www.payamewatan.com
     
 

 

دسويډن دمالمو په ښارکې درنه غونډه جوړه شوه!

   دسويډن دمالمو په ښارکې داافغانانو دعلمي او فرهنگي مرکز لخوا ددوستۍ فرهنگي ټولنې په مرسته د روان ميلادي کال دنومبر دمياشتې پر ۲۵ نېټه (( ځوان نسل او سالمه روازنه )) تر نامه لاندې علمي کنفرانس جوړ شو .
 دکفرانس غونډه دورځې پر يوه بجه پيل او دشپې تر
۶ بجو او دېرشو دقيقو پورې دوام پيداکړ .   کنفرانس دافغانستان دراديو تلويزيون پخوانۍ تکړه وياندې او فرهنگپالې ثريا پکتيانۍ لخوا پر مخ بيول کېده.   ددې علمي کنفرانس غونډه دافغانانو دعلمي او فرهنگي مرکزاو دوستۍ فرهنگي ټولنې دمشر حبيب الله غمخور په پرانېستونکې وينا پيل شوه .
 
   دښاغلي حبيب الله غمخور تر پرانېستونکې وينا وروسته دمالمو دښار دهيلې Hyllie دناحيې دانتگريشن داداري مسؤلي ((اني شميت )) دمالمو دښار دچارواکو په استازيتوب دکنفرانس برخه والو ته دهرکلي په ويلو سره په خپله وينا کښې دسويډن دهيواد پر فرهنگي پاليسۍ او په ځانگړې توگه له ځوان نسل سره دهر اړخيزه کار په هکله لنډ معلومات ورکړ اوپه اخر کښې يې دکنفرانس دبريالي پای ته رسېدو په هيله دکنفرانس دکوربه دداسې غونډو جوړول وستايل.
 
   وروسته له هغه نه دافغا نستان دپياوړي ليکوال اوتاريخ پوه کانديداکادميسين محمد اعظم سيستاني څخه غوښتنه وشول دموضوع په اړوندخپله وينادغونډې برخه والو ته واوروي .

 دکنفرانس په جريان کښې دغو ښاغلو خپلې علمي او څېړنيزي مقالي او ليکني ولوستې :
 د عراق له کوردستان څخه دادبياتو استاد معيد عبدالستار ، په عراق او يو شمير نورو هيوادوکې دتاريخ او ادبياتواو اسلامي علومو استاد او اوس دمالمو دانتگريشن دادارې ديوې ناحيې مامور حسين سدايو ، په لندن کې ميشت افغان ليکوال شهسوار سنگروال ، په ايران کښې دادبياتو پخوانی استاد ډاکتر معنوي ، په ډنمارک کې ميشتو پوهنمل حاجي محمد نوزادي او ښاغلي سعادت گل اهنگر ، تکړه ژورنالست او ليکوال ښاغلي يوسف هيواد دوست ، له هالنډنه ښاغلي ډاکتر ظفر لرغون ، گل الرحمن حسني ، نجيب الله زاخيل وال ، همدا ډول دپوهمنوال رسول باوري مقاله دمحترم حاجي محمد امين باوري ، اوښاغلي هدايت الله هدايت مقاله دځوان شاعر نيازمحمد عقيل لخوا ولوستل شوې .
 
   دکنفرانس په ادرس نورې ليکنې هم رارسېدلې دي، د جرمني له هيواد څخه پياوړي ليکوال او ژباړن محمد شريف بهاند اوانجنير شير ساپي له کندهارنه دښاغلي ولي شاه طبيب او په مالمو کښې دمحمد رفيق شمس نومونه دبېلگې په توگه يادوو ، د ټولو دوستانو مقالې او دکنفرانس په ادرس رارسېدلي پيغامونه به علاوه پردې چې په کنفرانس کښې لوستل شوې نه دي پر خپل وخت دانترنت په مټ د درنو هيوادولو لپاره خپرې شي .
 
