www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

 

دکتور اصغرخیل منګل
هامبورګ آلمان
د ۲۰۰۷د فبروری ۹ نیټه

دا مقاله د جرمنی د فرانکفورد په ښار کې د ډیورنډ د کرښې په اړه  علمی غونډې ته وړاندې شوې وه.

په پاکستان کې اسلامي بنسټ پالنه
او
د افغانستان ستونزې

درنو حاضرینو، خویندو او وروڼو!

   تر هر څه د مخه د دی پرتمینې غونډې د جوړیدو په مناسبت د غونډې جوړونکې ډلې څخه د زړه له کومې مننه کؤم.  هیله لرم چې د ورته غونډو، سیمنارونو او کنفرانسونو جوړول چې په هغو کې د افغانستان د ملي مسایلو تر څنګ د اوسني حالت د بدلون ورکولو په برخه کې بحثونه او څیړنې وشي، د افغاني منورینو په دود بدل شي.

   زه نه غواړم د ډیورنډ د کرښې د توافق لیک  په تاریخي او حقوقي برخو ، چې د وخت  حاکم امیر عبدالرحمن خان د ملت د پوښتنې پرته یې د افغانستان لویه برخه انګریزي استعمار ته ورپریښوده خبرې وکړم ځکه محترمو عالمانو په دی برخه کې په بشپړه توګه علمي لیکلنې کړي وی او تاسو ته یې وړاندې کړې.

   زه 0غواړم په ځانګړې توګه په پاکستان کې اسلامي بنسټ پالنه چې د تیری پیړۍ په اویاومو کلنو کې د پاکستان د حکومت د سیاست په نتیجه کې، چې د پاکستان د ملي ستراتیژي لویه برخه جوړوي، رامنځ ته شوه او د ګاونډیو هیوادونو افغانستان او هند پر ضد کارول شوی ده او  کارول کیږي خپل نظر وړاندې کړم.

   همدا شان بی ځایه به نه وي چې زموږ په هیواد کې د اوسني  کړکیچ عوامل چې نه یوازې حاکمیت او اپوزسیون بلکه د حاکمیت باندني دوستان، ناتو او ایساف هم ورسره لاس او ګریوان دي او د هغه په پایله کې بی امنیتي، بی ثباتي، جنګ او ترهګرۍ (ترور) او د هغه سره جوخت اداري فساد او د دولتي مدیریت بی کفایتي چې زموږ د ټولنې ملي ګټې یې ډیرې زیانمنې کړی دي، وڅیړل شي. 

   سره له دې چې د پاکستان جوړښت د انګریزي استمعار لخوا د بنسټ پالنې د نظریې پر بنیادونو  رامنځ ته شوې دی، د پاکستان حکومت او په ځانګړې توګه د هغه هیواد نظامي استخباراتي اداری آی. اس. آی.، د اسلامي بنسټ پالو ډلو جوړولو ته  هغه وخت زیاته پاملرنه وکړه چې د پاکستان څخه یوه برخه جدا او د بنګله دیش نوې خپلواک هیواد رامنځ ته شو.  دوی وتوانیدل چې نه یوازې د بنسټ پالو ډلو سیاسي ساختارونه جوړ او هغوی ته ورځ په ورځ نوې وړتیاوې ور په برخه کړي بلکه د هغوی په وسیله په ګاونډیو هیوادونو کې پر زهرجنو تبلیغاتو برسیره پوځي عملیات هم تر سره کړي.

   د ‍۱۹۷۹ کال د فبروي د میاشتی نه وروسته کله چې په ایران کې اسلامي انقلاب سر ته ورسید او همدا شان د همدې کال په پای کې په افغانستان کې د شوروي  لښکرو د برید څخه وروسته، غربي نړۍ ته او په خاصه توګه د امریکا د متحده ایالاتو لپاره پاکستان په سیمه کې د نوي ستراتیژیک متحد په توګه ډیر ارزښت پیدا کړ  او د پاکستان حکومت د همدې مؤقف په موندلو سره نه یوازې د بنسټ پالنې لوی ساختارونه او مرکزونه جوړ کړل بلکه پاکستان یې د نړۍ په اتومي کورنۍ هم ورګډ کړ.   پدی توګه د پاکستان د ملي ستراتیژي دوه مهم ټکي یعنې د بنسټ پالو په پښو درول او د زروي وسلې درلودل تر سره شول.

