www.payamewatan.com
     
 

هدایت الله هدایت
۲۰۰۶/۱۲/۱۲

 

د ټرور هيولا دا نړۍ چيري بيايې ؟

   په امريکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپټامبر د يولسمي  ټروريسټي پېښي نه باد اوس داده په ننۍ نړۍ کې د ټرور  لويه هيولا د بشري تمدن په  بدن کې ورانوونکې ځاله جوړه کړېده.  ودې پديدې ته که څوک رغنده پاملرنه وکړي نو  زياتره د لويو قدرتو دغه اوسني ايئتلافونه  و داسي  خواته رهي سوي دي  چې  د انسانانو په مغزوکې د ټرور او ټروریزه کولو  روحيه  په  عادت باندي  رااړوي.  همدارنګه ليدل کيږي چې د قدرت د خاوندانو ورانوونکې  ګوتي  اوس  د هولناکو او  ډله ايزه وژنو وسلو پر ماشه باندي  پرتې دی . دغه ځواکونه    اوس په هره لحظه کې  په دې سوچ کې دي چې د خپل امنيت د ساتلو په نامه څرنګه  ددولتونو د را چپه کولو بند وبستو وکړي او په بېلابېلو نوروبهانو  خپلواکه ولسونه ورباندي تهديدکړي  . دا وېره سته چې دغه ځواکونه وخپلو هدفو ته درسېدو په خاطر  ديوې لويی فاجعې د را مينځته کېدو پروا  هم و نکړي .  دا شيطاني مغزونه او په هغوی کې اهريمنه پراته نفتي حرصونه او هوسونه په دې کې ری نه وهي چې هغوی دي د بشری تاريخ په دغه اوسنی پړاو کې د خپل  بشري ضد کړو په وجه،  په نړۍ کې  خپله د "شرم امپراطوري" * مسلطه    او  دبشريت پر ضد باندي  بشري ضد کارنامې پرېږدي  .  دغه کسان   په سپينو سترګو او ړنا ورځ دانساني کرامت سره دجګړې اعلان کوي، په خپله ماجراجويی سره دانساني مدنيت دغه د ولسونو دپېړيود لاسته راوړنو  ستر ميراث، د  واقعي ګواښ سره مخامخوي.  نن دغه شيطاني مغزونه  هم ټروريسټې دسيسې پلي کوي او هم یې بيا د نړۍ والو په سترګو کې د ټروريزم سره د مبارزې په نامه خاوري ورباندي اچوي اوپه دې نامه پر نورو هيوادو باندي وردانګي.  نن  په ټوله نړۍ کې د ټروريزم  لويه ډنډوره خپره ده او د ځان دامنيت  په نامه ددې په خپل سر جوړي سوي معضلې پر سر ځواکمنو هيوادو د امريکا په سرغنه توب سره  هري خواته لاس او پښې اچوي او خپلي نخشې پلي کوي.  دهغوی په مقابل کې  چې کوم ولسي مقاومت را پورته کيږي  نو هلته بیادغه شومه او بد شګونه پديده پخپله، د ټروريسټي عملياتو د تر سره کولو په  نامه خپل ځان را ښکاره کوي  ،  په بې ساري توګه د بشري ټولني څخه تلفات  اخلي او د ژوند چاپير يال  د پوپناه کېدو خوا ته  بيايی . نن د ټرور ژبه  د زورواکه مستکبيرينو پر اړيکو باندي واکمنه ژبه ګرځېدلې  ده. دغو ياغيانو، چې پخپله یې ځانونه دډله ايزي وژنووسلو په ګدام باندي   سمبال کړي او دهغوی د کارولو صلاحيت  يې هم د ځان حق ګڼلی دی، نن و نړۍ والو ته په زبان حال وايې چې کله چې زه په قهر سم نو تاسو بايد ولړزېږی ! هېوادونو ته فرمان ورکوي او ورته وائی :  کله چې زما د جګړې  او اشغال ماشين پر ښور راغلئ نو تاسو بايد پر ګونډو سئ !

