www.payamewatan.com
     
 

ليکوال : حبيب الله غمخور

د امن که دډيورنډ جرگه؟

رښتياويل ترخه اومشکل دی ،خوويل يې ايماني اووجداني اړتياده !

لومړۍ برخه

دکورنيو اوبهرنيو چارواکوپه انددجرگې دجوړېدو اړتيا!

جرگه دافغان ولس يومنلۍ دود اوعنعنه په توگه ډير اوږد تاريخ لري . افغانانو تل خپل مينځی شخړې اوله نوروسره ناندرۍ  په جرگو حل کړې دي ، دستروموضوع گانو اومسائلودڅېړلواوحل لاري دپيداکېدو لپاره تل جرگې ته مراجعه شوې ده ،همدا دليل دۍ چي زموږ  هيواد دجرگواومرکو دټاټوبي په نامه نړيوال شهرت لري  . هره هغه ستونزه چي دولت يې له حل نه عاجزپاته شوۍ اويا يي تر خپل واک لوړه بللې ،دهغې مسلي دحل دلاري دپيداکېدوپه خاطريې جرگه راغوښتې ده ،دجرگې پرېکړه دافغانانولپاره  بيله چون اوچرادمنلو وړده . دوخت په تيرېدو سره دجرگونومونه وټاکل شوه اود ځينوجرگودصلاحيت او واک په هکله  په اساسي قانون کښي يادونه شوېده . دبېلگې په توگه ،  لويه جرگه: ترټولو لوړ اوباصلاحيته  مقام دۍ ،ولسي جرگه اودمشرانو جرگه دپرېکړې دوهم مقام لري،تر هغه راوروسته د ښاري ،ولايتي او ولسوالي شوراگانومونه هم اخيستل شو؛ خو ددي سره په څنگ کې افغانان ورځنيزې ستونځې اوجنجالونه  په  وړو جرگو اومرکو خلاصوي .

د۲۰۰۱ کال دپېښې اوطالبانودرژيم  ترړنگېدوپه افغانستان کښي دانتقالي اوعبوري  ادارو ترجوړېدو وروسته دبن دتوافقاتوپه اساس داساسي قانون دتصويب لويه جرگه جوړه شوه ،قانون تصويب شو، دجمهوررئيس اوپارلماني انتخاباتو نيم بنده امکانات برابر شول . دجمهوررئس اوپارلمان په ټاکلو سره دبن دتوافقاتو اساسي دندي تريوحده پلي شوې .ښاغلی کرزۍ دولسمشر په توگه وټاکل شو ،هغه خلکو ته دنوي افغانستان،  داسي افغانستان دجوړېدو وعده ورکړه چي هلته به يوازي اويوازي عدالت  ،دموکراسي  اوانسانيت حکم کوي ،دتنظيمونو اوجنگسالارو دواک کمبله به ورو ورو ټولېږي ،ترغاښو وسله وال گروپونه اوبانډونه به بې وسلې شي،يوځل بيابه هيوادملي اردو اوپوليسو څښتن شي ، دولتي سالمه اداره به جوړه اوهلته به بېله کوم توپيرنه کار وپاکو  اومسلکي کسانوته وسپارل شي ،دمور اوماشوم نه به بې درېغه حمايه وشي ،دهرډول ټولنيزو بي عدالتيوپر ضد به مبارزه پيل شي ،ترټولو مهمه داچې امنيت به تامين شي اوداسي نوري وعدي . . . !

ددغو وعدودترسره کولو په منظور په ميليارډو ډالره هيواد ته له بهرنيو هيوادونه راغلل ،متاسفانه ددي پر ځاي چې دهيواد په بيارغونه کښي مصرف شوئ واي ،پيسې داشخاصو او افرادو جېبو ته ولوېدي اويابيرته بهرته انتقال سوې ،دبهرنيو پيسوڅخه چې دمرستونوم پر اېښودل شوۍ  دناوړې استفادي په هکله دولت بهرنيان او بهرنيان بيادوي يعني دولتي چارواکي گرموې  .دااونوري ناخوالي ،چې وروسته به اشاره ورته وشي لاس سره ورکړ  ددې پر ځاي چې دخلکو او دولت ترمنځ اړېکي ټينگې اودبيلتون فاصيله کمه شي هغه نوره هم زياته شوه ،خلک دومره وزورېدل او وټکول شوه چي يو ځل بيا ېي دپاکستان لپاره دخپلو شومواوتاريخي نارواموخوسرته رسيدولپاره پوره زمينه برابره کړه . ديوې خوا دپاکستان استخبارات اودبلي خودالقاعدي سازمان  هڅونو اوپه افغانستان کښي دبهرنيو پوځي ځواکونو دعملياتوپه وخت کښي تيروتنو او خپل سر يو دولت دهری ورځې په تېرېدو ضعيف اوطالب جنگيالي قوي شول .دپنځوکالو په تېرېدوسره پداسي حال کښې چې د((۳۷))هيوادو نږدې (( ۴۲))زره په موډرنه وسله بار پوځ ونشوتوانېدلاي چې امنيت ټينگ اوافغان ولس ته دسوکاله ژوندامکانات برابر کړي .

