www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:07.07.2007

حبيب الله غمخور

سړه جگړه يوځل بيا تودېږ ي

دوهمه برخه :

سړه اوتوده دواړې جگړې دگټو اوځبېښاک  پر رېښه رازېږې

دوسلودتکامل بهير

مخکښې مې دغه ټکې ته ايشاره وکړه هغه وخت چې دماړه اووږې،غريب اوبډاي ،زوروراوکمزورې خبره دبشري ټولنود ژوندورځنيزه  اومعمولي  بڼه وگرځېدل .جگړې اوزورداستعمال مفهوم  ورسره يوځاي راز ېږېد.

د ډيرو پخوازمانونه ديوې سيمي چې اوس ورته هيوادونه وايي  يوې ډلې چې اوس ورته قومونه يا ملتونه وايي پر بلې ډلې اوبل ولس دځمکو او اقتصادي گټو ترلاسه کېدوپه موخه  تيرئ کړی اوهغوي ته يې ماته ورکړې  هغه سيمي يې تر خپل تسلط  لاندي راوستلي دي. داسي جگړې په اروپاکښي تر نوروهيوادوزياتي دتاريخ په پاڼو کې ثبت شوی دي . پدې ټولوحملو اوجگړوکې دبشريت داستعدادله مخې زېږنده وسله کارول شوې ده .

په اسيا، افريقا اوامريکاکې هم  ورته کړنې ترسره شوی اودوسلودتکامل بهير مخ پروړاندي تللئ دی، په يوه خبره چيرې چې انسانانو ژوندکاوه هلته داناتارپيل شوی اودادی تراوسه را غځېدلئ دی .

ديولړمعلوماتوله مخې ۲۰۰۰ کاله پخوادوسلوپه جوړولوکښي ترټولويونانيان مخکښې وه . غشۍ اوليندۍ  په نوروسيموکښي هم دهغه وخت  ديوې  مډرنې وسلېاودښکاردوسيلې په توگه استعمال شوې ده مگر يونانيانو همداغشۍ اوليندئ  ترنوروولسونودمخه مډرنه اودجگړې په وسله بدله کړه.  دروميانودحملوپه مقابل کې يې داغشۍ اولينده په يوه دستگاه بدله کړه، دې دستگاه د۲۰ نه تر ۳۰ فوټۀ اوږدوالۍ درلود، دمعين  څرخ په درلودلوسره چې ددستگاه په وروستئ برخه کې ځاي پر ځاي شوئ وتارکشېده ،ليندئ ته وراچول کېده اوپه يوه کوچنئ قطۍکې چې اورپکښې  بل و((زموږدوطنو شيطانکی )) ته ورته وددستگاه دلاندي خواايښودل کېده ،غشئ تر نښان نيولونه وروسته دهمدې دستگاه په وسيله غشۍ فيرېده،دوخت په تېرېدوسره داغشئ بياپه زهرجنوموادوککړ کېدل اوپردښمن اورول کېده. که دتوغندی يودپيدايښت تاريخ راسپړو نوله همدغه غشی اوليندئ نه راپيل کيږي چې  دادی اوس په يوه غښتلې وژونکې وسله بدل شو دبېلگواونومونوله يادولونه ئې ځکه ډډه کوم چې ټول لوستونکی تر يوحده دتوغنديوپه هکله معلومات لري .

لومړئ ځل  دهمدې يونانيانولخوا په ساده بڼه کيمياوي ،بيولوژيکي وسلې جوړې شوې په اومه ميلادې پېړئ کښي په بحرکې ددښمن پر کښتيوداوردلمبودفيردستگاه و ي په ډيره ساده بڼه جوړې شوې او دروميا نو اونورو متجاو زينوپه مقابل کښې يې خپل بندرونه  دهغوي له تيری نه ساتل اوپه بحرکښې يې داوردلمبودفير وله دستگاه نه گټه اخيستل. النته دوسلودغوبڼو نوروځايوته هم انتقال موندلۍ دی، يوناني ارشميدس هغه عالم و چي په خپل وخت کښې يې د

وسلومختلفي بڼې اختراع اوديوناني شاهانودپوځ په اختيارکښي يې  ورکړې .هغه  وخت دلومړئ ځل لپاره دلمر دوړانگونه دښمن برخلاف  داوراچولوپه موخه   استفاده شوېده؛ ترميلاددمخه په ((۴۲۹)) کال کې دگوگړواويوې بلې مادې نه  دلومړې ځل  لپاره دشعلې دلېږلووسله د((پولوپينيز)) په نامه جوړه اوپه بحري جگړو کې استعمالېده .

