www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

 

ليکونکی : حبيب الله غخور

دامن که دډيورنډ جرگه؟

رښتياويل ترخه اومشکل دی ،خوويل يې ايماني اووجداني اړتياده !

دريمه برخه

تر هرڅه لومړئ  غواړم په څوکرښوکې دډيورنډ دلعنتي کرښې په هکله معلومات وړاندي کړم!

   دبرتانوي هنددبهرنيو چارو سلاکار ((سرهنري مار تيمرډيورنډ))  شپږنفروانگليسي افسرانواو ۴۶۳ باروړونکوحيوانانواو۳۲۴نفروساتونکوسره د  ۱۹۸۳م کال د اكتوبر په دوهمه  كابل ته  را ورسيدل، د ډيورينډ په مشرې دسرحدې سيمو پر سر خبري  پيل شو ې، وروسته د انگليسانو د زيات سياسي  فشار اومهارت  په وجه  اميرعبدالرحمن وهڅول شو چې دافغان ولس  اوحتی دخپل دولت د دولتي چارواکو او درباريانو دمشوري نه پرته دخپل اقتدار دساتلو په خاطر پر خپل سر  د انګليسانو سره  دغه تورسند چې تراوسه دافغان  ولس  پر بدنه دناسور زخم دی  د ۱۸۹۳ م کال د نومبر په((  ۱۲))   لاسليك كړ . په تاريخ کي دا منحوس اوتپل شوی سند د ډيورند دکرښي دسند په نامه شهرت لري . په واقيعت کښي عبدالرحمن خان له دېنه ډارېده که چيري  له انگريزانو سره داتوافق نامه لاس ليک نکړې  هغوي به دريمه جگړه پيل کړې ، امير عبدالرحمن  دهغه ظلمونوپه خاطر چي  له خلکوسره کړي وه وېرېده چي ممکن خلک دهغه ملاتړ ونکړی ، پداسي حال کښي چې درې ميليونه پښتانه اوبلوڅ اودهغوي۲۵۰ زره وسلوال کسان اوافغاني پوځ  انگريزانو دسرپه سترگو ليدل،که امير مخالفت کړی واي په دغه وخت انگريزانوددريمي جگړې توان او اماده گي نه درلوده ،ولي متاسفانه امير دخپل شاهي واک دساتلوپه خاطر ډار شواو ددې لعنتي کرښې ها خوا خلک يې  دخپل اقتدار دساتلو قرباني کړه.   انگريزانو ددې سند په لاس ليک سره دافغانانودکور په منځ کې دا لعنتي کرښه داسي تيره کړه چې د 2310 کيلومتره په بل حساب (( ۲۵۰۰)) کيلومتره په اوږدوالي  يې له واخان نه تر بلوچستان ايران پوري دپښتنواوبلوڅو داوسېدوسيمې د افغانستان له خاوري  جلا کړې ، انګلسيانو په مقابل كې داميرعبدالرحمن خان سره  ځينې  تړونونه لاسليك كړه چې ددې تړونونو نه يو هم د روسانو د يرغل په وخت كې د امير سره دپوځی مرستو مسله وه ،انگليسانو داومنل چي د روسانو  دبريد په وخت كې به انگليسان دامير سره خپلې مرستې جارې ساتې .او دهمدغوجلا شويو سيمو ماليات چې  لمړۍ ((    ۱۲ ))لكه  روپې اوبيا وروسته  دغه رقم (( ۱۸)) لكو روپو ته ورسيده امير ته استول كيدې . دا هغه لنډ مهاله اقتصادي مرسته يا سياسي رشوت و چي اوس يې  له هندي موره اوانگريزي پلارنه زېږېدلي پاکستاني چارواکي  هم په خپله هره ليدينه ،کتنه کښې افغاني چارواکو ته دمرستوپه نامه وړاندي کوي .  ددغه ناولی سند په لاسليک سره انگريزانو وکولاي شول  د پښتنوداغښتلي او باتور قوم  پر دووبرخوووېشلو سره ددې هيواد له بدنې څخه يوه لويه ټوټه دپراخو ورشوگانو او دنگو غرولمنې جلاکړې ،او په افغانستان کي  ديو غښتلي حکو مت دجوړېدو مخه و نيسې .    دامير عبدالرحمن  او انگليسانو تر منځ ددې سنددلاسليک له امله ټول پښتانه اوبلوڅ ډېر سخت په غوسه شول او دامير  داكار يې د ملت سره يو ستر خيانت وبا له .