   که چیرې د پاکستان د جوړیدو راپدېخوا د پاکستان د حکومتونو تاریخ په ژوره توګه وڅیړل شي نو په ډاګه څرګندیږي چې هلته د جنرال ایوب خان او بیا تر جنرال مشرف پورې هر چا چې د قدرت واګي په لاس کې درلودل، ملکي وه او که پوځي، دوی ټولو یا د بنیاد ګرو ډلو سره کلکې اړیکې درلودی او یا د هغوی نماینده ګان وه.   د پاکستان ټولو حکومتونو د هغه هیواد د ملي ستراتیژي پر بنیاد په ګاونډیو هیوادونو کې لاس وهنه کوله او کوي یې  او د هغې په نتیجه کې پاکستان په سیمه کې د بی ثباتي او جنګ اصلي عامل وه او دی.

   د ملګرو ملتونو د سرمنشي معاون او افغانستان په چارو کې ځانګړې نماینده دیاګو کوردوویز  او امریکایی محقق سلیګ هریسن په خپل کتاب کې چې ښاغلې عبدالجبار ثابت ژباړلی دی، داسې لیکي:

   ظهور بنیادگرایی اسلامی یک عنصر جدید را در منازعات ذات البینی به جامعه افغانی به ارمغان آورد... بنیادگران که تعداد شان تقریباً به یک هزار و پنجصد نفر بالغ میگردید، با وجود فشار نهایت شدید دولت توانستند که در سال ۱۹۷۳ بحیث یک سازمان زیرزمینی به فعالیت خویش ادامه دهند.  بعد از سال ۱۹۷۳ اکثریت آنها به پاکستان فرار کردند.  در آنجا با گروههای بنیادگرایان پاکستان و ادارات استخباراتی آن کشور طرح دوستی ریختند و بعداً در مسائل افغانستان بصورت تدریجی اهمیت زیادی کسب نمودند. ..  بوتو در آواخر سال ۱۹۷۴ بمن گفت:  دو نفر میتوانند به عین بازی بپردازند، همان طوریکه آنها نقاط ضعیف مارا دریافته اند ما میدانیم که نقاط ضعیف آنها کدام است.  دیری نگذشت که دسته های ناراضیان افغانی که ازطرف آی. اس. آی تربیه شده بودند تحت رهنمای جمعیت اسلامی در وادی پنجشیر بر مراکز امنیتی داؤد حمله کردند.

   متاسفانه کله چې په جهاد باندې اسلامیستان مسلط شول نو پاکستان او افغانی بنسټ پالو تنظیمونو د افغانستان په سیاست کې لوی نقش تر لاسه کړ او پاکستان د افغانانو  د آزادۍ جګړی څخه دومره زیاته سیاسی، پوځي او اقتصادي ګټه لاس ته راوړه چې په خپله افغانانو ترې نده اخیستې.  پاکستان پدې بریالې شو چې د افغانستان ملي شتمنۍ لوټ شي، ملي اردو ړنګه کړي او د افغانستان  د سیاسي او اجتماعي ودې کلک مخنیوی وکړي.  د پاکستان مشران نه یوازې په افغانستان کې خپلې لاسوهنې او مداخلې نه پټوي بلکه له هغو څخه په ډیر ویاړ یادونه کوي.  د پاکستان پخوانیو صدراعظمانو، نواز شریف او بینظیر بوټو، په ډیر ویاړ د پاکستان ملي اسامبلې (پارلمان) ته وویل چې موږ د افغانستان پنځوس (۵۰) کلنه اردو له منڅه یوړه او ځان مو  تر کابله ورساوه.

