www.payamewatan.com
     
 

سپېڅلی

۲۹/۱۱/۲۰۰۶ 

ډانيل اورټېګا او ډاکټر نجيب الله

   په نيکاراګوا کې تازه د سا نډينسټانو آزادي بخښونکې جبهه  چې دسړې جګړې په دوران کې د امریکايانو د يوه لوی دښمن په نامه يادېدله، ددې هيواد  په ورستيو ټولټاکنو کې  يو ځل بيا  ډانيل او رټېګا ددې هيواد پخوانی جمهور رئيس  و واک ته ورساوه . په واقعيت کې د لاتيني امريکا هيوادونه اوس و يوې داسي نوې او موډرنه کيڼ لاسي خوا ته په حرکت کې دي  چې دامريکا سره ددښمنۍ شعار نه را پورته کوي او په عوض کې هغوی ددې هيواد سره ددوستۍ ، همکارۍ  او يو دبل سره و ملي ګټو ته د متقابل  احترام  غوښتنه کوي  .

   د تېري نوي يمي لسيزي په په پيل کې د افغانستان او د نيکارګوا پېښو ډېر ورته والی ځکه درلود چې د دواړو هيوادو جمهور رئيسانو يانی ډانيل اورټېګا او ډاکټر نجيب الله   په خپلو هيوادو کې د خپلو هيوادو د ملي ګټو د تأمين په خاطر  د خپل کيڼ اړخي سخت دريځه  باورونو سره مخه ښه وکړه اود خپل وطن د هوسایني او د ولس دغوښتونو سره سم يې  د سولي او ملي پخلايني ږغ   راپورته کړ . خو دغه ږغ په دواړو هيوادو کې د بهرنيو  هيوادو په لاس وهنو او دهغوی د اجيرانو  او مزدورانو د تؤطو او دسیسو  په وجه  خفه سوه. په نتيجه کې   دغه دواړه  هيوادونه  د دسیسه کاره لويو هېوادو د اهدافو په خاطر  قرباني سول .

   اورټيګا هم لکه ډاکټر نجيب الله د هغي تګلاري  نه لاس واخيست چې و خپلو خلکو ته یې غير له رنځ او عذابه بل څه په برخه نکړای شوه  . دواړه مشرانو د دواک نه د ګوښه کېدو اعلان وکړ تر څو ملت دهغوی په اړه فیصله وکړي . په دې لړ کې  ډاکټر نجيب الله د یوې پراخي کورنۍ او بهرنۍ تؤطئی قرباني سو خوډانيل اورټیګا د ولس په رایه دادی بیرته وواک ته ورسېد .

   نن د نړۍ وتلی سیاست پوهان په خپلو هيوادو کې دداسي ملي تګلارو پلويان دي چې د ټولنيز عدالت پر مبنا د بې وزله  انسانانو د غم او رنځ په کمولو کې برخه واخلی . د نړۍ په اوسنۍ روان حالت کې په هره ټولنه کې دولسونو او په ځانګړې توګه د غریبو خلکو درنځ او عذاب په کمولو کې تر ډېر انقلابی توب نه و لږ پوهي او هوښياۍ  ته ترجيح ورکول کيږي .  دغه شاني يوه خنکه تګلاره کولای سي  د ړون اندو په همکارۍ دافغانستان غوندي بې وزلی هيوادونه و يوې سالمي او عادلانه ټولنيزي خوا  ته رهي کړي  .  دا هغه لار وه چې ډاکټر نجيب الله  غوره کړه او هغه یې دافغانستان  د ژور بحرانه څخه ددې وطن  د ایستلو لاره و ګڼل خو ددې وطن دښمنانو  پر دې مظلوم ملت باندي دغسي يو ښېګڼه و نه لورېده او هغه يې شنډه کړه .

    د سانډینسټانو د حکومت په  دوران  کې (   ۱۹۸۵ بیا تر  ۱۹۹۰ )  په نيکاراګوا کې هم د بد امني او بغاوت داورلمبې  و خپل اوج ته  رسيدلي وې . داځکه چې  په هغه وخت کې د امريکا دهغه وخت جمهور رئیس رونالډ رېګن په مشرۍ د امريکا  محافظه کاره دولت  ددې هيواد د کنګرې د مخالفت  نه با وجود   لوړه کړې وه  چې په دې  دواړه هيوادو ياني افغانستان او نيکاراګو کې به  واړو دوړ  ته  زمينه برابروي او هغه ته به زور ورکوي   .  په نتيجه کې د کونټرا  باغیانو په نيکاراګوا کې  د امريکا په مالي، پوځي ملاتړ او ددې هېواد په عصري وسلو سره د هغوی د سمبالولو  وروسته ،   هغوی و بغاوت او شر اچوني ته وهڅول . امريکا دغه باغيان او شر اچونکې   د نیکاراګوا په ګاونډ هيواد کې تر روزني لاندي ونيول او بيايې د نيکاراګوا و دننه ته د ورانۍ او ګډوډۍ لپاره قومانده کړل . د کونټرا ياغیانو د بې دفاع عامه وژنو څخه را نيولې بیا تر کروندو ، کورو او عامه شتمنيوتر سوځولو پوري په خلکو کې لویيه وېره او وحشت را وپاراوه .  همدارنګه امریکا بر الا او په سپينه ورځ  په افغانستان کې هم  د پاکستان او ايران  هېوادو لخوا د خپلو ګوډاګيانو او اجيرانو په وسیله زموږ  په هيواد کې  همداسی دو حشت او دهشت عملونه  تر سره کول، نتيجه داسوه چې  پخوانۍ شوروي اتحاد چې د افغانستان په چارو کې يې د خپلو ګټو په خاطر لاس وهنه  و خپل اوج ته رسولې وه، امریکا هم خپل اجيران   په ګاونډ پاکستان کې روزله او د هغوی پر ضد یې  پاروله  اوکاروله . په واقعيت کې دا امریکا وو چې ددغه اړ دوړ  د سازماندهۍ او شر اچوني تر شا ولاړ وو.  نتيجه داسوه چې هم  په نیکاراګوا کې د سانديستانو ملي او مترقی دولت د ډانيل اور ټيګا تر مشرۍ لاندي را نسکور سو او هم په افغانستان کې دډاکټر نجيب الله تر مشرۍ لاندي و سولي ته د ګذار د يوه ملي ، مترقي او پراخ بنسټه دولت پروسه  و بري ته لا د رسېدود مخه سبوتاژ او د سقوط زمينه یې برابره سوه . راوروسته پېښي  بیا داسي سره وپېيل سوې چې ډاکټر نجيب الله دخپلو اجیرانو په وسیله  په شهادت ورسوي اودوضعی د بی ثباتۍ لوری داسي ګډوډ کړي چې و خپلو پراخو لاسوهنو  ته لاه خلاص کړي  . نن ددې  پېښو ژوندي شاهدان ټول ملت دی  .