   زيات تاريخ پوهان او څيړونکي پدي  باور دۍ چي دډيورنډ دکرښي لاسليک په هغه وخت کي کله چي عبدالرحمن خان   دافغانستان دسياسي او نظامي ناخوالو شرايطو سره لاس په گريوان و پر هغه  په زور ومنل سوه . مگر حقيقت دادۍ کله چې پرنگيانو په مخامخ جگړه کي ماته وخوړل او له افغانستان څخه وتلو ته مجبور سوه ، له دې ډارنه چې افغانان به په برتانوي هند کي دپرنگيانو پر خلاف ملي  تحريک وهڅوي او هغوي  ته به دمرستي لاس ور اوږدکړې  ،له بلي خوايې غوښته چي تزاري روسيه ونشي کولاي  دافغانانو په مرسته دافغانستان له لاري هند ته درسيدو پلان عملي کړي ، انگليسانو پرېکړه وکړه چې  عبدالرحمن خان له  نظامي او سياسي پلوه تر تهديد لاندي ونيسې اووئې ډاروي ، تر څو هغه مجبور سي دداسي يوه تړون لاسليک ته غاړه کښيږدي  چي په هند کې دافغانستان دلاس وهنواو دتزاري روسي دنفوذدپراخوالي  امکانات لږ کړی. انگريزانو دمخه تر هغه چې دافغاني مقاماتو سره دډيورنډ دلوزنامې په باب خبري وکړې  دوي په دغه سيمه کښي  دخپلو لاسپوڅواونوکرانو پواسطه قومونه  يو دبل په مقابل کې ودرول ،دقومونوتر منځ دښمنيو اوتربگنيوته يې دخپل مينځئ جگړوتر بريده لمن ووهل .او پدغوسيمو کې دقومونو تر منځ خونړۍ جگړې پيښي کړې، اوله بلي خوا يي يو شمير قومونه  دعبدالرحمن  خان له امرونوڅخه سرغړولوته وهڅول حالت تر اندازې زيات کړکېچن شو، عبدالرحمن خان له دغه حالت نه سر ټکاوه په ځانگړې توگه له وزيرو او مسعودو نه خوابدی شو ،امير په لومړيوورځو کښي   په احساتي بڼه  ددې لعنتي سندلاسليک  دغوقوموته جزا اوله هغوي نه د ځان خلاصون وباله ، خو حقيقت داسي نه و،انگريزانو خپل پلان او هدفونه لرل   . زما په عقيده په هغه وخت کي دډيورنډ کرښي دا رول ولوباوه چې پښتانه يې دابد لپاره سره بيل کړه ،دا ((۶۰)) کاله يې افغان زورېدلی ولس دومره وزوراوه چي نور ئې په بدن کې توان نشته ، اوافغانستان دومره کوچنۍ سو ه چې خپله عبدالرحمن خان هم  پسله څه مودې دانگیلسانو لخوا ورلېږل شوی نقشې په ليدلو حيران پاته سو،اوله بلي خوا دکرښي بل طرف ته پراته قومونه چي ددې سند دلاس ليک سره يي سخت مخالفت ښکارکړ هم  له عبدالرحمن خان څخه خوابدي سول ،دانگليسانو پر خلاف يې بغاوتونه پيل کړه،انگليسانوپه خپل ټول قوت اوځواکدپښتنو اوبلوڅوقومونو انگريزي خلاف قيامونه او مخالفتونه يوپه بل پسي وټکول،داډول حالت او مناسبات  دانگليسانو په گټه واوهم   په قبايلي سيمو کي ددوي دسياسي نفوذ دپراختيااصلې لامل  وگرځيد .

   د۱۹۴۷ کال دجون په ۲۱ نيټه پسله هغه چې  دانگليسانو دهندې مستعمرې پر دوبرخو دوېشلو(پاکستان او هند) او هغوي ته دخپلواکۍ دورکولواعلاميه خپره کړه ،دپښتنو يوشيمر مشرانو په گډون جرگه  جوړه شوه پدې جرگه کښي پرېکړه وشوه چې دوي يومستقل حکومت داسلامي جمهوريت په نامه بايد جوړکړي ،کله چې انگليسان ددې جرگې له پرېکړې نه خبر ترلاسه کړ سمدستي يې دخپلې شومې موخي دپلي کولو پروسه گړندی کړه ،اودپښتنودسرنويشت ټاکلو په خاطر يې ددوي په اصطلاح  دارادې دڅرگندولوحق  ورکولوتر نامه لاندي دټول پوښتنې سرته رسولواعلان کړ ه . داټول پوښتنه دومره خائينانه وه چي په هغه کې دپښتنو اوبلوڅولپاره دوه انتخابه وه ،دهندياپاکستان سره يوځاي کېدل ،هلته دمستقل حکومت  دجوړېدو اويا له افغانستان سره ددوباره يوځاي کېدو سوال نه وشوۍ .او بلې خوا دانگرېزانو په خاصه فتنه گرۍ سره دخلکو له مذهبې احساساتو څخه دناوړه گټي پورته کېدو په خاطر يې دپاکستان سره ديوځاي کېدوپر صندوق  قران شريف اودهند په طرفدارۍدهندوانو مذهبي کتاب ((گرند)) ايښودل شوۍ وو،دکوټې په دروازه کښې دعلي جناح  په مشوره دانگريزانونوکران ولاړ وه اودخلکوپه پاکو او سپېڅلو احساساتوپه راپارولويې هغوي ته يې ويل : ((ستاخوښه ده قرانکريم ته رايه ورکوې اوکه دهندوانو کتاب ته)) درنو لوستونکو تاسو فکر وکړۍ که همدا اوس تاسوديومسلمان په توگه  له دغه ډول سوال او انتخاب سره مخامخ شۍ څه به وکړۍ ؟ . که څه هم غوڅ اکثريت  دانگريزانو پلاس جوړه شوې ټول پوښتنه کې گډون و نه کړ،اودبلېي خوا دپښتنو اوبلوڅومشرانو داټول پوښتنه يوه دسيسه وبلل اوخلک يي په ريفرنډم کې دبرخي اخيستلونه منع کړه،سره لدي ټولولاس وهنواو د ريفرنډم سره بايکاټ دنگريزانو دټول پوښتنو پايلي دپاکستان په گټه اعلان کړې . که څه هم ددغه دروغجن ريفرنډم په مقابل کلښې دافغانستان ددولت لخوا قاطع اوجدي مخالفت  ونشو،مگر دټولو پوښتنوپايلي نه دکرښې سويلي پلوته پرتو پښتنو اوبلوڅو اونه هم دافغانستان حکومت لخوا په رسميت وپېژندل شوې  . ديادوني وړده دافغانستان دولت لکه څنگه چې يې مکلفيت درلود دريفرنډم دپايلو اودديورنډ دکرښي بې سرنويشته پاته کېدوپر خلاف کوم نړيوال جدي اقدام ونکړ ،يوازي يې پدې اکتفا وکړه کله چې په ملگروملتو کښي دپاکستان دغړيتوب مسله طرحه شوه افغانستان مخالفت وکړ اودمخالفت دليل يې دډيورندپر کرښه دپاکستان سره داختلاف خبره ياده کړه .خو دغه مخالفت کومه گټه ونکړه اونه هم افغاني چارواکو دډيورنددکرښې مسله په ملگروملتوکې طرحه اودهغې دحل غوښتنه وکړه.