   د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ نیټې د پیښو نه وروسته یو ځل بیا پاکستان ته  بل چانس ورپه برخه شو.   د پاکستان حکومت په ډیرې سپین سترګۍ سره ادعا وکړه او کوي یې چې د نړیوال تروریزم په ضد مبارزه کوي پداسې حال کې چې دا هیواد د نړیوالو ترورستانو اصلی ځاله وه او ده.   هلته د بنیادګرو ډلو پالنه چې د تروریزم اصلي منبع ده اوس هم په پوره شدت ادامه لري.  د امریکایي ژورنالستې میرمنی چیسی په وینا پاکستان په ډیر مهارت او چالاکي سره غواړي د بنیادګرو ډلو په کارولو سره په راتلونکو ۳۰ کلونو کې په سیمه کې خپل پلانونه عملي کړي همدا وجه ده چې د پاکستان نظامیګران او بنیادګرې ډلې د پاکستان د سیاسي تلې دوې خواوې په یوه واحد فرهنګ کې د پاکستان د ملي ستراتیژي پر بنسټ ګډ عمل کوي. 

   د ۲۰۰۱م  کال د سپټمبر څخه دوه میاشتې وروسته بنیادګرو تروریستي ډلو په نوي ډلي کې عملیات پیل کړل.  د آلمان نامتو ژورنالست او لیکوال پیتر شول لاتور دا سې لیکلي:  کله چې د ۲۰۰۱م کال د دسمبر په دیارلمسه نیټه تروریستانو د هند پر پارلمان برید وکړ نو د هند صدر اعظم، واچپایی، سمدستي په ډاګه کړه چې د دی عملیاتو ټول مسئولیت د پاکستان د جمهور رئیس، جنرال مشرف او د هغه هیواد د استخباراتی ادارې پر غاړه دی.

   ډګروال یوسف چې د آی. اس. آی. د افغانستان د څانګې مشري یې په غاړه درلوده په خپل کتاب  کې داسې لیکي:
ما در آی. اس. آی. پرس
ونل نظامی را همواره بداخل افغانستان اعزام داشته ایم. ..  چون این یکی از وظایف من بود.  باید واضع سازم اشخاصی  را که ما آن ها به داخل افغانستان اعزام میداشتیم جواسیس نه بلکه نظامیان ارتش پاکستان بودندکه باشعبۀ افغانی در  آی. اس. آی همکاری نزدیک داشتند...

   من همچنین کم از کم در ظرف هر شش هفته یکبار عازم کویته و مناطق سرحدی و حتی داخل افغانستان میشدم.  این چنین فعالیت ها در ۱۹۸۴ به اوج رسید چنانچه در آن زمان کم از کم یازده تیم ارتش پاکستان مصروف چنین عملیات بودند.

   د پاکستان نظامی ګران او بنسټ پالې ډلې د نوک او ورۍ  په شان د یو بل نه نه بیلیدونکې دي.   د آلمان سیاست پوه او د پاکستان د چارو څیړونکي، ویلکې ، په وینا د پاکستان حکومت هیڅ کله هم اسلامي بنیادګری ډلې تر فشار ندي نیولي.

   د اسلامي هیوادونو په ګډون د نړۍ په هیڅ هیواد کې د بنسټ پالنې دومره زیاد ساختارونه نشته لکه په پاکستان  کې چې موجود دي او فعالیت کوي. 

   امریکایي مقاماتو ته په نمایشي توګه د څو ترهګرو سپارل یوازې د پاکستان د دوه مخي سیاست د قدرت د لوبو یو برخه ده چې د پاکستاني ټولنې بیلانس (انډول) یې ساتلې دی خو په عمل کې دواړه خواوې حکومت او بنسټ پال د واحدو اهدافو لپاره د پخوا په شان ګډې پروژې پر مخ بیایي.