 داسي هم پېښه شوې ده چې په جگړوکې ددښمن لښکرته دماتي ورکولوپه خاطردهغوي  په لښکرو ((لړمان  اوځېځونکی ماران  ))اورول شوې دي دبېلگې په توگه په ((۱۰۹))ملادي کال کې يونانيانودرومانوپر خلاف په جگړه کې دلړمانوڅخه کارواخيست يعنې دهغوپر لښکروئې په زيات  شمير راټول شوئ لړمان وشيندل  دغولړمانودهغوي عسکر وچيچل زيات شمير ئې مړه شوه اونورئې وتښتېدل، سره لدې چې دهغه وخت په جگړوکې  دهر ډول ممکنه وسلونه استفاده شوې ده ،ديادولووژ ئې بو لم څرگنده کړم په يونان کې پرټولووژنکووسلوباندي دهغوي دخدايانونوم ايښودل کېده .

په ۱۹۰۰م کال کې  پروفيسور پيليف روسی عالم دمرگ دشعاع په نامه ديوې وسلې دجوړيدو خبر دعلمي تحليل په نامه مجله کې خپورکړ  داسي ويل کيږي ترڅوتزاري روسیې پدې هکله تصميم نيوه دافورمول اروپااوله هغه ځاي نه تر امريکا ورسېدل ،پيليف په ۱۹۰۳ کال دجون پر ۱۲نيټه په مرموزه توگه له منځه ولاړ تراوسه يې قاتل ندی پيداشوی .په لنډه توگه دبشری ټولنې دتکامل دبهيراوگټودشکل دتغيرسره دوسلوبنۀ تغيرشوې او تکامل یې کړې ،که پخواديوې وسلې استعمال يو ياڅونفره له منځه وړاي شول اوس ولسونه تباه کوی او ښارو نه له منځه وړی ژوندئ بېلگه يې اټم بم اوداسی نوې وسلې دې چې له نيکه مرغه تراوسه دهغو داستعمال لپاره اړتيا نده پېښه شوې .په يوه خبره اوس دروسيې اوامريکا په گډون دډيروهيوادوولسمشران داټومی وسلو دفيردتکمې تور بکس له ځان سره گرځوي .تاسوفکر وکړئ چې انساني حوس اوځان غوښتنوبشريت ترکومې خطرناکې کرښې پورې رارسولی دی،که دعلم تکامل دانساني ژونددبقااواسا يش توکی رازېږولی بل اړخ ته ئې داسي بدمرغه وسلې هم دهمدغه علم په برکت اختراع اوجوړې شوی چې ديوې لسمې استعمال ئې دنړئ کره له منځه وړی، خو زمادليکنې موخه دوسلوداستعمال  اودجگړوتاريخ سپړل ندي. دالنډه يادونه مې ددې لپاره ه وکړه چې دااوسنې توغندئ ،اوراچونکی توکی، جنگۍ الوتکې ،لايزر اونوري وژونکی شعاوي،کيمياوي ،بيولوژيکي اوميکروبې  وسلې ډير پخوا په ساده بڼه په همدې اروپااودنړئ په نوروسيموکښې په جگړوکې کارول شوی دي.  دزمانې په تيرېدوسره دعلم اوتخنيک دپرمختگ له مخې داوسلې يوپه بل پسې مډرنې شوې چې دمډرنېدوسلسله ئې ترموږ پورې راورسېدلې ده  اونوره به هم ا وږده شي.

