www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:26.06.2007

د هدايت الله هدايت ليکنه
د ۲۰۰۷  م کال  د جون شپږوېشتمه

د فلسطين د لانجې اندېښمن اړخونه !

   په دې وروستيو ورځو کې د فلسطين د غزې تراډه  د فتح او  حماس د جنبشو ترمينځ د ډېرو خونړيو نښتو ميدان ګرځېدلی دی . ويل کيږي چې ددې نښتو په جريان کې  د  دواړو خواوو څخه  چې ديوه سره د فليسطينانو زامن  دي د سلو نه زيات کسان پکښې  وژل سوي او په لسګونه نور زخمي سوي دي .  د حماس او فتح  ډلو ترمينځ  دغه خونړۍ پيښي هغه وخت زور اخيستی دئ  چې د دې ډلو تر مينځ په مکه کې د اوربند د لوزنامې تعهدات   مات سوه  او يوځل بيا  د فلسطين لانجه  چې  لا دپخوا نه   زياته کړکېچنه او ستونزمنه  وه   دا پلا يې ويوې نوي او ډيري خطرناکي مرحلې ته ځان راو ايست .

 د فلسطين  مظلوم او قهرمان ولس  چې د نيمي پېړۍ را هيسي يې د اسرائیلو سره  د خپلي روا مبارزې بيرغ د خپلو وينو په بيه اوچت ساتلی  دئ، اوس بيا دادئ  د اشغالګر اسرائيل  په لمسون   پر خپلو زخمو باندي   يو بل  کورنۍ زخم  علاوه کوي،  داسې زخم  چې د هستۍ بنيادونه يې ور ورانوي .  په  فلسطين کې ددغه  مطرحه ګروپو تر مينځ  خپل مينځي  نښتي  په داسي وخت کې زور اخلي او ډراماټيکه بڼه نيسي چې فلسطين لا د اسرائيلي اشغالګرانو او غاصيبينو سره په يوه نا برابره جګړه کې  ښکېل دی او د غه بې دفاعه ولس هره ورځ   دهغوی  په حملو کې  زياتي قرباني  ورکوي .

   محمود عباس ( ابومازن) د فتح دسازمان  مشر او د فلسطين  د خودګردانه  تشکيلاتو رئيس په يوه بېړني حرکت سره چې ډېرو وهغه ته د يو غير ډيموکراتيک او ماجراجويانه حرکت  په سترګه وکتل، په فلسطين کې يې د ملي وحدت  دولت   ړنګ او اضطراري حالت يې اعلان کړ .  د فلسطين د خلکو لخوا ټاکل سوی صدراعظم اسماعيل هنيه  يې ليري او په عوض کې يې د کابينې د ماليې وزيرښاغلی  سلام فياض يې د اضطراري کابېنې په جوړولو مؤظف کړ . محمود عباس دملي وحدت ددولت د انحلال وجه د صدر اعظم  اسماعيل هنيه لخوا د خود ګردانه تشکيلاتو پر ضد کودتايې تلاښ وباله اوهغه يې د قانون ناقض  وښود ، حال داچي  اسمعيل هنيه بيا دغه تورونه رد وي او د ځان ليري کېدنه    په رسميت  نه پېژني، هغه پخپل وار سره د محمود عباس دغه اقدام د مشروعيت او د فلسطين د قوانينو پر ضد يو ناوړه اقدام  وګاڼه او دغه هڅه يې د فلسطين د ټولو ملي ارزشو او توافقاتو پر ضد يو کودتايې عمل وباله  .د دغه حرکت  سره جوخت  امريکا د اسرائيلو نژادپاله  رژيم او اروپائې اتحاديې سمدلاسه   د محمود عباس د کار ستاينه وکړه او پر نوي حکومت باندي يې هغه بنديزونه ليري کړل چې په پارلماني ټاکنو کې يې د حماس د جنبش د بري له وخته   د هنيه پر دولت  باندي  د فلسطين پر ملت او د حماس پر دولت  باندي د فشار د يوې وسيلې او د شديد اقتصادي محاصرې په خاطر  وضعه  کړې وه .

