www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

د ډیورنډ منسوخې کرښې په اړه

د افغانستان ملي دریځ گوند د مشرتابه پلاوي څرګندونی او وړاندیزونه:

   پدی وروستیو څو میاشتو کی د پاکستان اسلامي جمهوري حکومت لخوا د ترهګرو د تګ د مخنیوي په پلمه د ډیورند منسوخی کرښی په اوږدو کي د ماینونو کرلو، اغزن سیم غځولو او دنورو موانعو رامنځ ته کولو په مقصد ځینی تدابیر او اقدامات تر لاس لاندي نیول شوي. د افغانستان ملی دریځ ګوند د نوموړو اقداماتو غندنه کوي او د ملګرو ملتو د چارتر د دوهم پروتوکول، د اوتاوا دکنوانسیون، د بشر دحقونو نړیوالی اعلامی او د اسلامي اخوت مخالف عمل يی ګڼي. 

   په داسی حال کی چی متمدن هیوادونه خپل منځي اړیکوته پراختیا ورکوي او له استعماري جګړو راپاتی ربړی به منصفانه او سوله ييزه توګه د نړیوالو حقوقي اصولو او قواعدو په کارولو له مینځه وړي او د یو بل پرمخ پولی پرانیزي، خو زمونږ کاونډی ورور اسلامي هیواد پاکستان ماینونه او اغزي کري، د ياد وړ ده چی د سیمی د ښي او کین اړخ او منځلارو ټولو سیاسي ځواکونو او سازمانو د پاکستان د نوموړو اقداماتو مخالفت کړی له دی کبله د پاکستان چارواکو ته لازمه ده چې له نوموړو ناروا اقداماتو لاس واخلي.

   همداشان تر کوم ځایه چی د دیورند تپل شوی تړون پوری اړه لري باید ځرګنده شی چی نوموړی تحمیلي تړون په متمدن او معاصر حقوقي کچ د لاندي موجه د لائلو پر بنسټ نامشروع او نا قانونه بلل کیږي:

لومړی-   د نړی ټول حقوق پوهان پدی متفق الراي دي چی د تړون (عقد، معاهده، قرارداد) خواوی ( طرفین متعاقدین) باید آزاده اراده ولري، په داسی حال کی چی افغانستان بهرنی آزادی نلرله نو تړون یي هم حقوقي بنسټ نلري.

دوهم-   اسلامي شریعت او د نړی ټول حقوقي سیستمونه په ټینګه دا حکم کوي چی هر تړون او عقد باید پرته له اکرا او تهدیده تر سره شي، خو د پنجاب لپاره د بریتانوي قوا د جنرال دیورند زوي، سرهانري مارتیمور دیورند د بریتانوي هند لپاره ئی د خارجه چارو ماموریت په غاړه درلود او په دري ژبه ئي روانی خبری کولی شوي په کابل کی د خپل څلویشت ورځنی محیلانه هستوګني په مهال کی امیر عبدالرحمان خان ته په کور دننه د شخړو جوړولو د تهدید او د روپیو په کارولو وکولی شول چی (۱۸۹۳) کال د نوامبر د میاشتی په دولسمه نیټه نوموړی تړون پر افغانانو تحمیل کړل چی داکرا، غش او غبن قرائن په کی له ورایه څرګند دي.

دریم-   په ټولو نړی کی تعامل او اصل دادی چی معاهدات د همپوړو پلاویو او هیئتونو تر منځ صورت نیسي، پداسی حال کی چی یوي خواته پاچا او بل خواته یو مامور وي څرنګه به هغه تړون ته حقوقي ارزښت ورکړشي، خو له دی څرګندیږي چی افغانستان آزاد او برابر حقوقي حیثیت نه درلود او عقد هغه وخت قانوني ګڼل کیږي چی طرفین مساوي حقوقي حیثیت ولري.

څلورم-   هغه عقود او تړونونه دوام او پایښت موندلی شي چی طرفین متعاقدین موچودوي، اوس چی بریتانوي هند وجود نلري نو تړون هم وجود نلري.

