www.payamewatan.com
     
 

سنجش

ادارى  فساد که  د سرطان دانه

   دبون دکنفرانس نه وروسته افغانانوته داموقع په لاس ورغي ترڅوپه دې هيوادکې يوځل بيا دديموکراسي وړانګي  وځليږي په دې اساس دافغانستان خلک وشو کولې دمنتخب حکومت په جوړيدوسره  د  خپل هيواد ابادلو لپاره  ښه چانس ترلاسه کړي  . دبون دکنفرانس له برکته ددې هيواد خلکو وشو کولاي لمړني منتخب جمهورريس وټاکي  او د ډيرو مودو نه وروسته پارلماني نظام قايم کړي ، په دې خبره  باندي بايد ټول هيواد وال  پوشي کومه موقع چې افغانانو ته په لاس ورغلې ده ټولوته دخيراو ګټي موقع ده  مګر څنکه  چې لازمه ده  ددې موقع نه افغانانوګټه پورته نګړه په دې برخه کې بين المللي دوستانوهم غلتيوسره مخامخ شول.  دبهرني دوستانو  لويه تيروتنه او اشتباه  داوه چي دنوي حاکميت په جوړېدوکښي يې له حوسلې او ژورفکر  نه کار وانه خيست .  او  يو ځل بيا يې له هغو چې ولس  بيزار و هغه يي  بيا پر ولس حاکمان کړل ،  اودبون دتوافقاتو پر اساس يي بيله استحقاقه  يوځل ييا دولتي واک او اختيار ترلاسه کړ   ،همدا تنظيمونه او ډلي ټپلي دي چې په هيواد کې داداري فساد باعث شوي  ،دموکراسي او امنيت  ددوي په گټه نه دی ، دوي   تلاش  کوي چې په افغانستان کې داسې  حاکميت جوړ او واک ته  ورسول شي ترڅو د دوې ګټي په ګې خوندي وساتل شي، بهرنيانو په دې هيوادکې ډير تکليف وويسته  مګر داټول تکلفونه په دې وجه  دناکامي سره مخامخ شو ل چې په افغانستان کې داسې اداره تاسيس نشوه چې په هغې کې  ملک ته وفادارکسان  شامل شواي واي  دغه اداره کې داسې کسانو  ځانونه په يونوم اوبل نوم ځآي په ځآي کړ چې داولې ورځي نه يې دپيسو راټولولو سره شوق درلوده  اوپه دې کارسره  يي ځآنونو لپاره ښۀ اومجلل ژوند ترلاسه جوړکړ ، اتايوتعدادکسانوپه ځاي ددې چې دبهرنه پيسي وګټي اوهيوادته يې راوړي برعکس دافغانستان څخه يې بهرته پيسي واستولې  دغو کسانو دخپلو پيسو په زور او تنظيمي قوتوسره  نه يواځي    په حکومت کې بلکي په پارلمان کې هم لاره  پيداکړه  درحالې چې په هماغه شپو او ورځوکې دبشري حقوقونومختلف تنظيمونه ښکاره کړه چې په پارلمان کې ټوپک سالاران اودمخدره مواد قاچاق بران ، او دانساني حقوقو متخلفينو  لاره پيدکړي ده ،   بايد په هماغه شپواو ورځوکې  ددې کسانو مخه نيول شوي واي که چيري دا کارشواي واي نو اوس به دبشري حقونو دڅارسازمان په رپورټ کې دا تاثر نه واي ښودل شوي کوم چې کال ٢٠٠٦ ددسمبر په مياشت کې دغه رپورټ خپورشو، په اداره کې بآيد دټوپک سالارانو مخه نيول شوي واي ترڅو مجرب اوباتجربه کسانوپه کې برخمندواي نه دانساني حقوق پيمالونکي  دا ټول هغه عوامل دي  چې بل اخره يې هيواديوځل بيا په ځآي ددې چې ترقي خواته بوځي  برعکس خرابې اوبې امنيتي خواته بوته اوپه هيوادکې درشوت کلچر دومره اوچت شو چې اوس يې نيول ډير ګران ښکاري   او د سرطان د داني په شان يې اوس علاج ډير مشکل ښکاري    او داخبره دومره ډنډوره شوه چې دسمبر دمياشت په اولسم  کال ٢٠٠٦ کې دامريکايي سناتورانو يوه ډله هم  مخدره مواد او اداري فساد په افغانستان کې ددولت په وړاندې ستري ننګونى وبللي په کابل کې ددې ډلګي مشر جان مکين دمخدره توکو په برخه کې افغانستان داروپا لپاره دوهمه کولمبيا وبلله  اوپه په دې برخه کې افغانستان دلوى څارنوال کارونه اغيزمن وبلل  .ليکن بدبختانه  چې ددې رشوتوپه شاه کې دحکومت ډير مقدر کسان شته او نه پريږدي چې ددې کسانوسره حساب اوکتاب وشي  ځکه دمتحده ايالتونو دمشرانو دجرګي دفاعي کميټي  غړي جان مکين دمخدره توکو دله منځه وړلو په ډګر ګې  په اروپايې غړو غږ وکړ اوداداري فساد له منخه وړولو په برخه کې  له افغان دولت څخه  وغوښتل چې ددې هيواد له لوى څارنوال سره مرسته وکړي .   