    دغو چې ځانونه یې  د انسانانو د لاسته راوړنو د برکته   دفرعونيت و مرحلې ته رسولي دي، اوس  د خدایی دعوه کوي او د خدای  مخلوقات په انسانانو  کې نه شمېري او  ری نه پکښې وهي.  هغه څه چې د خدای پر مخلوقاتو  باندي تيريږي،  هغوی نه غواړي چې   په  بینا  سترګو  هغه و ويني! په دغه شاني يوه ماحول او د ټرور په داشاني يوه ګرم تنور کې چې د عام ولس  او بني آدمانو انسانی ارزښت  له مينځه تللی  دی، نه غواړي د مسؤليت احساس  وکړي.  په يويشتمه پېړۍ کې دټرور مقوله داده اوس قانوني او عملي بڼه ځانته نيسي.  ددې مبارزې ترنامه لاندي دولتونه چپه کيږي  هيوادنه په وينو کې لمبيږي او  لوېديځه زورواکي او دهغوی فرهنګي او کلتوري یرغل  د ډيموکراسي تر نامه لاندي  خپريږي.  دا کار که هر څومره تلفات  او انساني فاجعه را مينځته کوي نو دوی ورته ارښت نه ورکوي او وایی نو پرابلم!!

   يو وخت وو چې د فرانکو د فاشيزم  په منګلو کې که به د يوه بېګناه انسان ژوند واخيستل سو نو په ټوله نړۍ کې  به د اعتراض  نارې را پورته  سوې او دا ږغ به  هر ځای را و پېچل سو چې د انسان و حق ته ضرر پېښ سوی دی! خو نن د وحشت او ټرور په فضا کې چې اوس يې قانونمنده شکل  نيولی دی د په زرهاوو بيګناه انسانان وژل کيږي، بمبارۍ ورباندي کيږي، په خپلو کې سره اچول کيږي، پر دود دستور باندي يې تيری کيږي، عام و ژنه  یې د ورځي په يوه عادي  کار باندي بدليږي خو  دغه بشر دوستان يې هيڅ پروا نه  کوي . دپاکستان په څېر په ځينو هيوادو کې د زده کړي ځايونه  په ټروريستی شبکو باندي اوړي.  دوحشت ،وېري او بربريت  فضا پر تعليمی، صنفي او روزنيزو مراکزو  باندي سايه غوړوي.  د بېګناهانو د وينو تويول د ټروريزم د هيولا د محصول  په نامه ګرځي ، بشري تمدن د وينو په والو کې غوټي وهي او ددې کُرې په ځينو ځايو کې د ټرور موجونه پر سيلابو باندی را  اوړي  او په واقعيت کې د انساني کرامت دغه  ټوله لاسته راوړني ټروریزه کیږی  .دا شاني وحشت  اوبربریت ته چې  ان حيوانان او الوتونکي لا ګوري نو د انسان او نسانیت نه امان غواړي.   د سولي کوتري دانسان او انسانيت د نامه څخه   تښتې، خو دغه د دانساني غم او رنځ سناريو لا دوام پيدا کوي.

   د ټرور په دغه شاني يوې لړلې کرغېړني فضا کې اوس نور د مانيډلاوو،  دګانديانو او د مدر ټرسيا وو غوندي  د سولي او پخلايني د  مناديانو خولې چوپي پاتي دي . دداسي کسانو غوږونه  کاڼه دي، سترګي یې ړندې دي او ږغونه یې  نه را پورته کيږي . خبري رسنۍ چې د زور واکو په ولکه کې کښېوتي دي  اوس د  قدرتمندانو  و فرعونيت ته  ناري وهي . لیکوالان او خبریالان په پیسو رانیول کيږی.  دغه  خبري آژانسونه او خپروني د خپل جګړه ایزه اهدافو او د عامه وژنو او ملي فتنو و اشاعې ته راز راز تو جيهات ورکوي، هغوی  ته  ځانونه  وقفوي  اونړیوال يې وعادت ته رابولي . نن د نړۍ په هر ګوټ کې د جګړې  او دډله ایزه وژنو پرمختللې وسله او موډرنه  ماشین د ځای پرځای کېدو او  رواجېدو په حال کې سورناوي ږغول کيږي.  ددنيا ټوله سکنه د الوتکو د مسافرانو نه نيولې بيا تر عادي کروندګرو پوري، د فلسطيني، عراقي، لبناني او افغاني ميندو څخه نيولې بیا ترهغو پلرو پوري  چې  زړونه يې د ټرور او دولتي ټرور په زخمو کې خوړين  دي، دداسي زخمو ددوام و زغم ته رابلل کيږي او ددې زخمونو سره د عادت روحيه او قانوني بڼه یې په مغزو کې اخښل کيږي. ته به وایی چې  په دې دنیا کې بس ددوی حق همدغه  زخمونه دي چې بايد و يې ګالي! . هغه اقدامات چې تر پرونه پوري د بشري حقوقو پر ضد خلاف ورزي ګڼل کېدله او د ملتونو لخوا به محکومېدله، نن د ټروريزم سره د مبارزې په بانه قانوني شکل ورکول کيږي.