   پسله هغه چې کنفرانس پای ته ورسېد ميلمنو ته دډوډۍ خوړلو بلنه ورکړ ه شوه . دغذا تر خوړلو وروسته دشپې پر اتو بجو دافغانستان دپېژندل شوي او وتلي تاريخ پوه ،څېړونکي او ليکوال کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستاني دعلمي چوپړ په وياړ يوبله فرهنگي او علمي درنه غونډه پيل شوه .
 ددې غونډې کار هم دپياوړي نطاقي ثريا پکتيانۍ لخوا پر بېول کېده .
  غونډه دمحترم حبيب اله لخوا د((کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستانی يو منلی تاريخ پوه دی )) تر نامه لاندې په پرانيستونکې وينا پيل شوه ، تر پرانيستونکی وينا وروسته هغو پوهانو فرهنگيانو او فرهنگپالو چې دسويډن دمختلفوښارو او اروپا له مختلفو هيوادونه يې دمحترم کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستاني په وياړ غونډه او پورته ويل شوې کنفرانس کې دگډون لپاره تشريف راوړی و خپلې مقالې او پيغامونه ولوستل . په غونډه کښي ددغو ټولنو او شخصيتونه پيغامونه ولوستل شوه :
 په هالنډ کې دافغانانو کلتوري ټولنې په استازيتوب محترم حسن شور ، دکابل پوهنتون پخواني استاد پوهنوال ضارع له لندن څخه دپوهاند محمد اسحاق نگارگر لخوا ، ښاغلي احمد گل اندړ دمحترم ډاکتر مجاور احمد زيار رالېږل شوی پيغام ولوستل ، تر هغه وروسته په بلجيم کښې دافغاني کلتوري ټولنې مشر نجيب احمدزي خپله په زړه پورې مقاله ولوستل ، همدا ډول د پوهاند ډاکتر سيد خليل الله هاشميان، ښاغلي خيل الله معروفي ، دکابل پوهمنتون پخواني استاد پوهانوال داکتر عندالخالق رشيد ، له کانډانه دخپرېدونکي نشريې افغان رسالي دمشر احمد شاه هوتکي ، په هالنډ کې سلام فرهنگي ټولني ، له ډنمارک نه دشورای افغانان مقيم ډنمارک ،له اطريش ويانا نه دافغان ولس کلتوري ټولنې ، له انگلستان نه دانجمن دوستي افغانها،له هالنډنه ډاکتر ظفر لرغون ، له انگلستان نه شهسوار سنگروال ، په مالمو کښې اريانا کلتوري ټولنې لخوا جنرال سيد غلام ازر ، په مالمو کې دښځو کلتوري ټولنې حليمه قتميس ،په ننگرهار کې دخپرېدونکې طب مجلې دتحرير دهيئت مشر پوهندوی دوکتور فضل الرحيم شگيوال او دښاغلي سيستاني صاحب نورو مينه والو پيغامونه ولوستل شوه . دښاغلي سيستاني صاحب ته ديوشمېر برخه والو لخوا برابري شوي تحفې هم ډالۍ شوې . دپيغامونو دلوستلو په لړۍ کښې دمحترم سيستاني صاحب دفاميل دغړو په استازيتوب دهغه زوم ښاغلي علي ابدالي پس له هغه چې دمحترم اکادميسين ډاکتر اکرم عثمان رالېږل شوی پيغام ولوست دلنډې وينا په طرڅ کښې دافغانانو دعلمي او فرهنگي مرکز دمشرتابه او ټولو هغو کسانو څخه چې ددې درنې غونډې په جوړېدو کښې يې زيار ايستلی او هغو افغان فرهنگيانو او ليکوالو څخه دکانديد اکادميسين اعظم سيستاني دکورنۍ په استازيتيوب دکورودانۍ په ويلو سره دگلو هغه ښکلې گېډۍ دې ټولنې ته ته ډالۍ کړه .
 د مقالو اوپيغامونوتر لوستلو وروسته دمشاعرې پروگرام پيل شو چې دځوان شاعر قدرت اله حليم لخوا پر مخ بيول کيده . دا مشاعره دلس کلني شمع شيرزاد لخوادشعر په ويلو پيل شوه ، او لاندې شاعرانو هم خپل شعرونه يو په بل پسې ولوستل .
 ښاغلي حاجي محمد نوزادي ، له ډنمارک نه راغلې پېغلي زرلښتي حبيب په خپل خواږه اواز د ښاغلي صديق کاوون توفاني يو ښکلی شعر دکلمه کړ، بيا حاجي محمد امين باوري ، ځوان شاعر هيواد شيرزاد ، نيازمحمد عقيل ، ولايت خان ځدراڼ ، ډگروال فاروق خان ، قدوس رحمتزي، نجيب احمدزي د ارواښاد اسحاق ننګيال يو ازاد شعر ولوست، او نورو په خپل خواږه شعرونه لوستل .
 دمشاعرې په پای کښي کانديد اکادمسين ښاغلي محمد اعظم سيستاني ته دښاغلي حبيب اله غمخور لخوا هغه لونگۍ (پګړۍ) وروتړل شوه کوم چې دغونډې دکوربه لخوا ډالۍ شوې وه .
 تر هغه وروسته محترم سيستاني ديوې مفصلې وينا په ترڅ کښې دافغانانو دعلمي او فرهنگي مرکز دمشرتابه ، په مالمو کې اوسيدونکو افغانانو ، ټولو هغو کسانو څخه چې ددې درنې غونډې په جوړيدوکښې يې زيار ايستلی و اوپه ځانگړي توگه داروپادمختلفو هيوادونه راغلو ليکوالو او فرهنگيانو څخه دزړه له کومې مننه وکړه ، دسيستاني صاحب دمننې وينا پداسې حال کښې چې دغونډې برخه وال ټول پر پښو ولاړ وه په زياتو چک چکو سره بدرگه شول .
 وروسته له هغه چې په زړه پورې مشاعره پای ته وروسېده د ټولنې لخوادتهيه شوې تازه ميوې خوړلو لپاره يوه لنډه تفريح اعلان شوه .
 تر تفريح وروسته دخوږ اوازه سندرغاړي او فرهنگپال اما ن الله امير لخوا ښاغلي سيستاني صاحب ته ځانگړی دموسيقي په زړه پورې پروگرام ډالۍ او وړاندې شو.
 دافغانستان ددغه تاريخ پوه محمد اعزم سيستاني دعلمي کارنامو دوياړنې غونډه چې دشپې پر اتو بجو پيل شوي وه دنيمو شپو پر يوه بجه د ځوان او خوږ اوازه سندرغاړي بهير اميري په خوږو سندرو پای ته ورسيده .

_____________________________________________________

 دښاغلي حبيب الله غمخور دپرانيستونکی وينا متن :

 کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستاني يو منلی تاريخ پوه دی!

