www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:12.07.2007


محمدامين بسمل

تنگ موكړم په جنگ موكړم

   له ټولوشازلموپښتنو، قلموالو باتورو مېړنو او په خاص ډول له هغو ورځپاڼو، ويبپاڼو او نورو خبري رسينېوچلوونكوڅخه قربان شم كوموچه په دې حساسوشيبو كي شپه او ورځ په ځان يوه كړې او د مظلوم پښتون قام د نجات لپاره نارې او سورې وهي!

خوږوولوستونكو!
باور وكړئ چه د بشر په ټول تاريخ كې زموږ سرلوړى او باشهامته قام دومره وكړيده چه حد نه لرې حد، او په دومره سپين سترگي ورسره جفا كېږي لكه په هغه متل كې چه وائې موږدې هم غله ېو خو تا دی خداى را جوړكړي؟؟؟؟
 
هو! دا ولې او د چا له لاسه؟

واضع خبره ده چه په لومړي گام كې له خپله لاسه
!

   تبصرې ته اړه نشته خو په لنډو كې دومره وايم چه پردېو ايډيالوژي گانوتباه كړو. څو ډوله گوندونه مو جوړ كړل، په هر يو وگوند كې بيا نو له خپل ځان څخه راضي كسانو ډله او ډله بازۍ رامنځ ته كړې يو او بل ته ئې مورچلې پرانيستلې او په لوى لاس ئې په خپل تن اوربل كړ مثلاٌ:

   د۱۳۶۰كال په لومړيو كې مې په كابل كې يو سپين ږيرى چه له سټو كنډو څخه راغلى ؤ وليد څه سر به مو خوږوم خو د جگړو حال ئې راته بيان كړ.  وېل ډير زيات دولتي افسران او سرتيري د مجاهدينو له خوا ونيول شول هغه كوم چه شناخته او زموږ د سيمې ؤ لكه پلانى او پلانى دا خوئې له واره له تيغه تير كړل بيا الوتكې راغلې بمباري وشوه، يوه جيټ الوتكه رانسكوره شوه او پيلوټ ئې چه پښتون ؤ په همهغه شيبه بې له پوښتنو ووژل شو، پاته شول دا نور نا اشنا افسران اوسرتيري لكه ازبك، تاجك، هزاره او ځينې نور دا يوڅه موده اسير پاته شول خوبيا وروسته په داسي ډول خوشي شول چه هر يووته يويو جوړ نوې دهغوى سيميزې مکملې جامې هم سوغات وركړل شوې.

   كه ريښتيا درته ووايم په دې خوښ شوم چه اسيران ئې پريښودل او لا ډير خوښ خو په دې شوم چه د پښتني لوړ فرهنگ په رڼا كي ئې جامې هم ورته سوغات وركړې وې خو په دې مې سخت ټكان وخوړ چه دا خپل پښتانه ئې يو لاژوندى نه ؤ پرې ايښى اوس نو ددې جهاد قضاوت ستاسو په لاس؟

   دا ؤ يو وړوكى مثال نور د سترگو ليدلي حالات به په نورو ځايونوكې له هرچا سره جلا جلا وي لنډه ئې داچه دومره موځانونه له خپله لاسه  ناتوانه كړل چه اوس دځنگله شغالان هم په موږ باندې ملنډې وهي.

گرانو وروڼو!
  
په هرصورت وارخطا كېږۍ مه فيل كه مړهم شي يوزنگون اوبه ئې په نس كې ولاړې وي. اوس خو ټولې نړۍ ته ښه پته ولږيده چه پښتانه څوك دي.  كه كورونه ئې راوسوو، دېوالونه مو پاخه شول نور نو راځئ چه دا پاخه ديوالونه په ميړانه وساتو، راځئ ټولې پردۍ ايډيالوژۍ له همدې پخو ديوالونو هاخوا وغورځوو او نور نويو موټى او د يوه اتل او مخور مشرلټون وكړو، له نړيوالې ټولنې سره مله، او د سليم عقل له مخې د خپل كور واك پخپله ترلاسه كړو. اور خو هسي د پښتون او د بهرنيو سرتيرو په سر بلېږي. هر څومره چه جگړه اوږديږي هغومره د پښتون غميزه لا پسې اوږديږي.

ښاغلي كرزي صيب!
  
جدي هيله درڅخه كووچه په دې حساسو تاريخي شيبو كي ژر تر ژره وسلوال مخاليفين راخپل او د پرديو جاسوسي شبكو له اغيز څخه راوباسي، نور نو د مصلحت ترعنوان لاندې له هر كس او ناكس سره معامله دجرم له پولو څخه وراوړي، ځكه چه هغوى ټول ستاسو د ژوند، حيثيت، قام او گران كړيدلي هيواد غليمان دي، نوره مو خوښه خپله كه د گران هيواد په ځلانده تاريخ كې اتلولي غواړې او كه تر بل هرچا بده بدنامۍ.