يوه ټکی ته پاملرنه اړينه  ده چې دمډرنې وسلې وغوښتنه اوحوس  تل دحاکمې  ډلې اوزبرځواکوسره پيداشوېدئ ،هغوي پوهان دې ته هڅولې چې نورې هم وژونکئ  اودپراخي  ورانۍ  وسلې جوړي کړي  دادوژنکووسلودجوړيدوسلسله همدا اوس هم وروانه اوترډيره به دوام ولري.

دزمان په تيرېدوسره دولتونوخپل وسله والی ډلگۍ منظمې  اودندوله مخې  پرڅوبرخو ووېشلې  :

۱ / ځمکنۍ پوځ  

۲ / هوايي پوځ

۳ / بحری پوځ

۴ / په ۱۹۸۰ کلو کې دامريکاجمهوررييس  رونالد رېگن  دستورودجگړي په نامه پلان درلود چي دميليار دو نوډالروپه لگښت په فضا کې هم دتوغنديواوشعاودتوغولوپايگاجوړه کړي چې له هوا نه دهغه په وينا سمد واره  ددښمن لخوا فير شوئ راکټ له منځه يوسي  . دابه دپوځی ځواک بله بڼه واي  ،چې له نېکه مرغه تر اوسه پلې شوې نده ،خوپه امريکاکښي دوژونکووسلوتوليدونکئ تر اوسه لاهم دداسي فضایي توغنديي قوت  دجوړېدوخوبونه وينی .

له بدمرغه په ورستيووختوکښې  يعنی په ۷۰ او۸۰ کلوکي  دامريکا اوروسيې پر هستوي اوزروي وسلوسربېره په پراخه پيمانه  بيولوژيکی ،کيمياوي اوميکروبی وسلې جوړي شوې دي ؛هيره دي نه وي چې داډول وسلې  پسله اټم بم نه ترنورو ټولوزيات دډله ايزي وژنې توان لري  . دبشري ټولني په تاريخ کښي امريکاپه ۱۹۴۵ کال  دجاپان پر هيروشيمااوناگاساکاپر جزيروداټم بم استعمال کړ چي تر ۱۴۰ زره زيات انسانان مړه اوزخمې شول  .ددې بشر ناورين نه  ۶۲کاله تيرېږي خوتراوسه لاهلته ماشومان ناسالم دنياته راځی  .

دوسلودنووشکلونوجوړېدوسيالي ډيرپخواراپيل شوې ده خوپه روسيه کې د ۱۹۱۷م کال  داکتوبرتر انقلاب وروسته يې زورواخيست  . دشوروي اتحادکمونست گوندغوښتل  غربی مخالفينوته چي په سياسي اصطلاح  ئې ورته امپرياليزم وايه دماتي اودهغوي دنفوذ دمخنيوئ په خاطر دمډرنواوغښتلووسلوجوړيدوته ځانگړې پاملرنه وکړه . که څه هم په اسياکې دانگليستان اوتزاري روسې ترمنځ  دسيمودلاندي کولوپرسرجگړوهم دوسلوپه مډرنيزه کېدوکې غښتلئ رول درلود،مگرداوخت روسانودخپل اډيالوژيک رقيب دگونډه کېدوپه موخه دغه کارته دلمړيتوب حق ورکړ  . روسې فزيک پوهان  اوهغه عالمان چې دوسلودجوړيدواو اختراع توان پکښي ليدل کېده پټو ځايوته انتقال شوه اوهلته ئې  ترځانگړی نظارت  لاندي  په لابراتواروکښي تحيقاتي کارونه  اودوسلوداختراع اوجوړيدوکاروبار ترسره کاوه .