 درنو حاضرينو !
 يو ځل بيا هم تاسو درنو ميلمنوته دزړه له کو مي هرکلی وايم .
 په سويډن کې دافغانانو علمي او فرهنگي مرکز وياړلري چې نن يې يو ځل بيا دخپل هيواد ديوه وتلي ليکوال او تاريخ پوه کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستاني دعلمي خدمتونو په مناسبت غونډه جوړه کړېده .
 زموږ لپاره دخوښۍ ځاي دی چي نن تاسو دروند ميلمه اوستاسو د کورنۍ غړې ،ستاسو دعلمي کارونو مينه وال فرهنگيان او فرهنگپال پدې تالار کې ستاسو پر شاوخواوينو .
 دوستان ومهمانان گرانقدر !
 تشريف اوری شمادوستان بل خصوص فاميل محترم سيستاني صاحب را دراين محفل باشکوه که به افتخار نويسنده ومورخ کشور ما برگذار ميگردد خير مقدم ميگويم .
 اغلو او ښاغلو !
 دافغانانو علمي اوفرهنگي مرکز هڅه کړې چې دخپلو امکاناتو په چوکاټ کښې دافغانستان دملي کلتور ژوندي ساتلو او ځوان نسل دخپل هيواد دملي او تاريخي تحولاتواو تغيراتو سره په تړاوکي وساتلوپه موخه يو شمير علمي او فرهنگي غونډي او محفلونه جوړکړي دي ، دلته يوه ملي ،مذهبي او تاريخي ورځ بيله يادونې او لمانځني نه ده تيره شوې ، پدي کښي موږ دوې موخي لرو:
 يوداچي خپل اصيل افغاني کلتور ،دوداو رواج ژوندۍ وساتو، اوبل داچي غواړو ځوان نسل مود افغاني کلتور،دوداو دستور نه بېگانه نشي . همدلته غواړم يو ټکې په گوته کړم چې زما هدف له نړيوال بهير څخه دافغانانوگوښه ساتل نه دي ،بلکه هر قوم قح او مسؤليت لري په بهر او هيواد دننه کښي دخپلي ټولني مثبت او معقول عنعنات ،رواجونه او کلتور ژوندی وساتي ،تر څودځوانسل اړېکي له پلارني ټاټوبي سره پري نشي .
 ددې درنې غونډي دجوړېدو موخه مو هم همدا ده چې يو خومو دمحترم کانديد اکادميسين اعظم سيستاني څه ناڅه حق اداکړۍ وي او دهغه دعلمي او فرهنگي چوپړ قدر داني شوې وي او له بلې خوا ځوان نسل پدي پوه شي چې ،که دگوتو په شميردي ،خو بيا هم ليکوال او پوهان لرو،او دافغانيت دا دستور دی چي دخپلو مشرانو اوپوهانو درناوی په ژوند او پسله مرگه وشي .
 درنو فرهنگيانو او فرهنگ پالو!
 هغه څوک چي نن يې دسويډن دمالمو په ښارکې دعلمي اوڅېړنيز چوپړ ددرناوی په خاطر دا درنه غونډه جوړ ه شوې ده له نن څخه نږدې اويا کاله پخوا دې نړۍ ته پداسي کورنئ کښي چي لږ مځکه يي درلوده سترگي پرانستي دي .
 ښاغلي سيستاني په
۱۹۳۷ م کال دمارچ په مياشت کښي دنيمروز ولايت اوسېدونکي شيراحمد په کورنۍ کښي پيداشو ،دنيکه نوم يې محمد يوسف خان بارکزی دی .
 ښاغلی سيستاني لومړني تعليمات دنيمروز په ولايت کښي تر سره کړه،پسله هغه يې دکابل دارالمعلمين تر پاي ته رسيدووروسته دکابل پوهنتون دادبياتو او بشري علومود پوهنخی د تاریخ اوژورنالیزم په رشتو کې لیسانس ترلاس کړ .
 په
۱۹۶۶ کال کې له فاکولتي نه فارغ او دښونکی په توگه مقرر شو،بیا دنیمروز د ((ابوداود سجستانی)) دلیسی مدیر شو ،له څه مودې وروسته دنیمروزاوبیا دهلمند ولایت د ښونی او روزني د مدیردمرستیال په توگه دنده ترسره کړېده .پس له هغه نه کابل ته ولاړ اوهلته دکابل ننداری دتیاتردمدیر په توگه مقررشو، پدغه وخت کښي چې ښاغلي سيستاني هلته کار کاوه خپل استعداد يې دډرامی لیکلوپه ساحه کې وازما يه ،او څلور ډرامه د" ضربۀ سوم" ،"رسوائی"، "پشیمان"، او "مځکی " تر عنوانولاندی ولیکل اونندارې ته وړاندی شول ، دغو ډرامونودکابل د ښيار لخوا زيات استقبال شول .
 د
۱۹۸۰ کال په لومړيو وختوکښي يې دافغانستان دعلومو داکاډمۍ داجتماعي علومو مرکز دتاريخ او اتنو گرافی په انستيتوت کښي دنده تر لاسه کړل .هلته ښاغلی سیستانی یومهم تحقیقاتی کتاب د"مالکیت ارضی وجنبش های دهقانی در خراسان قرون وسطی" تر عنوان لاندی تالیف او دافغانستان دعلومو داکاډمی له خواخپورکړچی دروشنفکرانو توجه ئی راواړول او ښه استقبال شو.
 په
۱۹۸۶م کال ښاغلی سيستاني د خپلو ابتکاری اوتحقیقاتی کارونو په پايله کی دهغه دعلمي اثارو تر ارزیابی وروسته دافغانستان دعلوموداکاډمې لخواورته دکانديد اکادميسينی علمي رتبه ور کړه شوه .
 نوموړې د
۱۹۶۲- ۲۰۰۶کال پوری دتاریخ، جغرافې،دټولني داقتصادي مناسباتو ، دافغانستان دښځواجتماعی ، حقوقی او ټولنيز حالت اونورتاریخی مسایلوپه برخه کښي (( ۲۴ )) څېړنيزی کتابونه لیکلی اوچاپ کړی دي چی دهغې جملې څخه يې ((۱۰)) کتابونه په سویډن کی لیکلی او چاپ کړی دی ،نور دوه کتابونه يې تر چاپ لاندي دي . دافغانستان پر مختلفو موضوعاتو باندی يې تر سلگونو زیاتی مقالې ليکلي چې زیاتره برخه ئې دافغانی فرهنگي ټولنو د نشراتو یا انترنت پاڼو پوسيله لوستونکی ته وړاندی سوي دي .
 ښاغلۍ سيستاني په
۱۹۸۶ کال دافغانستان دعلومو په اکاډمی کی داجتماعي علومو د مرکز درئیس په حیث وگمارل شوچی د ۱۹۹۲کال ترلومړيو مياشتو يې دغه دنده پر غاړه درلوده .
 کله چې دولتي واگي تر لاسه کړې سيستاني صاحب هم دنورو روڼ اندو او پوهانو په څير دهيواد پرېښودلو ته مجبور شو، د
۱۹۹۵ م کال راپدې خوا د سويډن دگوتنبورگ په ښارکښي ژوند کوي .
 سيستاني صاحب متاهل دی، دوه زامن اوڅلور لوڼي لري چی ټوله پس له خپلو زده کړو اوس کارکوی او هریو خپلی مستقل ژوند لری .
 کانديد اکادميسين اعظم سيستانی له
۱۹۶۴ م کال نه تر ۲۰۰۶ميلادی کال پوري زيات شمير څېړنيز او علمي اثار ليکلي او چاپ کړېدي . په کنفرانس کي دوخت دکمښت له امله دهغو دنومونو له يادونو ځکه ډډه کوم چې دکنفرانس په پيل کښي موږ په ځانگړو پاڼو کښي مکمله بيوگرافي توضع کړېده .

