی سولی او دموکراسی لپاره چی د افغان ولس ملی ارمانونه دی فعال او مثبت رول ولوبوو.

د ترانسپورت په علم کی دری شیان ډیر مهم دی، د هدف معلومول، هدف ته د رسیدو د لارو تعینول او بلاخره هدف ته د رسیدو سرعت ټاکل.   فکر کوم په سیاست کی به هم همداسی وی.

د افغانی ملی روشنفکری حرکت د اهدافو او هغوی ته د رسیدو د لاری په برخه کی ما خپل عرایض د بحث لپاره وړاندی کړل.   خو هر هغه څه چی هدف ته د رسیدو په سرعت پوری اړه لری باید ووایم چی زموږ د کار سرعت د افغانستان د سیاسی بهیر سره دومره توپیر لری لکه میږی چی د موټر سره سیالی وکړی.   موږ باید د ملی او تاریخی مسولیت د ژور احساس له مخی په نوی سرعت د دموکراسی پر اصولو ولاړ د افغانی روشنفکرانو د پراخ سیاسی سازمان د جوړولو په لارکی د افغانستان د خلکو د سرښندنو او تاریخی مبارزو او د آزادی او دموکراسی د لاری د شهیدانو لوړ مقام ته په ارزښت ورکولو او پدی توګه په هیواد کی د خلکو پر اراده او دموکراسی ولاړ نظام د جوړولو په لار کی پراخ او اوچت ګامونه پورته کړو.

زه په دی لار کی د نورو روڼ اندو سره یو ځای د یوه افغان دموکرات په صفت او په سیاست کی د یوه زده کونکی په توګه هر ډ‌ول عملی کار ته تیار یم

 

یادونه:
( پورتنئ مقاله  د ۲۰۰۴ کال د جون د میاشتې په ۱۲ نیټه  په بهر کې  د وطن ګوند د غړو او فعالینو په غونډه کې ولوستل شوه)