دنړی په يوشمير نوروهيوادوکښي  هم داډول پوهان  ترځانگړو شرايطولاندي په ځانگړو ځايو کښي ژوند کوي ،ترڅو دمقابل طرف اړېکي ورسره پيدانشي  اودهغه له پوهې نه گټه ترلاسه نکړي  ،ټولوته څرگند ده چې په شلمه پيړئ کښي ټولي وسلې په پټوځايو کې جوړې شوي  تراستعمال وروسته ياداستعمال په وخت کې علني شوي دي ،يواساسي دليل ئې داهم دی چې هر هيواد تلاښ کوی دخپلوجاسوسانوپوسېله دبل هيواددوسلواودهغوي دتخنيک په هکله معلومات ترلاسه کړی اوياپه بله اصطلاح  فرمول یې پيداکړی   .لکه چي همدا اوس ټوله نړئ ډار لري چې  چي ايران دديورانيمودغني کولوپروسه اوددې مسلې پرسردخبروپه ځنډ ېدوکې ممکن ايران داټومي وسلې دجوړيدولپاره کارپرمخ بيايي ،داډارشته چې يوه ورځ به ايراني اخوندان اعلان وکړي چې دوي داټم بم دجوړيدوتوان لري اويايي جوړکړئ دی ،خوداهر څه ډير پټ ساتل کيږي  .

دوسلودجوړيدوسيالی هغه وخت نوره هم غښتلې شوه کله چې ددهمې نړيوالي جگړې په پاي ته رسېدوسره له يوې خوانړئ دوه پړکه شول دشرق اوغرب  بلاک خبره پيداشول اوله بلې خوا دمخامخ حملواوجگړوپه پايلو کښي تر استعمار لاندي دهيوادونودخپلواکی پروسه چټکه شول . زيات شميرهيوادونه چې پخوا داستعما ر قوتونوتراستعمار لاندي  لاندوه خپلواکی ترلاسه کړه . دملگروملتودسازمان په جوړېدو نور داخبره چې يوزبرځواک دي دنړئ په کومه وچه کې بل هيوادترخپل استعمالاندي راولي ناشونې  شول .

نړۍ وال پردريوبلاکونو ووېشل شوه ،کمونستي ياشرقی بلاک په سرکې ئې شوروي اتحاد،امپريالستي ياغربی بلاک دامريکاپه مشرئ اودريمه نړۍ يادپرمختگ په حال کې هيوادونوپه نوم هم يادېدل . البته دادريمه نړۍ ددواړو غښتلويعنی شرقی اوغربی بلاکونوترمنځ وېشل شوې وه اوهر زبرځواک  غوښتل پدې هيوادوکښي  خپل نفوذ اوتاثيرپراخ اوډاډمن کړی  .

له ځان اوخپلودوستانواونفوذدسيمو څخه دفاع په بهانه چې کله ناکله ورته نړيوال امنيت هم وايي  دو سلو سيالی په گړندئ  توگه روانه وه ،طبعې ده چې دمډرنواونوووسلوجوړېدل زياتو پيسوته اړتيا لري داپخپل ذات کې پر شوروي اتحاد چې چندان غښتلئ اقتصاد يې نه درلودلوي اقتصادي  پېټئ و، چې بالاخيره يې ملاورماته کړه .

دوسلودجوړيدواوځاي پر ځاي کېدودسيالی ترڅنگ چې دسړې جگړې يوله اساسي برخو نه ده ،تبليغاتی جگړه هم په ټول قوت روانه وه ،په ۲۴ ساعتوکښې  تر ۶۵۰  ساعته زياته زيات يودبل پرخلاف په مختلفو ژبو راډيويي اوتلويزيونی تبليغاتي کمپاين پرمخ بېول کېده اوهمداډول چاپی مطبوعاتوهم په خاص شدت سره يودبل پر خلاف مطالب اوليکنې خپرولې ،ددواړو بلاکونو ترمنځ  تبليغاتو دومره زورواخيست چې په حقيقت کې داکار دتبليغاتي جګړې يوځانګړۍ شکل وګرځيد،داچي په دواړو تلاښو اوهڅو کې دګرمې وسلې استعمال نه ومطرح  اوله هغې نه کارندئ اخيستل شوی نودپوهانو،څېړونکواوسياستوالولخواداهراړخيزه زورازموينه دسړې جګړې په نامه ونومول شو ه .

