www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

 

 

 

 
 

هدايت الله هدايت ( هوتک)

 

نـــاټــــو ولي خــتـيـځ تـــه ځـــان غــــزوي ؟

Image:NATO-2002-Summit.jpg

Northern Atlantic Treaty Organization))

 

په  دوهمه نړۍ واله جګړه کې کله چې  دجګړې متفقين په دې بريالي سوه چې د فاشيزم او نازيسم خطره دفعه کړي نو  د سوسياليزم او ليبرالېزم  تر مينځ یې هغه موقتي اتحاد هم له مينځه يو وړ چې  د همدې خطرې په وجه جوړ سوی وو . ددې نه بادد نړۍ  خلک او هيوادونه ددوپوځي بلاکو د نامه سره آشنا سوه . يو یې د شوروي تر مشرۍ لاندي د ختيځ يا وارسا بلاک او بل یې د امريکا تر ملاتړ لاندي د لوېديځ يا ناټو بلاک په نامه  و نومېد  .

دناټو  يا د شمالي اټلانټيک  سازمان تړون  (Northern Atlantic Treaty Organization)  يو  ځواکمن پوځي تړون دی  چې  د جوړښت فلسفه یې دهغه   عکس العمل  په  نتیجه کې را مينځته سوه چې  هغه ته یې د  شوروي اتحاد لخوا  تهدید  وايه    . دغه پيمان دسړې جګړې دلانجو په تنور کې  لومړۍ د لوېديځي اروپا او امريکې په ګډون  په کال ۱۹۴۹ د اپريل پر څلورمه د ۱۲هېوادو يعنی آمريكا، كاناډا، انګلستان، فرانسه، ايټاليا، بلژيك، هالنډ، لوګزامبورګ، ډنمارك، ناروې، آېسلنډ او پرتګال  په ګډون د واشنګټن د سياستونواو دغوښتونو د تحقق په خاطر   جوړ سو. په کال ۱۹۵۱ کې ترکيه اويونان هم چې په ظاهره د شوروي د  تهديد څخه وبېرول سوه، ددې سازمان غړيتوب  تر لاسه کړ . راوروسته بيا لوېديځ آلمان او هسپانياهم په راګډ سول . دم در حاله ددې سازمان  د غړو شمېره  و  ۲۶ هېوادو ته رسيږي .

 دناټو پوځي تړون  خو په ظاهره د شوروي اتحاد دپوځی ګواښ سره د مقابلې او په اروپا کې د کمونيزم د خپرېدو د مخنيوی په خاطر مينځته راغلی، خو په  واقعيت کې په دې سازمان کې امريکا   داسي سوی غلی کړی وو  چې د دغه تړون دلاري به  په اروپا کې  هم د خپل  هژمونيستي نفوذ او سلطې مزي ټينګوي او هغه به بیا په سيمه کې د خپلوسټراټژيکو ګټو د تأمين په خاطر هم  په يوه کارنده   عامل باندي را  اړوي .

 د شوروي اتحاد او دهغه د کمونيستي بلاک دشو په شو کېدوسره  جوخت،  د وارسا پوځې تړون چې دشوروي اتحاد لخوا د ناټو سره د مقابلې په خاطر جوړ سوی وو  له مينځه وﻻړ او په دې ترتيب د شمالي اټلانټيک  سازمان د تړون  يا ناټو  هغه   پخوانی هدف   پيکه سو چې  پر بنيادیې دغه سازمان  را مينځته سوی وو.

د شوروي  تهديد نه بغير چې ددې سازمان د جوړښت اصلي انګېزه وه د ناټو غړي هيوادونو  د خپلي اساسنامې پر اساس ځانته نور  مشخص هدفونه او تعهدونه هم  منلي دي . د هغو د جملې نه  د غړو ملتونو د خپلواکۍ څخه ساتنه،دبشري ګډ تمدن او ميراث ساتنه،په شمالي اټلانټيک کې و ثبات او هوسايني ته پاملرنه او نور  داسي څه  چې ددې هدفونو په سرکې راتلل . ددې  تر څنګ د ناټو غړو هيوادونو دا کوښښ  هم کاوه چې د اقتصادي او ټولنيزو اړيکو او مزو په ټينګولو سره  خپل مينځي لانجې او اختلافونه   په سوله ایزه توګه حل کاندي .