 اغلو اوښاغلو !
 که د افغانستان دا ورستی څو سوه کلن تاريخ ته نظر واچوو دابه راته څرگنده شي چي په رښتيا سره زموږ هيوادوال که په توره تورزن وه اودې ، خوله علم او پوهي نه ليري ساتل شوي دي . کورنيو اوبهرنيو دښمنانو يې هم دا درک کړې وه که داولس دعلم اوپوهي څښتن شي دنيابه پر دابل مخ راواړه وي ،ددي خبري څخه زما هدف دخبري منفي اړخ نه دی بلکه دا پدې مفهوم ده که افغانانو دزياتو هيوادو په څير دعلم او پوهي پرمختگ ته مخه کړۍ واي اوس به يې دنړئ په يوه سيمه کښي هم سارۍ نه واي .
 تاسو وگورۍ !کله چې افغان زلمو ته لږ امکانات برابر شوی دي دوي په نړئ والو سياليو کښي لومړۍ او يادوهم مقام تر لاسه کړيدۍ، که دا نږدي پنځو کلو ته پاملرنه وکړو په هغه هيوادکښې چي دولسمشر له کورنه پرته برېښنا دڅو ساعتو لپاره دکابل ،هرات ،مزار ،ننگرها ر ،کندهار اويوڅو نور دگوتوپه شمار ښاريانو کورونه روښانه کوي ،اوياکه بيا ټول هيواد وال په نظر کي ونيسونو زموږ هيواد دنړې لومړنئ هيواد دی چې دبرېښنا دانرژۍ داستعما ل نه محروم دی .مگر بياهم زموږ زلمي په کمپيوټر ،اويو شمير نورو ورځنيزو تخنيکي توکوپه اړوند که دنړئ د هر گوټ په سياليو کښي افغان زلمي برخه اخيستې نوسرلوړۍ راغلۍ دي .
 زموږ هيواد دنړۍ يو له پخوانيو هيوادو څخه دی دتمدنو ځانگووه ،مگر که دعلومو په ټولو برخو کښي مړه او ژوندي عالمان وشميرو نو شمير يې ايله سلو تنو ته رسيږې . له هغه نه چي داستعمار کليمه دخلکو پر ژبه شوې دنړۍ دنورو هيوادوولسونو دمروجه علومو وزده کړوته مخ اړولۍ له بده مرغه زموږ په خاوره کښي دعلم او معرفت پر خلاف په ټول توان او طاقت دمخالفت تبليغ شوی دی .
 نه غواړم له موضوع نه ليري ولاړ شم او هغه بدمرغئ راوسپړم چي لامل يې زموږ دهيواد والو نالوست توب او دگوتوپه شمير پوهانو درلودل دی .
 غواړم دغه ټکې ته اشاره وکړم له دغويادشويو ستونځو او ډول ډول کړاونو او مخالفتونه سره که دگوتو په شمار پوهان لرو خو په سيمه کښي بې ساري دي ،دبيلگې په توگه دنيمروزد ولايت ديوځوان په هکله چا فکر کاوه چي هغه دي دهيواد ديوه پېژندل شوی علمي شخصيت په توگه دقلم په مټ اوزور دهيواد دملي ارزښتنو څخه دخپلو نيکه گانو په دود ددفاع په سنگر کښي اوچت ښکاره شي .