   دايوکال کيږي دمختلفو دښمنانه دلايلو له مخي يوشمير پښتون دښمنه او ايران پلوه عناصر چې يو ځيني يې  په افغانستان کې دشوروي دښکېلاک په دوران کي ملې گراخو لاڅه چي (( دواتشه انترناسيونالستان ))وه ،قومې او ژنبي خبري ورته ټيټ کار اوسپکه معلوميده ،دقومونو،مذهبونو اوژبودتفق اواختلاف ياپدې اړه دمسلې مطرح کول يي ملي خيانت باله،نه پوهېږم څه پېښه شول يودم دقومونو اوژبو په بي ځايه دفاع کې ودرېدل ، داسي دفاع چي په حقيقت کښي موخه يې دقومونو جنگول اوخپل بهرني بادارته چوپړدۍ .

   زه ديوافغان په توگه بيله دېنه چې په کوم قوم اوژبي اومذهب پوري  تړاو لرم په هيواد کښي ټول اسېدونکی قومونه افغانان بولم ،پر افغانستاني او افغان وېشل يې دايران او ايراندوستو دسيسه گڼم ،ټول يوشان خو دشميرپه اندازه او دوطن دملي ارزښتونو،ځمکني بشپړتيااوخپلواکۍ دترلاسه کولو اوساتلو په لار کښي د اوتاريخي شواهدو پر اساس دقربانيوپه پيمانه هرڅوک حق لري پدې خاوره کښي ديوه افغان په توگه ژوندوکړی، دگوتوپه شمير دراپيداشوو کسانو سياسي تجارت  اودقومونوددفاع په نامه دډيره کيو يالږه کيوغولول اوپدي نامه خپل مينځي دښمنيو ته لمن وهل دملي خيانت روښانه بېلگه اونښانه بولم .   اوس دغو کسانوددې لپاره چې دقومونوديووالي لپاره څه وليکې ، تمامه ورځ دپښتنو دسپکاوی لپاره په ليکنوپښې رالوڅي کړې دي ،ټول تکرار خبري ، خونوم يي وربدلوي ،ديوه عبدالرحمن خان په خاطر چي دکوچنيو قومونودبغاوت په وخت کې يې له هغوي سره هغه ناوړه چلندچې تر دغو کسانواوبې ځايه مدافعينو دمخه لا دپښتنو ليکوالو لخوا غندل شوی دی او حقيقت دادی چې هغه(امير عبدالرحمن خان) تر هرچا له پښتنو سره ډيرزياتۍ کړئ ،خودوي اوس دډيورنډدکرښي په هکله شپه او ورځ درغجن معلومات راټولوي اوتر پا کستا نيا نو زيات کوښښ کوي چې بيله دولسونو دخوښې اوغوښتني دډيورنډتپل شوې کرښه په رسميت وپېژندل شي .هر ړوند پدي پوهيږي چې دهيواددشمالي پولي دټاکل کېدواو ډيورنډدکرښي ترمنځ تر لمر روښانه توپير شته ،زماپه نظر هغه وخت دشمالي پولي ټاکل هم خائينانه وه . خوشوروي وتوانيده  پر افغانستان دومره سياسي نفوذ وساتي چي دکرښې پر سر سوال هيڅ وخت راپورته نشو . څرنگه چې دجلاشوو سيمود خلکو ژوندپه افغانستان کې دپاته تاجکو،ازبکو اوترکمنو تر  ژوند ښه و،هغوي له افغانستان سره ديوځاي کيدو خبره له ځان سره هم نده کړې ، له هغې ورځې بيا تر نن پوري يوه حکومت ،يوې جرگې اوپه يوه جرگه کښې کومي ډلې ،ياڅونفرودشمالي کرښي پر سر خبره اوپوښتنه نده رابرسېره کړې ،څوکاله ښاغلی استادرباني هم پاچاوهغه له روسي نه جعلي افغاني بانک نوټونه (پيسې)په کانتي نروترلاسه کولې،ولې يې دشمالي سرحدي مسلې پر سر له هغوي سره څه ونه ويل ؟،ټوله دنيا خبره ده  هغه وخت چي مرحوم ډاکتر نجيب الله په ژوندي سرپه کابل دولتي مسؤليت لاره ISI او CIA په هدايت ديوشميرتنظيمو رهبرانو داستادرباني په گډون مسکو  چې له روسي چارواکونه  غوښتنه کوله چي په کابل کښي  دويواک ته ورسوې ،اوس دانه وايم چې دروسانوسره ددوستی پل دکوموقومونودانسانانوپه سرونو جوړشوی واودچادپلوئ پر سردواک دترلاسه کېدو غوښتنه کېدل !