د سړې جګړې په دوران کې د ناټو د غړو هيوادو ترمينځ دنظر د اختلافوتو د شته والي سره سره دغه سازمان د شوروي  ګواښو نوپه مقابل کې د لوېديځو هيوادو د امنيت ساتلو په خاطر يو ډېر قوي او ارزښتناکه نهاد پاتي  سوی وو .  سره له دې چې امریکا تل د لوېديځ بلاک  دلارښود او حامي په حيث خپل اصلي  نقش لوباوه، خو ځينو هيوادو لکه فرانسې بياداسي غوښتنه هم درلودله چې ددوهمي نړۍ والي جګړې نه را وروسته د اروپا او امريکا تر مينځ په اړيکو کې   باید په يوه ډول  نه  بل  لږ شاني تعادل پکښې  را سي .د شوروي اتحاد د له مينځه تلو نه را وروسته اود ختيځ بلاک د نړېدو نه بعد  داسي اټکل کېده چې دناټود  جوړښت فلسفه به هم ترپوښتني لاندي راسي اويا هغه به بلکل لغوه سي .  دا په دې خاطر هم وه چې نور نود ناټو د موجوديت اصلي علت چې د شوروي تهديد  بلل کېدۍ  عملاً  له مينځه تللی وو  . خو برعکس  " لويې بازۍ " لا دوام درلود .  د ختيځ  بلاک يا وارسا د پاشل کېدو نه وروسته ناټو نه يوازي داچي له مینځه  نه ولاړ بلکه  د کال ۱۹۹۱ راهيسي د هغه پوځي پياوړ تيا او د نورو هيوادو په چارو کې لاسوهنه  لانوره هم پراخه   سوه  او حتی و ختيځ ته دناټو د غزېدو مسئله  هم تازه  او  عملي  بُعدونه ځانته غوره کړ ه . اوس اوس ناټو دې مرحلې ته ځان رسولی دی چې  ځانته  صلاحيت ورکوي  د خپلواکو هیوادو  پر ځای تصمیم ونيسي او د هغو د ملي موضوعګانو په اړه د هغوی  په غياب کې  پريکړي ور باندي  وکړي .

هغه سوال چې اوس مطرح کيږي هغه دا  چې دختيځ د بلاک د شلېدونه وروسته د ناټو د بقا او دوام عوامل څه وه ؟

 يوه لسيزه مخکې  وو چې زبيګنيو برژينسكي  پولينډی الاصله امر يکایی تبعه او په نيويارک کې د کولمبيا د پوهنتون پخوانۍ استاد چې د جيمي کارټر د جمهوري رياست په زمانه کې د سپیني ماڼۍ امنيتي مشاور وو په  خپل "  د شطرنج لويه تخته، دامريکا برتري او دهغه و  جغرافيايي استراتژۍ ته اړتيا" نومي  کتاب کې  چې په ۱۹۹۷ کې یې خپورکړ،  په دغه کتاب کې ليکلي وه  چې :  ډېر مهم ماموريت دا دی چې  بايد ډاډمن  او سو  هيڅ يو دولت يا د څو  دولتونو مجموعه دي  داسي طاقت پيدا نکړي چې و کولای سي امريکا دي د اروپاـ آسيا څخه وباسي  او يا داچې دهغه د حکميت قطعي نقش  دي ور کم کړي . په دې کتاب کې بريژنسکي د اروپا- آسيا پر سیمه باندي  داسي  تأکيد ځکه کړی دی چې دغه سيمه د پېړيو را هيسي   د نړۍ وال قدرت مرکز وو او په حقيقت کې   هغه پراخي سيمي یې  احتوا کولې چې د جميعت او ثروت له لحاظه  د ختيځ آلمان د پولو څخه را شروع سوې  بيا د پولينډ، روسیې، مرکزي او جنوبي آسيا د چين او آرام اوقیانوس کې یې خاتمه پيدا کوله ، هغه سيمي چې د مينځني ختيځ او هند د سيمو يوه برخه ده .

د بريژنسکي له نظره د آسيا او روپا د سيمو کنټرول د مرکزي آسيا د کنټرول سره مستقيمه او حياتي  اړيکه لري . همدارنګه د بريژنسکي  په اند د آسيا او اروپا سيمي چې روسيه او چين یې دوه ډېر مهم هيوادونه دي ، لا تر اوسه یې  د ځبرځواکۍ و کچي ته ندي رسېدلي خو  د هغوی هر يوه قدرت په دې سيمه کې د امريکا و " ګټو" ته  لوی تهديد پېښولای سي  او تر ټولو جدي خطر بريښي . بريژنسکي اوكراين، آذربايجان ، ايران، قزاقستان او ازبكستان ددې سيمي راتلونکې قوتونه ګڼي چې  بايد د امريکا لخواتر کنټرول لاندي را وستل سي  او دا هم په دې خاطر چې دغه هيوادونه اوس د يوې داسي مانع په توګه  نقش لوبوي چې د شمال د نفتو او ګازي  منابعو ښارګونه د هغوی په  واک کې کښېوتۍ دی . دغه هيوادونه  تل د روسیې،  لوېديځي اروپااو امريکا د رقابت سره  لاس او ګرېوان وه ، په دې ډول هر هغه  هيواد چې پر نوموړو هيوادوباندي خپله سلطه  وساتي نو ددې سيمو پر نفتي منابعو به  یې هم خپل کنټرول ساتلی وي .

