www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:21.07.2007

امین بسمل

موږ دجولاى ۲۱ نېټه ديوې تورې ورځې په څيرغندو  

گرانو او پياوړو ليكوالانو!

    په تاسو فرض دى چې خپل مظلوم ولس ته زموږ دهېواد ملي اتلان او ملي خائېنان جلا جلا وروپېژنئ، خپل باتور او په هيوادمين زلميان په خپل قلم ونازوئ اودپردېو اجيران د ولس په وړاندې دخپل سپيڅلي قلم په مرسته محكوم كړئ.

   لكه څنگه مې چې لا څه باندې دوه مياشتې مخکې له تاسو څخه هيله كړې وه چې دجولاى  ۲۱ نېټه به دنړۍ په گوټ گوټ كې ديوې تورې ورځې په څير غندو.

خداى دې وكړي چې ددې تورې ورځې په اړوند بې تفاوته پاته نه شئ.

   هو!  زموږ له مظلوم ولس او هېوادسره دتاريخ په اوږدوكې ډيرو جابرو او مكارو سختې جفاوې كړې دي اوكوي ئې خو نن ورځ به تنها په هغه چا دغندنې غشي گذار كړوكوم چا چې د اى. ايس. اى. په دستور د ۱۹۷۵م كال دجولاى په ۲۱ نېټه دخداى بښلي سردارمحمدداودخان په وخت كې دلومړي ځل لپاره زموږ په دولتي تاسيساتوناكامه حمله وكړه، ځكه خو دا ورځ يوه داسې بدمرغه ورځ گڼلاى شو په كومه چې پنجابي غليم دخپلې ناروا او تورې ستراتيژي دپلي كولو لپاره لومړى گام واخيست.

كړېدلوهېوادوالو!

   ښه به وي چې د پوره اومستند معلوماتو لپاره دټول افغان دورستېومقالو په ارشيف كې دښاغلي ميرعبدالرحيم عزيز هغه مقاله ولولئ كومه چې د ۱۳۸۶كال دغوېي په ۱۷ نېټه ئې داحمدشاه مسعود در استخدام سازمان جاسوسي پاكستان - اى. ايس. اى.  ترعنوان لاندې خپره شوې ده.

خودهغې مقالې له لوستلوڅخه مخكې زما دا څو لنډې پوښتنې هم په ذهن كې درسره واوسي:

۱ـ  مسعود ولې او د كومو اهدافو لپاره دپرديو جاسوسي شبكو غلامي ته سرټيټ كړى ؤ؟

۲ـ هغه اودهغه ډلگۍ ولې دخپل فكرمخالفين حتى كه تاجكان هم ووله منځه وړل او وړي ئې؟

۳ـ دافغان جهاد په دوران كې ولې مسعود په ښكاره پاكستان ته نه ته؟

۴ـ خلک وایي چې په ۲۰۰۱م كال کې مسعود ته خپلو نيږدې كسانوذهر وركړي ؤ.  كه دا ريښتيا وي نو د هغه په بم الوزونه تاسو ته شك نه در اچوي؟

۵ـ كه جمعيتيان اوپه خاص ډول د نظار شورا همدا اوس اوس له اى. ايس. اى. سره اړيكې ونه لري نو بيا ولې ددوى يوو واړه غړي ته لا څوك ضرر نه رسوي؟

په پاى كې د هېواد د دښمنوڅېرو دافشا او محاكمې په هيله

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<