www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

 

لیکونکی: عتیق پاڅون

د دیورند د تړون تراژیدی

د قضیی تاریخی پس منظر

 

  په نولسمه پیړۍ کی د انگریزانو له خوا په افغانستان باندی د تیرو استعماری تړونونو په ادامه، د دیورند د  تړون تحمیلیدل هم یوه استعماری پدیده وه چه له امله ئی زمونږهیواد له نیمائی نه زیاته خپله اصیله خاوره آو خلک  له لاسه ورکړل، له سمندر نه محروم آو په وچه پوری یو تړلی هیواد پاته شو، نو ښه به وی چه په لنډه توگه د استعمار په هکله په مجموع آو د هند په نیمه وچه آو افغانستان کی د انگریز د استعمار په هکله یو څه معلومات وړاندی شی.

استعمار :  د سیاسی توطئوآو خدعو آو نظامی زور آو فشار له طریقه د نورو د خاورو نیول، د هغوی اقتصادی لوټول آو د سیاسی آزادیو سلبولو ته استعمار ویل کیږی.

د نړۍ په تاریخ کی استعمار  په 1493م. کال کی په واتیکان کی د کا تولیکانو د پاپ له بیانیی نه چه د " ویش د فرمان" په نامه یادیږی پیل شو. ددی فرمان له مخی پاپ د اتلانتیک په سمندر کی د آزور له ټاپو گانو نه 600 کیلومتره د لویدیز لوری ته له شمال نه د جنوب په خوا یو فرضی خط رسم کړ چه ددی فرضی خط ټولی لویدیځی ځمکی ( په اتلانتیک کی ټول پراته ټاپو گان آو د امریکی نیمه وچه ) هسپانیا آو د خط د ختیځ لوری ټولی ځمکی ( هند، چین، جاپان آو ټوله افریقا)        پرتگال ته رسیدلی. چه له همدغه وخته آو د پاپ له همدی فرمان سره په نړۍ کی استعار هم پیل شو.

له دی وروسته پرتگالیانو آو هسپانویانو وکولی شو ډیری لویی سمندری لاری آو جغرافیائی سیمی کشف کړی.

کریستوف کولمبوس(1451-1506) یوایطالوی دریانورد چه د هسپانیی د دولت په خدمت کی وه له 1492 نه تر 1504 پوری د څلورو سمندری سفرونو په بهیر کی د امریکی د وچی ختیځ ته د اتلانتیک په سمندر کی د کیوبا،هایتی، بهاما، جمیکا، انتیل، پورتوریکو آو نور ټاپوگان آو بالآ خره خپله د امریکا لویه وچه کشف کړل.

په 1498م. کال کی پرتگالی واسکود گاما( 1469- 1524) د هند دنیمی وچی په جنوب لویدیز کی د مالابار په سواحلو کی د کالیکوټ بندر ته ورسید.

د استعمار اصلی عوامل هم په اروپا کی د صنایعو گړندی پرمختگ ، د پانگی گړندۍ وده ،د انحصاراتو تشکیلیدل آو د سترو کاپیتالیستانو هوسونه وه چه د خامو موادو ډیر ارزانه منابع،د صنعتی تولیداتو د خرڅلاو ښه آو مطمئن بازارونه آو د کار ډیره ارزانه نیرو تر لاسه کړی.

د امریکا نوی کشف شوی قاره آو د افریقا آو ایشیا ډیر بیر ته پاته آو فقیر هیوادونه له خپلو یو عالم داخلی پروبلمونو سره چه د ډیرو بیروکراتیکو آو په فساد کی غرقو واکمنانوآو واکمنو حلقاتو له خوا اداره کیدل، د پر مختللو، متمدنو، چالاکو آو پانگه لرونکو اروپائیانو د پاره ډیر مساعد استعماری اهداف تشکیلول.

پرتگال آو هسپانیه په استعمار کی له ټولو نه مخکی وه. پرتگال په ختیځ هند، جنوبی افریقا، برازیل آو جنوب ختیځه ایشیا آو هسپانیی د هند په لویدیزو ټاپوگانو، مرکزی آو جنوبی امریکا کی مستعمری تر لاسه کړی.

