www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

 

محمودهوتک کابل

له سیافه تر دوستمه

   افغانانو د تیرې جمعې په ورځ که دننه وه که بهر دمجاهدینو (!) دمشرانو دیو لوی تظاهر او دګڼو ګیرورو انځورونو دلیدلو شاهدان وه.   په بڼه کې خو دا دملي مصالحې د منشور په ملاتړ چې د همدوی په نامبارکو لاسو لیکل شوی واټونو ته راوتلي وه، خو په حقیقت کې دا د ( یک تیر چند فاخته) کیسه وه چې یوه موخه یې ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه دهمدوی په مبارکو فتواګانو د وران شوی کابل ښار اوسیدونکو ته د سترګو زهر ورښکاره کول وه چې نور دې دمجاهدینو په لاس دښار دړنګیدو خبره نه کوي داځکه چې دمجاهد سره مخالفت په لومړي سر کې د اسلام سره مخالفت دی او که دا کفر هم څوک په ځان مني نو دزور سره خو مو څوک بیا سیالي نشي کولای .

  • دې لاریون او په حقیقت کې ګواښ دا وښودله چې جهادي مشران له سیافه تر  دوستمه کولای شي دځانګړو  پیښو په وړاندې سره یو موټی شي او له یوه ګریوانه اووه سرونه راوباسي .

  • لاریون وښودله چې اخر  د دموکراسۍ قصابان هم له دموکراسۍ نه خپل تعبیر لري او هغه داچې که دا اووه سرې بلا په قدرت کې شامله وه نو ثبات شته او که نه نو بیا ټول پوهیږي چې څه به پیښیږي ...

  • لاریون وښودله چې پیسې او پټې وسلې څومره اغیزمنې دي، خلک دهمدو بربنډو پیسو او پټو وسلو په مټ دټول هیواد څخه پلازمینې کابل ته لیږدول کیږي او دهغوی په لاسونو دګیرورو انځورونو او دکابل د ښاریانو د وژونکو له شرمه ډکه ننداره وړاندې کیږي .

  •  د لاریون سروالانو وښودله که مصالحه دټولو په ګټه وی نو دا رهبران(!) یې نه مني خو که د دوی په ګټه وي او دوی ته دمحاکمې له ویرې روحي آرامي ورکوي نو بیا ورته پيسې او امکانات لګوي او دبې خبرو افغانانو په لاسونو خپل کرغیړن انځورونه ورکوي چې دوی خلکو ته  دسولې پتنګان وروپیژنی.  پداسې حال کې چې یو وخت یې ملی مصالحه، لویه جرګه او انتخابات  دکفر  توطیې ګڼلې او د هر څه په ړنګولو او سوزولو یې ځانو ته جنتونه ګټل او اوس دا ټولو ته وایي ( ما درست عمل کردیم).

  •   لاریون داهم وښودله چې دبشر دحقونو ریښتیني پایمالوونکي څوک دي او ولې وارخطا او دومره لالهانده دي ( اخر دزد سر خود پر دارد).

  •   خو لاریون داهم ښیي چې جهادي مشران دروان سیاسي بهیر په وړاندې لا یو ګواښ دی چې دپامه غورځول یې دومره اسان هم ندي .

  •  خو دلاریون تر ټولو په زړه پورې ننداره داوه چې کمونست دوستم د وهابي سیاف د جهادي ورور په جامه کې خو دواړه  پر  بشري حقونو د تیري په تور تورن اوږه په اوږه ولاړ  وو ( ګرانو وطنوالو مبارک مو شه).

   دلته یوه کیسه را په زړه شوه چې ویل یې بې ځایه نه بولم:  یوځل ما په مسکو کې دښاغلی محمد عارف صخره (په نهضت فراګیر ...کې ددوستم استازی) سره چې هغه مهال په مسکو کې ددوستم استازی وه ولیدل نوموړی ددوستم نه په ډیر احترام او اکرام سره دیادونی وروسته غوښتل زما څخه څه واورې، خو ما ورڅخه وپوښتل چې دستاسو په نظر ددوستم او مسعود تر منځ څه توپیر شته ؟  ده په ډیره حیرانتیاسره راوکتل او د پوښتنې په ځواب کی یې راته وویل دوستم یک روشنفکر و رفیق حزبي ماست، و مسعود یک تروریست و اخوانیست .

