www.payamewatan.com
     
 

تفسیر غاور

پیشو پړانګ به پړانګ نه شي

   کلونه پخوا یوې ډلې خلکو زمونږ کورته پناه راوړه او مونږ هم د خپل دود له مخې هغوی ته پناه ورکړه او زمونږ په کور کې له مونږ  سره مېشته شول.  وروسته  مونږ هغوی د خپلې کورنۍ د غړو په توګه ومنل.   خوهغوی له مونږ سره ناغېړي او نا ځواني  وکړه او زمونږ په کور کې یې درز  واچاو.   په دې توګه زمونږ د کور  برکت لاړ ؛ څوک چرسیان  څوک بنګیان، څوک تریاکيان او څوک لا پردي مزدوران او یو نیم چې په دغو مرضو ککړ نه شول هغه له غمه لېونیان شول.   په  پایله کې په کور کې  کورکي چوړ او مونږ په خپلوکې سره په دعوو او دنګلو بوخت شوو.   ان تر دې چې زمونږ له بېغوری نه زمونږ نازولی سپی، چې د کور ماته او ګوډه ساتنه یې کوله، مړشو.   د سپي له مړینې وروسته  د کلې داړه مارانو خولا څه چې کوچنیو هلکانو هم زمونږ له کورنه چې څه په لاس ور تلل په ر ڼا ورځ تښتول.   دغه حال ډېر وخت  دوام پیداکړ؛ هیښ او حیران وو او نه پوهېدو چې څه وکړو.

   په پای کې کوم  روغ را کې پیدا  اود کور دساتلو په موخه دبل  سپي په فکر کې شو.   ډېر وخت په سپي سره نه جوړېدو.  چا  تور سپی غوښته، چاسور او چا سپین.  زمونږ  جنجال  ډېر غټ شو ان تر دې چې د کلي  مشرپرې را ګډ شو.   او دا چې هغه د جنجال په حلولو کې بېړه وکړه په نا غلتی کې یې  د پړانګ د بچې به نوم یو پیشو پړانګ را پیدا  او زمونږ کور ته راووړ، او وویې ویل  چې له خیره سره  به غټ او د کور  ښه ساتونکی شي.   سره له دې چې له هم هغه لومړی ورځې زمونږ په کورکې ځینو ویلې چې دا د پړانک بچی نه بلکې پېشو پړانک دی خو داچۍ رنګین او بړانګ ته ورته و مونږ هم په دې هیله چې ګوندې د پړانګ بچی به وي د پړانګ په بچي و مانه، او لږ په اتفاق شوو. 

   دګاونډیانو هم دپړانګ دنوم په اورېدو لږ سترګه وسوزېده، او کورمو لږ امن شو.  او دا چې کله کله به یې دپړانګ یوه پېښه هم وکړه نو هغه ورځ به زمونږ په کور کې اتفاق جوړ  او بېخي  ارامي شوه.  خو اوس چې له هغې ورځې ځخه نژدې بنځه کاله تېرېږي  پيشو پړانګ نه یواځې دکور ساتونکی نه  شو بلکې  هغه د لومړیو وختو رنګیني  یې تته او پیکه شوې؛ دپړانک پېښې هم نه کوي او په داسې یوه  ستر وګې، بده بلا بدل شوی چې هر څه په کور کې  په مخه ور ځې په خپله ګېډه کې اچوي.

   تر ټولو بده خو لا دا چې د ګاونډیانو کوروته یې لار اچولې او له هغوی سره  داسې روږدی شوی  ته به وایې چې زمونږ نه بلکې  د هغوی پيشوپړانګ دی.  نو ځکه اوس ټول وایي چې پیشو پړانګ به پړانګ نه شي!  پیشو پړانګ به پړانګ نه شي!   نو وګورو چې دکلي مشر څه کوي.

په در ناوي
تفسیرغاور

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<