www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

 

 

 

Под предлогом освобождения пленных британских моряков (на снимке) Запад может начать войну с Ираном (фото: AFP)

Источники в спецслужбах знают, когда американцы "укусят" Иран

Георгий Степанов

دخبر منبع ازيزويستيا د۲۰۰۷ داپريل ۴   13:09 02.04.07

 

لکيوال :گيورگي ستيفانوف
ژباړونکی : حبيب اله غمخور

داپريل په شپږمه پوره دسهار پرڅلوروبجواستخباراتي منابع خبرترلاسه کوي چې کله امريکا يان ايران چيچی؟ .

داپريل په شپږمه پوره دسهارپرڅلوروبجو دفارس په خليج کښې دامريکاځاي پر ځاي شوی پوځ دايران پر خلاف عملياتو شروع کولوسر ه د ايران  چيچل پيل کيږي؛چيچل دهغوعملياتوډيرپرځاي نوم ندی کوم چي دايران پر ضد به پيل شي . داسي فکر کيږي چي امريکا به   دايران اسلامي جمهوريت  اټومي دستگاوو ودانۍ ((۱۲))ساعته يوپه بل پسې تر سختوبم اوريولاندي راولې .

دچیچلودعملياتوپه هکله خبرداسرائلو استخباراتوته نږدې په ويب پاڼه ((ديباک )) (Debka) کي روسې استخباراتوته نږدې  ديوې خپلواکی سرچينې په حواله خپور شوی دی .

دسرچيني د پخلی  له مخي دعملياتوموخه داده چي دايران اټومی پروگرام لسگونوکلونه شاته وغورځوی .

دعملياتوپه وخت کښي به دځمکنی قواو نه کاروانه خيستل شي اوهمداډاول دايران خاوري ته دځمکي له لاري داخيلېدل په نظر کي نه دی نيول شوی .

دهوايي عملياتوپه وخت کښي له ۱۷ نه تر ۲۰ پوري ځايونه په نښه شوی دي ،دهغه جملې  په ((ناتانزی))کي دفلاگمان ((флагман)) اټومي دستگاه چي هلته اوران غني کيږي  هم په نښه شوی دی .

خپلواک څېړونکی دامريکالخواپه عملياتوکي دتاکتيکي زروي وسلې استعمال نه ردوی  . دايران زيات شمير اټومي دستگاه وي ډيري ژوري تر مځکه لاندي په ځانگړوغرنيوځايوکي تر غرولاندي جوړې شوی دي ،چي دعادي وسلې په اسعتمال سره دهغوي له منځه وړل ناممکن دی . همدا اوس دفارس په خليج کې دايران وبغل ته له هغه وخت نه چي په ۲۰۰۳کال امريکاپر عراق حمله وکړه لوي پوځی ښونيزعمليات ترسره کيږي . پدغوعملياتوکښی ۱۰زره پوځيانواودامريکا ((ВМС )) د۵نمبربحري قوا۱۰۰ الوتکو برخه اخيستي ده.

ټول ټال په سيمه کې دناټو((۴۵)) پوځی بحری کښتی ،چي دهغه جملي نه يې ((۱۵))دناټوپه نوروغړو هيوادو اوپاتي يې دامريکادبحري قواو  "    Стеннис".   Дуайт Эйзенхауэр" и "Джон پوری اړه لري  ځاي پر ځاي شوی دی .

پوځی ښوونيزعمليا ت په رياض کي دعربي هيوادودکنفرانس تر پيل يوه ورځ وړاندي پيل شوه ،تر هغه څلور ورځی وروسته دايران بحري قوا (( ۱۵ ))برتانيايي بحری پوځيان ونيول اوهغه يې په جاسوسی تورن کړه، دغه حادثه تصادفي ده؟ايران اودهغه گاونډيان په شکمنه بڼه حالاتو ترينگلتياته اشاره کوی .

داټکی هم دپاملرني وړ دی  چي يوشميرغربي هيوادو په تهران کښي په مرموزه توگه دخپلو سفارتخانو کارمندان باسي ،اوله بلې خوا اسرائيل بيله دېنه چي مخ کښي اعلان شوي وي ملکي پوځی تعليمات شروع کړی دی .

دامريکاولسمشروويل ((ايرانيان مکلف دی چي دبرتانيا ۱۵ هغه پوځيان ډير ژرخوشي کړی کوم چي هغوي په خپله بحري سيمه کښي نيولي دي ،هغوي ملامت نه دی ،داواقعأيونه بخښونکی عمل دی .))

دايران دجمهوررئيس  احمدي نړژاد بياداخوښه نشوه چي لندن دملگروملتودسازمان دامنيت شورا ،اوارواپاله اتحاديي نه پدي هکله دملاتړ غوښتنه کړېده .احمدي نژاد هغه وويل :ښه به  داواي چي بريتانياپرخپل جرم اعتراف کړی واي اوبخښنه يې غوښتې واي ،مگرهغوي مختلفونړيوالومؤسسوته شکايت کوی .

دروسې دبهرنيوچارووزارت دخپل استازي ميخايل کامينينيم پوسيله  وړانديزوکړ چي تهران اولندن ډير ژر بايد دبريتانيايي نيول شوعسکروپه هکله دملگورملتودسازمان سکرتريت ته دخپلواکي بيانې دجوړيدوله لپاره معلومات ورکړی .

امريکاددې جگړي لپاره منا بع نلري
((دنيويارک په پوهنتون کې امريکايي روسي پېژندونکی پروفيسورستيبين کوين ايزويستياته وويل ، فکر نه کوم دامريکا اوايران تر منځ  به هراړخيزه اوعمومي جگړه رامنځ نشي ، دجگړي لپاره امريکااوس نه دومره پوځی امکانات اوتوانايي لري اونه هم دومره پوځيان . همدا اوس په عراق کښي زمونږ پوځي ځواک کفايت نه کوی .داچي ممکن امريکاپر ايران هوايي بريدونه وکړی داامکانات ډيردي.))

دښاغلی پروفيسورستيبين کوين پدې عقيده دی چي ((دايات الله گانودرژيم سره بايد امريکادډيالوگ لاره غوره کړی،په سيمه کښي ثبات پدغه پوري تړلی دی ،مخصوصأ پسله هغه چي زموږپوځيان له عراق نه ووزی ،اوتل يې اړين دی ،بايد پدغودريوڅلورومياشتو کښي هغوي عراق پرېږدي .دامريکادمتحده ايالاتولپاره دپرابلمونودحل دايوازنی لارده، دامريکادسياسي تيروتني اوشتباه په پايله کښي له حد نه زيات انسانان په عراق کې قرباني شول . ))دښاغلی پروفيسورستيبين کوين سره دمرکې پوره رپوټ به دايزويستياپه نږدې راتلونکوگڼوکښي درنولوستونکوته وړاندي شي .

پاي

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<