کله چه هالند پخپله د هسپانیی له تسلط نه خلاص شو نو هغه هم بیا د استعمار ډگر ته را مخکی شو آو له 1600م. کاله وروسته ئی د نورو د خاورو په نیولو پیل وکړ. اندونیزیا د هالند ډیره لویه آو زرخیزه مستعمره وه.

د انگلیس لوی استعماری قوت هم په 1588 م.کال کی د هسپانیی په یوه  بحریه باندی د دی هیواد دبحریی د بری په نتیجه کی را ډگر ته شو آو په تدریج سره ئی په ایشیا، شمالی امریکا آو افریقا کی د هالند آو فرانسی مستعمری تر لاسه کړی آو په 1770م. کال کی ئی استرالیاهم ونیوله.
 

دا خطر ناکه آو ظالم انگلیس یا انگریز مونږ ته څرنگه راورسید؟

د لمړی ځل لپاره په 1615 م. کال کی د انگلستان د پاچا لمړی جیمز سفیر، سر توماس رو، د هند د مغولی پاچا جهانگیر دربار ته را ورسید آو له هغه نه ئی د شرقی هند د تجارتی کمپنۍ د تأ سیس امتیاز تر لاسه کړچه د هند استعمار هم په حقیقت کی له همدغی نیټی نه پیل کیږی.

انگلیسانو د خپلی تجارتی کمپنۍ د امنیت آو ساتلو له پاره لمړی صرف یو بلوک عسکر را وستل چه په تدریج سره ئی خپل نظامی حضور زیاتاوه آو کمپنۍ ته ئی هم وسعت ور کاوه، د هند په کورنیو چارو کی ئی لاسوهنه پیل کړه آو انتلجنت سرویس( استخبارات ) ئی فعالانه په کار شول.

دهند مغولی دولت هم د اورنگزیب له مړینی (1707م.کال ) وروسته په داخلی هرج و مرج اخته شو آو د هند ملی قوتونو د یوه ملی دولت د جوړولو هلی ځلی کولی. اگر که د هندوستان بالفعل قوت ( مرهټان) چه د یوه ملی دولت د تشکیل توان ئی در لود د ایرانیانو( 1739 ) آو افغانانو( 1762)م. کلونو د بریدونوپه نتیجه کی ډیر سخت نا توانه شو ترڅو وکولی شی خپل ملی دولت جوړ آو د انگلیسانو د پرمختگ مخه و نیسی، افغانانو هم پخپله د هند مستقیمه اداره په لاس کی و نه نیوله چه دغه رسالت تر سره کړی.

له انگلیس وروسته فرانسه آو روسیه د لویواستعماری قوتونو په توگه را میدان ته شول. فرانسی لمړی په شمالی امریکا آو وروسته بیا په افریقا آو هندو چین کی مستعمرات تر لاسه کړل آو روسیی سایبیریا، منځنۍ ایشیا، قفقاز آو د کریمیا د ټاپووزمی شاوخوا سیمی و نیولی.

دی  ټولو اروپائی استعمار گرو ځوا کونو یو له بله سره ډیر ستر استعماری رقابتونه  در لودل آو یو له بله ئی بیره هم در لوده.

په دی توگه د نولسمی پیړۍ په پیل کی د نړۍ دوه ډیر ستر استعماری ځواکونه زمونږ د گران هیواد افغانستان دروازو ته را ورسیدل.

