www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:12.07.2007

سيدعثمان  سنجش

ديموکراتيک پرمختګ په افغانستان کې

    سردارمحمد داودخان  په کال ١٩٥٣ دسپتمبرپه ٦ کې قدرت ترلاسه کړ  ٩ کاله دده حکومت دوام وکړ ده کوشش کاوه ترڅو دخپل تره شاه محمودخان په شان دامريکاه سره مناسبات ټينګ ګړي مګردي هم په دې هکله کې بې ځوابه  پاتي شو بناان دشوري اتحادسره يې ددوستي اوتفاهم لاره ونيوله په دې هکله يي دشورويانوسره په مختلفو بخشونوکې معاهدي امضاه کړي لکه نظامي ، اقتصادي ، تجارتي ، خدماتي ،  د٩ کالو صدارت  په مدت کې داودخان دبيان دازادي کلمه په خوله وانه خيسته ، پارلمان هم خپل استقلاليت له لاسه ورکړ اودسياسي احزابوفعاليت منع کړاي شو هغه يواځي خپل توجو دوه پنځه کلني برنامي  ته واړوه او مساعد شرايط يې دمختلفو هيوادونوسره ايجادکړل ، دبرق صنعت انکشاف وکړ اوتعلمي کارته يې توجو واړوله ، شاګردان خارج ته خصوصاان سوسيالستي هيوادونوته دتعليم لپاره وليکل شو دغه شاګردانو دوباره خپل هيوادته دراتګ په وخت کې  دځانه سره دديموکراسي تفکر هيواد ته  راوړل  اوپه ټولنه کې مخ په خوريدوشو په همدي شکل سره دمعارف دانکشاف په وجه دفرهنګ تفکر ورځ په ورځ ولسواليوته منتقل  کيده اودغه عمل دسياسي حلقاتو دپيداکيدو سبب شو . په دې ترتيب سره دديموکراسي لسيزه   هغه وخت رامينځ ته شوه چه په هيوادکې سياسي پارټي شکل واخيست دغه ټول دهغه روشنفکرانو دزحمت نتيجه وه کوم چې په مختلفو طريقوسره يې په کاراچولې وه دغه ټول فعاليتونه دشاه محمودخان په صدارت کې دخلق ديموکراتيک ګوند ، ويښ ځلميان ، دپښتونستان اتحاديه په غاړه اخيستي وه ددې لسيزي په شروع کې   ظاهرشاه دديموکراسي د تحقق لپاره