    په ياده دي وي چې په هغه وخت کې چې د حماس د بري سره جوخت امريکا او اروپايې اتحاديې  خپله موضع اعلان کړه او ويلي ئې وه چې که چيري حماس د اسرائيلو په اړه په خپلي سخت درېزه کړنلاري کې بدلون را نولي نو د فلسطينيانو  سره به خپلي ټول مالي مرستي چې د کاله په سلهاوه ميليونه ډالرو ته رسېدلې  هغه به قطع کړي او د حماس دولت به  هم په رسميت و نه پېژني . په واقعيت کې دا يو داسي تهديد  وو چې عملي کېدل  يې بې له شکه و اوسني پړاو ته ځان را رسول وه . البته په هغه وخت کې دا پوښتنه هم مطرح کېدله   چې که امريکا د لويو  قوتونو په سر کې هغه ولسي ټاکني چې د نړېوالو کتونکو له نظره سالمي او ډيموکراټيکه تر سره سوي وې  نو دا ټاکني که د هغوی د خيال او ګټو سره سمي نه وي  آياهغه به ومنل سي او که نه؟  نن چې وهغه څېړنو ته څوک ګوري  نو داخبره جوته کيږي چې لوېديځه نړۍ د خلکو هغه رايې ډيموکراټيکي ګڼي چې  دهغوی دګټو سره سمون وخوري   کنه نو هغه به و نه مني او د هر چا سره به د حماس غوندي چلند کوي .

   اوس خبره دې ځای ته را رسېدلې ده چې دا دوې اوونۍ کيږي  د اسرائيلو سره په جګړه کې ښکېل يو قهرمان فلسطين دوه  خپلواکه دولتونه لري .   يو يې د غزې په تراډه کې اوبل يې په لوېديځه  غاړه  کې يو دبل سره ډغري وهي . داکار به مسلماً  د فلسطين   د راتلونکې  په هکله جدي اندېښنې او نوري تازه پوښتني را برسېره کړي  . سره ددې چې ګوښه سوی صدراعظم اسمعيل هنيه د فلسطين د نورو برخو څخه د غزې بېلتون ردوي او پر دې خبره ټينګار کوي چې غزه په حماس پوري نه بلکه په ټولو فليسطينانو پوري اړه لري ، خو دواړي خوواوي په خپل وار سره  د مشروعيت  ادعاوي کوي . ته به وائې چې په خوږمن فلسطين کې دغزې د تراډي دبحران د حل لاري تړل سوې وي . د فلسطيني  مشران ان نن په يوه واحد مورچل کې  خپل ګډ دښمن اسرائيل   هېر کړی  او د خپلو وسلو نښانه يې پخپلو کې ويوه اوبل ته لمبر کړېده . د ا چې دا پروسه څوک پر شا ټکوي او هڅوي يې او ددې کارګټه چاته رسيږي په دې هکله د فلسطين ټول ولس سوچ کوي  .