استاد رباني په هغه  ملاقات  کښې داخبره نه ده کړې . کله چې همدا دنړيوال استخباراتي سازمانو لخوا اوملاتړ دولتي واک تر لاسه کړ اودبدخشان ددروازتر سمڅوپوري بې رعايته رئيس جمهور و،يوه سړې په يوشمير هيوادوکښي سفيران لرل ، داښاغلي  هلته چيري وه او ولې يې دډيورنډدکرښي په مقابل کښي دافغانستاني اوشمالي سرحداتو، ددازبکستان ،ترکمنستان اوتاجکستان سره دسرحدي اختلاف خبري نه کولې او دخپل ولس حق يې نه غوښت ؟ ،طبعي ده هغه وخت دوي ته داډول هدايت نه و شوۍ . ولي  په مقابل کې تاريخ شاهد دی چئ پښتنو اوبلوڅوله لومړۍ ورځې نه بياتر اوسه دخپل حق غوښتنه کړېده ،که دغه ښاغلي چې ټول يې دپخواني چپو سازمانوغړي وه دخپلو سازمانو کړنلاروته مراجعه وکړې هلته دغو گوندونو او سازمانوپه کړنلاروکښي داټکي ولولي  چې هغوي  ځانونه پښتنو اوبلوڅوته په خپلواکه توگه او خپله خوښه دبرخليک دټاکلو دحق ورکولوڅخه په دفاع ځانونه  مکلف گڼل ،هغه وخت دغو ښاغلو ولي  له خپلو گوندونواوسازمانوسره اړېکې پرې نکړې ؟ اويا يي دخپلو رهبرانو نه داپوښتنه ونکړه چې ولې ټول سياسي گوندونه اوسازمانونه يوازي او يوازي دپښتنو اوبلوڅودخوداراديت (په خپله خوښه دنظر څرگندولواو سرنويشت ټاکلو)له حق نه دفاع کوۍ؟او هغه ازبک،تاجک،ترکمن چي له افغانستان نه  جلا شوې دي حق يې نه غوښتل کيږي ؟ پدې باور لرم چې هغوي به دغوکسانوته قانع کونکۍ جواب ورکړی .   پدغوکسانوکښي چې دا توندي اوتېزي دښمنانه ليکني او خبري کوي داسي کسان پيژنم چې دپخواني شوري دموجوديت په وخت کښې يې له  پخوا نی شوروي دوستی داثبات لپاره ددې امپراتوری په شمال کښي داغزن سيم دليري لوکوپه خاطر دشرابو پيکونه پورته کول ،څه وشوه چې اوس دسرحد دعوه کوي ،او ولي په خپله دعوه کښې له ايران سره پرسرحدي کړکېچ چوپه خوله پاته کيږئ ؟پدې هيله چې دقلماو کاغذ نه دانسانيت اوانساني ټولني ته دخدمت لپاره معقوله استفاده وشي .
 

دامن جرگي ته اماده گی

   افغاني چارواکي پداسي حال کي دامن جرگي ته اماده گي نيسي  چي دپاکستان حکومت درې ځله  دډيورنډ دتپل  شوي کرښي په اوږدوکي د دطالبانو اونوروتروريستانودتگ راتگ دمخنيوی په بهانه  دمينونوښخولو اويااغزن ديوال  دجوړېدو په هکله اعلانونه کوي ، د۲۰۰۶م کال  ددسمبر په ۲۸ نيټه دپاکستان دبهرنيوچارو دوزارت مرستيال نيزمحمدخان لخوايو ځل بيادا اعلان وشو،او څرگنده يې کړه چې پوځ ته هدايت ورکړه شوی  چې دډيورنډدکرښي پر ځينو برخو دماينونودښخولوکار لپاره اسانتياوي برابري کړي .

   په همدغه ورځ ولسمشر حامد کرزى په خبري کنفرانس کي دکلک غبرگون په ښکاره کولو سره  وويل دوى حق لري چې د ډيورنډ پر کرښه د پاکستان له لورې د ماين ښخولو يا دېوال جوړولو مخنيوى وکړي . هغه په يوه خبري کنفرانس ته د وينا پر وخت  څرگنده کړه د دغې پاکستاني پريکړې دمخنيوي لپاره به په سوله اېز ډول په نړېواله کچه منډې ترړې وکړي .

   ښاغلي کرزی دا ونه ويل چې که دغه هڅې يې بريالۍ نه شي نو بل گام به يې څه وي . افغان ولسمشر وويل پاکستان په دې کار د ترهگرۍ مخه نه شي نېولاى .