   څه موده مخکې د انګلیستان د اعیانو د مجلس يوه  غړي لرډ يوهان اسټين Johan Steyn په هغه ماښامنۍ غونډه کې چې د ددې هېواد د وکیلانو د کانون په کلنۍ ناسته کې جوړه سوې وه هغه د خپلي وينا په ترڅ کې وويل چې دامریکا دولت د په خپل سر سیاستونو پاېله  ددې باعث و ګرځېدله چې د نړۍ په نور و هیوادونو کې هم و نړۍ والو  نهادو او قوانينو ته پاملرنه ونسي او  په يکړه توګه د خپلو هدفو دپرمخ بېولو په فکر کې و لويږي . هغه وایی چې نن په نړۍ کې په  میلیونونو انسانان دامریکا او د هغه د متحدانو دغه شعار چې  وا یې  موږد قانون اجرا غواړو، نو داسي څه  ته  د یوه عوام فریبانه شعار په څېر ګوري .

    دا ټول  په داسي وخت کې تر سره کيږي چې د نړۍ  قاطع اکثريت  د جګړې او زور زياتي څخه کرکه بیانوي،  مخالفت  ورسره ښيی اود دغه حيواني چلند په خاطر چې د بشري تمدن وراتلونکي ته زيان نه بلکه فاجعه راولي خپله ژور خپګان څرګندوي. اوس د انسان  او انسانيت ژبه په جګړو او دانسانانو په وژنو کې اسيره ده.  د عراق  رېګنه  خاوره  د پرديو ټانکو او مرميو په جولانګاه کې لاهو ده . ته به وایې چې دغه څو شل مليوني تاريخي ملت د تمدن دټېکه دارانو په ولکه کې اصلاً خپل تاريخي  موجوديت د لاسه ورکړی دي.   په دې   زرخېزه سيمه کې   دژوند ون ټوله  خواوي، ورځنی کارونه ،مکتبونه او هر څه فلج دي خو د تيلو استخراج  او راایستنه يې دوام لري .   دلته ديوه ملت  او د عام ولس د نابودی څخه  هيڅ رازي انديښنه نه ښودل کيږي، خوددې تور ي طلا وقفه نسي زغمېدلای.   نن همدغه ښاغلي په هغه ځایو کې چې ځانونه د متمدني نړۍ علمبرداران بولي  د عراق، فلسطين او افغانستان د خلکو  د غم او ظلم داستان  نه بیانوي  . معلومه نده چې  د هغوی  بشري وجدان چيرته کوچېدلی دی کوم چې پخوا به یې دانسانانو غمونه  خوب ور باندي حرام کړی وو! .

نن دغه پوښتنه نه را پورته کيږي چې  دا ټوله ولي او د څه دپاره تر سره کيږي ؟

    هغو چې   پر عراق باندي د سولي،  عدالت، آزادي  او پر نفتي ذخيرو باندي د خلکو دتسلط او دډيکټاټورۍ د کمبلي د ټولېدو په بانه ، د عراق خپلواکي په خپل لاس کې و نيوله او هغه یې   اشغال کړه، اوس داده  د عراق و ټول ولس ته د يوه بلقوه دښمن په سترګه ګوري او هست و نيست يې ور بربادوي.   دلته اوس د انسانيت، ډيموکراسۍ او عدالت خبره مطرح نده، هغوی که ددې مقولو  يادونه کوي نو ولسونه ور  باندي شرمېږي !

