www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر: 03.07.2007

غيسى

 دكبرجن آسمان گلۍ زموږ د ګرشك تنكي گلان هم پاڼې پاڼې كړل

خوږولوستونكو!

تاسي مه خفه كيږئ، اجازه راكړى چه لومړى له ښاغلي كرزي صيب سره روغبړ وكړم ځكه چه هغه خو زموږ او ستاسو وياړلى، پياوړى او په ولس گران مشردى كه نه؟

ښه ښاغلى ولسمشره!

 څه حال مودى؟

ياران او دوستان ښه دي؟

ميرويس جان څنگه دى؟

له بيزنس سره موڅه حال دى؟

هغه دتركمنستان نلليكي څنگه شوې؟

زما په خيال خو اوس په ټول هيواد امن وزرې غوړولي دي څكه خوپه پلازمينه څه چه په هر ولايت کې پانگوال جوپه جوپه گرزي دومره امن دى دومره چه حد نه لري حد!؟

وايم ټوكرۍ له سرو زرو ډكې خلک شاته واچوي اوبي له كومې ويرې خپله لاروهي څوك مخ لا نه ور اړوي.  دا ټول ستاله بركته اوشهامته دي صيب!؟

اوس خوهغه پخواني وختونه نه دي چه زموږ په مظلوم قام به روسانو بمونه او سكاټ راكيټونه را وورول او ببرك كارمل به بيغمه په ارگ کې ناست وو.  هو! چه هير مې نشي هغه خو دومره غيرت درلود چه لكۍ يې ښورولى شوه، خير كه غپيدى نه شو.  ښه مې په ياد دي چه ديوې ډلې ژورنالستانوپه مينځ كې يې په يو انگريزي ژورناليست غږ وكړ اوورته وئې ويل:  تو چي ميگي انديوال قديم؟

خير په هرصورت هغه خو دتاريخ سېلۍ په هوا كړ بيا پسې دا نور، لکه اشرار  او په اصطلاح دطالبانو دوران هم ولس وزغمه بيا نو كله چه نړيوالې ټولنې د تاسي غوندې جناب رامخ ته كړهسې به په هغو لومړيو ورځو کې كله ناكله ناټو سهواٌ يونيم بم په شكمنو كليو، بانډو، هديرو او ودونو واچاوخو داشكر دى چه ته وې ځكه چه له تا يې  سترگه سوځيده كه نه اوس به دپښتون تخم لا نه وو پاته.  وايم ته خودې راته ژوندى يې صيب!!!!

ياره دټولومشرانو ركارډ دې ورمات كړ بيشك باداره بيشك!؟

هو! ريښتياهغه ورځ دی چه دناټوعمليات و غندل او خبردارۍ دې وركړگوره څنگه يې نن په گرشك ولسوالي دبمونو په ځاى گلان وواورول؟؟؟؟

هرځل چه تاسوپه ناټونيوكه كړې ده دوى خامخا دبمونو په ځاى بيشميره گلونه اورولي دي؟؟؟؟

هغه متل دى ويل ليو ته يې چه نصيحت وكړ په هغه ورځ يې دوې مېږې وخوړې پخوا به يې يوه خوړه!!!!

څنگه دگرشك ولسوالي تنكي گلان به دي له بينوا پاڼي ليدلي وي چه پاڼي پاڼي شول اوتا لا د علي جنا ټوپۍ په سر، وريښمينه تفريحي چوپانه په تن اوپه دلكشاه ماڼۍ کې قدم وهې افرين افرين پر تا!؟

زه نه پوهيږم چه داستا زړه له كاڼي جوړ دى اوكه اصلاٌ زړه دركې نشته؟؟؟؟

ته خو هسې دڅو شيبو لپاره فكر وكړه چه كه دهغوماشومانو په مينځ کې دا ستاميرويس جان واى نو په تا به څه حال وو؟

ولسمشر صيب !!!!

باور وكړه چه دورځي هم ښه پوره ستومان اوسرگردان شوى يم اوهمدا اوس نيمه شپه ده له درد او غمه خوب نه  راځي نور خو مې څه په وس نه دي پوره بس په تاپسې مې په دې نيمه شپه قلم برابر كړ كه خداى ليږ زړورتيا دركړي او دا ولس په حال غمجن شې ....نور نه پوهېږم څه درته وليكم....

دادى ورو ورو شپه رڼا كيږي د ازادۍ له راديو مې واوريدل چه تاسوجناب ايټالياته والوتلئ په مخه مو ښه خو گوره وخت تيريږي او پښتون تباه كيږى دا ستا په دوران کې خو د پښتون كور لا پسې وران شو.  كه په ارگ کې دجنگسالارانوله ويرې پټه خوله گرزې د روم په كنفرانس كې خو ليږ خوله وازه كړه كه  نه!؟

ورته ووايه چه دقانون حاكميت بې د ناټوله مداخلې نه كيږي ناټو بايد دميلوشدويچ په شان جنگي جنايتكاران لاستړلي د دنهاګ محكمې ته وسپاري.