   عين حوادث  او پېښي هم په نيکاراګوا او هم په افغانستان کې طراحي او په يوه وخت کې  پلي سوې . دلته پخواني  یانی بهرني او کورني دوستانو دواړه په يوه خوله په دواړو هېوادو افغانستان او نيکاراګوا کې دډاکټر نجيب الله او ډانيل اور ټيګا د ملي او مترقي دولت دسولي او ملي پخلايني و لاري ته درسېدو لاره  مين ګذاري کړلې او هغه یې بیا په افغانستان کې د شمال د ائیتلاف او د بنسټ پاله مجاهدينو په همکاری او په نيکاراګوا کې یې د کوانټرايایی ياغيانو په لاس وچوله . په افغانستان او نیکاراګوا کې د سولي او ملي پخلايني پروسه شنډه شوه او زموږ په هېواد کې يې  د ملګروملتو د يوه پراخ بنسټه دولت پروګرام  د ماتي سره مخامخ کړ . دهغه را وروسته چې په افغانستان او نيکاراګوا  کې څه پېښ سوه هغه  هم زموږ د هيواد د تاريخ توري پاڼي و ګرځېدلې او هم په نيکاراګوا کې .

   خو ملتونه ژوندي دي ، هغه او د هغوی تاريخ هيڅکله  نه مري اونه یې څوک وژلای سي  . د ملتونو باور او قضاوتونه  داسي لويه وسله ده چې په هره دسیسه او تؤطئه سره له مينځه نسي تللای  . ښايی د ولسونو په سترګو کې به خاوري واچول سي خو  ابدي کامیابی ته نه سي رسېدلای . نن  دادی بیا هماغه اورټيګا د خپل ملت په انتخاب سره د هماغه امریکا په زړه کې د خپل ولس  په خوښه په عامه ټاکنو کې د قدرت واګي  وګټلې . داهماغه اورټيګا دی چې امريکا یې د زوال خوبونه لېدله خو  خپل ملت  يې  ورته د خدمت کولو او د واک سپارلو خيال لاره .  د نيکاراګواملت و هغه اورټيګا ته رايه ورکړه چې دښمنانو يې لکه د ډاکټر نجيب الله  دښمنانو د هغه دغه آواز خفه  کاوه چې تل به يې ويل : وسولي ته د تنفس اجازه ورکړۍ!

    اوس بيا هم  دغه ملت ياني د نيکاراګوا ملت دی چې دخپل خدمتګاره بچي اور ټېګا  سره درېږي  او هغه ته واک ورکوي  تر څو د هغه  تر لارښووني لاندي د  ترقی، پرمختګ، او ټولنيز عدالت و لوري ته د نیکاراګوا د ملت د راتلونکې سرنوشت مسیر ور وټاکي  او د خپل هېواد دملي   ګټو د تر لاسه کولو دپاره یی د روښنايی پر لوري  رهي کړي .

    د ډاکټر نجيب الله غم انګېزه شهادت  چې ديوې پراخي تؤطي په طرحي سره  د همدغي ويري په خاطر تر سره سو  هغه هم يو ملی  آرمان او  توده ای بېس  لاره . هغه هم و راتلونکې ته پر  خپل ولس او خپلو ملګرو باندي ايمان لاره .  هغه هم که ژوندی پاتي سوی وای نن يا سبا به  يې حتماً د ولس په ټولټاکنو کې به  و داسي تاريخي بری ته  لاره پرانيستله چې دوست او دښمن به ورته حيران  پاتي وای . که دهغه پر ضد دغه ملی ضد تؤطه نه وای پلي سوی او که هغه ژوندی پاتي سوی وای  دغه  هيوادبه   ددې دونه لویی نړۍ والي شخړي په ميدان کې نه را کښېووت   . نن به دغه ناټويی او امريکايی ځواکونه دلته نه وو راته مېشته . نن به زموږ ګران افغانستان  داسي پر ډاګ نه وو  پاتي !

 خو لکه چې  ددښمنانو هدف همدغه وو!

 یانی دغه لاره باید  د کورني ګوډاګيانو او دلستوڼي د مارانو په وسيله بايد وهل سوې وای  تر څو په هيواد کې دغه خونړۍ  وضعه رامينځته سوې واي  .

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<