درنو دوستانو!
 شپږ کاله پخوا دمالودښار فرهنگپالو افغانانو په مرسته اوزيار دهيواد ديوبل سرکښ شاعر او سياستوال مرحوم گل پاچا الفت په ياد غونډه جوړه شوه،پدغه غونډه کښي کانديد اکادميسين اعظم سيستاني هم برخه درلوده . له هغه ورځي بيا تر اوسه زه له ده سره داړيکو او تماسونو افتخار لرم ،زمادفرهنگي کارونو دهڅولو له لومړنيو کسانو څخه دی اوماته دعلمي رهنما او استاد حيثيت لري .
 دبېلگې په توگه يادولاي شي ،کله چې سيستاني صاحب دورځي په نيمايي کښي نوې هيله تر لاسه کړي نو هرومرويې دشپي تر اتو بجو راته تليفون کړۍ ، دگڼې مثبت او منفي اړخونه اوحتا دتوروچاپي غلطئ يې راته راته په گوته کړي دي .پدي پوره باورلرم چې نه يوازي زه يم چې هغه ته دانشريه ليږم ، نور وهيوادوال هم خپلې نشريي ورليږي ،ځکه سيستاني صاحب دمهاجرت په کلو کښي نه يوازي کتابونه ليکې بلکه دهيواد نه بهر زيات شمير اونيزي اومياشتنۍ دهغه دقلمي همکارۍ وياړ لري . پر دې ټولو سربيره دهغو نږدې اړيکو له مخي چي زه يې ورسره لرم داراته څرگنده شوې ده چې په افغانانو پوري مربوط اکثره انترنت پاڼي هم گوري او له نظره يې تيروي ، دتيروتنواو عمدي دښمنيوپه روحيه دليکل شوو مقالو په مقابل کښي په ډير وژرو علمي دلايلو ځواب ليکي . همدا دليل دۍ چي يوشمير وطن دښمنه عناصر دسيستاني استعداد ،قلم اوپوهه نشي زغملاي نودليونو په دود په چټياتو خوله خلاصوي .
 سيستاني صاحب په خپلو ليکنو کښي دافغاني ټولني تاريخي واقيعتونه راسپړلي او هيواد والوته يې دهغو ښه او بد اړخونه واضح کړيدي .
 سيستاني ديوتاريخ پوه په توگه هغه رسالت چي پرغاړه لري تر اوسه په گړندی توگه ،په زياته ميړانه او امانت داری سرته رسولی دی . په تاريخ ليکلو کښي دپېښو پر څېړلو هغه پر يوه يادومأخذو اکتفانده کړې دموضوع په هکله يې مختلف نظريات اندونه او وړانديزونه بررسي او تحليل او دپېښو حقيقت او څرنگوالۍ يې تشريح کړی دی .
 دافغانستان او مهاجرت په شرايطو کښي د((
۲۴)) کتابو ،(( ۷۱ )) رسالو ،بې شميره مقالو ليکل له هيواد او هيوادوالو سره دهغه دبېساري علاقي روڼه بېلگه ده .
 زه په هيڅ وجه ځانته دا اجازه نه ورکوم چې دښاغلي سيستاني صاحب پر اثارو بحث وکړم ،تنها دده دليکنو دعلاقمند په توگه ځانته داحق ورکوم ووايم : که دسيستاني صاحب اثار مطالعه شي هغه په خپلو ليکنو کښي څو ټکو ته چې دلوستونکی لپاره ارزښت لري ستاسو پاملرنه را اړه وم :
 
۱/ پخپلو ليکنو کښي يې زيار ايستلۍ چي تاريخي حوادث داسي وڅېړې او لوستونکي ته وړاندي لکه چي تير شوي وه. يعني يو بې پري او ريالست ليکوال دی .
 
۲ / په خپلو ليکنو کښي د ساده او عاميانه اصطلاحاتو او لغاتوداستعمال نه کار اخلي تر څو په هر سويه لوستونکی وکولای شي گټه ځيني واخلي .
 
۳ / دتاريخي حوادثو په وړاندي کولو کښي لوستونکی وطن پرستی ،ملي گټو او نوع پرستی ته هڅوي .
 
۴ / که يې اثار او مقالې دقیقي ولوستل شي داسي څرگندېږي چې په نړئ کي بشري روابط ،راکړه ورکړه .دانساني چاپيريال ټول اړخونه په رڼو سترگو گوري ،د ژوندي حقايق که تر خه او خواږه وي تر لوستونکی پوري رسوي .
 واقيعت دادی چي تر اوسه دسيستاني قلم اودټولنيز چاپېريال دوديز ه،فرهنگي او سياسي فضا يودبل په مقابل کښي زور سره وهي .
 