مونږ ددې عواملوښۀ مثالونه دمزارشريف او هرات په ښآرونوکې وليدل کله چې لوى څارنوال په مزارکې درشوت او اختلاص بعضي کسان   ښکاره کړي  نوددې ولايتونو دواليانودغبرګون سره مخامخ شو داپه څه خاطر ؟ داپه دې خاطر چې په دې مسايلوکې ددې ولايتونومشران پخپله سهيم وه اونه يې پريښودل چې دغه کسانونه پوښتني وشي په همدي شکل سره په هرات کې هم  داکار وشو او ډير لوړ پوړي دولتي کسانو ددې افرادو  په خاطر   دلوى څارنوال په مقابل کې جبهه اختيارکړ ، دا څومره دبدبختي ځاي دى چې حکومت له يوې خوانه دبشري حقونو  دفاع کوي او بلې خوانه  دهغه کسانو په ګټه اعلاميه ورکوي کوم چې دبشري حقونو دڅارډلې لخوا دبشري ضد عمالو باندې کګړ دي حکومت  په عوض ددې چې ددې کار په خاطر دحکومت مسولين اومشران همکاري وکړي نورهم  په هيواد کې دفساد له مينځه وړلو کې خنډ واقع کيږي او دلوى څارنوال دحکم دکمزورکيدو بآعث ګرځي  زه داپه جرعت سره وايم که چيري دلوى څارنوال دپلټنونه ملاتړ ترسره شي نو هڅي خوهم په افغانستان کې دقانون حکمراني نشته  په دې کار سره به تراخره پوري  دقضايه قوانينواهيمت  له مينځه لاړشي اوس  هم داسي اوريدل کيږئ چې هغه کسان چې داختلاص په کار کې دلوى څارنوال لخوا نيول شوي په ښکاره ګرځي اوهمداوجه ده چې لوى څارنوال هم يواځي دوړو مامورينو په نيولوسره خپل کارمخکي بوځي زه هيله منديم چې داختلاص دمخ نيول لپاره لکه څنګه چې لوى څارنوال هم وويل د حکومت د لوړو چوکيودمسولينو نه دغه اصلاحات شروع شي ترڅوښکاره شي اوحکومت په پدې کار کې ددوي سره ملګرتيا وکړي ترڅو معلومه شي  چې دغوکسانو دافغانستان خلکولپاره څه کړي  دي ايا دوي دغه سرمايه دکوم ځاي نه ترلاسه کړي  ، په دې توګه به دخلکو هغه بې اعتمادي چې ايجاد شوي دوباره په ځآي شي اودحکوت په وعدوبه يې اعتبار راشي   اوکه چيري داکارونشي نو هڅي خوهم خلک ددې حکومت دکارکردګي نه خوشحاله نه دي نورهم نااميده کيږي . بله مسله چې په دې کې دويلو وړ دي هغه دپارلمان نقش دي پارلمان په ځاي ددې چې دخلکولپاره څه وکړي داولې په پدې کوشش کې دي   ترڅو ددوې  په معاشونوکې زياتوالې راشي  دوي دهغه مامورينو او استادانو په هکله فکر نه کوي چې ټول مياشت د٢٥٠٠ روپو په خاطرکارکوي  په دې اساس  دوي اوس هم  د٢٥  مامورينو معاش اخلي ايا داپه څه خاطر ؟ داپه دې خاطر چې دوي دخلکو نمايندګان دي اودخلکو دخدمت  لپاره پارلمان ته منتخب شوي .....    په پارلمان کې داسې کسان هم شته چې کله  د خلکودګټو په خاطر خبري کوي  دهغوي مخنيوي کيږي اواتا چي هغي ته  دخبرو موقع نه ورکول کيږي  مګر دوي نه پوهيږئ چې دغه کسان څومره دخلکوپه زړونوکې ځاي لرى  ، په جرعت سره بايد وويل چې دپارلمان په چوکاټ شته داسې کسان چې ملت پري فخر کوي کولې شودمثال په ډول سره  درمضان بشر دوست څخه يادونه وکړو که په زړه کې هرڅه دي مګر په ښکاره دخلکوپه خاطر د هغه کارونو څخه طرفداري کوي   کوم چې يې خلک غواړي .که دغوټکوته دوجدان دقضاوت په اساس پاملرنه وشي  ايا ددې کارونو مسولين څوک دي؟  بيګانه ګان اوکه په هيوادکې دننه هم مسولين شته طبعي ده چې شته ، دا بايد ومنل شي  چې دولت په خپلو  هغو وعدو کې  چې بايد ترسره کړي  واي پاتي  راغلى ،  دوي ونشو کولاي درشوت او مخدره مواد مخه ونيسي اوپه دې شکل سره دخلکو لپاره يو هوسا ژوند برابر کړي   . په دې هيله چې په افغانستان کې دلوى څارنوال حرکت عملي جنبه پيداکړي اوپه هيوادکې د اداري فساد مخه ونيول شي .

 
 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<