www.payamewatan.com
     
 

ک.کمال
2006-11-04

 

دوه بلنې- یوه ځانګړتیا

 

   دوطن ګوند دغړو دانسجام دموقتو تشکیلاتو داجراییه کمیټې اعلامیه چې په ګوندیانو او وطنپالو سیاسي ډلو دیو موټي کیدو او یوبل ته دنږدې کیدو غږ کوي ٬ پداسې حال کې خپریږي چې په هیواد کې سیاسي او پوځي حالت په چټکۍ سره دویجاړیدو لور ته روان دی چې مرکزي زړی یې دبنسټپالو برلاسی جوړوي. دافغانستان ربړیدلو خلکو چې دجهادی- طالبي بنسټپالو واکمنیو دچاخبره تر پزې رسولی وه٬ نویې دطالب- القاعدې نه دخلاصون په هیله دترهګرۍ پر ضد دپوځی عملیاتو پیل ته ښه راغلاست ووایه اوددوی په شته والي یې په زړه او سر کې دهیواد دسمسورتیا هیلو ځاله وکړه٬ خبره نه اوږدوم غواړم ووایم چې داهیلو اوامیدونو ډیر پایښت رانه ووړ او دغه دی په هیواد کې دنیمې نړۍ دپوځي- سیاسي او اقتصادی شتون سره٬سره حالات کړکیچن او دخلکو په رواني حالت کې دولتي قدرت ته دطالبانو دبیرته راګرځیدو ویره له ورایه څرګندیږی.  دخلکو ګوزاره هره ورځ دلا خرابیدو لور ته روانه ده ٬ په هیواد کې دوه میلونه انسانان دوزګارتیا په وحشي منګلو کې دژوند٬ ژواک توان دلاسه ورکړیدی٬ پدې لړ کې دلږکیو میلونرانو او ډیرکیو خوارانو تر منځ واټن دزمکې او اسمان تر منځ په واټن اوښتی٬ دښځو او دوینا ازادي سمبولیکه بڼه لري٬ خلک وایي هو٬ ښځې ازادې دي خو ددې لپاره چې ګدایي وکړي٬ هو٬ خلک ازاد دی چې هر څه وغواړی وې وایي ٬ خو مقابل لوری هم ازاد دی چې هر څه وغواړی ترسره یې کړي٬ بریښنا او دڅښکلو اوبه نن سبا دکیمیا بوټی دی٬ په دولتي ادارو کې بډې اخستل یو قانوني عمل ګڼل کیږی او څوک یې چې نه خوري په سپکه سترګه ورته کتل کیږي٬ ترټولو دشرم نه ډکه خبره خو لا داده چې ددغو ټولو کورنیو او بهرنیو شونتیاوو سره ٬ سره هیواد دمخدره توکو دتولید او قاچاق دنړۍ سرتاج دی٬ داشرموونکې ماده دطالبانو دواکمنۍ پرمهال په کال کې د200 ټنو څخه دادی دطالبانو په نشتوالي کې پنځه کاله وروسته دچاخبره ددموکراتیک نظام په شته والی کې په کال کې تر 6000 ټنو پورې رسیدلی ده چې پدې توګه ټول ټال دنړۍ په سلو کې 92 مخدره توکي جوړوی٬ همدارنګه په هیواد کې دټول پروپاګندي کمپاین او مادي لګښت سره٬ سره ټوپک سالاران په بشپړه توګه ندی بې وسلې شوی٬ پدې لړ کې دملګرو ملتونو چارواکي د1800 وسله والو داسو ډلو په شتون قانع دي چې هیڅ دولتی مقام او په واقعیت کې هیڅ قانون ته تابع ندي٬ داډلې هره ورځ خونړۍ پیښې رامنځته کوی او دولت لګیادی کمیسیونونه جوړوي اوبس٬ داسې ښکاری چې نیم هیواد دطالب جنګیالیو په ولکه کې وي او نیم پاتې دقوماندانسالارانو په ولکه کې او دکرزي فرمانونه خو دکابل دښار بهر څوک نه لولي. پورتنۍ او دې ته ورته ستونزې په پوره توګه په نښه کول ځانته فصل وباب غواړی خو دلنډې یادونې نه یې زمونږ موخه داده چې مونږ ترې څو پوښتنې راوباسو او داپوښتنې بیا په خپل وار ځواب کړو.کیدای شی پوښتنې داډول وي.

