www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

 

د هدایت الله هدایت ( هوتک) لیکنه

سیاسي تبصره :

د پاکستان نوی ورانونکئ سیاست !

    تازه د امريکا د متحده ايالاتو د جمهور رئیس  مرستيال  ډيک چيني سفر و اسلام آباد او کابل ته پای ته ورسيد . هغه خبري او هغه څه چې په دې سفر کې او د نړی په دې حساسه سيمه کې تر سره شوې هغه ټولوواورېدلې او خپلي ارزوني یې هم ځيني وکړلې . په بګرام کې چې د چينی پر ضد کوم ځانمرګي عمليات تر سره سوه او درنه مرګ ژوبله یې را مينځته  کړه،  هغه هم د سیمي او ټولی نړۍ خلکو ولیدل او خپل برداشت يې ځيني واخيست .

    دپاکستان و پوځي جرنیلانو ته دامريکا د متحده ایالاتو د جمهوری ریاست  مرستیال ډیک چيني سفر او خبري  چې  پخپله دامریکا د پالیسی جوړونکی او سمت ورکونکی يوه مطرحه څهره ده، ډیر خاص او جدي اهميت و درلود.   په يقین سره  اوس  پاکستاني چارواکي د امريکاد دغه کهنه پيخه سیاست پوهه او کيندلی د جمهوري رياست مرستیال د خبرو سره سم په سیمه کې  و خپل راتلونکی سیاست ته سمت  ورکوي .  دا سیاست  په داسي وخت کې سمباليږي چې کیندلی ډيک چیني د اسلام آباد نه و خوځيد او بله کيندلې د انګرېزانو د بهرنیو چارو وزېره مارګریټ بګټ اسلام آباد او کابل ته ورسېدله . داسي اټکل کيږي چې په راتلونکو څواوونیو کې به  د انګرېزانو تازه دمه ۱۴۰۰اضافه سرتيري و افغانستان ته ورسیږي تر څو د طالبانو د زیاتېدونکو و سله والو بريدونو په مقابل کې و جنګيږي .

    سیاسي څېړونکي ددغه  سفر و تصادف ته  په خپل ذات کې ډيري پر ځای پوښتني را پورته کوي . ددې سره جوخت درست  و اسلام آباد ته د ډيک چیني د  سفر او دهغه د خبرو اترو نه وروسته دوې ورځي باد، پاکستاني چارواکو يو خبر خپور کړ چې د طالبانو يو لوړ کچی شخص ملا عبید الله اخوند یې په کوټه کې نيولی  او داسي یې ښودلې ده  چې ګني پاکستان د امريکا د تازه غوښتنو سره سم دادي  داسي اجراآت  تر لاس لاندي نيولي دي چې د ټروريزم سره د مبارزې په پړاو کې د امريکا د غوښتونو سره سم ګام پورته کوي او   پاکستان  خپله ونډه  په صداقت سره  عملي کوي !

    په واقعيت  کې  که ددې عمل و عمق ته که څوک ځان ننه باسي نو  دا خبره جوته کيږي چې د پاکستان آی ایس آی د ټو لو ټروریسټي اعمالو تر شا په ډیر مهارت سره  عمل کوي   او په سیمه کې د وخت ، حوادثو او د خپلو پټو نخشو  سره سم ځان غزوي  . نن که د افغانستان په دننه کې پر حکومتي ځایو او د ائیتلافی يا ناټويی ځواکو پر پوځي پوستو باندي چې کوم بریدونه کیږي نو دهغه په سازماندهی او د اکمالاتو په تهیه کولو کې  بر الا د پاکستان د  آی ایس آی  لاس ککړ دی او هغوی    په دې کار کې معلومداره خپل اوږد مهاله اهداف نه پټيږي . د پاکستان په دننه کې هم که د شیعه او سني پر مشرانو او یا دنورو ملتو پرجونګړو باندی بریدونه کيږي نو په دې کې هم د آی ایس آی د منافقت او شیطنت لاس دخل  لري . اصلاً په داسي يوه چټله لوبه کې چې پاکستان او د هغه پوځي جرنيلان یې چې دهغه پر بنياد یې خپل شوم نیتونه  پر مخ بیایی نو هغه د څېړونکو له نظره پټ نه پاتي کيږي  .

    داچې هغوی په دې نيتونو کې څه غواړي  تر لاسه کړي دا  هغه څه دي چې د اوسنیو بازیو بازیګران یې د خپلو سیاستونو په عملي کېدو کې غواړي د نړۍ والو و نندارې ته یې را وباسي .