   حامد کرزي دترهگرۍ او اورپکۍ دمخنيوي لپاره دجرگوجوړېدل تر ديوال او ماينونو ډېر اغېزمن وباله .خو له خبرو يې داسې ښکاره شوه چې د امن د سېمه ېېزې جرگې د سملاسي جوړيدو امکان هم کم ويني .

   د۲۰۰۶ م کال ددسمبر په ۲۸ نيټه ملگري ملتوسازمان هم پدې هکله خپله اندېشنه حرگنده کړه،د۲۰۰۷ م کال دجنوري په ((۸))نيټه يوځل بيا په افغانستان کي دملگروملتودسازمان داستازي مرستيال په يوه خبري کنفرانس کې څرگنده کړه چې دډيورنډپرکرښه به داغزن ديوال جوړول اوياماينو ښخول د دوى په وينا د ترهگرۍ مخه ونه نيسي .

   په شاوخوا ٢٥٠٠ کيلومتره اوږدې پولې باندې دېوال جوړول د ډيرو په گومان د اسلام اباد له وسه پوره نه ده .

   همدا دليل دى چې ملگري ملتونه يې اندېښمن کړي او دا ويره لري چې په دغه پوله پاکستاني پوځ ماينونه ښخ نه کړي . د ملگرو ملتونو په وينا ترهگري د دېوالونو په جوړولو او د ماينونو په ښخولو پاى نه مومي . مگر نن د۲۰۰۷ م کال دجنوري دمياشتي نهمه نيټه داسي خبرونه خپاره شول چي پاکستان دافغانانو،په پکساتنکښي دسياسي گوندونو اودنړۍ ديوشمير هيوادو او سازمانودمخالفت پر خلاف دډيورندپرکرښه  دماينونودښخولوکار پيل کړ ،پاکستان پدې سپين سترگۍ افگانستان اونړيواله ټولنه له يوبل چلنج سره مخامخ کړه چې  ددې ډول خپل سريو پايلي ډيري ناوړه برېښي .

   د۲۰۰۶ م کا ل دسمبرپه ۲۸ نيټې راپدې خوا په پاکستان کې هم ځينو مذهبي او سياسى ډلومشرانو او رهبرانولکه محمودخان اڅکزي ،دملي عوامي گوند مشرسفنديارولي خان،قاضي حسين احمد ، د جماعت اسلامي د سرحد ايالت مشر سراج الحق اونورو د پاکستان لخواد ډيورنډ په کرښه د ديوال جوړولو او ماينونو د ښخولو مخالفت وکړ. 

   دپاکستان دمحکومو قامونوده تحريک پونم او دپښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي مشر محمودخان اڅکزي دجنوبي پښتونخوا د پښين د ښار په فټ بال لوبغالي کي دخپل ګوند وهغه غونډه ته چي په زرګونو کسانو پکې برخه اخيستې وه وينا وکړه او ويې ويل چي د ډيورنډ دکرښي دواړو خواو ته يو ولس ژوند کوي د دوي خوښۍ غم او هر څه سره شريک دي .خوپاکستان غواړي چي د يوې کورنۍ او يوه کلي تر منځ ماينونه وشندي اواغزن سيمونه واچوي تر څو ورور له وروره او خور له خوره جلا کړي .هغه وويل  موږ د پاکستاني حکومت دغه ناوړه او له قانونه لري عمل په کلکه غندو او هڅ کله د دې اجازه نه ورکوو چي دوي دي خپل دغه کار تر سره کړي .ښاغلي محمود خان اڅکزي په افغانستان کې دپنجابي استعمار لاس وهنه وغندله او زياته يې کړه چي دپاکستان دا ناروا عمل چي له تېرو دېرشو کالو راهسي په ازاد او تاريخي هيواد افغانستان  کې لاس وهنه کوي به ډيري خطرناکي پايلي ولري .

   دفرانتيرپوست ورځپاڼي دخبر له مخي  همدا ډول دپاکستان دملي عوامي گوند مشر اسفنديارولي په پوله د ماينونو ښخولو او ديوال جوړولو پريکړه د پښتون ولس د بيلولو يوه دسيسه وبلل ،هغه وويل موږ دډيورنډ پرکرښي دهرډول مزاحمتونومخالف يو.

   د جماعت اسلامي د سرحد ايالت مشر سراج الحق اعلان وکړ چې که چيرې حکومت دغه پريکړه واپس وانه خيسته د پاکستاني حکومت پر ضد به احتجاجى کمپاين پيل کړي . هغه زياته کړه چې د پاکستاني حکومت پريکړه به د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيکې نورې خرابې کړي او دا چې دا پريکړه د پاکستان او صوبه سرحد په ګټه نه ده.

   ملت پال عوامي نيشنل ګوند استازي  زاهد خان هم په پوله د ماينونو ښخولو او ديوال لګولو په پريکړه انديښنې څرګندې کړي دي .هغه دا پريکړه د پښتون ولس د بيلولو يوه دسيسه وبلله او ويې ويل چې عوامي نيشنل ګوند به يې په کلکه مزاحمت وکړي . هغه ټينګار وکړ چې پښتانه به هيڅ کله هم د ډيورنډ کرښه ونه مني . مخالف پيپلز ګوند هم د پاکستاني پريکړې په مخالفت کولو سره وويل چې دا ګام د پاکستان د خارجي تګلارې ناکامي په ګوته کوي .د پيپلز پارټۍ مشر مخدوم امين فهيم وويل چې د ماين لګولو پريکړه ښيي چې د پاکستان حکومت هيڅ پاليسي نه لري .