۵ / سيستاني په خپلو تاريخي اثارو کښي زموږ دهيواد او ټولني ډير تاريک او يا هير شویو مسايلو څېړلو او ليکلو ته پاملرنه کړيده ،هغه داسي علمي ليکني کړي چې تر اوسه بل تاريخ پوه او ليکوال لخوا نه دي شوي دبېلگې په توگه د: شيوه های بهره برداری از زمين و آب در افغانستان قرون وسطی ، مناسبات ارضی و شيوه های برخورد به مسأله زمين و آب درافغانستان دهه های ۷۰ و ۸۰ قرن بيستم ، رستاخيز قندهار و فروپاشي دولت صفويايۀ ايران ،يک نگاه انتقادي بر جلد اول ودوم افغانستان در مسير تاريخ ،خيزشهاي مردم قندهار،هرات ،سيستان ، علامه محمود طرزی و نقش او در احياء جنبش مشروطيت و استقلال افغانستان، او داسي نور اثارو نومونه يادولاي شم .
 
۶ / سيستاني يوله هغو تاريخ ليکونکو څخه دی چې دافغاني ښځو دژوند ډول او زموږدهيوادپه تاريخ کښې يې دهغوي قهرمانۍ له نظره نه دي غورځولې ،دهغوي دحقوقو دکلک ملاتړی او مدافع په توگه يې يو شمير مقالې ليکلې او پدي ورستيو کلو کښي يې يو باارزښته کتاب د(( سيماي زن افغان در تاريخ )) په نامه چاپ شو ،تر کومه ځايه چې ماته معلومه ده پدي لار کښي په نورو څېړنو هم مصروف دی .
 
۷ / په خپلو ليکنو کښي درياليزم ،دقت اوزړورتيااوله تعصب نه خلاص دريځ دمسلک پيروي کوي .
 پدي ورستيو کښي دجنگسالارو ،دروغجنو قهرمانانو ،دافغانستان دنامه ددښمنانو ،او پاکستان دمداخلو اودواړو هيوادو تر منځ دتاريخي لانجې دحل په هکله يې نظر او دريځ دافغانانو لپاره دوياړ خبره ده .
 که سيستاني صاحب پدي ملامتيږي چې يووازي دپښتنو او پښتون قوم نه دفاع کوي ،او يادافغان او افغانستان له نامه نه تيريږي دا شخصي سمپتي نه بلکه دادهغه علمي دريځ دی چي دهيواد ديوه عالم او تاريخ پوه په توگه يي بايد ولري . هغه په خپلو زياتو اثارو کښي دهيواد دټولو پرتو قومونو ، ژبو او مذهبونه دفاع کړې ده دهغوقومونومربوط کسانو کارنامي يې ستايلي او خيانتونه يې رټلي دي .
 داچې پدې وروستيو کښي څو دگوتو په شمار کسان دچار چاپير گاونډيانو داستخباراتي شبکو ،بنسټپالو گوندونو او نوروډلو ټپلو په هڅونه دهيواد دغوڅ اکثريت پر خلاف سپکي سپوري په مجلو ،ورځپاڼو او ځينو انترنټ پاڼو کشي ليکل کيږي ، تاريخ واقيعتونه تحريفوي ،دروغجن او نارواتبليغات کوي ،غواړي په خپلو دغو ناوړه او افغان دښمنه هڅو اوتلاښونو وروڼه قومونه يو دبل په مقابل کښي راوپاروي تر څو ددوي وبهرنيو بادارانو ته زموږ په هيوادکښي دهرډول لاس وهنواو سياست ددکتې کولو امکانات برابر شي . ښاغلۍ سيستاني ديوه عالم او تاريخ پوه په توگه دامسؤليت اورسالت لري چې هرڅه وسپړي او حقايق هيوادوالو اونړيوالو ته څرگندکړي ؛ پدې اساس په ځغرده ويلاي شم چې دسيستاني دا ډول ملي او علمي دريځ دمنفي ملي گرايي معنا نلري ،دا ملي دريځ دی ،دخپلو خبرو دپخلي لپاره دومره ويلاي شم که دډله ايزو رسنيو ټولو ډولو(شفاهي او چاپي) تبليغات وڅېړو دابه راته څرگنده شي چي په هيواد کښي دټولو پرتو قومونو غوڅ اکثريت ددغو سياسي تاجرو سره هم ږغۍ ندۍ .
 ټول هيواد وال پدې ښه پوهيږي چې دا هيواد دټولو اوسېدونکو قومونو گډ کور ،اوپه گډه ئې ټول پراته قومونه دجوړېدومسؤليت پغاړه لري ،هر قوم ته بايد ددوي دشمير په اندازه برخه ورکول شي ؛ هيڅوک بايد ځانته داحق ورنکړې چې په ډول دډولونو ديوه اويابل قوم ،ژبې او مذهب سپکاوی وشي .
 سيستاني صاحب سربېره پردې چې پر تلاښه ليکوال دی په زياتو هغو علمي غونډو او کنفرانسو کښي يې برخه اخيستې کوم چې دافغانستان په اړوند جوړ شوې اودته بلنه ورکول شوې ده .هغه په يو زيات شمير سمپوزيمو ،سمينارو ،ملي او بين المللي علمي غونډو او کنفرانسو کښي برخه اخيستي او هلته يې علمي مقالې لوستي دي ، ددغو محفلو شمير تر ((
۱۷)) پوري رسېږي .
 دسيستاني شهرت او محبوبيت دهغه دبې ساري بې پرې علمي تلاښ او زيار پايله ده اوس دنړئ په هر گوټ کښي افغانان دهغه له نامه او دريځ سره پوره اشنايي لري .
 د امريکا دجورجيا دايالت نه دنوي هيلي يوې لوستونکې مينا شکور په رالېږل شوي برېښڼا ليک کښي ليکې : ازطريق انترنت اطلاع يافتم که درشهر مالمو انجمن علمي وفرهنگي افغانها ميخواهد بخاطر قدرداني و بزرگداشت از شخصيت علمي ،نویسنده،مورخ و محقق شهیر کشورما، کاندید اکادیمسین اعظم سیستانی محفل برگذار نمايند ،من منحيث يک خانم افغان که دلم هميش براي وطن وافتخارات هموطنانم مي تپدنهايت اين اقدام را گرامي ميدارم و براي برگذار کننده گان ان تبريک ميگويم او ازدربار خداوند متعال براي شان موفقيت ارزو ميکنم .
 بايد گفت که من بوسيله يي صفحات نوې هيله که ازطرف همين انجمن نشر ميشودچهار سال قبل يک دوستم در امريکا برايم فرستاده بود اشنا شدم واز ان ببعد ،مقالات ارزشمند اين استاد دانشمند را در صفحات انترنت مطالعه مينمايم . من با استفاده از فرست منحيثیکی از علاقمندان و خوانندگان آثار جناب کاندید اکادیمسین سیستانی طول عمر پربار تر سلامتی و خوشبختی و حوسله يي فراوان برای شان از بارگاه خداوند تمنا می نمایم .
 زموږ يو بل هيواد وال ليکې :