   همدا اوس اوس هم ازادي راديو اورم او هم دا مطلب ليكم. له عليشاه پكتياوال سره مركه روانه ده. هغه بيگاه شپه په كابل كي د هيواد د غليمانو له ډزو څخه روغ جوړ راووت او بيا ورته د شپې په دوو بجو تيليفوني ويل شوي دي چه د ډليزو قبرو له پلټنې څخه لاس واخله او كه نه كه زرتنه وي يو زر او يو به شي او كه سل زره وي نوسل زره او يو به شي. مانا داچه ته به ورسره شميرشي.

    خبره ښكاره شوه چه قبرونه دپينځو كلونو په جريان كي رامنځ ته شوي دي. اوس نوپه دې ويريږم چه سبا به ئې په تا در تاوان كړي وي، ځكه چه دا له تا راتاو ياران افغان ولس ته مختوري، تاريخ ته دروغجن او شرميېدلي كسان دي. دوى هم د جهاد ناري وهلي او هم ئې له روسانو سره د سولي او همكاري تړونونه لرل اولري يې. موږ د هيواد د ټولو سپيڅلو او سيدونكو درناوى كوو، ددې هيواد زامن ئې بولو، خو دا جنگي مجرمين، ټوپكيان، د مخدره موادو سوداگر چه تاسو ورسره مصلحتونه كوئ هيڅكله د افغان ولس استازي نه شو بللاى.

ښاغلى ولسمشر!
  
تاسي او خداى تر غوږو په وينو سرو ته څه نه وائې، خود دوى په خوله اصف ننگ په يوه ژورناليسيكي تيروتنه زندان ته لېږي؟  دبنگړو شرنگ د ښځو په لاسونو او د زولنو شرنگ د ميړنيو زلميانو په پښو او لاسونو كي خوند كوي.  كه دهيواد غليمان داهڅه كوي چه د ننگ په شان زموږ د درنو پښتنو شخصيتونه راترور كړي، په دې بايد ځان پوه كړي چه د دی ناوړو هڅو په نتيجه كي به دا ښكلي پښتانه اتلولي ته هم ورسېږي. 

په اخير كي د هيواد د ختيځو سيمو له گرانو ژورناليستانو څخه مننه كوم چه نن ئې په ښكلي ننگرهاركي د ننگ ازادي له ښاغلي  ولسمشر څخه وغوښته.  زه يو ځل بيا له كرزي صيب څخه هيله كوم چه د مهرباني له مخې ننگ را پرېږدي.



 

داستاځواني ډول كوي له پښتونواله سره؟؟؟
 

خوږولوستونكو!

مخكې له دې څخه چه په ځواني اوپښتونواله څه وليكم اجازه راكړئ لومړى څواړينې خبرې اومثالونه تاسوته وليكم.

موږاوتاسوهره ورځ ډول ډول ټولنيز،علمي،اقتصادي،ادبي اوبېشمېره نورمطالب په ورځپاڼو اووېبپاڼوكې لولواوياخويې له نوروخبري رسينېوڅخه اورو.

منم چه د پورتنيومطالبوپه وړاندي كولوكې هرچاترخپله وسه زيارايستلاى دى كوريې ودان خوزما گيله له يو شميرهغوليكوالانوڅخه كيږي كوم چه په حساسو شيبوكې دلټۍ په بسترپراته دي دوى په اخلاقي او حقوقي لحاظ ترپوښتنې لاندي راتلاى شي مثلاٌ:

يوڅوك ديووعمل په كولوسره ديوو جرم مرتكب كيږي خوبل څوك دعمل نه كولو په صورت كي مرتكب دجرم گرزي مانا داچه په روڼو سترگومرتكب ته گوري په داسې حال كې چه كه دى يوعمل وكړي نوكولاى شي چه له جرم څخه مخنيوى وكړي.

ياخوهمداكس په يوه بله ترافيكي پيښه كې لومړنۍ مرسته له ټپيانوسره نه كوي. بده خولا داده چه نه پخپله لاس په كار كيږي اونه بل څوك ورته راخبروي له دې څخه لاتربد بدتره خو يې لا داده پسې چه لاروي له لارې څخه چپوي ترڅود ترافيكي  پيښې ځاى ته ورنه شي.

داپورتني مثالونه زموږ په يوشميرهغوليكوالوبرابرراځي كوموچه څوڅوالقاب په تندي ځوړندكړي دي ځكه چه دوى نن سباياخوخاموش،غافل اوياخودنورومخه نيسي. ځينې يې وائې دادپلاني ليكني موږته ضررلري ځينې يې وائې املائي ستونځې لري ځينې نوريې بيا وائي چه دخپل ځان لپاره لگيا دى.