پنځم-   د دیورند تحمیلي تړون د اوومی مادی په  ورستیو کرښو  کی لیکل شوي چی د کال شپږ لکه روپی به د امیر په مستمری زیاتی شی، پوښتنه داده چی دا روپي هر کال امیر ته ولی ورکول کیدی؟ ځکه چی امیر ځینی سیمی ورپریښی وی، نو عام او منلی منطق خو دا حکم کوي چی کله د کور، ځمکی او دوکان کرایه او اجاره ورنکړ شی قرارداد لغوه او فسخه ګڼل کیږي، له هغه مهال چی غازی امان الله خان د افغان ولس په خوښه پاچا شو، افغانستان دا ډول روپی ندي تر لاسه کړي، نو ځکه د دیورند معاهده او کرښه له هغه مهال راپدیخوا نور شتون نشي لرلې؟

شپږم-   هر هیواد په خپل جغرافیايي حدود کی ګورنر، رئیس تنظیمه، والی قوماندان او امر مقرروي او پردیو ملکو او سیمو ته سفیر استوي چی سیاسی استازی هم بلل کیږی، هغو سیموته چی انګریز او را وروسته بیا پاکستان سیاسي استازي ( political agent) ټاکلی او سیمی يی هم ایجنسی نومولی دی، دا په خپله څرګندوي چي بریتانوي هند او پاکستان پدی باور درلود چی د دیورند تپل شوي تړون د پلی کیدو نه دی او نومړی کرښه یوازي د سیاسی نفوذ فرضي کرښه ورته ښکاریده.

اووم-   د ډیورند تپل شوی کرښه غیر عملي، غیر طبعی او غیر عادلانه ګڼل کیږي.  هغه پولی چې د سیندونو او یا د غرونو د سترو لړونو او نورو طبعی او توپوګرافیک څرګندو توپیرونو په شتون رامنځته شي عملي بلل کیږي نوموړی تحمیلي کرښه دا ډول ځانګړتیاوي نلري. همدا راز ظالمانه ځکه بلل کیږي چی يو کور او د یوه نیکه لمسی بیلوي، د یوه قوم خاوره او غیرت ورنه اخلی او د خداي مخلوق په عذاب مبتلا کوي.

  ځینی نور دلائل هم چی اقتصادي او فرهنګي بڼه لري پردی لړ ورزیاتیدی شی خو دا اوس لپاره په پورته یاد شووبسنه کوو.  د افغانستان ملی دریځ ګوند چی افغانستان د خپلواکی، تاریخی افغانی او اسلامی هویت ساتنه خپل لومړي هدف ګڼی د عدم تشدد اصل ته ژمن ګوند دی.

   همدا راز ددی ګوند په پروګرام کی دیموکراسی او ټولنیز عدالت په هیواد کی د سولی او ثبات بنسټ پلل شوی او له ګاونډیو هیوادو په ځانګړی توګه اسلامي هیوادو سره د دوستی او ورورولی پر اړیکو ټینگار کوي، په دي توګه زموږ په اند د پاکستان اسلامي جمهوري هیواد سره اړیکی او دوستی لوړ او هراوخیز ارزښت لري. ددی نیت او موخی تر لاسه کولو لپاره لاندی وړاندیزونه د پاملرنی وړګنو چی دریښتینو عملی پولو د پیژندلو تر مهاله د باور او اسلامي ورورولی د ټینګښت لپاره اړین دي:

الف- د دیورند تپل شوی کرښی په اوږدوکې چی کومی موانع رامنځته شوي په بشپړه توګه لری او د خلکو دودیز  تګ راتګ ته دی هر اړخیزی اسانتیاوی برابری شي، د افغانستان د اسلامي جمهوري ولسمشر هغه څرګندونیچی د دواړو هیوادو تر منځ د ویزي د شرایطو له منځه وړلو په اړه وي په رسمی توګه مطرح او پلي شي.

ب- دسوادګری د پراختیا او د جرایمو د مخنیوي لپاره دي په لوړ کچ تداتیر او د دواړو هیوادو له تجارتی بنادرو ګډه قانوني، وړیا او سوله ییزه استفاده په رسمي توګه ومنل شي.

ج- دواړه هیوادنه دي د هیڅ وسله والی ډلی ملاتړ نه کوی او که ضرورت وي د ترهګرو دلټون لپاره دي په قبایلی سیمو کی ګډ قومی ځواک جوړ کړي. د پښتنو قبایلو د ملاتړ تر لاسه کولو او پرمختیا لپاره د کرښی دواړو غاړوته د کار او زده کړی په مقصد ستری پروژي رامنځته او لږ تر لږه د هري لوی ولسوالی په معادل سیمه کی یو پوهنتون جوړشی چې په دي توګه به د بنسټ پالو ملاتړي لږ او سوکاله ژوند ته لار هواره شي.  په پای کي دیاد وړ ده چې د هندوستان او پاکستان مسلمانانو ته د افغان ولس بلهاري او سرښندنه تر نورو ښه روښانه ده، د احمد شاه بابا له مهاله بیاد سره ښکیلاک تر ماتیدو پوری یي نوموړي مسلمانان له خطره ژغورلی اوس دوي ته په کار ده چې د مسلمان افغان ورور د کور په ودانولو کې مرسته وکړي.

ریښتیا به تل ریښتیا وي.

 

په درنښت

حبیب الله جانبدار

د افغانستان ملي دریځ ګوند مشر

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<