ګرانه غمخور صاحب !
 خپل دميني ډک سلامونه اوپيرزويني تاسو اوټولو دوطن نه ليري خوندو اووروڼو ته وړاندي کوم ،په سويډن کښي دافغانانو دعلمي اوفرهنګي مرکز ددي ټولنيز او ښکلي نوښت ستاينه کوم ،چه داسي يوه غونډه مو دښاغلي کانديد اکادميسين استاداعظم سيستاني په وياړ جوړه کړيده . کله چه خواره واره افغانان په پرديو ملکونو کي داسي ټولني اوغونډي جوړوي او خپل کار اووظيفه پريږدي اودليروښارونو څخه راځي او يوځای کيږي اوددغسي علمي اوفرهنګي غونډو سرشته اوبندوبست کوي ،په رشتيا سره اسانه کار نه دي بلکه دالويه قرباني اوخدمت دی .
 کومي څوکرښي چه مي دافغاني کلتور په هکله ستاسوسره شريکي کړي ، علمي څيړنه اودمقالي نوم نه ورکوم بلکه ستاسو سره دهم ږغي يواحساس شريک کوم ، چه تاسو يوازي نه ياست دلته په وطن کي ستاسو دټولو هلوځلو ستاينه کيږي او ټول فرهنګي اوعلمي کړني په خاصه علاقه سره دانترنيټ له لاري تعقيبيږي .
 په اخر کښي دکانديد اکادميسين اعظم سيستاني دټولو څيړنو درناوي کوم او دغونډي جوړونکو ته دزړه له کومي مبارکي وايم.

 په درناوي
 ۲۰۰۶.۱۱.۱۷
 ولي شاه طبيب
 کندهار افغانستان

    دسيستاني صاحب دوروستۍ ليکني ((د جوړېدونكي جرګې پايلي، د تروريزم سرچينه چيري ده؟)) ژباړونکۍ سلېمان جالب ليکې : استاد كانديد اكاډمېسين محمداعظم سيستانى يو له هغو ويښو او باضميرو افغان ليكوالو څخه دى، چي كه څه هم له هيواده بهر دى خو د افغانستان حالات له نيژدې څاري، او وخت پر وخت د ځينو ملي مسايلو په اړه خپلي ليكني په انټرنيټ او ځينو چاپي خپرونو كي خپروي.
 داچي اوس_اوس افغان حكومت او پاكستان د امريكا په غوښتنه د افغانستان له وروستيو ناكراريو څخه د وتلو په اړه د پولي د دواړو غاړو له قومونو څخه د يوې ګډې جرګې د جوړېدو تكل كړى دى، استاد سيستاني په دې ليكنه كي د دې جرګو د پايلو په اړه ژور تحليل كړى دى .
 دپاکستان دهريپور
۲۰ لمبر کمپ څخه زموږ يو هيواد وال سيدالرحمن ليکي : خبر مي تر لاسه کړ چي تاسو دسيستاني صاحب او ځوانانو سالمي روزني په خاطر کنفرانس لرۍ زه ستاسو داحرکت ستايم او کور ودانۍ درته وايم ،بايد وليکم چي زه ستاسوسره بله کومه مرسته نشم کولاي تنها که مو ديني او يادعصري علومو کتابونه پکار شول زه به يې دروليږم .
 غواړم په زياته خوښۍ اودمنني داحساس په څرگندولو سره دگونډي درنو گډون کوونکو ته اعلان کړم چې دسيستاني صاحب په وياړ غونډي په ادرس موږ ته دنړئ له يوشمير هيوادوڅخه دفرهنگي ټولنو او علمي شخصيتونو پيغامونه رارسېدلي دي . دوخت دکمښت له مخي به ستاسو په اجازه زه يووازي دڅونومونه واخلم : داطريش نه د افغان ولس کلتوري ټولني ، له کابل نه ټولني دسلام فرهنگي ټولني دمشر ، له المان نه خليل اله معروفي ، ښاغلي زرين انځور په جرمني کښي دافغانستان دکلتوري ودي ټولني مشر له ننگرهار ،له هالنډنه دسلام فرهنگي ټولني استازي پوهنوال رسول باوري ...........
 زه ښاغلي سيستاني صاحب ته په سويډن کښي دافغانانو دعلمي او فرهنگي مرکز او دوستی فرهنگي ټولني دمشرتابه جرگو په استازيتوب دلوي څښتن له دربانه يوځل بيا هم ښاغلي سيستاني صاحب اودده درنې کورنۍ فرد فرد غړو ته دښه صحت اولازياتو برياوو هيله کوم . خوښ اوسی .