۱ دپورته په ګوته شوي خواشینوونکي حالت لاملونه څه دي؟

۲ ددې لاملونو سره څه کول پکاردی او دادچاکاردی؟

۳ وطنپالې سیاسي ډلې ددې ناوړه حالت په وړاندې څه مسوولیت پغاړه لري.

   زمونږ په اند دروان ناورین لومړني اوپاخه لاملونه٬ قاچاقبران ویره اچوونکي پردي پاله طالبان، دولتي فاسده اوقانون ماتوونکې اداره او دافغان دوښمنو ځینو ګاونډیانو بربنډې لاسوهنې دي. پدې لړ کې کولی شو دامریکا په ځینو برخو کې دوه مخیزه پالیسي هم دناورین دیو لامل په توګه په ګوته شي.

   دناورین ماهیت ته په پاملرنې سره اودهغه دپیژندګلوۍ نه راولاړه شوې بیړنۍ او لومړنۍ دنده دناورین سره مقابله ده٬ خوددې لپاره چې دامقابله دجلا٬ جلا اوپاشل شوو مرکزونونه بې اغیزه پیل نشی نو غوره به داوي چې لوموړی دریمه پوښتنه خپل ځواب ومومي اوهغه داچې دوطن ګوند بیلا بیلو ډلو او ځانګړو غړو ترمنځ له یوې خوا او دوطن پالو سیاسي ډلو ترمنځ دبلې خوا دپوهاوي٬ دعمل اوفکر په ډګر کې ديووالي پرته نه دا مبارزه اغیز مومی٬ نه قاچاقبر اونه فاسده اداره اصلاح کیږي٬ اوپدې منځ کې خو ترهګر او دهغوی بهرني ملاتړي پخپل ځای پریږدۍ٬ ددې مقابلې اومبارزې داغیزمنتوب اوبریالیتوب لار که زروارې دخپل اصلي لوري نه دهردلیل پربنسټ هم که وي وګرځول شي بیا هم دپوهاوي اویووالي په لور وځي. دوطن ګوند غړي او ټول هیواد پال قوتونه دوضعې دکابو کولو٬ دټیکاو دمنځته راوړلو او دناورین په مخنیوي کې دهغوی دکارندویانو نه زیات مسوولیت لري که دوی دا کار ونکړي ددوی ګناه دورانوونکو نه کبیره او سزا یې دملت په وړاندې تر هغو درنده ده.

   دود خوداسې ده چې ځینې کسان پدې محاکمه کیږي چې ولې یې دا اویا هغه بد کار ترسره کړی ده٬ خو که ترقي پسنده قوتونه نن په هیواد کې دروان ناورین پر وړاندې خپل غږ او مټ سره یو نکړي نو دوی به په راتلونکې کې پدې محاکمه شې چې ولې یې دناورین دمخنیوي دپاره هغه څه چې یې کولای شول ونکړل٬ حقیقت دادی چې دوطنپالونکو قوتونو دتاریخ او خلکو په وړاندې مسوولیت پدې نشي خلاصیدای چې دوی دروان ناورین فعالین ندي٬ دوی په دې دلیل هم دمسوولیت لاندې راتلای شې چې ولې یې دناورین دماهیت دپیژندګلوی سره سره دهغه دلاملونو سره مقابله ونکړه.

   افلاطون وایيڅوک چې ناوړه کار نکوي دستاینې وړ دي٬ ولې هغوی چې نه  پریږدی نور ناوړه کارونه وکړي دوه وارې دستاینې وړ دي.