ياده دي وي چې د نړۍ د نفوسوپه سلو کې ۷۵ برخه  داروپا- آسيا په سيمه کې اوسيږي او دنړۍ د ټول عايد په سلو کې شپېته په همدې ناحيه کې مرکزيت پيدا کړی دی . ددې نه علاوه د ټولي نړۍ  د انرژۍ د ذخېرې د څلوروبرخو څخه درې برخي یې د روسيې، چين او مينځني ختيځ په سيمو کې  خوندي دي . داسي اټکل کيږي چې په راتلونکې دو لسيزو کې به د نړۍ د انرژۍ مصرف و يوې نوي کچي ته را لوړسي چې دغه مصرف به همدغه مغزني  منابع چې د همدې  آسيا په ختيځ کې پرتې دي   تأمينوي .

 په داسي يوه ځانګړی او طلايې موقعيت کې چې  ختيځ یې و لوېديځ ته لري، ودې سيمي ته د ناټو او  امريکارا  غزېدل  او په هغو کې  د ناټو د نفوذ پراختيا  د هغه حياتي اوارزښتناکه اهميت په خاطر دی  چې دغه سيمو  د خپل سرشاره طبيعي زېرمو او بې حسابه نفتي منابعو په درلودلو سره تر لاسه کړی دی  . ناټو داخبره نه پټوي چې په راتلونکي کلو کې به مرکزي آسيا او قفقاز  د پام وړ ژئوپلیټیکی پرمختګ ولري ځکه نو ناټو ځانته دا حق ورکوي چې په سيمه کې  د ځان حضور  د انرژي   منابعو د امنيت د تضمين دپاره يو ضروري اقدام وګڼي .  ناټو تلاښ کوي په هره بهانه چې وي  ددغو منابعو  د زبېښلو او ساتلو وظيفه    پر غاړه واخلي او په سيمه کې خپل پوځي شتون دائيمي کړي . دلوېديځي نړۍ او د ناټو د غړو هېوادو راتلونکې  بس پر همدې  منابعو  باندي  تړلې ده . دغه  ټکی هم د توجه  او پاملرني  وړ دی  چې ناټو د امريکا په ښوونه تلاښ کوي چې د روسیې  لاس  هم دهغو مځکو څخه را لنډ کړي چې  لا تر اوسه یې د بيا لاندي کولو  خيال  لري، اويا دا چې لا اقل د پخواني شوروي   آزاد سوي جمهوريتونه داسي احساس وکړي چې د خپلو همسایه ګانو د احتمالي  تهدید څخه یې ځانونه    خوندي کړي  دي  .

و ختيځ ته  د امريکا او ناټو د غزېدلو پروسه  په داسي وخت کې زور اخلي  چې ډېر څېړونکي  په دې باور دي چې ناټو د خپل پايښت د پاره اوس و يوه دائمي تقابل ته اړتيا لري تر څو خپلي  نخشې ورباندي پلي کړي . دا په دې خاطر هم ده  چې د شوروي اتحاد د له مينځه تلو سره دغه تقابل  له مينځه ولاړ  او ناټو د پرون له نظره يو بې معنی مفهوم ځانته نيولی دی . په واقعيت کې دغي موضوع  د ناټو غړي او په خاص ډول امريکا و دې ته اړ ایستلي دي تر څو د يوه نوي دښمن و جوړولو ته د ّ تحريکّ سياست غوره کړي   او پر هغه باندي  خپل پخواني حريفان  و چخوي . ناټو ته  تل دا  پوښتنه  مطرح  وه چې د يوه دښمن په نشته والي کې نسي کولای خپل هدفونه او نخشې پلي او د ځان موجوديت او يو والي و ساتي .  په دې اړه   ناټو د خپل غزېدو   په هکله تل دغه دليل  راووړ چې  د اروپا د امنيت  په وړاندي  يو  تهديد موجود دی،  او بايد دغه تهديد هم دفعه  سي او هم یې ورسره په لومړۍ مرحله کې د قدرت موازنه  وساتل سي . ددې تهديد څخه  هدف روسيه ، چين، د ډله ایزو وسلو خپرېدل ،  ټروريزم او د سياسي اسلام خوځښت يادېدی  چې ناټو تل د خپلو کړو د توجيی په خاطر رشتيا يا درواغ پر هغه باندي استنادکړی دی   .

