www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

 


دمبارکۍ پيغام

 

۲۰۰۷ز کال دمارچ ۳۱مه  

په سويډن کې دافغانانودعلمي اوفرهنگی مرکز دمبارکۍپيغام

په لندن کې دپوهاندډاکتر مجاور احمد زيار د اويايمې زيږ کاليزې دغونډې سمبالونکو!

دانتر نت  په مټ مو خبر  تر لاسه کړ چي ستاسو ټولني د روان ۲۰۰۷ز کال د اپريل پر  دريمه ورځ  له گران هيواد څخه دليري پراته  افغان پوه ښاغلي  پوهاندډاکتر مجاوراحمد زيار داويايمې زېږکاليزې  په مناسبت  ديوي درنې دغونډې دجوړېدوتکل کړی .

موږ چي دوخت او واټن دليري والي له کبله نسو کولاي ستاسو سره پدغه درنه او پوهنيزه غونډه کي له نږدې برخه واخلو،ستاسوسره په معنوي لحاظ پدغه محفل کي ځانونه  شريک گڼو .

اجاز راکړۍ  ددغه پيغام په وسيله چي دکاغذ پر مخ ليکل سوۍ ولي زموږ دافغاني او وطني ميني، احساس او ارزوگانو در رسوونکۍ دۍ  ستاسوددې درنې غونډي ميلمه پياوړی ،پېژندل شوی او ټولوافغانانوته گران پوهاند زيار صاحب ته په افغاني مينه اودرناوي سره ددوي دژوند داويايم پسرلی  دپيل اوپه علمي ډگرکې دنه هېرېدونکوبرياوپه مناسبت  مبارکی وړاندي کوو.

پر ځای يې بولو چې تر هر څه وړاندي د هېواد ټولو هغو فرهنګي مرکزونو،ټولنو اوعلمي شخصیتونوڅخه دکور ودانی په ويلوسره مننه وکړوکوم چې له هېواد نه بهريې د مهاجرت او پردېسۍ له زرګونو ستونزوکړاو نوسره  دخپل هېوادديووتلي اونوميالي ژبپوهاند، توکمپوهاند،ادبپوهاند، شاعر، ليکوال، ژباړن، ژورنالېست پوهاندډاکترمجاوراحمد زيار داويايمې زېږ کاليزې په مناسبت يې درنه غونډه رابللې اوددي پياوړي عالم دنږدې پنځوسوکلونودعلمي اوفرهنگی چوپړ ستاينه کيږي .

په بهرکښې د دغه شان علمي اوڅېړنيزوغونډوجوړېدل اودخپلووياړلوشخصيتونودعلمي اوفرهنگی کارنامو یاد ژوندی ساتل  اود هغوي دآثاروخپرول دهيوادپه اوسنيو حساسواودتورووريځوترسيوري لاندي شرايطو کښي د ټولو فرهنګپالو افغانانوملي وجیبه ده .

له ګران هيوادافغانستان  نه  بهر دغه شان یوه علمي اوهېوادپلونکی هڅی اوغونډي وجوړول د ستاینې او قدر وړګام دی چې دا دی یوه غوره بېلګه یې ستاسو په نوښت داجوړېدونکې غونډه ده . پدې پوره باورلرو چي ستاسوددې درنې اوعلمې غونډي مقالې اوليکنې به زموږ دځوان نسل اونوروڅېړونکولپاره په زړه پوري ماخذونه اوسرچينې وي .

په پيغام کښي  دښاغلي زيارصاحب دعلمي اوادبي چوپړپه هکله ليکل ناشونی کاردی ،په لنډه توگه دومره ويلاي  شوچي پوهاندزيار په خپل علمي زيار اوهاندوتوانيد چي پښتوله هره پلوه دغلطيواوتيروتنو نه وژغوري ،دتوان ترکرښې هغه داوسني عصردميډيااوپوهنيزوتعليمي اوتحصيلي مؤسسودعلمي اوفرهنگی څيړنواواستعمال جوگه شي . کله چي موږدپښتوژبې دغښتلتيا خبره کوونوهلته هرومرودښاغلی زيار نوم خولي ته راځی . دښاغلي زيار صاحب هر علمي اثرخپل ځاي اومقام لري اوهريويې پر خپل وخت هغوسوالوته ځواب دی چي لابې ځوابه پاته وه ،خونوموړي په خپل مشهورڅېړنيزاوتاريخي  اثر ((دپښتنو تاريخ دژبپوهنې په رڼا کې)) په علمي دلايلواواسنادوښودل چې پښتانه داسيا په زړه کې هغه پخوانۍولس دی چې تل په سيمه کښې دلويو لوبو او تار يخې  خوځښتو نو دوياړلي اتل اوبغاړی په توگه پاتې شوی  دی .

زيار صاحب ډير علمې اوڅېړنيزاثار ليکلي اوله نوروژبويي پښتوته ژباړلي دي ، هغه ديوبادرده افغان په توگه  دري ژبه هم له پامه نده غورځولې  په هغه ژبه يې هم زياتي ليکنې کړې دي . په دواړوژبودشميرکچه يي ترزرگونوپوري رسېږي  .

څرنگه چي دهرعلمي او فرهنګي شخصیت د کار او ژوندد ټولو اړخونو راسپړل یوستونزمن کار دی ،اوله بلې خوا زيات وخت اوکارته اړتيالري ،بياهم موږ  پدې ډاډه اوباوری يو چي ستاسوپدغه راروانه علمي غونډه کښې به راغونډشوی  ليکوال، څيړونکی او پوهانو دښاغلی پوهاند زياردعلمي چوپړ پۀ هکله هراړخيزه څيړنيزې  مقالې اوليکنې دغونډي برخه والوته وړاندي کړي ،او پدي توگه به د زيار صاحب د کار او ژوند په بېلا بېلوبرخو اواړخونونوې رڼا واچوي .  

په سويډن کې دافغانانوعلمي اوفرهنگی مرکزمشر تابه جرگه دپښتوژبي دادب او فرهنګ دعلمي سمسو رتيا په لارکې  دپوهاندزيار رول ،ونډه اومقام  زموږ دهيوادپه اوسنی اوراتلونکې علمي اوادبي ډگرکښي دلوي ارزښت لرونکی بولي اودقدرپه سترگه ورته گوری  .   

په آخرکښي يوځل بيا داحترام او درناوې په څرگندولو سره  ددې علمي څيړن غونډي ټولو برخه والو ته دکور وداني په ويلوسره ، دلوي خداي له درباره نه  دغونډي په کارکښي ستاسو دلازياتو برياليتوبونوهيله کوو. ادهيوادپېژندل شوی علمي اوفرهنگی شخصيت ښاغلی پوهاندډاکترزيار ته دژوند داويايم  پسرلی دنيکمرغه پيل په منابست دمبارکۍ په ويلوسره هغه ته داوږده ژوند،روغتيااوعلمي ډگرکښې دلازياتوبرياو هليه کوو.

 

په سويډن کي دافغانانودعلمي اوفرهنگی مرکزدمشرتابه جرگې

په استازيتوب 
حبيب الله غمخور

 

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<