   اوس چې د پاکستان حکومت ویني چې نړیوال حالات زموږ په هیواد کې، دبل هر وخت په پرتله ، د سولې، ثبات، اقتصادي پرمختګ او بالاخره د دموکراسی د انستیتیوتونو د جوړولو په ګټه دی او د نړیوالو فکتورونو تاثیر زموږ د هیواد په سیاست کې ډیر زیات دی او د دی امکان شته چې د پیاوړی او دموکرات او پرمختللی افغانستان په رامنځ ته کیدو سره غربي نړۍ د پاکستان پر ځای افغانستان خپل راتلونکې ستراتیژیک ملګری وبولي، نو د پاکستان حکومت په ډیر شدت بنسټ پاله تروریستي ډلې افغانستان ته لیږي او د ځان مرګي بریدونو په کولو سره غواړي په افغانستان کې د تروریزم نوی فرهنګ مروج کړي او د وضع د خرابیدو او د کړکیچ د لا زیاتیدو لپاره د هر څه نه استفاده کوي، تر څو نړیوالی ټولنې ته داسې ثابته کړي چې افغانان هیڅ کله هم نشي کولای په سوله کې ژوند وکړي او د خپل هیواد په بیا ودانولو کې د یو بل سره ګډ کار وکړي.  پدې توګه د هغوی مخ د افغانستان څخه وګرځي او پاکستان په سیمه کې د پیاوړي ځواک په توګه پاتې شي او هغه ستراتیژیک موقف چې اوس یې لري له لاسه ور نه کړي.   ددی سره یو ځای نړیوالو ته دا وښي چې د افغانستان د ستونځې اصلې عامل پاکستان نه بلکه په خپله افغانان دي.

   د افغانستان په وړاندې د پاکستان د حکومتونو سیاست تل پر دوو اصلونو ولاړ وه او دی او هغه دا دي چې:
 یا باید په افغانستان کې د پاکستان په خوښه ګوډاګې حکومت وي،
-
 یا دا چې په افغانستان کې باید تل جګړی او ورانۍ دوام ولري، سیاسی بی ثباتی رامنځ ته شي او هیڅ کله هم پیاوړی افغانستان جوړ نشي. 

   په دی وروستیو کې د هلمند والي د آریانا ټلویزیون ته وویل چې د پاکستان استخباراتی ادارې ۵۰۰ تنه پاکستاني، عربي او چیچینیایي وسله وال ترورستان  سنګین ولسوالۍ ته د تروریستی  او جګړه ایزو عملیاتو لپاره رالیږلي او ځای پر ځای کړي یې دي.  د نوي پلان طرح کیدو سره اوس د پاکستان حکومت پدې لټه کې دی چې نړیوالوته دا وښي چې افغانان او په خاصه توګه د ډیودنډ په کرښې پراته پښتانه تروریست او اسلامي بنسټ پالونکي دي او پدی توګه د نړیوالو عامه ذهنیت مغشوش کړي او خپل پاکستاني تروریستان د پښتنو په کالیو کې وروپیژني.  باید په ډاګه شي چې د سپټمبر ۱۱ نیټې راپدې خوا بیا د مادرید او لندن په ګډون هیڅ چیرې هم یو افغان او پښتون د تروریستي عملیاتو په جرم ندې محکوم شوی.

   د پښتنو په ګډون افغانان هیڅ کله هم بنیادګر نه وه.  خو د تاریخ په اوږدو کې تل د بنیادګرو لخوا ځورول شوي او قرباني شوي دي.  پښتنو قبایلو تل خپل مروج او عملي اسلام تطبیق کړی دې.  ځکه خو اسلام د پښتونولی له اساساتو سره لکه تار او تانسته په یو واحد فرهنګ کې او بدل شوي دي چې له پښتو سره د تقابل او تضاد لوري یې ندي پیدا کړي.