 ډېر څېړونکې و ختيځ ته د ناټو را کشېدل  پر بد شګون نيسي .  هغوی   په دې باور دي چې د پورتنيو نيتو په خاطر ودې سيمي ته دامريکا د اوسنۍ ادرې او ناټو را غزېدل به  بې له شکه  روسيه يو ځل بيا وداسي څه ته و هڅوي چې خپل پخواني  تحرکات او لاسوهني به  بيا را شروع او علني کړي .  دغه هيواد  چې اوس هم يو عظيم پوځي او ذروي ځواک دی او مقابل لوري ته لوی تخريبي پوټنشيل  لري د خپل ځان د امنيت  او په سيمه کې د خپلو ګټو دساتلو او د هغوی ددفاع  د پاره به  آرام کښېنني . هغه به بيا هم د سړې جګړې په څير ځانته هم  د دفاع اوهم د تعرض  حق ورکړي  اویو ځل   بیا به ځان را  ميدان  ته کړي . دا وېره سته چې روسيه به   د ناټو د غزېدو  د مخنيوی لپاره   خپل د اټومي ظرفيت ننداره و مقابل لوري ته ور وښيئ   .  داسي لا هم  ويل کيږي چې دغه غزېدنه به د ناټو هغه ظاهري ادعا چې ګواکي دا پيمان صرف يو دفاعي پيمان دی او هدف يې يوازي دسولي پراختيا ده  خپله راتلونکي به  ديوې لویی سوالیې سره مخامخ کړي .  په داسي يوه حالت کې به مسلماً روسیه  د ناټو سره د ذروي وسلو د کمښت پر سر د خبرو اترو شرطونه لا نورهم پېچلي کړي  او په پای کې به  ودې سيمي ته د ناټو غزېدنه  چې په خپل ذات کې يوه کړکېچنه او بې ثباته سيمه ده يوا ځي به د امريکا او اروپا تعهدونه  غټ وښيئ  او  په نتيجه کې به دا د امريکا دپاره يوه بله ماجراجویې وګرزي چې و نړۍ وال  سولي او امنيت ته به لويه او جدي خطره پېښه کړي  .

خو هغه استراتژي او نخشې چې  امريکا او ناټو یې غواړي په دې يا هغه بهانه  په دې سيمه کې پلي کړي   دادی اوس زموږ د وطن افغانستان څخه  هم تيريږي  .زموږ وطن یو ځل بیا دا دی د نړۍ والي او سيمه ايزي لوبو په ميدان کې را کښېوتۍ دی . خوکومه پوښتنه چې اوس را پورته کيږي هغه داده  چې آيا پر سيمه باندي د سلطې دغه شانې لوبه به  يوازي  دسړې جګړې  يوه ننداره پاتې سي او که  دغه ننداره به  په نړۍ وال  او سيمه ایزه کچه  و تودو جګړو ته لاره هواره او نوي جبهې   به ورته پرانيزي .

ددې سره سره په مرکزي آسيا او د قفقاز په سيمه کې  د غرب ګټي  د سولي او ثبات په تأمين کې هم پرتې دي ځکه چې داسي يوه وضع د چين، ايران، پاکستان  ... د استيلا خطر له مينځه وړي ځکه نو ناټو د خپلو غړو د ګټو د تأمين او تضمين په خاطر او همدا رنګه د پورتنيو هيوادو د نفوذ د کمولو لپاره د مرکزي آسيا او قفقاز د جمهوریتونو سره د نيژدې اړيکو غوښتونکی هم دی . ناټو د سیاسی اسلام سره هم غواړي ډغري ووهي او په سيمه کې هغه مهار کړي . اوس اوس  د سياسي اسلام خطره د شوروي د وخت د کمونيزم  د خطرې سره پرتله کيږي .