په روسيه کې امريکا اواروپاپېژندنې اوپه امريکاکښي دشوروي  پېژندنې ځانگړی  انستيتيو تو نو څېړنيز فعاليت کاوه اوبې شميره کارپوهان پدې برخه کښي مصروف وه. داچې دې موخي ته درسېدوله پاره په نورو پرمختللو هيوادودهغې جملې په دريمه نړئ اواروپاکښي دگوندونو،مذهبی ډلواونوروميتودونه استفادې پراخ رواج موندلئ وتشريح کول ئې دليکنې تر حوسلې بيرون دی .          

  ددغو دواړو بلاکونو چې په اقتصادي  برخو کې  ئې دپام وړ توپيرونه لرل ، د وروسته پاتو اوپرمختګ په حال کې هيوادونو ترمنځ دپلويانو اوملگروپه  شمير کې يې هم توپير لېدل کېده.  شوروي اتحاد او امريکا دخپلو بلاکونو په سرکښي د ابرقدرتونو  په توګه وپيژندل شو ی وه، دنړيوال امنيت ،سولي  ،دموکراسی  ټولنيز عدالت ،دبيان اوعقيدې دازادۍ  اونوروبشري حقوقوددفاع ترنامه لاندي ددي ترمنځ دنړئ په مختلفو هيوادوکښي دوسلوځاي پرځاي کيدوسيالی ، داقتصادی بنديزونولگول دملگروملتواوامنيت شوراله امکاناتو اوويتودحق نه دځان اوخپلوپلويانودگټودساتلواوتامين په خاطر پراخه استفاده دورځی خبره وگرځېدل  .

امريکا به شوروي اتحادپه لامذهبۍ تورلگاوه  .په اسلامي اوعيسوی مذهبه هيوادوکښي ئې دشوروي پرخلاف هراړخيز تبليغ اودافراط ترکرښې دهغوي هڅول ددې لامل شوه چې اوس په نړئ کې داسي دترهگرۍ سازمان نشې پيدا کېداي چې دSIA اوياامريکاپلوه هيوادوداستخباراتوداړېکواوحمايي  پر بنياد دې منځته نه وي راغلۍ .داهغه بدکښت وچې امريکادشوروې نظام اودهغوي داډيالوژيکي تاثېراتودمخنيوئ په مقابل کې ددموکراسی اواجتماعی عدالت څخه ددفاع په نوم کې وکاره خواوس ئې ناوړه حاصيلات هم دوي پخپله ټولوي .

دبريژنف دحاکميت په ورستيو کلنو کښي چې رونالد ريگن دامريکاولسمشر ودوسلوسيالۍ دومره زور واخيست چې ټول بشريت دډار اووحشت په شرايطوکښي شپې سباه کولې .دامريکالخوا دستوردجگړې پروگرام د (( SUA ))  (سويا)په نامه  چې د((درې تريلونوډالرو))په لگښت بايدجوړه شوي واي شوروي اتحادمجبورکړ دې سيالئ ته ورودانگی ،مگر ددوي اقتصادي وړتيادومره نه وه چې ددې کارجوگه شي . پدې امريکايي چارواکي هم ښه پوهېدل ، ځکه يې په هواکښي دتوغنديودځاي پرځايکولو ،پايگاوجوړولوپر فير شوو توغنديوله همدغوپه هواکې دستگاولخوادتوغنديواورېدل  دتلوزيوني پروگراموپه مرسته نندارې ته وړاندي کېدل  اوداسې يې ښودل چې اوس ،اوس  به امريکاداډول دستگاه و ي په فضاکي نصب اوکه چيرې دشوروي راکټ  له کومې خوافير شي امريکابه هغه بيله کومې ستونځی  له هوانه له منځه يوسي  .

