www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

 

داستاد زیار د اویایمې کالیزې اوعلمي هڅو د نمانځنې له امله  

 دجواهرلعل نهرو پوهنتون دپښتوڅانګې پیغام

نوی ډیلی  د ۲۰۰۷ کال داپریل دویمه  

    دخوشالې خبره ده چې له هیواد بهرلیکوالو او فرهنګیانو دهیواد د نومیالي استاد ، لیکوال اوشاعر پوهاند دوکتورزیار داویاکالو دتلپاتې خدمتونو په ویاړ دهغه په پرتمین شته والي سره دهغه دعلمي کارونو اوفرهنګی هڅویاد اوجشن نمانځنې ته مټې رانغښتې دي ، استاد زیار زموږ له هغو استادانو څخه دی چې هرڅه یې دخپلې ژبې ، خپل قام له پاره ګټوراودپاملرنې وړبللی ،هغه یې په خورا سخاوت سره موږ ته ویلی اولیکلی دي ، دهغه نوم که څوک یې مني اوکه نه دعلمي څیړنو په داسې لست کې راځی چې هغه زموږ دعصردغوښتنواوزموږدقامی اوملی پیژند پاڼې له پاره دنویوعلمي سرچینوځای اوویاړ لري ، هسې خو هرڅوک څیړنې کوي ، هرڅوک داسې پیوندونه یوپربل پسې پتلیزوي چې یوازې ترچا پ پورې یې خلک انتظارکوي او وایی وبه ګورو ښایی څه پکې  نوي وي ، خو چې چاپ شی ، له سریزې پرته یې نورڅوک لولي هم نه ، په دې چې څه پکې نه وي ، یوازې پتلیزول اوسره اوډل په اوسنې علمی نړې کې علمي کار نه بلل کیږي . پوهاند زیار په دغه ډګرکې لومړنې څوک دی چې داوږدې مودې تجربې اوعلمی کتنواوتګلارو پربنسټ یې زموږ دتیروپوهانوپرپلو باندې خپل قدمونه کیښودل اولاهم په دغه ناپایه تګلوري باندې په خپل علمی سوچ سره بریمن  روان دی.

    زیارپه اوسنې پښتوشعرکې یوازنې څوک دې چې شعریې زموږ پښتون شعري خیال اوشعری خوځون دژباړې له لارې نورو ژبو ته هم ځان ور رسولې او ورسره جوړه کولای شي .

    په نوي ډیلې کې دجواهرلال نهروپوهنتون دپښتوڅانګې استادان اوزده کوونکی استادزیارته داوږده اونورهم پرتمین ژوند هیله کوي . ده ته ، دده ټولو دوستانو اویارانو، اوکورنې ته ددغه جشن له امله دزړه له کومي مبارکۍ وړاندې کوي .

دزیار زیارونه دې زموږ تیاروته څراغونه وي.

دجواهرلال نهروپوهنتون پښتوڅانګه ـ نوي ډیلی ـ هند

 

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<