خو د ناټو رهبرانو چې کومه غونډه یې همدا  تیر نوامبر  د ليتوانيا  پايتخت ريګا کې وکړه نو ډېرو ډيپلو ماټانو اعلان وکړ چې د ناټو په شاوخوا کې د سکنډنياوي هيوادو څخه نيولې بيا تر آسيا پوري د یوې اشتراکې شبکې امريکایی طرحي ماتي خوړلې ده . ځينو لا د لوديځي اروپا هيوادونو د فرانسې او آلمان تر مشرۍ لاندي د امنیتي ګواښو نو سره د چلند پر لارو چارو باندي د امريکا سره  پرخپلو اختلافو  باندی تأکيد وکړ .واشنګټن په دې باور دی چې د سپټمبر د يولسمي حملوتراژيدي وښودله چې کېدای سي ګواښونه او امنيتي تهديدونه د نړۍ د هر ځايه څخه سر را پورته کړي . دبوش اداره په دې بهانه سره  د ناټو څخه  وغوښتله څو د امنيت و ټېنګېدو او د ټرور سره د مبارزې د لېوالو  هېوادو غونډه  را وبولی تر څو  ددغي داعيې تر پردې لاندي  و ختيځ ته خپله غزېدنه پراخه  او هرې خواته لمن وغوړوي .

په سيمه کې د ناټو تر چتر لاندي د امريکا غزېدنه د جدي ناخوالواو تا تريخوالی خبر ورکوي ، دا کار هم د ناټو په دننه کې اوهم د سيمي د ځواکمنو هيوادو تر مینځ د نويو زد وبنديو او ناندريو پيلنامه کرځېدلای سي .دلته اوس و هر هيواد ته د خپل ملي حاکميت ، خپلواکۍ او ځمکنی بشپړتيا څخه ددفاع مسئله پرته ده، د هغه د ګټو او هغه هم د ملي ګټو مسئله پرته ده .  د هيڅ يو هيواد ولس به دومره ځان خوار او ذليل نکړي چې خپله ټوله  ملي هستي او هيواد دي  د کاذبي غربي ډیموکراسۍ او فرهنګ تر نامه لاندی  د پردو هيوادو د امنيت د ساتني په خاطر دي خپل امنيت تباه کړي او هغه دي بیا د هغو و لاسپوڅو ته   پرېږدي  چې هغه دي بيا پر ځان باندي حاکم هم کړي  . په امريکا کې د بوش اداره د خپلو نيتو د پلي کولو  دپاره د ريا او تزوير، د شر او فتنې د سياست نه کار اخلي  او د ناټو په رامخته کېدو سره   په شر پسې روان دی  . تر هغه چې  دغه لوبه او   غزېدنه  روانه وي د جدي سیمه ایزه ټکر او د هغه د پراختيا خطر به موجود وی .  امريکا  بس د همداسي يوې ماجراجویی  په لټه کې دی او خپله بقا په هغه کې ويني . خو تاريخ شاهد دی  چې  د چور او وېش  ډيپلوماسۍ  په هره بڼه چې وي نسي کولای د تل لپاره يو هيواد   يا هيوادونه لاندي او پر ولسونو   باندي دي  خپل شيطاني حاکميت تحميل کړي  .             پای

 

اسټرليا

د ۲۰۰۷ م کال  ، د فبروري مياشت

 

اخځونه :

۱ ـ دلوموند ډيپلو ماټيک خپرونه  ـ   د پاريس چاپ

۲ ـ آسيای ميانه و افغانستان در کنار آتش   ـ   د عبدالحميد مبارز ليکنه  

۳ ـ شطرنج بزرګ   ـ  زیبګنیو بريژنسکي

۴ ـ بازی بزرگ ـ نوشته پیټر ها پکرک ـ  ترجمه محمد اسحق توخی

۵ ـ د مهر خپرونه د ايران چاپ

۶ ـ د کريسچن ساينس مونیټور  خپرونه

۷ ـ د بي بي سي  راډيویی خپرونه  

۸ ـ د کيهان جریده ـ د لندن چاپ

۹ ـ دويکي پيډيا پاڼه

____________________

یاداشت مختصر از جانب نویسنده:

احتراماً به عرض ميرسانم که اخيراً در سايت "مشعل" که گویندۀ بخشی از اعضای سابق حزب منحلۀ  د خ ا ميباشد  از همنام بنده (هـ . هدایت) مطلبی تحت عنوان  انتخابات رياست جمهوری در بلغارستان به نشر رسیده  که من از آن آگاهی قبلی ندارم . بدین وسیله احترامانه به اطلاع میرسانم که اینجانب با سایت مشعل تا اکنون هیچگونه همکاری قلمی و یا سازمانی نداشته ام و مطلب يا مطالبی که همنام من در این سایت منتشر نموده و یا منتشرمینماید مربوط به بنده نبوده و در آينده نیز نخواهد بود .

با احترام
هدايت الله هدايت

۳۰ جنوری ۲۰۰۷

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<