پدې لوبه کې امريکاغوښتل شوروي اتحاددې سيالئ ته ددانگلوپه پايله کې ترغښتلی اقتصادي بارلاندي راولي ،د((تراست)) په نوم نوئ مودل وسله چې توغندئ پکښې شاملې وې  ددې بټۍ دجوړېدل چې  ارزښت ((۴۰)) ميليارده ډالروته رسېده دروسانولخوا پيل شواوپدې هکله ميخائيل سرگېويچ گرباچوف  رونالدرېگن دامريکاولسمشرته هم خبرورکړ ،ترکومه ځايه چې زيات لگښت يې غوښت پرنيمايي پاته شول اوشوروي نظام ترړنگېدووروسته له منځه ولاړل  . مگر پدغو کلوکې کښي امريکا دالاسکاپه پوځی اډه کې په ((۳۱))هکتاره مځکه کښې ((۱۸۰)) درادار انتنونه ځاي پرځاي کړل اونوې وسله ئې هلته ولېږدولې،چې دخارپ نوې مډل دتوغندی بټۍ بې سرحده نښه له منځه وړاي شي  ،داسي يوه نوې بې مثاله بټۍ په ناروی کښي هم امريکانصب کړه . روسيې ددې په مقابل کښي ديوبل ډول توغندئ دجوړېدوکارپيل کړ چې  ((  ۱۲)) متره دبحر دسطحی نه دهدف په لور پروازکولاي شي ،جالبه دادده چې داتوغندی کولاي شول په ښاروکې چې لوړمنزه له تعميرونه لري  هم ځان هدف ته ورسوي يعني کله چې جگپوړی تعميرته رسېږي سمدلاسه دتعميردجگوالي سره پورته کيږي  يعني دهر سپرپه مقابل کي پورته اوکښته پرواز کولاي شي ترڅو هدف له منځه يوسي .داتوغندئ تراوسه دجوړشوورادار يوډول هم نشي کولاي  ووينی، ددې توغندی کارهم پر نيمايي پاته شو ، پدې ورستيو کښې روسی چارواکي غواړي داتوغندی له سره دوالگا په ښار کې توليد کړی .دروسيې  يوتاريخ پوه او سياسي څېړونکئ  تباچنيکف د ۱۹۸۱کال دفبروري پر ۱۳مه يې  دروسې اوامريکاتر منځ دستورو دجگړې اووسلودسيا ليودپايلوپه نامه کنفرانس کې چې ماهم پکښي گډون درلود وويل :که يوازي پدغه  ورستيو دروکلوکښي مډرنې جوړې  شوی  وسلې استعمال شی دورانۍ اوتخريب  توان ئې دومره دئ چې  دمځکي کره پنځه  ځله دلمردکري له مدارنه خطا کولاي شي . اودڅوسليزولپاره به دمځکې دکرې پر مخ شين  ډکئ ونه ليدل شي .داچي يولېټر کيماوي اويابيولوژ يکی   وسلو استعمال به څومره وژونکی  پايلې ولري  دشمير اومحاسبې لپاره ئې دحساب ماشين ته اړتياشته .

امريکادغښتلی اقتصادپر بنيادوتوانيدل چې شوروي نظام له اقتصادي بهران سره مخامخ کړی  ،په افغانستان کې دشورويانوپوځی مداخلې دابهران نور هم ژورکړ ، اوله همدې سياسي تيروتنې نه په استفادې سره غرب اوپه سر کښي امريکاته دازمينه برابره شول چې داروپااواسلامی هيوادوپه مالي اومادي مرستو دافغان  ولس سرپه قيمت دشوروي  نظام دړنگېدوامکانات برابر اوداپروسه چټکه کړی  . امريکادميخايل سرگېويچ گرباچوف  ،باريس نيکولايويچ  اويو شميرنوروجگپوړوچارواکوپوسېله دسياسي نندارې په جوړيدوسره دشوروې نظام ماڼئ  دتل لپاره په ۱۹۹۲ م کال ړنگه اودشوروې سوسيالستی نظام دقدرت اونفوذ کمبله ټوله شوه . دپخوانی شوروي نظام په دننه کې نوې دولتونه دا سي جوړشوه  چې دحاکم سياسي گوند دسياسي بيرواصلي اوعلل بدل غړوئې ځانونه دخپلوا کوجمهور يتونو ولسمشران وټاکل  . يوه خبره دپاملرنې وړده چي تر اوسه لاهم روسيه دې ته حاضره نده چي دپخواني شوروي جمهوريتونوبشپړه خپلواکی وزغملاي شې، سخته علاقه لري پدغوهيوادوکې ددوي د خو ښې کسان  دواک پرگدۍ ناست اوهلته ډاډمن نفوذ ولري  .