     په همدې لړ کې یوه بله کیسه داسې وه چې دمجاهدینو د واکمنۍ په همغو لومړنیو میاشتو کې شفیق الله توده یي د بریالي د فرکسیون ددوهمې څیرې په توګه دمسکو په سفر  راغلی وه او دوی ته هم دمجاهدینو دواکمنۍ لومړنۍ میاشتې دعسل دمیاشتې کم خوند نه درلود، دوطن ګوند یوه غړی ترې وپوښتل چې ولی مو خپل حاکمیت مجاهدینو ته مفت ورتسلیم کړ ؟!  ده په ځواب کې ورته ویلی وه چې ولې دې روحیه دلاسه ورکړی په کابل کې خو قدرت اوس هم زمونږ سره دی، که وغواړم همدا اوس کولای شم په دوستم امر  وکړم او ټول قدرت بیرته زمونږ ګوند ته انتقال کړي، خو پریږدۍ چې مجاهدین پخپلو منځو کې سره ښه وخوري په  پای کې قدرت پخيله زمونږ  دی.  خوکله چې دګوند غړي ورغبرګه کړی وه چې نو که داسی وي چې په کابل کې واکمني د تاسو ده نو په کابل کې چې دا دومره وینې توییږي او دا څه جنایتونه چې کیږی مسئول یې تاسو یاستۍ؟  او بله داچې همدا تاسو واست چې په دوستم مو  امر  وکړ  چې  د نجیب الله رژیم رانسکور کړي؟  نو بیا چوپ پاتې شوی.  نا ببره نه وه چی کله دوستم په کال  ۱۹۹۴ کې مسکو ته تللی وه دځینو افغانانو سره دلیدنې په ترځ کې ویلی وه چې  ... اینها بودند که مرا به جنګ با هرکس کشاندند و همه را دشمن من ساختند، اخر  خود شان  ګریختند ومن  را تنها ماندند ... . 

     نه پوهیږم چې اوس به ښاغلی صخره او توده یي دګوند غړوته د روښانفکر(!)  دوستم او شمشیر حزب په هکله څه وایي؟   د محمود بریالي دجنازې سره له اروپا څخه راغلی پلاوي په ګذارش کې هم په ډیر برم او ویاړ دښاغلی محقق دمیلمستیا څخه له یادونې وروسته دښاغلی دوستم سره دلیدنې کتنې قطعه دلوستونکو مخ  ته اچول کیږی او داسې څرګندیږي چې که قانوني د ختم مراسمو ته و رغلی وه، او که محقق په مړه ګیډه خواړه ورکړي وه نو دوستم خو رفیق حزبی وه هغه هم ایل داره شین چای پرې څکلی وه او داټول په دې مانا دي چې  اوس هم په کابل کې قدرت زمونږ سره دی او که امر  وکړو نو داځل به د دوستم سره یو ځای محقق او قانوني هم ارګ ته زمونږ  په انتقال کی مرسته وکړي .

    ددې کیسو څخه زما موخه داوه چې ووایم زمونږ ځینې دچا خبره دو اتشه چپیان دمجاهدینو(!)  دځینو درواغجنو پروفیسرانو(!) څخه هم خدای بې عقله کړه چې فکر کوي دموکراسي پلوه او مدنیت پلوه کولای شي د مدنیت  د ښمنو سره یو شي او د هغو سره نه یوازې داچې داړیکو دساتلو څخه ډډه نکوي چې برالا ورباندې ویاړي.  دوستم د سیاف تر خوا او شا روان دی خو ځینی بې خبره لاتر اوسه ورته شمشیر حزب وایي او لاتر اوسه دمحقق دمیلمستیا ارګمي وهی او خدای خبر  چې څومره نورو به ورته میلمستیاووته ګیډې په اوبو کې ایښې وي دا ټول یانې څه ؟  پدارنګه کړو وړو څوک ډاروئ ؟  زه  خو د دا رنګه لوبو پایله دلوبغاړو ډلو لا سپکاوی بولم او بس .