    دسردارمحمد داود خان کابينه له مينځه يوړ اودهغې په عوض يې د داکترمحمديوسف خان دکابيني دجوړيدولپاره توظيف کړ نوى صدراعظم په خپل لمړني بيانيه کې دديموکراسي په نفع خبري وکړي اودنوي اساسي قانون کميټه يې  بادشاه ته وړاندې کړ او ظاهرشاه دغه کميټه منظورکړه  بل اخره لويه جرګه د اساسي قانون دتصويب لپاره په کال ١٩٦٤ م دسپتمبرپه ٩  چه د١٣٤٣ هجري شمسي دسنبلې د١٨ سره مصادف وه دايره اودسپتمبر ٢٠ کال ١٩٦٤ کې ختم  شو په دې جرګه کې دلمړي ځل لپاره دخلکونماينده ګانو برخه و  اخيسته   ددې قانون دتوشيح سره دلمړي ځل لپاره په کال ١٩٦٤ چه دميزان دمياشي د٩ کال ١٣٤٣ سره سمون خوري د هيواد په سياسي او نظامي برخه  کې لوي تغيرات راغى ، سياسي ګوندونه ايجادشول  په همدې کال کې دخلق ديموکراتيک ګوند ، دافغان ملت ګوند اوداسي نورګوندونه  تاسيس شو اوپه خپل فعاليتونويې شروع وکړه دملي شورا دانتخاباتو په دولسم دورکې چه دسپتمبر په ٩ کال ١٩٦٥ شروع او دهمدې مياشت په ٢٤ کې ختم شو دخلکو نماينده ګان پالمان ته معرفي شو او ددې انتخاباتوپه خاطر هره ولسوالي دانتخاباتو يوه حوزه وه اودهريونه يونماينده پارلمان ته راغي  ٢١٦ کسان دهيواد دمختلفو برخوڅخه  پارلمان ته منتخب شول په دې کې دري   کسان ببرک کارمل ، اناهيتا ، نوراحمدنور دافغانستان دخلق ديموکراتيک ګوند څخه وه ظاهرشاه دکابيني دجوړولو لپاره دکتورمحمديوسف توظيف  اوپه کال ١٩٦٥ داکتبر په ٢٤ کې کابينه  ترتيب او پارلمان ته وړاندي  شو په دې وخت کې ځينو شاګردانو په مظاهرو لاس پورې کړ په دې وخت کې سردارعبدلولي دکابل دښاردمسول په حيث ټاکل شوي وه اودکابل ښاريې معاصره کړي او مظاهرچيان باندې فايرنګ وشو اودرې کسان په قتل ورسيده اوپه دې شکل سره دديموکراسي لسيزه  دخونريزي سره  شروع شو ددې مظاهر مشري  دخلق ديموګراتيک ګوندپه لاس کې وه  په دې ترتيب سره ظاهرشاه مجبورشو دداکترمحمديوسف حکومت مستعفي کړي او دهغه په عوض هاشم ميوند وال منتخب شو  دغه لاس ته راوړنه هم  دخلق ديموکراتيګ کوند دمبآرزي نتيجه وه په دې ترتيب سره ددې نه وروسته نورسياسي احزاب رامينځ ته شول اود وحدت جريده ، افغان ملت ، خلق ، مساوات ، پيام امروز، پيام وجدان ، ترجمان ، شعله جاويد جرايدو په خپل نشراتو شروع وکړه وروسته دپرچم جريده هم په خپل نشراتو پيل وکړ ددې احزابوپه تشکيل او نشراتو په شروع سره په افغانستان کې دسياسي مبآرزي سيالي شروع شول ، دسياسي ګوندونوپه مينځ کې سخت سيالي روانې وي  يوپه بل باندې يې تهمتونه واردول  په هيوادکې دسياسي ګوندونو دمبارزو لوي ګرداب جوړوه هرپارټې په خپلوسياسي فعاليتونو بوخت وه  دغه سياسي کشمکش ددې باعث شو ترڅو په کال ١٩٧١ دمئ په مياشت کې دظاهرشاه کابينه استعغا  ته مجبورکړ اودنوي کابيني لپاره