   همدا ډول دنړی زيات شمير هيوادو پدي هکله اندېښنې ښوولي دي  ،مگر ددي ټولو مخالفتو اوغبرگونو سره دروان کال دجنوري په څلورمه  دپاکستان دلومړی وزير و شوکت عزيز  کابل ته راغلۍ دسفر موخه یي همدا وه چي دافغاني چارواکو سره ډيورنډ پر کرښه د اغزن تار دغځولو او ماينونو د ښخولو پر سر  خبري وکري . او دهغوي موافقه ترلاسه کړي دخبري رسنيودخبر په حواله خبري ناکامي پاي ته ورسېدي .

   دډيورنډ پر کرښه داغزن ديوال يا ماينونو دښخولواعلان  اوافغانستان ته دپاکستان دلومړی وزير  شوکت عزيز سفرپسله هغه گړندی شوکله چي دلومړى ځل لپاره د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په احساساتي ډول ، په رسا او څرگندو ټکو سره د کندهار په ښار کې د ښونځيو سلگونو زده کونکو ته  په وينا کي د پاکستان حکومت تورن کړ چې دده په وينا هڅه کوي  افغانستان بې ثباته کړي . هغه د هيواد په ټولو بې امنيو او تاوتريخوالي کې د پاکستان لاس وباله او زېاته کړه چې گواکې پاکستان د پخوا په شان نيت لري چې افغانستان خپل غلام کړي .په هيواد کې د تاوترېخوالو ، ورانکاريو او ځان وژونکو برېدونو زياتيده ، ښاغلي کرزي د پاکستان يوه هڅه وبلله چې دده په وينا غواړي  له دې لارې افغانان دهغوى غوښتنو ته غاړه کښيږدي . هغه له پاکستان نه راپيل شوې جهادله ځينوبرخو هم پېڅول پورته کړ.

   افغان ولسمشر په خپلې دغې وينا کې په بيا بيا پر دې خبرې هم ټينگار وکړ چې افغان طالب دده په اند ، هيڅکله هم د هيواد ښونځي نه سوځي ، ښونکي او ډاکتران او انجينران نه وژني . ښاغلي کرزي د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د افغانونو د زهيرولو څخه لاس واخلي او خپله خاوره کې د ترهگرو مرکزونه وتړي . دښاغلي کرزي په ويناکښي  يوشمير  بي مسوليته ټکي هم څرگند شول ،دبېلگې په توگه ((چې افغان طالب دده په اند ، هيڅکله هم د هيواد ښونځي نه سوځوي ، ښونکي او ډاکتران او انجينران نه وژني . ))  متاسفانه يو تريخ واقيعت دادی چي پاکستان دخپلي دښمنی دپيل له ورځې بيا تر اوسه ديوشميرافغانانوپوسيله اودهغوي پلاسوداچي اوس هر نوم ورکول کيږي داوطن په کنډوالوبدل  کړ،ښوونځی يې و سوځولې  اوبېگناه انسانان  يې دپيسو په مقابل کي وژلي  اوبيا يي خپلو بادارانو دگټودساتلو په موخه دغه وژنی اوخرابۍ ته دجهاد نوم ورکړۍ ،دسړې هغه دريگن خبره راپياديږې چي په سپينه ماڼئ کښي دتنظيمودڅوتنو مشرانوسره دليدو په وخت کښي کړېوه ،هغه ديوه مشر په جواب  کې چې غوښتل يې رېگن قانع کړې چې دوي جهادکوي وويل صاحبه ! داامريکايي ډالر دی چي ستاسو دغه جگړې ته يې دجهادنوم ورکړئ. 

   بلې کرزی صاحب ! پرون يو شمير هغو چې له پورته تر کښته يي اوس دولتي جگې چوکۍ پلاس کښې دي  اوپه پاکستان کې اوه گونو او ايران کښې ددوي په اصطلاح هشتگانه يانه گانه جوړشووتنظيمو ورته (همداډول چې اوس ترسره کيږي ) کارونه کول اوغوښتنه يې گوياداوه چې  شورويان له افغانستان څخه ووزي . خوپه اصل کې دشوروي او امريکا تر منځ دويتنام له وخته راپاتي دښمنۍ دسرته رسېدو په منظور امريکايي ډالر او عربي ريال اودپيسونور ډولونه مصرفيدل ،دامريکايانو لپاره دشوري گونډه کول دټولوورانيواودغرب لخوا دهڅونوموخه وه .دا هير شوه چې په هغه وخت کښې ښونځۍ سوځل کېدې،روغتونونه  پلونه اونوردعامه گټو مؤسسې له خاورو سره برابرېدلې ،داوژونکی وسلې چااوله کومه ځايه دافغان غولېولواوپاکواسلامي احساساتو لرونکوپه واک کښي ورکول کېدلې ؟ چاخلک دکوکنارو کرلو ته هڅول  ؟دافگانستان پر ښارو اوکليودبم اوريو اوراکټاوريوننداري کوموبهرني جنرالانو کولې ؟ او داسي نور لاجوابه سوالونه !