د "حماس" او "فتح"  جګړه  پر څه باندي ده ؟

    د حماس جنبش چې دخپل فکري او نظري مبانيو پر اساس يوه سني مذهبه او په فلسطين کې د" اخوان المسلمين" يوه فلسطيني ښاخه ده، دفتح د جنبش سره  د ايدئولوژيکي  پلوه او په خاصه توګه د فلسطين دولت د  جوړېدوپر ساختار  او د اسرائيلو سره د چلند پر ميکانيزم باندي  يو دبل سره جدي اختلاف لري .  د حماس جنبش د اسرائيلو په وړاندي د خپلو هدفونو د تحقق لپاره  د اسلامي مقاومت  پر ميتود او شېوې  باندي ټينګار کوي او دغه شاني لوری او چلند د فلسطين دداعيې د تحقق دپاره  غوره لاره بولي، حال داچې د فتح جنبش چې د يوه عربي نيشنليزم ايډيالوژي پر مخ بيايي  د فلسطين د لانجې په حل کې  ډيپلوماټيکي  ميتوډونه او د خبرو اترو لاره ګټوري ګڼي . د فتح آزادي بخښونکي سازمان چې تر ۱۳۸۴ پوري يې دفلسطين اداري واک يې  په خپل لاس کې درلود ، د هماغه کال په پارلماني ټاکنو کې د حماس د جنبش لخوا څخه ماتي وخوړه . ددې خبري يادونه ضرور ده چې د فلسطين ولس په نوموړي پارلماني ټاکنو کې د حماس و اسلامي جنبش ته ځکه رايه ورکړه چې د فلسطين د خودګردانه بوروکراتيک   دولت  او دهغه  د رهبرانو او دولتي چارواکو څخه چې په مالي فساد کې  ډوب وو،  پزي ته را رسېدلي وه .  هغوی د فلسطين د مظلومو خلګو وورځنيو غوښتونو ته   شا کړې وه  هغه مظلوم ولس  چې د پنځوسو کلو راهيسې يې د اسرائيلو د نژاد پرسته رژيم سره ﻻس او ګرېوان وه او ډېرې ناخوالي يې ګاللي وې . په هغه وخت کې وحماس ته د فلسطينيانو رايه ورکول داسي  ارزول کېدله چې دغه رايه مخکې تر دې چې  هغه دي و دې  ارتجاعي ډلي  او دهغوي و اهدافو ته د خلګو رايه وګڼل سي په واقعيت کې دا د فلسطين د فتح د خودګردانه دولت داداري او مالي فساد پر ضد  د هغوی  د کرکې او غصې  يوه رايه وه . داځکه چې دې مشرانو و نکړاې سول چې د فلسطين د مظلومو خلګو و غوښتنو ته ځواب ووايې .  دبلي خوا   د فتح د جنبش مشران په دې  و نه توانېدله چې دياسر عرفات د مرګ  تشه دي  چې د فلسطين  د خلګو  په زړو کې يې خاص ځاې درلود او د ملي و حدت دسمبول په حيث يې پېژندل کېدی هغه ډکه کړي  . په نوموړي  انتخاباتو کې د فلسطين و خلګو ته دريمه ﻻره  نه وه پاتي  .  په واقعيت کې دغه ټاکنه د پورتنيو ناخوالو په خاطر پر هغوی باندي تحميل سوه تر  څو فلسطينيان د بد او بدتر تر مينځ يعني د فتح او حماس تر مينځ و بدتر ته رايه ورکړي  . په هغه وخت کې  ډېر په دې باور وه چې د فلسطين د خلګو  دغه رايه نه د حماس و  خدمتونو ته  يوه رايه وه  او  نه به  هم د هغوی و ارتجاعي  ايديالونو ته يوه رايه وي   . دفلسطين خلګ چې د خپلې بر حقه داعيې لپاره جنګېدلي دي دا يې نه غوښتله او نه غواړي چې خپل برخه ليک او  راتلونکې دي  د بڼسټپالني سره و موښولوي ، ځکه چې بنسټپالنه په دې سيمه کې يوه هر اړ خيزه زلزله را مينځته کوي چې د هيچا په ګټه نه تماميږي . په دې هکله بيا څه موده مخکې دترکيې صدراعظم چې په سيمه کې د فلسطين په اړه مطرح شخصيت دی هغه د ټوني بلير سره په خبري کنفرانس کې ويلي وه چې نړۍ واله ټولنه د فلسطين په روانو بحرانو او دهغه په ژورېدو کې مسؤله ده . هغه وويل چې د نړۍ هيوادونو د فلسطين و ډيموکراټيک انتخاب ته درناوی ونکړ . هغوی د واشنګټن د سياست پر مسير باندي ګام کښېښود او دهغه څه لپاره چې د ځان او داسرائيلو دګټو د خوندي کولو دپاره يې ټاکلي وه وفلسطين ته يې د دغسي ورځي بند وبست وکړ او هغه ته يې دعملي کېدو انتظار وايست . دا خبره بايد د پامه و نه غورځول سي چې  د ډيموکراسۍ لومړنۍ بنيادونه هغه دی چې پخپله بايد څوک ډيموکرات و اوسي او د اکثريت و رايې ته تن ورکړي . خو ددې نه پرته چې دحماس   کړنلاره چې دفلسطين دداعيې سره پر مقاومت باندي ټينګار کوي څوک يې خوښ  کړي او څوک يې نه،  د فلسطين ولس په خپل ډيموکراټيکو ټاکنو سره خپله رايه ورکړه .   امريکا، فرانسې او اروپائې اتحادې د ټولو نړۍ والو عرفو نه خلاف دهغه  تحريم وکړ او په واقعيت کې يې د خلګو وډيموکراټيکو ټاکنو ته په سپکه وکتل او هغه ئې  په لغته ووهل .