   مونږ پدې باور یو چې په هیواد کې ستره سیاسي تشه(خلا)  منځته راغلې چې پخپل وار دروان ناورین ددوام اوقوام سره مرسته کوي٬ دوطن ګوند دغړو دانسجام دموقتو تشکیلاتو داجراییه کمیټې اعلامیې خپریدل هم ددی سیاسی خلا دډکولو دضرورت نه سرچینه اخلي٬ خپرې شوې اعلامیې ته دیوه ځغلنده نظر په اچولو پوهیدای شو چې اعلامیه دوه بلنې او یوه ځانګړتیالري.

   لومړنۍ بلنه:چې کورنۍ سازماني بڼه لري پرې لږ تم کیږو: دوطن ګوند زمونږ دټولنې یولوی اودپام وړ امکان دی٬ ددې ګوند دبیلا بیلو ډلو ترمنځ فکري اوسازماني تړاو دا ګوند زمونږ دټولنې په یو ټاکوونکي او لور ورکوونکي واقعیت اوښتی شي٬ دا لدې وجهې هم چې دې ګوند دهیواد دډیر نږدې تیر تاریخ په یو ټاکونکي پیر کې په هیواد کې دتاوتریخوالي دپای ته درسیدو په منظور داسې یوه نظریه ( ملي روغه جوړه)وړاندې کړه چې لا دهیواد په سیاسي ډګر کې ځای ناستې نظریه نلري٬ دوخت منطق ددې ګوند دبیا راټولیدو او دهیواد کې دسیاسي مبارزې ډګر ته دراوتلو او د روان ناورین په ختمولو کې دبرخې اخستنې امر کوي. اعلامیه پدې برخه کې داسې عقیده څرګندوي : تجربې وښوده چې دنوو مرکزونو او محورونو دوړاندې کولو کوښښ ونشو کړای دوطن ګوند دغړو تر منځ دتشکیلاتي او نظریاتي یووالي سره مرسته وکړي٬ نوکه دوطن ګوند غړي غواړي یو موټي٬ غښتلي او پیاوړي وطن ګوند بیرق پورته کړي نو باید دیوه دموکراتیک میکانیزم سره دتوافق دلیاری چې همغه دوطن ګوند دغړو ګډه کنګره ده دخپل ګوند دبیرق پورته کول په ګډه عملي کړي. مونږ ته زمونږ دشهید لارښود داکتر نجیب الله لخوا دیووالي دپاره بله ستره بلنه نشته چې ډیر ځل به یې ویل:

څو دې توان رسي په لوی دریاب کې ګرځه
په ویاله کې دې زوال وینم نهنګه.

    د وطن ګوند دغړو دانسجام موقت تشکیلات چې دشهید نجیب الله دشهادت دلسمې کلیزې په درشل کې دالمان په فدرالي جمهوریت کې دداکتر نجیب الله دسیاست او شخصیت په هکله دعلمي- سیاسي کنفرانس نوښتګروه٬ دنوموړی کنفرانس دپريکړو په رڼا کې په زغرده اعلانوي چې دوطن ګوند دپخوانیو ټولو غړو په بیا راټولیدوکې٬ دګونددغړو دګډې کنګرې په رابللو کې او دګوند دبیرق په پورته کولو کې ځان یواځینی مرجع نه بولی او باور څرګندوي چې دوطن ګوند زمونږ دګوند دټولو پخوانیو غړو ګډ میراث او زمونږ دبیا راټولیدو تر ټولو غوره محور دی٬ نو داعلاميې لومړنۍ غوښتنه دګونددپخوانیو ټولو متشکلو اوغیر متشکلو غړو څخه داده چې راځۍ دنوو او نا پیژندل شوو محورونو کوښښ چې هسې هم بې ګټې وه پریږدو او پخپل پیژندل شوي اشنا محور (وطن ګوند)را ټول شو او پدې توګه یو ملي دین او دنده سرته ورسوو او په هیواد کې دسیاسي تشې په ډکولو کې خپله دهیواد پالنې برخه واخلو.