   عام ولس  د ترور او جګړې د وېري  په خاطر  خپل کورونه پريږدي او د ښارو څخه تښتي . هغه د سولي  او ډيموکراسۍ کاذبه لارويان چې د بازسازۍ او آبادی  چيغي  يې وهلې نن   پخپله د ترور زېږونکي  عناصر او د بربادی  مخکښان ګرځېدلي دي . اوس يوازي  دابېګناه انسانان دي چې  په دغه چټله لوبه کې ګير پاتي دي . د اشغالګرانو دغه  ټوله  انساني ضد اقدامات په ظاهره د ټروريسټانو سره د مبارزې تر نامه لاندي توجيه کيږي خو د ټولي نړۍ په کچه دا بې دفاع  او بېګناه خلک دي چې هره ورځ ټروريږي، بمباريږي او ياد ټرور په وحشت  او د مرګ په انتظار کې  ورځ سبا کوي . د عراق او افغانستان د خلګو ژبه اوس  تر ټانکو او بمو لاندي کوټل کيږي .

   دلته دفرعونانو د رسنيو په اسنادو او ګزارشاتو کې څوک ددغه  وحشت اصلي عامل نسي پيداکولای  . پوځي سانسور اجازه نه ورکوي چې  د خلکو دژوند  واقعی انځور دي خپور او دهغوی د زړه آواز دي واورول سي . نړۍ والو د عراق او افغانستان پر ولس باندي د ظلمونو داشغال نه بيا تر اوسه پوري د دې ولسونو  واقعي ږغ نه دی اورېدلی . د  يوه ملت آرزو او اميدونه دپوځي اشغالګرانو د ګزارشاتو د صحنې نه ليري پاتي سوی دي.  يوازي هغه څه خپريږي چې لاس پکښې وهل  کيږي او هغه هم فرمایشي او رانيول سوی مقالې دي چې پوځي قومندانان يې د خپرېدو امر صادروي  . دا ټوله د جګړې، ډيموکراسۍ او اشغالګری برکتونه دي چې لا نور هم  پراخيږي او نفتي سيمو ته ځانونه غزوي او پر ټولي نړۍ باندي خپل مليټاريسټي واکمني  واکمنوي .

   نن لوېدیځه نړۍ  په ژور بحران کې لاهو ده . دغه  سر اخيستې هیوادونه دپرديو هيوادو طبیعي زېرمي داسي حیف او میلوي چې په نيژدې راتلونکي که به  د نړۍپه چاپيريال کې به یو لوی ناورین را مینځته کړي . د ټروریسم سره د جګړې په نامه نړۍ د ډېرو لويو جګړو خواته روانه ده . دا جګړې یوازي دامريکایی بیلیونرانود ګټي د تأمینولو او دولسونو د زېرمو او د طبیعي ثروتونه  دغلاکولو په خاطر تر سره کيږي !

    اوس دا پوښتنه را پورته کيږي چې آيا په رشتيا دغه ښکلې نړۍ، ددې  اشرفه مخلوقاتو لخوا  دخپل   حرص او وحشت د لاسه د ورانېدو و خواته  روانه ده؟  آيا هغه څه ته چې نن دوی جهاني کېدل ورته وائی  هغه په رښتيا دا ښکلې نړۍ د دغه شاني وحشت  او بربريت د جهاني کېدلو و خواته  بیایی  ؟

 آیاپه رښتيا په دې نړۍ کې  نور د بشر دوستۍ او  انسانيت سنه ختمه سوېده ؟!

________________________________________________________

* د "شرم امپراطوري " دښاغلي جين زيګلر د غذايې منابعو په برخه  کې د ملګرو ملتو د سازمان د خاص استازی  د هغه کتاب نوم دی چې په څوارلسو ژبو ترجمه سوی دی .

http://www.zmag.org/content/print_article.cfm?itemID=9436&sectionID=13

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<