ددغو نووهيوادو دمنځته راتگ له هغه لومړۍ ورځې دامريکادپټو سياسي تلاښونوموخه داده چي پدغه هيوادوکې دامريکاپلوه کسان  واک ولري ،په اوکراين اوقرغزستان اوگرجستان کې نارنجی انقلابونه ددې خبری دپخلی بهترينه بېلگه ده  .امريکايي چارواکوله يوې خواپه زياته خوښۍ دشوروی نظام دړنگېدوننداره کول اوله بلې خوائې په منځنی ختيځ او نورو اسلامي هيوادوکې دنوې سياست چې له پخوانی سره تفاوت لري دتدوين په تکل شوه.يعنې دشوروې نظام په ړنگېدوسره امريکا او اروپا دعربې اواسلامي هيوادونه دسياسي استفادېپخوانی ټيپ سړې جگړې ددوام  په موخه مخ واړوه تنهاددغوهيوادوپر طبعي زيرموئې نورهم دخپل نفوذدډاډمن کېدولپاره نوئ سياست غوره کړ .

دشوروې نظام  په ړنگېدوسره دسړ ې جگړې داور سکروټی يوڅه سړې شوي خومړې نشوې ،ځانگړې چوپتيا رامنځ ته شول  ،دغه غولونکی حالت يوشمير سياسي څېړونکې اوليکوالوته هم بازي ورګړه په تفسيراوليکنو کې دسړې  جگړې دختم اوپاي ته رسېدوخبرې پيل شوې ،پردغه ټکی يې زوراچاوه چي سړه جگړه پاي ته سېده. ددوي دليل دادی چې سړه جگړه دشوروې نظام اوامريکا ترمنځ دوام درلود کله چې شوروي نظام ړنگ شو نړۍ يوقطبی شول يعني دنړيوالو مسايلو اوپرابلمونودحل لپاره وروستۍ خبرې حق  امريکا ترلاسه کړ .

پداسي حال کي چې په تيوريکي لحاظ دالويه تيروتنه اواشتباه ده،ځکه ترڅوچې دځمکی کره پرټوټووېشل شوې وي او په هره ټوټه کې ځانگړي حکومتونه اودولتونه حاکميت  ولري ،دتوليدپروسايلوخصوصی مليکت اودزبېښاک  قانون حاکم وي دځمکی دکرې پر دغو ټوټو دحاکمانو ترمنځ به اختلاف موجود وي،په نړۍ کښی طبقات موجود وی ،نوطبقاتي گټې به هرومرووي .اوله بلې خوادهر هيواد دولتي چارواکي  ترډيره بريده دپانگوالودخوښی له مخې واک ته رسېږي ، پانگوال غواړي تربل هيوادتر سرمايدار اقتصادي برتري ولري ،دتوليدشووتوکولپاره يې پراخ بازار موجودوی ،يعني دهرهيواد حاکمه ډله ترخپلو گټونه تيرېږي ،چې ددې گټويوې برخې ته دملي گټونوم ورکړه شوی دی  ،دسړئ جگړی  دمعنااومفهوم له مخې چې پر رقيب باندي هراړخيز فشاراچول دي ،کېداشي بڼه ئې تغير وخوری ،خوپاي ته نه رسېږي .