    دوهمه بلنه: دهیواد٬ سیمې او ان دنړی په کچه دقوتونو تر منځ دنویو تضادونو په رڼا کې ویلی شو چې ننی تضاد دښي او کیڼ تر منځ تضاد ندی بلکه اوسنی تضاد دسولې٬ ولسواکۍ٬ دبشردحقونو دپلویانو٬ ټولنیزې او اقتصادي ودې او سیمه ایزو اونړیوالو همکاریو پلویانو ترمنځ له یوې خوا٬ اودمذهب نه دغلطې ګټې اخستنې تر نامه لاندې دجنګ٬ جګړې٬ دبشردحقونو دپښو لاندې کوونکو٬ دولسواکۍ عقیدتي دښمنانو٬ دنړۍ داوسیدونکو ترمنځ دتقابل او مخامختیا تر منځ دبلې خوا تضاد دی. دامبارزه په ځانګړې توګه دهیواد په کچه درونډاندو وطنپالو٬ دموکراسي پلوه او په ټولیزه توګه دمدني ټولنې دپلویانو دنده په ټول دروندوالی او روڼ والي بربنډوي . پدې مبارزه کې په خواشینۍ سره په هیواد کې دمدنيټولنې دپلویانو مورچل تش دی ٬ ناببره نده چې دهمدې تشې نه په ګټه اخستنه بنسټپالونکي له یوې خوا او ددوی پرضد دمبارزې په نامه دناتو سرتیرو دبلې خوا دهیواد خلک برمته کړی او څوک نشته چې دوی ترې وژغوري . دې او دې ته ورته زښت ډیر دلایل شته چې دوطنپالو قوتو تر منځ جوړ جاړی او خپلو تشو مورچلونو ته بیرته ستنیدل دوخت امرانه حکم ګرځوي. اعلامیه پدې برخه کې په ټول شفافیت خپل دریځ داسې څرګندوي چې دوطن ګوند دغړو دانسجام موقت تشکیلات دخپل ملي وطني دین او دندو په رڼا کې چې دبیړنیو ملي کشالو په حل کې دنورو وطنپالو قوتونو سره دهمکارۍ او همغاړیتوب په خاطر ددموکراتیکو اصولو په چوکاټ کې دعمل دیووالي او ګډ حرکت تشکیلاتو کې په هره بڼه چې وی برخه اخلي او دخپل سازماني جوړښت داستقلال په پام کې نیولو سره سره دملي٬ پرمختګ غووښتونکو٬ بدلون غووښتونکو دموکراتیکو قوتونو په پراخه جبهه کې ګډون کوي او  اعتبارداعلامیې دخپریدلو له نیټې نه خپل تیاری څرګندوي چې دموخې دترلاسه کولو (دجبهې دجوړولو) دپاره په دوه اړخیزو او څو اړخیزو خبرو اترو کې ګډون وکړي.

 

۳ داعلامیې ځانګړتیا:

 داعلامیې ځانګړتیا او په واقعیت کې دهغې بشپړتیاپدې کې نغښتې چې دیووالي په پراخ بهیر کې هیڅوک (نه سازمانونه اونه ځانګړي شخصیتونه) ندي مستثناء شوی٬ اعلامیه ځانته دا واک نه ورکوي چې دقضاوت په ګدۍ کښینی تور او سپین سره جلا کړي دا دسیاسي کړیو او دځانګړو سیاسي شخصیتونو خپل واک اوپریکړه ده چې دتور او سپین تر منځ ایستلې کرښې  کې کومې لورته دریږي. ترهغه ځایه چې زمونږ دتشکیلاتو پورې اړه لري يه تیر کې مو هم پدې باور درلود او اوس هم پدې واقعیت باوري یو چې زمونږ دګوند او زمونږ دګوند ددوستانو نه بهر تر مونږه زیات وطنپالوونکی شته او مونږ دهغوۍ یوه کوچنۍ برخه جوړوو.

او په پای کې یوه ډاډګیرنه:
 داعلامیې نه دخپریدو موخه دچا خبره نه دسرکاري اسانو تورول٬ نه سیاسي فیشن اونه په چا ځان ګرانول دی ٬ دادیوه تاریخی مسوولیت دسرته رسولو په بهیر کې یو تاریخی ګام دی.

یابه یوکیږو یا به ورکیږو پریږدۍ ټولو ته څرګنده شي چې څوک ښه شعار  ورکوي او څوک ښه عمل کوي .

 

پای

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<