   هغه زمان دښاغلی کرزی  په گډون ټولودغو ورانيوته پداسي حال کي جهاد وايه، چې هغه وخت هم افغانستان ورانېده او افغان وژل کېده .

    ښاغلی کرزی صاحب ! اوس همدغه  عمل ته داوسني دولت مخالفين چي له هم هغه تاسوته علومو ادارو اوسازمانو او بنسټپالوډلو لخوا،دورته کار او ورته شعارو لاندي ،چې تاسو يوازي دشوروي مخالف واست ،دوي  بياد۳۷ هيوادو دپوځی ځواکونو دشتون سره دمخالفت تر نامه لاندي  بې گناه افغانان  له منځه وړي ،ښوونکی اوبل هر هغه څوک چې دټولني په درد خوري له منځه وړي .  دهيوادښارونه اوکلي ددواړوخواتر منځ په جگړو کښې يوځل بيا په کنډوالوبدليږې ، دوي  هم ورته جهاد وايي . دبېلگې پوته دې وينا ته پام وکړی  د طالبانو د غورځنګ مشر ملا محمد عمر د اختر د نیکمرغي ورځي په مناسبت په خپاره شوي پیغام کي  ((د امن جرګي په اړه ویلي  (زموږ پر خاوره ير غل کونکي غواړي چې دجرګو تر عنوان لاندي دسيمي غيرتمند قو مونه  پخپله شيطاني لومه او دام کې ګير کړي خو زه باور لرم چې هيڅ يو مسلمان به پداسي پروسه کې ګډون ونکړي چې هغه دير غلګرو او دهغوۍ دلاس پوڅو له خوا جوړه شوي وي  او ددې جرګي ګډون کونکي به يوازي پلورل شوي اشخاص وي چې دهيڅ يو قوم نمايندګي به هم ونکړي  ))  

    پاکستان ددې طرحي په وړاندي کولو سره  غواړي  په يوه ټک دوه نه بلکي درې نښانه وويلي له يوي خو اپدي کار سره دتروريرزم سره دمبارزي پر صداقت ټينگار ښکاره کوي ، نړيوالو ته څرگنده کړې چې پاکستان دداډول اقتصادي لگښتونوپه منلو حاضر دی چې په افغانستان کې دامنيت دټينگېدو اوترهگروپه خلاف مبارزي په لار ه کښې مرسته وکړي  اوپر پوله اغزن ديوال وغځوي  ،دوهم، ،پاکستاني چارواکي  وايي : سمه ده!  دامنو چي له کرښي ترهگر اوړي او را اوړې لکه چې شوکت عزيز په کابل کښي  تيره هفته په خپلو خبروکي وويل  : (( په پاکستان کښي دافغان مهاجرو کمپونه شته طالبان اونور ترهگرهلته پدغه کمپو کښي پټن ځايونه لري )) که دغه درواغوته پاملرنه وکړو نو ښاغلئ په هر صورت دامني چي ترهگر له پاکستان نه افغانستان ته رااوړي ،خو دISI داستخباراتي سازمان دترهگرو ډلوپټن ځايونه  دافغاني کډوالوداوسېدو ځايونه وبلل .

    دريمي او اساسي  موخې ته درسېدو لپاره ،دوي وايي موږددي لپاره چې افغانستان ته تروريستان اوځان وژونکی  راتير نشي ،ددوي په وينا پر پوله دتگ راتگ لپاره خنډونه جوړ وو،دوي  پدي توگه خپل شوم اوخاینانه گټه غواړي مفته ترلاسه کړي  ،او ساده افغاني لوری پدي وسيله دډيورنډلعنتي کرښه دسرحدپه نوم پېژندلو ته مجبورکړي  . دا طبعي ده چي دپاکستان داموقف دافغاني لوري لپاره دخوښئ وړ ندی .  مگر ددې پرابلم دحل په هکله په افغانستان کي پر دولتي ارگانو سربېره سياسي گوندونو اوروښانفکرانوهم  متاسفانه تر اوسه  هيڅ ډول داسي څرگندوني ندي کړي چې دمسلې دحل سره مرسته وکړی، چوپه خوله پاته دي .