    موسي شفيق دظاهرشاه  لخوا دکابيني دجوړيدلپاره موظف شو داپه داسي حال کې وه چه دافغانستان په ارودکې سياسي تفکرات ايجاد او دپرمختګ په حال کې وه او  دغه تحريکات  دسردارمحد داودخان په نفع څرخيده سردارداود په دې عقيده وه چې دديموکراسي تحولات بې وخته دى په هيوادکې بايد اقتصادې تحولات ايجاد شي هغه ددغه  وضع  دځان په نفع وګرځاوه بل اخره  دسرطان په ٢٦ کال ١٣٥٢ کې سردادمحمدداود  په قدرت کښيناست    دده په راتګ کې دخلق ديموکراتيک کوند غړي  په اردو کې لوي لاس  درلوده  ده  په  خپل  لمړي  بيانيه کې دظاهرشاه ديموکراسي ته د  يو قلابې دېموکراسي نوم ورکړ او خپل ځان يې دواقعي ديموکراسي په راوستلو کې موظف وګڼه داودخان د ١٣٤٣ اساسي قانون لغوه کړه ، مطبوعات فعاليت يې متوقف کړ ،  سياسي مظاهرات يې منع کړ او سياسي احزاب يې غيرقانوني اعلان کړ ، قدرت يې دجمهوريت په نامه يوې کميټي ته وسپاره اوکابينه يې اتصاب کړه  موسى شفيق  ګرفتار او زندانې شو وروسته يې دميوندوال ددستګيري امرصادرد ګرفتاريې نه وروسته  قتل شو کړ بيا يې په اسلامي نهضتونو حمله وکړه او ددې دجملې څخه يې اکثريت ګرفتارکړل  په دې ترتيب سره يوتعداد ګوندونه ددې تشدد نه دځآن دساتلو لپاره خپل فعاليتونه مخفي کړل دخلق اوپرچم ګوندونه خپل فعاليت په اردوکې ګړندي کړ په سياسي ګوندونوبآندې دفشار په سبب  کال ١٣٥٤ داسد په مياشت کې دحکومت په خلاف مسلحانه حرکات شروع شو لکه پروان ، پنجشير ، دروازه بدخشان او دحکومت لخوا سرکوبه شو اوپه همدي شکل سره امنيتي وضع مخ په خرابيدوشوه داودخان کال ١٩٧٦ کې داساسي قانون دمسودي لپاره دجنرالانو ، اومتخصيصونو نه يوکميته جوړه کړه داساسي قانون مسوده په کال ١٩٧٧ دجنوري په ٢٦ کې په دولتي جريده کې  دنظرخواهي لپاره نشرشو وروسته لويه جرګه راوغوښتل شوه ددې  جرګه غړي  د داودخان لخوا منتخب شوه دغه جرګه د جولاي دمياشت په ٣١ شروع او په ١٣ تاريخ کې ختم شو اساسي قانون تصويب شو داودخان ټوله  کابينه دخپلو خلکونه جوړکړ دغه خلک ټول  د( غورزنګ ملى )   پوري متعلق وه په دې کې دخلکونماينده ګانوته هيڅ موقع ورنګړشوه  وروسته يې حکومت دخلق اوپرچم دغړونه تصفيه کړ دغې برنامي سره د داودخان اود خلق ديموکراتيک ګوندپه مينځ کې فاصله اوبې اعتمادي ورځ په ورځ مخ په زياتيدوشوه  هغه دخپل دغې اقدام دښودلولپاره شوروي ته لاړو ترڅودشوري اتحاد دلوړپوړي مشرانوسره خبري وکړي کله چه داودخان دوباره هيوادته ستون شوپه خارجي پاليسي کې تغيرراوست په دې شکل سره دثوردمياشت په اومه کال ١٣٥٧ کې په افغانستان کې دخلق ديموکراتيک ګوندترمشري لاندې بدلون راغي سياسي قدرت يې ترلاسه کړ  په دې ترتيب سره د سردارمحمديوسف دکورني ٤٩ کلنه حاکميت ختم شو  ، دخلق ديموکراتيک ګوند خپل دولتي چاري په اقتصادې برخوکې غوښتل ترڅو دفيوډالي مناسبات له منيځه بوځي  ترڅو  کارګره طبقه په ټولنه کې دخلق ديموکراتيک ګوند ترمشري لاندې  حاکمه طبقه شي  ا وپه دې شکل سره دغه ټولنه ديوې مترقي  ټولني په حيثت رامينځ ته شي ددوي پروګرامونه په شروع کې دخلکو لخواډير استقبال شو اوټول خلکو په خوشخالي سره ددوي پروګرامونونه ملاتړ وکړ دوي په خپل کارونوکې  دمختلفوفرمانونوپه وسيله بعضي اقدامات ترسره کړ لکه دځمکو ويش ، دبې سوادي په ضد مبآرزه ، په مختلفو سازمانونوکې دخلکو راغونډول ، دملي متحده جبهي ايجادول او داسي نورمګرددې اقداماتوپه عملې کولو کې دشتاب زدګي نه کاروزخيستل شو   ددې ګوند مشر ان دهيواد ټول حاکميت باندې خيټه واچوله ، ازاد مطبوعات له مينځه لاړو ، دازادوانتخاباتو مخه ونيول شوه ټول قدرت دبيروي سياسي او انقلابې شوراسره وه  ، د کابيني غړي هم دهمدې پارټي پوري مربوط کسان  وه  باوجود ددې نه چې حکومت په هيوادکې دخلکو په نفع زيات کارونه ترسره کړل مګردددې غټ اشتبآه په دې کې وه چه هرڅه يواځي يوې پارټي ته منحصرشو  او بعضي قدومونه چه دټولني دسياسې جوړښت سره برابر نه وه د فرمانونو په وسيله ترسره شول ، دبلې خوان دشوروي اتحاد دفوځونو راتګ هيوادکې نورهم حالات کړکيچن کړ  ګرچه حکومت دمدني ټولني  ډيرنهادونه کيښودل مګربيا هم داټول دحاکم ګوند دانحصارلاندې وه   دخلکونماينده ګان په دې کې  سهيم نه وه