_____________________________________________

 دمحترم کانديد اکادميسين دمننې وينا متن :

 گرانو وطنوالو، درنوفرهنگپالو زما پښتنې او افغانی ښې هیلی او مینې در واخلئ!
 
 زه دهغوټولولیکوالو ,پوهانو اوفرهنگی ټولنو له پیغامونو او لیکنو څخه چی زما په آدرس ئی لیکلی او دلته ولوستل سول ، دزړه له کومي مننه کوم مننه کوم اوستاسی ددې قدر دانۍ، او فرهنگ پالنې څخه تشکر کوم تاسو ټولو ته کور ودانی وایم .
 تر هغه خای چې ماته معلومه ده،دا ستاسی لمړنی محفل نه دی چی پکې د یو فرهنگی شخصیت درناوی کیږی ، بلکی په تیرو کلونوکی هم دغسی محفولونه تاسی دخپل فرهنگی او اجتماعی شخصیتونو د درناوې په خاطر جوړه کړي دي او د خپلوښو احساساتو په څرګندولوسره مو د هغو څخه درناوي کړی دي . دا کار ددې معنا لری چی پښتانه اوس دملی شعور دې درجې ته رسیدلی دي چی دخپلوفرهنگی، اجتماعی اوملی شخصیتونو درناوي وکړی او هغوته داحترام په سترګه و ګوری .
 ننۍ محفل هم دپخوا په شان ستاسو د نیکو احساساتو او دنیکوهیلو اوپیرزوینې هنداره ده ، او زه ئی متیقن کړم چې دا لوی قوم اوس پخپل بد اوښه تر پخوا ډير ښه پوهیږی اوهیڅکله به د زور په مقابل کی تسلیم نشی ،همیش د خپل استقلال ، ملی حاکمیت او ملی هویت یعنی دافغانستان دنوم اوپایښت څخه لکه دخپلو با غیرته او باعزته پلرونو په شان په زړورتیا او سرشیندنه سره دفاع کوی او هیڅکله به حاضر نشی چی داخلی دښمنان ، دا دلستوڼی ماران په دی بریالی سی چی زموږ دخاوری تاریخی نوم په "خراسان" او بل څه بدل کړی. او یا د "افغانستانی" په پلمه زموږ ملی هویت او ملی وحدت ته صدمه ورسوی .
 موږ دخارجی د دښمنانو څخه گیله نلرو خکه چی دوی خپلی منافع زموږ په بی اتفاقی او کمزوری کی وینی، خودداخلی دښمنانواو غولېدلو یعنی دخپلو هغه وطندارانو څخه گيله لرو چی د پردیو په لمسون ، کله دفدرالیزم شعارونه ورکوی ، او کله دافغانستان نوم په خراسان بدلول غواړی او چی وینی دافغانستان خلک د دوی په دی سُرنا غوږ نه نیسی، نوئی "دافغان" دکلمی پر خای د"افغانستانی" دکلمی رواجول غواړی، چی دا تلاښ هم هیڅ ځای به و نه نیسی . خو ددی ټولو هلوځلو موخه دادی چی په خلکو کی نفاق اوشقاق واچوی او له دې لاری گران افغانستان تجزیی خواته پوری ووهی ، گوندی د هغوی باداران داموقع پیدا کړی چی ددې خاورې کومه ټوته ولجه کړی ترڅو دوی دخپل بادارانوپه مقابل کی مخ توری نه وی . خو دوی به دا آرمان گورته یوسی او هیڅکله به خپلی دغه شوم نیت ته پلي کولوته ونه رسیږی .
 افغانستان دافغانانو پلرنی ټاټوبۍ دی. زموږ پلرونو ددې نوم دپایښت په خاطردری ځلې انگریزانو ته او یوځلی هم شوروی ابرقدرت ته ماتې ورکړې دي . همدا اوس بیاهم د کاپیتالیستی لوی ابر قدرت امریکې په مقابل کی دخپلي آزادی ، ملي خپل هويت او عزت دساتولو په خاطر جنگیږی او موږ وینو چی ددې باتور او با غیرته قوم سره بل څوک دې قربانی ته نه حاضریږی .په دی حساب موږ ویلای شو چي ددې خاورې اصیل بچیان او اصلی خاوندان هغه څوک دي چی د پردی ځواکونو په مقابل کی جنګیږی ،ځان قربانوی خو غلامی او دبل چا باداری پرځان نه منی .
 په پای کې زه دښاغلی غمخورصاحب او دده دملگروپه سويډن کي دافغانانودعلمي او فرهنگي مرکز او دوستی فرهنگي ټولني دمشرتابه او فرد فدر غړو څخه چی ددغی پرتمینی غونډی په سمون اوتدویرولوکی يې ډیرزیار ایستلی دی ، د زړه له کومی مننه کوم او دوی ته دلا بریالی توب هیله لرم . په درناوی
.

________________________

د غونډې ځینې انځورونه:

.

 

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<