 دڅوجنگي جنايتكارانو هغه هم دمسكو، ايران اوپاكستان جاسوسانولپاره خو نړيواله ټولنه مه بدنامه وه اوكه ته په حق يې نو بيا افغان ولس ته دنړيوالې ټولنې بد نيت ورپه گوته كړه د خلکو مخه خو تانيولې تر څو به ولس غولوې؟  او څومره عمر به نور لرې؟

اوس موږ ټول شكي په دې ېو چه دمظلوم پښتون په كور سر پر سر اور بليږي خو په نورو سيمو او د پلازمېني په زړه كي غلو او داړه مارانو ته شين څراغ لگيدلى بريښي؟؟؟؟

پرون بيا په وزيرمحمداكبرخان مېنه كي ددين محمد جرت داړه مارانو چه ځان ته دملكي امنيتي  كمپنېو  غړي وائي اوپه نوموړې مېنه کې په اصطلاح امنيتي دندې لري په رڼاورځ له يو انترنيتي شركت څخه ۱۷۰ زره ډالره چور كړل؟؟؟؟

پوليس، ايساف او د رحيم خان وردگ پوځ چيرې وو؟

هو! كه نه ؟  هغو خو ټولو خپلې سپېڅلې دندې ترسره كولې مړه!!!!

هغوى خوتللي وو چه په هلمند، قندهار، پكتيكا، پكتيا، كنړ او نورو پښتني سيمو بمونه وغورځوي ځكه هلته له ملكي بي وسلو وگړوكونډو رنډو او يتيمانو څخه نړۍ ته گواښ پيښ شوى دى هوښياره؟؟؟؟

په هرات کې هم دتورن اسمعيل مجاهد(اشرار صيب) ډلې پرون په رڼا ورځ بانك چوركړ.

له داسې غلو څخه چه اداره په كنترول كې لري، دمخدره توکو گرمه گرمه سوداگري كوي، امن يې له نړيوالې ټولنې سره يوځاى په شرمو وشرماوه، له هغو څخه نړۍ ته گواښ نشته خو يوازې او يوازې د بيوسو بيوزلوكونډواو يتيمانوڅخه ناټو ويريږي؟؟؟؟

ښه خوږولوستونكوله كرزي صيب سره به مخه ښه وكړم اوس به له تاسو سره روغبړ شروع كړم!

ياره ستره ناروا له موږ سره كيږي.  داپردي به پريږدو رابه شو داخپلو پښتنوته، اول خو موږ  پخپله يو او بل تر مرۍ سره نيولي دي بل دسر چنگك راته طالب شو په طالب کې دومره عقل نشته چه پوه شي چه داولې، دڅه لپاره او چيرې جنگيږي راځي راځي په پښتنو ميشتو سيموکې بلاوې كري.  مشرف  لكه خوميني دجنت كيلي په لاس ور كړې ده زموږ دپښتنوكور پې ورانوي نه پوهيږم چاته نور مخ ور واړوودخداى لپاره راځئ نور داخوان، خلق، طالب او ټولې هغه ناوړه ټاپې چه پښتون يې دمرگ ترپولې  راورساوه نورې يو په بل ونه وهو راځئ چه دنړيوالې ټولنې قناعت حاصل كړو او ورته وښيو چه د دوى گټې دپښتون قام په گټو كې دي.

سپيڅلو ليكوالو وروڼو!

همدانن يې ورځ ده پورته كړئ خپلې نارې سورې گوندي څوك يې واوري زه دانترنيت په پاڼو کې ډير په زړه پورې علمي مطالب گورم خو زه به يو وړوكى مثال تاسو ته وليكم مثلاٌ:

كه يو څوك په يوه كوټه کې ناست اومطالعه كوي ترڅودعلم زدكړه حاصله كړي خو يونا څاپه زلزله كيږي نوتاسي څه واياست چه دا ښاغلى مطالعې ته دوام وركړي اوكه لومړى خپل ژوند وژغوري؟

ښكاره خبره ده چه ځان به باسي هر وخت چه ارامي شوه نوبه بياخپلې كوټې ته راځي اوپه خپله مطالعه او زده كړه به شروع كوي.  دا مانا چه لومړى دزده كړې دشرايطو برابرول په كار دي.  نو راځئ چه لومړې ژوند وگټو بيا علم.

 زموږځينې  ليكوال وروڼه لا اوس هم په خپلو كوروکې پلن پلن ناست دي ځيني خو يې لا د كولتوري ټولنو مشران هم دي په خپله خو دليكلو، نارو اوفرياد همت ورسره نشته د نورو مخه هم نيسي او ځوانو ويبپاڼو چلوونكو ته نصيحت كوي چه دا ډول مطالب زموږ په ضرر دي  دا مه خپروئ هغه عاجزان هم ځوانان، هم كم تجربه او يا خو ډارن دي نو بيا بهانه كوي چه وﷲ زموږ پلاوي هیئت ستاسو مطلب ونه مانه. دا پلاوى هیئت تباه او برباد كړې چه نن دپښتون غږ خپرول نه غواړي  سبا خو به نه دا پلاوى هیئت پاته وي او نه پښتون قام.

په گران هيوادمينو لوستونكو، ويبپاڼو او ورځپاڼو چلوونكو!

دا ځل به ستاسو لحاظ وكړم خواخطار وركوم چه كه وضع په دې شان دوام وكړي اودوى لا هم ليكنې ونه كړي، دچا مخه ونيسي او يا خو سيميز تعصب ته دوام وركړي او د پښتون په يو كور کې كورکې راته جوړ كړي نوبيا به يې نه په كومه راديو کې څوك رانه خلاص كړي او نه په ويبپاڼوكې دهريو نوم  به جلا جلا دخپل مظلوم ولس ترغوږو ورسوم.

 

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<