   د نوموړو ټاکنو په بهير کې د حماس اسلامي جنبش وکولای شوه د فلسطينيانو د استازو په مجلس کې د ۱۳۲ څوکيو څخه ۷۴ څوکۍ خپلي او د قدرت ولسي واګي ترلاسه کړي .  فليسطيني ادارې  د حماس دقدرت په جريان کې  او په دغه تشکل کې د حماس  د غوښن حضور په وجه د هماغه پيل  څخه دغه اندېښنې را پورته کړې چې  هغه بنيادي  فکري او نظري  اختلافونه او تضادونه چې دغه دواړي خواوي يې يو دبل سره لري نو هغوی به ضرور د ټکر و يوې نکتې ته رسيږي . حماس دخپل بري نه وروسته د اسرائيلي صهيونيستانو سره نه يوازي د مقاومت د وسلې په کارولو باندي  ټينګار وکړ بلکه دولسي ملاتړ په زور يې چې دغه جنبش يې وواک ته رسولی وو ، اسرائيلو ته يې تر پخوا زيات  غاښونه چيچل او د اسرائيلو سره يې د فلیسطيانو د حقوقو د تر لاسه کولو په خاطر  دوسله والي  مبارزې پر دوام باندي  ټينګارکاوه او هغه ته ئې دالويت اصل نه پټاوه . دبلي خوا په پارلماني ټاکنو کې د حماس بری او په ګوندي،ايديالوژيکي او تشکيلاتي برخو کې ددې جنبش يووالی  په سيمه کې هم ځيني هيوادونه او حکومتونه چې داسرائيلو دوستان وه وارخطا کړه. خاصتاً هغه حکومتونه چې په هيوادو کې يې د اخوان المسلمين تحريک زيات نفوذ لاره . دغه حکومتونو د حماس برياليتوب د خپلو هيوادو و ملي ګټو ته  يو تهديد  ګاڼه او د خپل زوال  تصويرونه يې پکښې ليدل او  بېرېدل . ددې نه علاوه  په سيمه کې ټول هغه غير ډيموکراټيک نظامونه چې په هر ډيموکراټيک  او ولسي حرکت کې يې خپل تاج او تخت په خطر کې ليدی او د ابدي جمهوريتو خيالونه يې لړزېدل نو   داسي برياليتوبونه د هر چا لخوا چې وه  و خپلي بقا ته يې يوه بلقوه خطره  ګاڼه .

    د حماس د بري  نه وروسته د فتح سازمان  په دولت کې دحماس  د مشارکت پر سر بهانې را پورته کړې او خاشې يې پکښې  ماتولې  . دغه کار څو ځله د غزې په تراډه کې د يوه اوبل سره د لاس او ګرېوان او نښتو و سرحد ته ورسېدې  چې را وروسته  بيا د اوربند او لوزنامو په کولوسره  په خام تار وتړل سوې   . خو څرنګه چې حماس په پارلماني انتخاباتو کې بری ترلاسه کړی وو نو ځانته يې دا حق ورکاوه چې داغوښتنه را پورته کړي  چې په فلسطين کې  ټول امنيتي ځواکونه بايد ديوې واحدي  قوماندې او سلطې لاندي  راوستل سې .  ددې مسألې پر سر د محمود عباس ( ابو مازن) د خود ګردان تشکيل رئيس او دفتح د سازمان د نور و قومندانانو لخوا د ځينو عيني دلايلو په وجه   و نه منل سوې او  مخالفت يې ورسره  وکړ . حتی محمود عباس د يو حکم په صادرولو سره د غزې دتراډي  او د لوېديځي غاړي څو فعاله امنيتي دستګاوي او ځواکونه د خپل ځان تر ریاست لاندي راوستلې او دخپلو پلويانو  نظارت او کنټرول يې ور باندي مسلطه کړ  . دې کار دحماس خوابدي را و پاروله چې  ان راوروسته په وسله والو نښتو  واوښتله . ددې  نښتو په زياتېدو سره د عربستان د پاچا ملک عبد الله په  غوښتنه  دواړه خواوي و مصالحې ته را وبللې ، خو ددواړو خوا وو تر مينځ  د دې مسألې پر سر باندي ژوره سيالي او بدګماني لا په خپل قوت سره پاتې وه .  محمود عباس تر پايه پوري د امنيتي ځواکونو انحلال و نه مانه او  د حماس تر امر لاندي د کورنيو چارو دوزارت تر نظر لاندي يې د هغه  و ادغام  ته تن ورنکړ . په پای کې حماس و دې ته اړسو څو د کورني چارو د وزارت د دندو په چوکاټ کې او د امنيت د ټينګېدو په خاطر  "د اجرائيوي ځواکو " په نامه يو جلا ځواک جوړ او دامنيت د ساتلو مسؤليت  پر غاړه واخلي . ددې کار پر سر هم څو ځله دهغوی او  دمحمود عباس د امنيتي ځواکو تر مينځ نښتي وسوې چې د محمود عباس پلويانو ته يې زيات زیان ورساوه . نتيجه دا سوه چې  حالات و داسي سرحد ته ځان را ورسوي ترڅو محمود عباس د اردن د لوېديځي غاړي اختيار په لاس کې  ونيسي او حماس د غزې په تراډه کې لنګر واچوي . عباس داسماعيل هنيه کابينه چې په پارلمان کې يې اکثريت درلود لغوه کړ او داسي نه معلوميږي چې د اوضاع د کړکېچن کېدو تر بهانې لاندي به د نوي انتخاباتو حکم صادر کړي . ددې ډراماټيک بدلونو سره جوخت اسماعيل هنيه چې  ليري کړل سوی صدراعظم دی ځان دمکې و قراداد ته  متعهد بولي او د فتح د جنبش سره د خبرو اترو او د سياسي مشارکت  غوښتنه کوي .