    ددې ناسورد زخم دجوړېدو علاج  لاره ،زما په نظر دملي يووالی اوملي گټو پر بنياد داوسني لانجې داوارېدوپه خاطر په دوه اړخيزه اونړيوالو خبروکښې دپاکستان سره داختلاف داساسي مسلې  (دډيورنډ دکرښي برخليک) دټاکلوخبره مطرح شی ،((دشف شف پر ځاي بايد شفتالو وويل شي)) ،زما په نظر دا دليل دومره غښتلی نه دئ چي دکرښې بندول يا اغزن ديوال دخلکو لپاره دتگ راتگ په وخت کي مشکلات پيدا کوي . ددې خبري په مقابل کښې کيداي شي پاکستان هم ځانگړي دلايل پيداکړې . چې زه يي اوس دهغوله يادولونه دځانگړوموخوپه اساس له یادولواوپه گوته کولونه ډده کوم . ښه به داوي چې داصلي مسلې او اختلاف  دحل لپاره دنړيوالو سازمانو په مرسته دکرښي ددواړو خواداسېدونکو ولسونوپه خوښه دپاي ټکی کښيښودل شي . نه پاکستان بايد له اصلی موضوع نه پر څنگ شي اودترهگروپرخلاف دمبارزي په نامه داغزن ديوال ياماينونو په ښخولو داتپل شوې کرښه په افغانستان دسرحد په نامه وپېژندل شي .  پداډول تاکتيکونو اوسياسي  لوبوتنهاداختلاف ددوام وخت اوږدېږي اوبس ،خوداغوټه نشي خلاصېداي . پاکستان دخپل پيدايښت له ورځې نه تل د افغاني چارواکو نه غوښتی چې دډيورنډ کرښه دافغانستان اوپاکستان دسرحدي پولي په نامه پېژندل شي ،خو افغاني لوري  دا جرات ندی کړۍ،او دامسله يې دحکومتونوتر صلاحيت لوړ اوپه ولسونو پوري تړلې بللې ده . هيځا داجرات ندی کړی چې ولسونه سره راټول اوپوښتنه ځيني وکړي ،ياهغوي ته ددغې مسلې دحل صلاحيت ورکړي،پخپله ولسونه څنگه کولاي شي  دولت  اوحکومت په شتون کښي دهغې مسلې په هکله جرگه جوړه کړي کوم چې حل يې ددولتونو صلاحيت اومسؤليت دی . پدې شپېتو کلنو کښي هر زمامدار لوټه  په اوبو کښي ايښې اوپر تير شوی دي  . دکرښي سويلي خواته  پشتنو اوبلوڅوهم دافغانستان دآزادۍ نه راپدې خوادتپل شوی کرښي دبرخليک ټاکلوپه هکله جدي اقدام نه دی کړی .

همدا اوس دپولي ها خوا پراته قومونه  اوسياسي گوندونه اغزن ديوال نه مني ،خوداپه زغرده نه وايي چې دوي څه غواړي؟ له بده مرغه ماته ددوي ثابت اومعين دريځ نه معلوميږي ،اړينه ده چې پدغه حساسه مرحله کښي دوي هم خپل ټاکلی دريځ اوغوښتنه نړيوالوته وړاندي کړي ،داپه جرأت سره ووايي چې دوي اوس څه غواړې . دغه دافغانستان سره شعارتکرارول چې اغزن ديوال نه من دمسلې دحل سره مرسته نه کوي،دوي بايد دخپل برخليک په هکله ثابته طرحه وړاندي کړي ،ددوي دغوښتني او نظر  څرگندول  به زموږ اوپاکستان تر منځ داوسنۍ لانجې په حل کښي لويه مرسته وکړي . دايوتاريخي اړتياده چي دوي هم  دوي هم له شف شف ويلو نه تير شفتالو ووايي . سره لدې چې دافغانستان سياسي اوپوځی حالت ډير ويجاړ اوگډود دۍ ، دتونل په پاي کښي له بده مرغه تراوسه هيڅ ډول روښنايي نه ليدل کيږي ،ددولت اوخلکو تر منځ  دواټن د اوږدېدو نور امکان نه ليدل کيږي ، داځل دبهرنيوپه راتگ سره هغه يوڅه اميدواری هم يو په بل پسي په نا اميديو بدليږې ،اودښاغلي کرزي صاحب  حکومت په خپلو غير عملي وعدو اوبې ځايه مصلحتونواوپه دولتي اداروکښې دفساد اوج اوقانوني بڼې اخيستلو دافغان ولس ټولي هيلي  په ناهيليو بدلې کړې .

اوس بېله هغه دافغان ولس پر ښارگوداتيز چاقو پروت دی ،داچې کله به يې ښارگونه ورپرې کړې نه معلوميږې ،خو يوي بلې توري تياري اودربيلې ته ټول يوځاي انتظار باسو،زيات شمير څېړونکی پدې عقيده دی چي  همدا يي وخت دی چي  افغانان په خپله راپورته شي اونړيوال تر گريوان ونيسي تر څو هغوي مجبور شي  دنړيوالونورمونو او اصولوپر بنياد ددي لعنتي او خوني کرښې برخليک وټاکل شي . البته زهدډيورنډ دتپل شوی کرښې  دبرخليک دټاکلو په موخه  دنړيوالو سازمانو اودواړو هيوادولخوا دټاکلي هيئت ،دکرښې هاخوا ټولو سياسي اومذهبي سازمانواوقومي مشرانوتر نظارت لاندي  ديوه ازاد اوبېطرفه ټول پوښتني پلوۍ يم . همداډول بايد دنړيوال قبول شوی معمول سره سم افغانستان ته دهند سمندرته  دافغانستان له هره ښارنه چې وي يوترانسپورټي ازاد دترانزيت کوڅه ،دهليز ياکاريدورنه داستفادې حق ورکړه شي . سره لدې چې دکرښې دسرنويشت ټاکل به دافغانستان اوپاکستان ترمنځ ټولي ستونځې حل نشي کړاي خو تر ډيره بريده به دتاريخي اختلافاتو دحل په لور لار پرانيزي .

پاي نوربيا

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<