   کال ١٣٦٥ کې ډاکټرنجيب الله دحکومت واک په لاس کې واخيست.  هغه په هيوادکې دسولې دټینګیدو په خاطر يوطرفه اوربند اعلان کړ او دملې یووالي پر بنسټ دحکومت جوړيدنه او دبهر څخه د کډوالو راستنیدل یې په دولتی کړنلارو کې ورګډ کړل.  ددی کارونو دعملي کيدو په خاطريې د ملي روغې جوړې سیاست اعلان  او وروپیژنده.   سربیره پر دی یې  دحکومت دګړنلارې لپاره  اساسي قانون تنظیم کړ چې   د  ١٣٦٦ کال دقوس د مياشت  په لويه جرګه کې تصويب شو.   په دې جرګه کې دحکومت دبیلابیلو ادارو څخه  ٤٩٣ ، دګڼو اتحاديو څخه  ١٩٤، د ولاياتونو څخه ٥٠٩   او  ١٢  میلمانه چه ټول ١٣٢٢ کسان کيدل  برخه اخيستي  وه.  په نوموړي قانون کې دمدنې ټولنې آزادي  تظمين شوي وه او د همدې قانون پر بنسټ دجمهوري رياست لپاره ټولټاکنې ترسره شوې او همدا ډول پارلمان هم ايجادشو.  خو سره له دی  چه ډاکترنجيب الله کوشش کاوه ترڅوپه دې انتخاباتوکې مخالفين هم برخه واخلي مګرهغوي په دې بهیر کې برخه وانه خيسته.  هغه خپل ټول امکانات د سولې د ټینګیدو لپاره په کار واچول مګر هيڅ ګټه يې ونکړه او  بل اخره دډاکترنجيب الله  حکومت او د ملګرو ملتونو  د سولې پنځه اړخیزه  پروګرام له ناکامي سره مخامخ کړای شو.   ډاکټرنجيب الله خپل ځان  په دې لاره کې دخلکولپاره بلهاري کړ.

  بیا قدرت  مجاهدينو ته ورسید شو.     