په دې لانجه کې کورني عوامل

    داسي ويل کيږي چې د فتح د جنبش ځيني هغه مشران چې په بهر کې اوسيږي د ورستيو پېښو په سازماندهۍ کې لوی لاس لري . ددې جنبش وتلي ليډران چې د فلسطين نه بهر ژوند کوي د فلسطين دداعيې سره  حساسيت  په نظر کې نه نيسي او خپل ټول وس ددې سازمان په تشکيلاتي بنيادو کې د بدلون د راوستولو په خاطر په کار اچوي  . دداسي يوه  بدلون فکر هغه وخت د فتح په جنبش کې مطرح سو چې د فتح  جنبش د فلسطين په پارلماني انتخاباتو کې دخپل رقیب حماس  څخه ماتي وخوړه او د فتح  جنبش په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د فلسطين د ادارې د رهبری چاري  د يوه بل مذهبي بنسټپاله جنبش په لاس کې ولوېدلی . ددغي ماتي احساس او په سياسي صحنه کې  دضعف دغه بېلګې ددې باعث وګرځېدلی چې د فتح مسؤلين  و واک ته دبيا راګرځېدو په خاطر او د فلسطين په کورنۍ عرصه کې د بيا مطرح کېدو لپاره  په اروپائي هيوادو او امريکا کې  و خپلو انډيوالانو ته لاس اوږد کړي . په فلسطين کې و ډېرو ته څرګنده  ده چې  دغه دوستان په ظاهره د فلسطين دولس  سره ددوستۍ نارې وهي خو په باطن کې د فلسطين دامحأ خيالونه   او د اسرائيلو د امپراطوری د جوړېدو خوبونه  ويني او داسي هوسونه  پر شا ټکوي .

   کله چې يو نيم کال مخکي د اسرائيلي قواوي د شارون په امر د غزې د تراډي نه پر شا سوې نو ډېر څېړونکي  په دې باور وه چې د غزې نه د اسرائيلي قواو پر شاتګ به په فلسطين کې د قدرت د جګړې د يوې نوي آغاز  پيلنامه وګرځي. داسي اټکل کېده چې دا جګړه به ښائې دپوځي مسلحو ځواکونو ترمينځ په ځانګړي توګه د اسلامي مقاوت د جنبش ( حماس)،  د فلسطين د آزادي بخښونکی جنبش ( فتح )  او د حماس او اسلامي جهاد د ډلو او د خود مختاره حکومت په مقابل کې د پټ او ښکاره سياسي، پوځي او تبليغاتي عرصو يو لوي ميدان وکرزي او دا سيمه به په دې عرصو کې د هغوي د فعاليتونو د مرکز په ډګر واړوي  . ځيني  منابعو  بيا د غزي په تراډه کې د صهيونيستي قواوو د وتلو نه باد  د پوځي نښتتو اټکل هم د امکان نه ليري نه باله او په دې باوروه چې  پوځي ځواکونه او خودمختاره حکومت به دغه درايت ولري چې د خپلي هوښيارۍ په ساتلو سره به د اسرائيلو په دام کې ځان را ښکېل نکړي . خو دغزې د تراډي اوسنۍ پرمختياوي  هغه اټکلونو ته عملي بڼه ورنکړه چې  دغه  تراژيک  حالت يې را مينځته کړ .

