www.payamewatan.com
     
 

انجنیر عبدالکبیر کاکړ
جرمني  ۱۰/۰۲/۲۰۰۶

ګوانتنامو

ومه د جګو جګو غرو ځلمکۍ

ټوله دنیا راته خپل غر ښکاریده

ټوله دنیا د غره دا شنه لمنه

چه څریدل پکې زمونږ مالونه

پورته په لوړو کې دا شنې شنې څیړۍ

د ماڼوګانو تمام شنه ځنګلونه

         *****

زه د قصرونو نا أشنا

ماته ماڼۍ خپلی خیمې ښکاریدې

زه د نړۍ په اټمونو

په ټانکونو او توپونو

لا خبر هم نه وم

ماته د جنګ وسیله

زما سوټۍ او د غره کاڼي

او یا هم سوک څپیړه

         *****

خو د ملا له خولې نه

چه دقیامت ورځ ده راتلونکې

سوال ځواب د ښو او بدو

دوزخونه ، جنتونه

بله دنیا،ابدي ژوند

له ژوند به واخلو

هلته خوندونه

   *****

چه نا خبره، شو ټکهار

له هرچا ورکه، شوه خپله لار

ژوندون شو ختم، دنیا شوه ختمه

دنیا لا څه چه، عقبی شوه ختمه

پوه شوۍ نه یم، څه پرما تیر شول

هیڅ مې یاد نه دي، هرڅه مې هیرشول

         *****

خو

چه د زخمونو په درد کې ویښ شوم

او بیا په حال، راغلمه

ما وېل چه شکر، خدایه شکر

د صلات له پله تیر شوۍ یمه

په ډیر غرور مې شا او خوا وکتل

نو بیا مې غږ کړ چه : هۍ هۍ !!!

اۍ پهره داره د جنت پهره دا ر !

دا خو د اوسپنو قفس دۍ

ما قصرو ته یوسه !

ما د بهشت، ښکلو باغو ته یوسه !

ملا چه وېلي وه

ما هأغه جنتو ته یوسه !

حورې غلمان راښیه  !

هغه د شاتو او شودو

ډک ډک خومان راښیه !

زه د ًصلاتً له پله تیر شوۍ یمه

زه جنتي، جنتي شوۍ یمه

          *****

ده په ځیر ځیر، په تروه ټنډه

راته وکتل او وئې ویل  :

چه یس یس، ګوانتنامو، ګوانتنامو

زه پرې هیڅ پوه نشومه

چه د ه  څه  وفرمایل

زه پرې هیڅ پوه نشومه

چه ده  څه  وفرمایل

دا وه ګوانتنامو

 

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<