    ډير سياسي څېړونکي په دې باور دي چې پاکستان په ډير مهارت او شیطنت سره په سیمه کې د لويو قوتونو  د رواني لوبو او عکس العملونو سره ځان عیاروي او دهغوی سره مطابق د ورځي پر نرخ باندي چلند کوي . داسي لا هم ويل کيږي چې دپاکستان سحر ديده جنرالان او سیاسي چارواکي اوس په دې لټه کې دي چې د امریکا یانوپښې په دې سیمه کې نوري هم ښې ښخي کړي او د هغوی د اغفال لپاره د هغو بنسټپاله عناصرو د سرخوږي  لیکه چې پر پاکستان باندي د اعتراض قوی بانه ده هغه هم د آی ايس آي په ښوونه  د افغانستان و دننه ته ور د ننه باسي او هلته یې پر افغاني پوستو او هم پر ناټویی او امريکایی ځواکو باندی د هغوی تخريبي فعاليت تشدید کاندي . هغوی غواړي  داسي وښیی چې ګني داسي ټروريسټي فعالیتونه د افغانستان په دننه کې د افغانانو لخوا تر سره کيږي  او داهم د افغان  حکومت کمزورتیاښيئ چې  مخه یې نسي نيولای  ځکه نو دا کمزور تیا   چې په واقعيت کې د ائيتلافی ځواکونو کمزورتیا او دنده ده  نو بايد مخه ئې هم هغوی ونيسي !

    اصلاً خو اوس  داسي لوبه روانه ده چې د پاکستان آی ایس آی غواړي د امريکا او ناټویی ځواکو سره جګړه د افغانانو په نامه پر مخ بوزي او هغه ته بیا د  افغانانو نیشنلیسټي او آزادي بخښونکې صبغه ورکړي  او په دې کار سره د شمال پاشانده  او په خزه کې  ناست خزنده متعصبه ګروپونه هم  چې لا د پخوا نه یې دداسي يوې مفکورې سره حساسيت ښوده ، د يوه خيالي حرکت پر ضد منسجم کړي .

    د پاکستان پوځي چارواکي غواړي د افغانانو په نامه  په دې کار سره هم د ناټویی او هم امريکایی ځواکو ته سر خوږي پيدا کړي او په دې توګه د خپلو شیطاني نخشو د پلي کولو په خاطر  ددې سیمي د حوادثو جريان د ځان د لویی غوښتني په ګټه و هغي خواته رهي کړي چې د انګرېزي چارواکو لخوا ورته ډيکټه کيږي .

    د سيمي ولسونه ددې سيمي راتلونکې د ډيرو ډراماټيکو او بنیادي بدلونو و پېښېدو ته هېښ پاتي دي . په سيمه کې د لویی لوبي اصلي بازيګران اوس  د خپلو اجنټانو په وسیله دې کارته ځانونه آماده کوي چې و ميدان ته  راووزي څو په دې سیمه کې د لويو قدرتو و بازيو ته عملي جنبه ورکړي .

    هغه شر اچونکي کړی چې ددې بازيو جریان  د خپلو ملي ضد سیاسي اهدافولپاره لا د پخوا نه  د ملي ماجراجویی و خواته ټيل واهه، هغوی به ښایی همدا شاني چې پرون یې ځانونه په ملي بازيو کې و شرموله ددې باد به  هم په خپلو کړو سره  ددې وطن په تاريخ کې به هغسي ځای پيدا کړي چې کوم وياړ به یې په برخه نسي  . هغوی به بیا هم همدارنګه لوی شرم   ځانته پرېږدي!

   افغانان په دې ښه پوهيږي  چې د پردو په مقابل کې د خپل هيواد د  خپلواکی او ملي حاکميت په ساتلو او دفاع کې د  افغان ملت  يو والی او يو موټی پاتي کېدل څومره اهميت لري اوڅرنګه هغه وساتي . افغانان به يو ځل بيا و خپلو  دښمنانو ته  هغسي کارنده او واحد  سوک ورکړي کوم چې د افغانانو د شرف او عزت په ساتلو کې تل يوه لويه او کارنده وسله بلل کېده او اوس به هم  همداسي لويه وسله پاتي کيږي .

   پاکستان به په خپل موجوده  شیطاني سیاست کې و خپلو هدفو ته و نه رسیږي او که حالات هماغسي چې روان دي  شکل و نیسي او پر مخ ولاړ سي نو پاکستان او د هغه په دننه کې بنسټپاله مذهبي او پوځي کړی باید يو ځای  په دې لوبه کې  سره وشليږي .

پای

د ۲۰۰۷ کال د مارچ دريمه

 

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<