   د مينځني ختيځ د پېښو ډېر څېړونکې په دې عقيده دي چې د فلسطين د لانجې دغه کورنۍ لړی هغه وخت  زور واخيست چې دلبنان جګړه پای ته ورسېدله او د اسرائيلو په کابينه کې د ددې هيواد د صدراعظم ايهود اولمرت په وړاندي انتقادونه را پورته سوه ، ځکه نو د اسرائيلو او دهغه ملاتړکونکو هيوادو په اداره کې ډير پټ او مخفي تلاښونه په کار ولوېدله ترڅو  د فلسطين په خپل مينځي لانجو کې لاس ووهي او هغه د ځان په ګټه کړکېچنه کړي . ښايې دا  ددغو تلاښو   تأثيروو چې د اوسني بحران په را مينځته کېدو کې يې  خپل کار وکړ  . په دې هکله د فلسطين د آزادی لپاره د خلګو د جبهې مشر احمد جبريل د  حماس د جنبش په هکله دمحمودعباس چلند محکوم کړ او هغه ئې د امريکا او اسرائيلو د مواضعو سره يو شاني و ګاڼه چې  غوښتل يې د فلسطيانو په مينځ کې نفاق او فتنه واچوي او هغوی ته درواغجني وعدې ورکړي . هغه محمود عباس   د هغه سرابه څخه و بېراوه چې امريکا او اسرائيل  غواړي دهغه په نامه وهغه ته حساب و پرانيزي  . په واقعيت کې د اسرائيلو ستراټيژي په يو لنډ مهاله ممکن وخت کې د حماس د پوځي او سازماني قدرت بې وسه کول وه . همدا وجه ده چې اسرائيلي چارواکو  په سپينه ورځ د ابومازن ( محمود عباس) د ځواکونو څخه ملاتړ  وکړ او داسي لا هم وويل سوه چې دفتح او موساد يعني د اسرائيلو د جاسوسي  سازمان اود فتح د سازمان تر مينځ ښکاره همکاری تر سره کيږي او دغه واقعيت ددې خبري پخلی کوي چې  بل ګام به هم داسرائيلو لخوا په فلسطين کې د حماس د پوځي هستو په ځپلو کې،ګام  پورته کيږي .

   اسرائيل په فلسطين کې د روانو واقعيتو څخه ښه خبر دی او په دې ښه پوهيږي چې د فتح جنبش او د خود ګردانه ادارې تشکيلات يې په داسي موقعيت کې ندي چې  ولسي ملاتړ دي ورسره  وي . څرنګه چې ليدل کيږي د دغه جنبش په دننه کې ډېر داسي سياسي  څهرې سته چې د فتح د سياسي مسؤلينو  د سياست او چلند پر ضد عمل کوي .

په دې لانجه کې  بهرنۍ  لاسوهنه   ؟

    په پارلماني ټاکنو کې د حماس بری او په ګوندي،ايديالوژيکي او تشکيلاتي برخو کې ددې جنبش يووالی  په سيمه کې  دځينو هيوادو او حکومتونو رول چې داسرائيلو سره ښې اړيکي او دوستانه روابط لري، وارخطا کړه، خاصتاً هغه حکومتونه چې په هيوادو کې يې د اخوان المسلمين تحريک غوښن نفوذ لري . دغه حکومتونه د حماس برياليتوبونه د خپلو هيوادو و ملي ګټو ته  يو تهديد ګڼي . ددې نه علاوه  په سيمه کې ټول هغه غير ډيموکراټيک نظامونه چې په هر ډيموکراټيک  او ولسي حرکت سره خپل تاج و تخت او ابدي واکداري په خطر کې و يني نو هغوی  داسي برياليتوبونه د هر چا لخوا چې وي  و خپلي بقا ته يوه خطره ګڼي .