   پښتنو پر اسلام باندې له پیاوړي اعتقاد سره سره د میراث، کونډی، انتقام (بدل یا غچ) ولور او ناموسی مسایلو په باره کې د پښتنولۍ نرخونه او څلي معتبر ګڼلي او په هغوی یې عمل کړی دی.  د پښتنو مشرانو هیڅ کله هم د اسلامی بنیادګرو ډلو سره ښې اړیکې نه درلودی او نه یې لري.  خو پاکستان غواړي زموږ په هیواد کې د ځینو بنیادګرو ډلو په مرسته چې پخوا په پاکستان کې جوړی شوی وی نوی سیاسی اسلام او پر اخواني ایدیالوژی ولاړ توتالیتار  رژیم رامنځته کړي.  باید وویل شي چې د مذهبي بنیادګرو وسله والو ډلو پیدایښت زموږ په هیواد کې دموکراسي او ملي یوالي ته کلک ضرر ورساوه او پاکستان د همدغو مذهبي وسله والو ډلو سره د پخوا په شان ټینګې اړیکې لري او د هغوی سره د افغاني روښانفکرانو (روڼد آندو) په ضد مبارزه کې کلکې مرستې کوي.  ځکه پاکستان پوهیږي چې افغانی روڼد آندو پر ضد مبارزه عملاً په افغانستان کې د سولې، ثبات ، دموکراسۍ او د افغانانو د ملي یوالي پر ضد مبارزه ده.  په تیرو څو کلونو کې په لسګونه افغانی روښانفکران، سیاستوال، ټولنیز شخصیتونه او قومي مشران په پاکستان کې ترور او یا د بنیادګرو په لاس وژل شوي دي چې د  بیلګې په توګه کولای شو د سید بهاالدین مجروح، عزیز الرحمن الفت، ډاکتر شګیوال، جنت خان غروال، جنرال حکیم کټوازۍ، وزیر محمد ځدراڼ، ډګر جنرال نظر محمد، هاشم پکتیانۍاو عبدالاحدکرزي یادونه وکړو.   د ورستیو کلنو پیښو دا ثابته کړه چې د پاکستان حکومت ټول تلاش په همدې کې وو او دی چې افغاني روښانفکران او منورین باید د افغانستان په سیاسي معادلو کې د پامه وغورځول شي او نړیوال دی ته اړ باسي چې بنیادګرې مذهبي ډلې د طالبانو په ګډون د پخوانیو قوماندانانو او جنګ سالارانو په موجودیت کې چې دا دی اوس په ټولنه کې د نوی الیګارشی مافیایي قشر په توګه د رامنځ ته کیدو په حال کې دي، تل د قدرت واګي په لاس کې ولري.  د داسې یو حالت په رامنځ ته کیدو سره به نه یوازې د افغانستان د خلکو لخوا د ډیورنډ د کرښې ملي مسئله نه مطرح کیږي او د پښتنو او بلوڅو د سرنوشت مسئله به د ورځی په اجندا کې نه وي بلکه بنسټ پالنه چې د پاکستان د موجودیت اساسي فکتور دی هم پر ځای پاتې شي.

درنو دوستانو!
   سیاست تل د ارزښتونو پر سر جګړه ده.  اوس زموږ په هیواد کې دایمي او عادلانه سوله، د هیواد بیا رغونه، ملي یووالې او ورسره دموکراسۍ او اجتماعي عدالت تامینول او پدې توګه د افغاني ټولنې د ځانګړتیاو په پام کې نیولو سره مدني ټولنې ته تلل هغه ارزښتونه دي چې  افغاني روښانکرانو  تل په دی لاره کې قربانۍ ورکړي او ورکوي یې.

   په اوسني وخت کې د افغاني ملي او مترقي روښانفکرانو، منورینو او سیاسي او ټولنیزو سازمانونو اساسي دنده باید دا وي چې نړیوال پدې وپوهاوي  تر څو چې په پاکستان  کې اسلامي بنیادګران موجود وي او زموږ په هیواد کې د افراطي، مذهبي وسله والو او نورو  ډلو د بی وسلې کیدو مسئله حل نه شي او تر څو چې افغاني روښانفکران د افغانستان په سیاسي معادلو کې په نظر کې ونه نیول شي هیڅ کله هم نه یوازی زموږ په هیواد بلکه په سیمه کې هم دایمي سوله او ثبات رامنځ ته کیدای نشي.

    اوس چې  نړیوالی ټولنې په افغانستان کې د سولې د تامین او ټینګښت او پدی  توګه د دموکراسی د راوستلو نیت کړی دی نو باید تر هر څه د مخه پاکستان دی ته اړ باسي چې د پښتنو او بلوڅو د سرنوشت مسئله د تاریخي سوابقو په پام کې نیولو او د افغانستان د ملي ګټو پر بنیاد ومني او دا کار  هغه وخت تر سره کیدای شي چې په پاکستان کې د بنیادګرو پر ضد کلک ګامونه پورته شي او د تل لپاره د پاکستان ، افغانستان او هندوستان خلک د دوی له شره خلاص شي.

ستاسو د پاملرنې څخه مننه

په درناوي

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<