مجاهدين هغه مسلح ګروپونو ته ويل کيده کوم چې دحکومت په خلاف جنګيدل دغه جګړه هغه وخت زور واخيست کوم چه شوروي اتحادفوځونه افغانستان ته داخل شول ددې تنظيمونو سټه په پاکستان او ايران کې وه دهغه ليکني په حواله سره  From muhajar to mujahad   (( پاکستان  او امريکا  خپله استراتيژي دافغان مجاهدينوپه هکله په دې شکل سره اماده کړ . دمداخلت ټولې لاري پاکستان ته وسپارلې شوي . لکه سياسي  لاره  ، نظامي  لاره  ، اقتصادې او لوژستکي لاره   ددې کارونو د تنظيم لپاره   په کال ١٩٨٠  کې افغان کمشنري جوړشو او په دې کې ١٢٠٠٠ پاکستانيان په کارمصروف شو . او دافغان مهاجرينوسره په لوړه سطحه خاص سلوک رامينځ ته شو .اما سياسي ډيالوک افغان مجاهدينو نه پټ ساتل کيده  او هغوي سره په دې هکله مشهوره نه کيده  .مصلحانه مبارزه اوحرکات دوخت دحکومت په خلاف شروع شو ، دغه حرکات په شروع کې دخاص جوش سره ملګري  وه  مګرپه  غيرمنظم شکل سره  اجراکيده ، وروسته جهادې رهبران دپاکستان دحکومت لخوا د يوڅه انتظام لاندې ونيول شو تدريجي شکل سره دجهادي ګروپونو په مشري کې  قومي کدرنو رامينځ ته شول او ددې کدرونواو بنيادګرانو په مينځ کې ورڅ په ورڅ  اختلافات برسره کيده کوم چې علت يې دبنيادګرانوسخت ګيرانه نظريات وه   بنيادګرانو غوښتل ټول هغه روشنفکران ، حکومتي کدرونه چه دحکومت سره ملګري وه په قتل ورسوي تر څو په اينده کې  د دوي لپاره د تکليف باعث  نشي  دغه تضاد  ددې باعث شو ترڅو دقومونو او خلکو په مينځ کې د دوې  احترام مخ په کميدو کړي  دوي  په خپل وخت کې په عامو خلکو ډير ظلمونه وکړل ، اکثريت سکولونه ، شفاخاني ، پلونه ، سرکونه ، ډيمونه  د دوې په وسيله له مينڅه يوړل شو ،   ډاکترنجيب دشپږ کالونه اضافه دوران کې کوشش کاوه ترڅو کاميابې دملي مصالحي  په نفع ترلاسه کړي مګرددې ټولو کوششونو سره سره کوم اميدچه موجود وه ترلاسه نه شو ددې لوي علت په دې کې وه چه دهيوادپه داخل کې دحکومت سره داسي قوتونه وه چه نه يې غوښتل دغه پروګرام  کاميابه شي لکه دشمال قوتونه  ، دبلې خوانه  خارجې هيوادونو نه غوښتل چه جهادې قوتونه دحکومت سره دملي مصالحي په چوکاټ کې افغاني ډيالوک شروع کړي   بل اخره دملګروملتو پروګرام ناکام شو او په کال ١٣٧١ دثورد مياشت په ٨ کې د مجاهدينو حکومت  په کابل کې رامينځ ته شو  په دې دوران کې دحکومت ټولي  اداري ساختار  له مينځه لاړ ، ملي اردو خپل مرکزيت او اداره له لاسه ورکړه دښارپه مختلفو برخوکې مختلفو قوماندانانو قبضه وکړه ديوبل په مقابل کې يې راکټونه استعمال کړل دکابل ښآريې وران کړ ، کوم چه دکابل دښاريانو د وژلو باعث شو د کابل ښاريان او په ټولو ولايتونو کې خلکو  په هيره او ډارکې ژوند تيروه په دې دوران کې په هيوادکې په مکمل توګه بې نظمي او لاقانونيت ايجادشو دديموکراسي ټول پخواني لاس ته راوړني دخاروسره مخامخ شو ، دافغانستان ملي اوتاريخي  اثارلوټ کړاي شو، او د جمهوري رياست موټري پاکستان ته راوړل شو،  دجهادي  رهبرانو د خپل مينځي دښمني  په وجه  سره  افغانستان  د پرمختګ جريان   شاته وغورځيده ، دوى دافغانستان خلک  هيرکړل ديوبل  په خلاف  مصروف شول ،دغه خودخواهي اوخودغرضي او نظامي مخالفتونو بل اخرطالبانوته ددې فرست برابر کړ ترڅو صحني ته داخل شي  ، دمجاهدينو حکومت دميزان په مياشت کال ١٣٧٤ کې دسقوط سره مخامخ شو ، دغه دوره په افغانستان داسي توره دوره وه چه دافغانستان په  تاريخ کې دهغه اثارنه ليدل کيږي په دې وخت کې دبيان د ازادي او ديموکراسي هيڅ بيناد موجودنه وه اوټول دخاورسره خاوري شو، ،  دافغانستان خلک په ډير سختي سره خپل ژوندته دوام ورکاوه په هيوادکې دتعليم دروازي دزنانوپه وړاندې بندې شوي ، خلک په ظاهرکې ژوندې ښکاره کيدل مګرپه حقيقت کې مړه وه ، کله چه په کال ١٩٨٠ دسپتمرپه ١١ نيټه کې په نيويارک کې حادثه رامينځ  ته شوه  نو د نيا يوځل خپله توجودافغانستان حالاتو ته واړوله  اوپه دې شکل سره دجهاني قوتو په همکاري  دطالبانو حکومت په افغانستان کې له مينځه لاړو او په کابل کې موقته  اداره د