   نيژدې څه موده مخکې دترکيې صدراعظم ښاغلي اردوغان چې په سيمه کې د فلسطين په اړه مطرح شخصيت دی هغه د ټوني بلير سره په خبري کنفرانس کې وويل چې نړۍ واله ټولنه د فلسطين په روانو بحرانو او دهغه په ژورېدو کې مسؤله ده . هغه وويل چې د نړۍ هيوادونو د فلسطين و ډيموکراټيک انتخاب ته درناوی ونکړ . هغوی د واشنګټن د سياست پرګام ګام کښېښود او دهغه څه لپاره يې  لاره پرانيستله چې د ځان او داسرائيلو دګټو د خوندي کولو دپاره يې ټاکلي وه  او وفلسطين ته يې د دغسي ورځي انتظار ايست! .

   لکه ټولو ته چې جوته ده د ډيموکراسۍ لومړنۍ بنيادونه هغه څه دی  چې  پخپله بايديو څوک ډيموکرات و اوسي او د اکثريت و رايې ته تن ورکړي .  خو ددې نه پرته چې دحماس   کړنلاره چې دفلسطين دداعيې سره پر مقاومت باندي ټينګار کوي،  دا که چا خوښه وي او که نه   ، د فلسطين ولس په خپل ډيموکراټيکو ټاکنو سره خپله رايه ورکړه   . خو امريکا، فرانسې او اروپائې اتحادې د ټولو نړۍ والو اصولو نه خلاف هغه يې تحريم کړه او د خلګو ډيموکراټيکه ټاکنه يې په لغته ووهل .

    جيمي کارټر د امريکا پخوانۍ جمهور رئيس چې  په کمپ ډيويډ کې د کال ۱۹۷۸ د مصر او اسرائیلو د لوزنامې د لاسليکولو ناظر وو هغه هم  په دې  وروستيو ورځو کې  د آېرلينډ په ډبلين کې د بشري حقوقو په يوې غونډي کې وويل چې که د واشنګټن لخواد حماس ټاکل سوی  دولت  په رسميت و نه پېژندل سي  نو دا يو جنايتکارانه اقدام دی . هغه په دې غونډه کې زياته کړه چې دغه جريان چې د لوديځي غاړي د فلیسطينيانو سره دي مرسته  کيږي او    دهغه نيژدې يو نيم ميليون فليسطينانو چې د غزې په تراډه کې  پراته دي هغوی بيا د پامه غورځول کيږي نو دا په واقعيت کې  وهغوی ته  دجزا ورکولو معنی ورکوي .

    يو وخت  دفلسطين شهيد رهبر ياسر عرفات ويلي وه او په واقعيت  دائې وخپل ولس ته وروستی وصيت وو چې د فليسطينانو وينه زموږ تر مينځ سور خط دی او ددې وينو تويول  د ټول فلسطين وحرمت ته  سپکاوی  دی  . هغه پخپله هم پرهمدې خبري ولاړ وو او پر هغه يې عمل کاوه  . خو د فلسطين خلک وائې چې اوس څه کيږي ؟ ته به وائې چې دغزې د تراډي دبحران د حل لاره تړل سوې وي . نن د فلسطين  مشران په يوه واحد مورچل کې  خپل ګډ دښمن اسرائيل   پرې ايښی  او د خپلو وسلو نښانه يې پخپلو کې ويوه اوبل ته لمبر کړېده . ددې کارګټه خو يو کوچنی ماشو لا هم په  پوهيږي چې و چاته رسيږي .

    د فلسطين مظلوم ولس نن دا ږغ را پورته کوي چې مخکې تردې چې دغه روان زخم چرکينه سي او د اشغالګراسرائيل سره دهغوی روا مبارزه د خطرې سره مخامخه سي هغه ته بايد دسره کتنه وسي او تداوي سي . هغوی وائې چې نن  د ټول فلسطيني مسؤلين د فلیسطينانو د وينو د تويولو مسؤله دي او ددې نښتو مسئولان او عمال بايد د فلسطين د قهرمان او مظلوم ملت په وړاندي  رسوا او مجازات سي . د فلسطين کورنی بحران ددولت په انحلال او د سياسي صحنې څخه دحماس او نورو په ګوښه کېدو سره نه حل کيږي او داشاني   پريکړي به  د بحران لمن لا نوره هم ژوره او  و نورو سيمو ته و غزوي  .

 __________________________________

يادونه :
ددې ليکني په سمونه کې د بي بي سي، ټايمز آف انډيا، ايشياټايمز، لوموند ډيپلوماټيک،د آلمان ډاچوېلا،  شرق ، هندو ساېټو او زما شخصي يادښتو څه استفاده سوېده .

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<