همدا اوس دپخوانئ يوگوسلاويا ،افغانستان  ،عراق  ،فلسطين ،لبنان  ،ايران  اوپه لاتينه امريکا کښي دچپو گوندونو پلاس کې دولتونودځېنو مسائيلوپر سر دامريکا،اروپااوروسیې ترمنځ سيالی اويادهغوي پر برخه ليک خبرې ،سياسی ناستي پاستی دسړې جگړې يوه بله بېلگه ده . امريکا وايي کوسوه بايد مستقل هيواد شي ،روسيه ورسره مخالفه اودارو پايي هيوادو دپارلمان مشر بيا همدا تيره هفته اعلان وکړ چې ((دکوسوه سرنويشت ټاکل په اروپايي پارلمان پوري اړه لري )) زه دغه ډول مداخلې اوځانته دهرڅه حق ورکول دسړې جگړې بهترينه بېلگه بولم .

دپورته اصل پر اساس دادمنلووړنده چي له امريکاسره اروپا دټولوښواړېکوسره دې ته حاضره شي چي په اقتصادي لحاظ په امريکاپوري تړلې وي اويا دې په سيمه اونړئ کښي تر خپلواقتصادي اوسياسي گټو امريکاته يومخ تيرشی . امريکا په اروپا اونړئ کښي خپلې اقتصادي اوسياسي گټې لټوی . دناټواوملگروملتودسازمان دلگښتونوزياته برخه پرغاړه اخيستل دامريکاددې سياست روڼه بېلگه ده، همداډول اروپايي هيوادونه هم په خپل منځ کښي خپلې گټې لري اودهغوی ساتنه کوي ،تنهادساتلوبڼه يې توپيرلري .

همدا ډول  روسيه  هم په  اروپاپه ځانگړې توگه شرقی برخه ،اسيا اومنځنی ختيځ  اويوشمير افريقايي اودلاتيني امريکا په هيوادوکې  پلويان لټوي  .امريکاپر دغويادشوو هيوادوسربېره دپخواپشان دروسی اوچين د اقتصادی اوسياسي نفوذ څخه داروپا،کاناډا،جاپان ،اسرائيلو،پاکستان اومنځنی ختيځ يوشميرهيوادودساتلوپه موخه دنړئ وال اوسيمه ايز امنيت اوخپلوسياسي گټودسيمې ددفاع په نامه دهمکارئ اومرستی  ډبره پر ټټر ټکوی . همدا دليل دی چي دشوروي نظام لخواجوړشوي پوځئ پکټ  په ړنگېدوسره يوشمير داسي فکر کاوه چې گويادناټوپوځئ پکټ ته هم نوره اړتيا نشته ړنگ به  شي .مگر دامريکاچارواکواعلان وکړ چي دوارسادنظامي تړون په ړنگېدو سره دناټودسازمان دندې تغيرخوړلئ دی ،پوځی موخې يې په سياسي موخوبدلېږی .خوداسي ونشول ډير ژردامريکاداوسنی ولسمشردغلطوپاليسيوپه پايلو کښي ناټوپوځی  ځواک چي ورته په غلطه دسياسي سازمان نوم ورکړه شوی ودلومړی ځل لپاره پدې کچه دنړيوال تروريزم سره دجگړې  په نامه دجگړئ ميدان ته ورټيل وهل شول چې اوس دخپلی ناکامۍ له ډارنه ددغه بهران څخه دوتلولاري چاري لټوي . څنگه کېداي شي  چې نړيوال پوځی پکټ پرخپل ځاي پاته وي ،امريکادسوپرپاور،ياپه بله ژبه دنړيوال پوځی ژاندارم په توگه پخپله يکه تازئ کښي داسي  ډوب وي چې دقدرت دنېلی مخ ته ېې څوک ددرېدوجرات  ونشي کولاي ،اوروسيه چې دخپل شتون په ټول تاريخ کښې که غريبه وه يادنړۍ دوهم قدرت وو،تل په نړی  کې دبادارڅوکۍ علاقمندهيوادپه توگه دا ومنې چې  امريکادې  دنړئ دابرقدرت هيوادپه توگه دروسيې  ترږېره لاندي حکمونه چلوی اويادې پردوي ساحه راتنگه کړی؟  اوس بيا نړيوال شرايط دومره جدی اوبغرنج  شوې چې سياسی څېړونکئ ئې دنوی سړې جگړې دپيل لامل بولی .

نوربيا

 

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<