دی دواړ ونه غوښتل یو له بل سره مستقیم تماس ولری آو گاونډیان واوسی نو په پټه کی ئی یو له بله سره فیصله وکړه چه په شمال آو جنوب کی له اقتصادی آو استراتیژیکه نظره د افغان بهترینی ځمکی تر لاسه کړی آو د هندوکش د غرونو ډیره ستره سلسله د هغه د شمالی آو جنوبی دروپه شمول د خپل سرحد آو حایل      

 په حیث وساتی ، چه قاعدتأ باید یو ضعیفه آو وابسته دولت پکی حاکمیت ولری. دا هغه وخت دی چه افغانستان تازه د سیاسی بحران یوی اوږدی مرحلی ته ور داخلیږی، دا دغم قصه داسی وه:

په 1793م. کال کی د درانی تیمور شاه له وفات وروسته د ده دریم زوی شهزاده زمان پاچا شو چه د ده ناسکه ورونو دده پاچهی و نه منله آو د تاج آو تخت د تر لاسه کولو د پاره داخلی جنگونه شروع شول، وروسته بیا د درانیانو آو بارکزائیانو تر منځ  آو بالآخره بیا د بارکزائی ورونو تر منځ نښتو آو رقابتونو هیواد ډیر کمزوری آو خلک ډیر ستړی کړل، غلجائیانو هم چه دا گډوډی آو جنگونه ولیدل د پاچهۍ هوس سر ته ورغی.

په دی وخت کی انگلیس د خپلی ډیری زرخیزی مستعمری هندوستان آو د عرب سمندرگی آو فارس خلیج گرمو اوبو ته د وتلو له ډار نه د روس د پرمختگ د مخه نیولو د پاره په یوه سلسله سیاسی آو دیپلوماتیکو فعالیتونو لاس پوری کړ. دوی دافغانستان آو ایران دولتونو آو د پنجاب آو سند حاکمانو ته( د درانی امپراطورۍ دی دوو ایالتونو تر دی وخته پوری خپله نیمه خود مختاری تر لاسه کړی وه) خپل استازی ولیږل.

انگلیسی هیئت د مونت سچوارت الفنستن په مشرۍ د 1809 کال د جنورۍ په لسمه نیټه د افغان په ژ منۍ پلازمینه پیښاور کی د شاه شجاع حضور ته را ورسید آو له ده سره ئی یو دری فقره ئیز تړون لاسلیک کړچه د پیښاور د تړون په نامه یادیږی. له افغان دولت سره د انگلیس همدغه لمړنی رسمی تماس دی چه په حقیقت کی د افغان په کورنیو چارو کی د لاسوهنی آو د هند شمال لوری ته د پر مختگ د پاره لمړنی سند آو ډیر ښه دست آویز د انگلیس لاس ته ورغی.

د انگلیس د استعمار د تیری په بهیر کی هغه په افغانستان باندی دری اشغالگره جنگونه( 1839- 1842)، ( 1878- 1879)، آو 1919 آو اوه استعماری تړونونه تحمیل کړل چه له هغو ټولو نه دلاهور( 1838)، گندمک( 1879) آو دیورند ( 1893) کا ملأ استعماری، غیر مساوی آو تحمیلی تړونونه دی  چه له امله ئی د افغان د درانی امپراطورۍ د کشمیر،ملتان، سند آو بلوچستان ډیرلوی آو مهم ایالتونه آو افغانی اصیلی ځمکی لکه  دیره جات، اټک، کمبل، امب، پیښاور، هشنغر، کوهاټ، هنگو، بنون، وزیرستان، چترال، سوات، باجوړ، چمن، بنیر، کویټه، چمن، چهچهه آو داسی نور آو د خیبر، بولان آو کرمی ډیری مهمی استراتیژیکی دری آو کوتلونه د افغنستان له تنه جلا شول.

د انگلیس د توطئو په اثر په 1884-1885 کی روسیی د مروی، پنجدی، آق تیپی، چمن بید، چشمۀ سلیم آو نوری منطقی آوپه 1872 کی ایران د افغانی سیستان لویه آو آباده برخه ونیوله.

 

د دیورند تړون

د 1893 کال د اکتوبر د میاشتی په دوهمه نیټه انگلیسی هیئت د هند د باندنیو چارو د سکرتر سر مارتمیر دیورند په مشرۍ کابل ته را ورسید.