د سپتمبر ٥ کال ٢٠٠١ کې  د کرزى   په  مشري   رامينځ  ته  شو ، دغه  اداره  په  داسي  حال کې تاسيس شو چه په هيوادکې د ديموکراسي ټول نهادونه نړيدلي وه ، حکومت او حکومتي نظام موجودنه وه ، دافغانستان په مختلفو برخوکې زورمندانو په خپله خوښه سره خپل حکومتونه  تاسيس کړي وه، ملګري ملتونه او دامريکا حکومت مينه درلوده چه په افغانستان کې يومظبوط اداره چه دديموکراسي په بنيادونو استوار وي  رامينځ ته کړي  په دې دوره کې دجمهوري رياست انتخابات ترسره شو ،د ولسي جرګي  انتخابات ترسره شو ، دخلکوپه رايه ګيري سره اساسي قانون تصويب شو ، دډير مودو نه وروسته انتخابې حکومت دخلکو لخوا په افغانستان کې تاسيس شو اوافغانستان داساسي قانون لرونکي شو  ، په همدې ترتيب سره دبيان ازادي او نشرات يوځل بياپه هيوادکې ژوندې شو داهغه پرمختګ دې چه خلک بايد په دې باندې سترګي پټي نه کړي ، دا ټول حرکتونه يوځل بياپه جنګ ځپلي افغانستان کې ديموکراسي دژوندې کولو ښه اميدونه دې ددې سره سره لا تراوسه پوري مشکلات شته دغه مشکلات  هغه کسانو ايجادکړي چه خپل ژوند په انارشيزم کې  ګوري ځکه دغه خلک  په افغانستان کې په خپله خوښۀ قانون جوړکړاي وه څه چه يې غوښتل هغه به يې ترسره کاوه ، دافغانسان خلکو نشوکولې دهغوي په وړاندې ودريږي اوکه چاداکارکړي واي نوله مينځه تله ، اوس هم دځينو زورطلبوافرادو په وسيله ديموکراسي ته نقصان رسول  کيږي اوحکومت هم ددوي سره دنرم اوسازش نه کاراخلي دغه عمل ددې باعث شوي ترڅو خلک ديموکراسي اوقانون  په خپل لاس کې ونسي او پرمختګ ته يې پري نږدي ددې عمل ډير غټ مثالونه په کابل کې شته مونږ ګوروچه ځيني زورور خلک دميډياکارکونکي ترفشار لاندې راولي ترڅو د دوې کرغيړن عما ل خلکوته ونه رسول  شي اتا څو ځلي په پارلمان کې دميډيا کارکوونکي دفشار لاندې راوستل شو    دوي  هيڅ کله هم ديموکراتيک  افکارو په افغانستان کي د پرمختګ په حال  نشي ليداي   انتخابات په افغانستان کې ترسره شو او هيوادوالوته ددې موقع په لاس ورغي ترڅوخپل نماينده ګان منتخب کړي  مګرمتاسفانه  چه دافغانستان خلکوددې موقع نه لکه څنګه چه لازمه وه ګټه وانه خيسته يعني په دې انتخاباتوکې  يوتعداد داسي    کسانو  ولسي جرګي ته لاره  پيداکړه کوم چه په تيره لسيزه کې دخلکو په زورولو ، او ملي شتمني په لوټلو کې برخه درلوده  دغه کسان   د  بشري حقونه په سرغړاوي اوجنگي جرمونوتورن دي ،

  اوس هم دافغانستان دخلکو سره بهترينه موقع  شته  ترڅو د ديموکرتيک افکارو دپرمختګ  په خاطر دهغو کسانوپه خلاف چې غواړي هيواد کې  د ديموکراتيکو افکارو دپرمختګ دمنخنيوي باعث شي کلک مبارزه وکړي   او دغه پړوا کامياب کړي  په دې هيله چې زمونږ په هيواد کې  دديموکراسي بهير وده وکړي او فغانان وشي کړي ددې بهير په وسيله سره خپل هيواد يو ديموکراتيک هيواد خواته بوځي.   مننه

 

 

  يادونه  !

ددې ليکني   دليکلو لپاره دلاندي علمي اثارو،منابعواو شخصی   ياداښتو څخه استفاده شوېده :

۱/  ديموکراسي او مدنې ټولنه په افغانستان کې اسدلله ولوالجى

٢ دمهاجر نه  ترمجاهده  پورې   ډاکټر فضل الرحيم مروت

 

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<