خوزه اوزما غوندې نوركسان له دې ښاغلو څخه هيله كوو چه تاسې چه په ضرر ښه پوهيږئ، ښه املا لرئ او د خپلو ځانولپاره څه نه غواړئ نوبيا دڅه لپاره لاس ترزنې ناست ياست؟

په تاسوخوخلگوحساب كاووخوتاسونه دهيواد په دانننيوسياسي او نظامي كړكيچنوحالاتوليكنې وكړې اونه مو د عادي اوبيگناه وروڼودخلاصون لپاره چه برناحق تېرى ورباندې كيږي،عزت ئې لوټېږي، ځورول كيږي او زندانونو ته وړل كيږي لكه محمداصف ننگ څه وليكل.

نظام، اداره، ولسواكي، زندان او وگړي څه مانا لري؟
څوك، چيرې، ولې او د چا لخوا زندان ته وړل كيدى شي؟

مثلاٌ پوليس حق نه لري چه ددريوورځوڅخه زيات څوك په زندان كې وساتي دا مانا چه په ولسواكو ټولنو كي دهرفرد دحيثيت خيال ساتل كيږي.  خو كه پوليس شواهد اواسناد ورباندې پيداكړي بيا نودڅارنوالي له لارې محكمې ته ليږل كيږي ترڅودخپل عمل سزا دقانون له مواداتو سره برابره وويني.

اوس به راشو زموږپه اصطلاح ولسواكې ادارې ته چه ښاغلى كرزى ئې مشري كوي او ښه ډير مشاويرين هم لري زما پوښتنه داده چه په كوم سياسي او يا جنائي تور ښاغلى ننگ له دوو اونيو څخه لا زيات داستخباراتي ادارې په زندان كي پروت دى؟

نوموړې اداره د چا په لاس کې ده او هغوى تر نن ورځې پورې زموږ له گران هيواد سره كومه لوبه نه ده كړې؟

كرزى صيب!
نور ولايتونه به پرېږدو رابه شو پلازمېنې كابل ته.  په نورو پېښو به دې سرنه خوږوم ځكه چه اوبه چه له سره پورته شي څه يوه نيزه څه سل نيزې!؟

ايا تاسوتر اوسه د سياسي، اقتصادي، اداري او نورو مشهودو جرمنو د مرتكيبينو د نيولوامر صادركړى دى كومو چه لا نړيواله ټولنه له گواښ سره مخامخ كړې ده او كه فقط په خپل پښتون مظلوم مو زور ورسيده؟

ايا زموږدلر او بر خورو او ورو پښتنو وروڼو نارې نه اورې چه دننگ لپاره يې كوي؟

زه دټول افغان له ويبپاڼې چلوونكي څخه مننه كوم چه ننگ ته ئې ويبلاك پرانيستى او د ننگ ښكلى تصوير ئې پكې ځاى په ځاى كړى دى. ما پخوا نه ښاغلى ننگ ليدلى وو او نه مي پېژندگلوي ورسره لرله خوچه دهغه تصوير مې وليد په پښــتون جبين او پښتنو سترگو كي ئې پښتونولي له ورايه ښكاري نو واقعاٌ داسي ځواني له پښتونوالي سره زيب كا داسي ځواني نو بيادكوم بدرنگه غليم په موږ لوريږي؟

ځكه خومې په زړه ديوشمېرخپلوغافلو ليكوالانو له لاسه اوربل شي چه ولي دومره ضعيف وختل؟

په بنډارونو كي خو ښه مصروف دي كه نن ئې ننگ ويووړ سبا ددوى وار هم رارسيږي.

خبره تربنډارونوشوه. څو ورځې دمخه مې په يوه واده كي له دا پورتنيو ښاغلو څخه يو څو كسه ولېدل. مجلس ښه گرم ؤ يووئې ماته مخ راواړو لو او وېويل چه بسمل صيب له ډيرو راديوگانو څخه دې غږ اورو خو دا نن څنگه غلى يې؟

ماورته په ځواب كي وويل چه تاسي كله چاته وار وركوئ!؟  وئې خندل ويل څه وكړو زړونه مو ډك دي ما نوله واره ورته وويل چه زړونه د بنډارونو په ځاى زما غوندې په راديوگانو، ويبپانو او نورو خبري رسينېوكې تش كړئ چه هم خورما شي هم ثواب، هم به موخپل زړه تش كړى وي اوهم به زموږ كړيدلى ولس يوه روحيه او ډاډ ترلاسه كړي منسجم به شي، قوت به شي او د هر ډول ستم په مقابل كي به پاڅون وكړي. بيا به نو هلته درته ووايم چه داستا ځواني ډول كوي له پښتونواله سره!

 

 

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<