په هيواد کښي دبې امنيتوپه راوستلو کښي پر پاکستان يو په بل پسې نيوکې کيږي ،په عين وخت کښې حکومتي مشران يودبل هيوادو ته د دوستانه اړيکو دټينگولو تر نامه لاندې سفرنه کوي، يو او بل ته دمرستو اوهمکاريودوعدو لاسونه ورکول کيږې .له کومه ځايه چې دافغانستان اوپاکستان تر منځ اختلاف تاريخي رېښي لري دغو منډو ترړوکومه فايده ونکړه ،دليل ېې دادئ چې افغان چارواکي په خپل تر واک لاندي سيمه کې امنيت غواړي خو پاکستان بياپه افغانستان کې دغښتلی اومرکزي حکومت خاوند هيواد منلو ته چمتو ندئ .

افغاني چارواکې دمستندو فاکټونو اوشواهدو په وړاندي کولو سره پاکستانی لورئ په خپله خاوره کښي په لاس وهنه ملامتوي اوگرم يې بولي، خو پاکستان بيادانه مني . پاکستان خپلې اصلي موخي ته درسېدو(دډيورنډکرښه) دافغانستان لخواددولتي پولي په نامه پېړندل دی کله پر پوله داغزن ديوال دجوړيدو وړانديز کوي اوکله بياپر دغه ليکه دماينونودښخولو اعلان کوي .

ددواړو هيوادوترمنځ ددې کشالې دحل دلارو چارو دلټون يولار دامريکادجمهوررئس په اند دډيورنډدکرښي دواړو خواوته دپرته قومونو تر منځ دامن جرگې جوړول بلل شوی .همدي موخي ته درسېدو په خاطر دپاکستان او افغانستان  ولسمشرانو ته دامريکادجمهوررئس لخوادخپل مينځي درې اړخيزو خبروترسره کېدو لپاره واشنگتن ته بلنه ورکړه شوه . داکتربر دمياشتي په کتنه کښي پاکستاني اوافغاني چارواکي  دافغانستان  دسياسي او پوځي پرابلم دحل لپاره دډيورنډدلعنتي کرښې  شمالي او جنوبي پلوته پرتو قومونو تر منځ دجرگې دجوړېدوپه خاطر موافقه وکړه . دغې موخي ته درسېدو لپاره د افغانستان دحکومت له لوري ددې جرگې دتدارک  (( ۲۰)) کسيزکميسيون چې ښاغلۍ  پیر سید احمد گیلانی  د مشر ،مولوی عبدالهادی شینواری لومړی او حاجي محمــد محقق دوهم مرستيال په توگه په کار وگمارل شو.دوي  دجرگې دجوړېدو دسمبالښت په کار پداسي شرايطو کې وگمارل شوه چي دپاکستاني لوري دهيڅ ډول حرکت اواقدام په هکله خبر نه اورېدل کيږي ،او نه هم تراوسه د دغې جرگې د جوړيدو نيټه او ځاى په هکله کومه  څرگندونه شوېده .

دا کميسيون  دافغانستان دحکومت له لوري د امن او رفاه د کميسيون په نامۀ نومول شوى دى چې مشری يې پير سيد احمد گيلاني کوي د چارواکو په وينادکيسيون ټول غړي د افغانستان د بيلابيلو قومونو پيژندل شوي څيرې دي . داچې دکميسيون  پرمشرتابه اوځېنوغړو ديولړ عيني دلايلو له مخې  نيوکې شوې او دنظر خاوندان ددوي بې پرېتوب ته دشک په سترگه گوري داخبره به پر خپل ځاي پرېږدو؛ خو دلاندي دلايلو په اساس سياسي څېړونکی اودنظر خاوندان  لويه اندېښنه لري ،چې خداي مکړه ترکاسه لاندي نيم کاسه نه وي ؛ داسي نه چې داجرگه دامن په عوض دډيورنددکرښې په رسميت پېړندوجرگه وي ؟   نوربيا

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<