   حقیقت دادی چې په هیواد کې اوسنی اصلي تضاد کوم طبقاتي، ملي او یا ژبنی تضاد نه دی بلکې اوسنی تضاد د ارتجاع او ارتقاء دپلویانو ترمنځ تضاد دی.  په افغانستان کې د دوی تر منځ یوه روښانه سره یې بولی او که شنه کرښه ویستل شویده، د ارتجاع پلویانو دادی دجمعې دورځې په لاریون کې وښودله چې د کرښې یوې خواته ولاړ دي شمشیر بران حزب  دوستم  او شمشیر بران اسلام سیاف اوس دپنجشیري صاحب په وینا هم کاسه و هم پیاله دي.  دردوونکې حقیقت دادی چې دکرښې بلې خوا قوتونو خپل ځای ندی نیولی او ځینېي، ځیني دکرښې دواړو خواووته دزړه په بایللو دکوم برزخ پیداکولو په لټه کې دي چې دابرزخ نشته .

   د دموکراتیکو قوتونو دارتجاع دپلویانو سره کلی نه کیږی،  دا خپلوي او ګاونډیتوب دعقیدتي ارزښتونو په رڼاکې نا شوني دی.  دوستم، سیاف او نکتایي لرونکي اخوانیان پخپل ځای پریږدئ، راشئ خپل وخت او شوونتیاوې د کرښې دبلې خوا دقوتونو په راټولولو ولګوو د ارتقاء په پلویانو !  دا کار  په  ټولنه کې دښمنی منځ ته نه چې سیاسي انډول او سیالي چې دټولنې د پرمختګ لامل ګرځي منځته راوړی .

   ځینې کسان دافغاني ټولنې د اوسني پیر  د واقعتونو څخه په سترګو پټولو، بوخت دي د روښانفکرانو تر منځ ګیډې څخه اختلافونه راباسي او بیا یې دومره پړسوي چې ګواکي که هر څه داختلاف په نامه شته نو همدادي، ځینې تر اوسه په پرچمي پروړې شخوند وهي او بیا ځینې دخلقیتوب طوق لعنت په غاړه ګرځوی.  حقیقت دادی چې داډول کسان په پرون کې چې زمونږ دګوند دتاریخ یوه نامبارکه پاڼه ده ژوند کوي او دنن سره هیڅ اړیکه نه لري .

    دغه دی مونږ د هیواد په دننه کې هر څه په  رڼو سترګو وینو چې اختلاف کوم دی او دچا ځای چیرته دی، خو زمونږ یارانو  په اروپا او امریکا کې دخپلو دخیالونو په نړۍ کې داختلافونو خیمې پورته کړی او دهمغه ځایه دغرض او مرض لاسونه رااوږدوی او نه پریږدي ترڅو دوطن ګوند ټاپوګانې سره نږدې شي او د هیواد په روان سیاسي بهیر کې خپل تاریخي هوډ او رول سرته ورسوي .

   دګوند تیر تاریخ او ځینو اغیزمنو څیرو تیرو کړو وړو په پام کې نیولو سره ددې تریخ حقیقت سره مخ یو چې دوطن ګوند دټولو ټاپو ګانو په یوه سراسري او یو موټي ګوند کې بیا راټولیدل لږ تر لږه اوس مهال نا شونی دی، خو دا په دې مانا نده چې په یوه بڼه کې  د راټولیدو دپاره له اره بل محور نشته.  مونږ وینو چې دکرښې اخوا هم یو ګوند او یا تنظیم نده، هغوی هم کله نا کله د ډیرو لنډ مهالومصلحتونه سره یو ځای کوي او که نه هغوی زمونږ  نه ډیر  پاشلی او تاریخ وهلي دي.

 

داوه له سیافه تر دوستمه پیغام
په درنښت

 

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<