مخکی له دی، انگلیسانو په افغان مشر امیر عبدالرحمان خان باندی د روانی فشار آو تأثیر د اچولو د پاره ځنی تحریک آمیزه حرکات لکه د چترال نیول، په سوات، بنیر آو باجوړ کی د قوا تمرکز، دهغی وسلی آو مهماتو بندول چه امیر په اروپا کی پیرودلی وه آو نور عملی کړل تر څو امیر دانگلیسی هیئت له را تگ سره موافقه وکړه.

د دواړو خواوو مذاکرات د انگلیس له خوا نه د فشار آو تهدید آو د افغان امیر له خوا دخوف آوبد گمانۍ په فضا کی جریان پیدا کړ.

انگلیسانو دکتبی قرار داد له څنگه گرافیکی پلانونه آو نقشی هم له ځانه سره را وړی وی چه په اصطلاح د دیورند لیکه ور باندی نشانی شوی وه. په داسی حال کی چه نه امیر آو نه د ده د دربار اهل له توپو گرافی نقشو آو گرافیکه پلانونو سره کوم بلدیت در لود آو نه ئی د منطقی په هکله کوم جغرافیائی دقیق معلومات درلود.

د دیورند تړون دوی برخی لری چه لمړۍ برخه ئی د افغانستان د جنوب آو جنوب ختیځ سرحد آو دوهمه برخه ئی د شمال ختیځ سرحد( پامیر) په اړوند دی.

په هر صورت د طرفینو مذاکراتو نژدی یوه میاشت دوام وکړآو بالآخره امیر عبدالرحمان خان ډیره لویه تاریخی اشتباه وکړه آو یو ډیرغټ تاریخی مسؤلیت ئی په غاړه واخیست آو د انگلیس آو خپلی پاچهۍد لاسه ورکولو له ډاره ئی دا تړون لاسلیک کړ.

د امیر له وروستنیو اظهاراتو معلومیږی چه دی په خپل عمل ډیر پښیمانه آو دا تړون په ده باندی په زور آو جبر تحمیل شوی وه،انتونی هیمن په خپل کتاب افغانستان در زیر سلطۀشوروی کی  په دی هکله له امیر نه داسی نقل قول کوی:" اگر افغانستان راهی به اوقیانوس هند باز کند شکی نیست که بزودی ثروتمند وسعادتمند خواهد شد............اگر فرصت مساعدی در عمر من رخ بدهد که این آرزو را جامۀ عمل بپوشانم چه بهتر، اما اگر به این آرزونرسیم پسران وجانشینان من باید همیشه چشم خود را متوجه این گوشه بنمایند" .

د ده دپاره خو نا وخته وه مگر د ده جانشینانو هم ونه شو کولی لا تر اوسه پوری دا هیله ترسره کړی.

د دیورند سرحدی پوله انگریزانو په داسی شکل تنظیم کړی وه چه د هغه په ټولو اوږدو کی له اقتصادی نظره حاصل خیزه، آبادی آو همواره سیمی آو له استراتیژیکه نظره حاکمی منطقی، کوتلونه، معبرونه آو دری انگلیس ته رسیدی.

د انگلیس د دی بری په هکله یو انگلیسی( سر هنری لمسدن) په خپل رپوټ کی داسی لیکی: " اوس د خیبر، کرمی آو بولان دری واړه مهمی آو استراتیژیکه دری د پیښاور، کوهاټ آو سند له آوارو آو میدانی علاقو سره زمونږپه تصرف کی دی چه د حرب د فن د اصول له نظره له یوی خوا د هندوستان د ساتلو کلی گانی زمونږ په جیبونو کی دی آو له بلی خوا د هند دُخولی دروازی زمونږ په تصرف کی دی چه موږ کولی شو د هر سپین آو تور دښمن د پرمختگ مخه ونیسو" . له سپین دښمن نه د ده مطلب روسان آو له تور دښمن نه ئی هدف افغانان دی. یوه پیړۍ وروسته د افغان کورنی جنگ په بهیر کی ډگروال یوسف د پا کستان په ISI کی د افغانستان د برخی مسئول په خپل کتاب ، فاجعۀ قرن ما، قصۀ ناگفتۀ افغانستان کی هم ور ته اظهارات کړیدی.

همدا رنگه انگلیسی هیئت امیر مجبور کړ چه د روسیی د خاطر د رضایت د پاره د پنج د سین شمال ته پرتی افغانی سیمی لکه شغنان آو روشان هم تخلیه کړی.

تاریخی واقعیت داده چه د دیورند د جعلی پولی لرو آو برو افغانانو هیڅکله دا خط نه وه منلی آو نه ئی منی آو دوی نه غواړی د استعمار په چړی باندی ئی خپل بدن نیم شی. د پولی آخوا افغانانو له هماغه اول نه امیر ته خپل استازی آو لیکونه را ولیږل، تظاهرات ئی په لاره واچول آو د انگلیس په تهاڼو آو گارنیزیونونو باندی ئی مسلح بریدونه وکړل، خپله ئی ډیر تلفات ولیدل آو دښمن ته ئی ضایعات ور کړل مگر څرنگه چه له دی خوا دوی سره هیڅ مرسته و نه شوه دوی بریالی نه شول ځکه امیر د تړون په لاسلیک سره خپل لاس آو پښی تړلی وی.
 

په اشغالی مناطقو کی د انگلیس سیاست:

په 1849 کال کی د سیک د ریاست له سقوط نه وروسته هغه افغانی سیمی چه په 1833 کی د رنجیت سنگ، انگلیس آو شاه شجاع په دری اړخیزه تړون کی د افغانستان له تنه جلا آو په سکانو پوری تړل شوی وی هم دانگلیس تر قبضی لاندی راغلی چه تر 1901 کال پوری د پنجاب د صوبی په تشکیل کی وی آو په همدغه کال کی د پنجاب له صوبی نه جلا آو د شمال لویدیز سرحد دصوبی په نامه د یوی نوی صوبی په توگه و پیژندل شوی چه پنځه ایجنسی ئی در لودی آو هره ایجنسی د یوه پولیتیکل اجنت له خوا اداره کیده، دی وضعی تر 1955 کاله پوری دوام وکړ، په دی کال کی د لویدیز پاکستان څلور واړه صوبی( سند، بلوچستان، غربی پنجاب آو شمال لویدیز سرحد) د لودیز پاکستان ترنامه لاندی په یوه لویه صوبه کی مدغم شوی.

انگلیسانو پرته له سرکونو، ځنی نظامی مستحکمو کلا گانو، چوڼیو آو گارنزیونونو له جوړولونه هغه هم د خپلو قوتونو د استفادی آو د خپلی استعماری سلطی د ټینگولو آو د هند د ساتلو د پاره نور هیڅ کار هم د دی سیمی دمعارف، فرهنگ، اقتصاد آو علومو د ودی د پاره ونه کړ آو ډیر کوشش ئی وکړچه د دی سیمی ژ بی آو فرهنگ ته په داسی مسیر کی تغیر ور کړی چه د دوی د اصلی هستی افغانستان له فرهنگ آو ژ بی سره توپیر ولری آو په تدریج سره دا خلک خپله آرزومندی( له افغانستان سره بیر ته یو ځای کیدل ) هیر کړی.

وروسته بیا د انگلیس خلف د دپاکستان دولت هم د پښتنوآو بلوڅو په هکله هماغه د انگلس پالیسی ته دوام ورکړ، اوس پښتانه آو بلوڅ نه په خپلو مورنیو ژبو لیک کولی شی نه لوست، دوی حق نه لری حتی په لمړنیو ښوونځیو کی په پښتو یا بلوڅی ژبو زده کړه وکړی، له لمړی ټولگی نه زده کړه په ټول پښتونستان آو د بلوڅو په سیمه کی په اردو ژبه پیل کیږی، د دولت  آو خلکو رسمی ، علمی ، دراکړیورکړی، تجازت آو نظامی ژبه تنها آو تنها هماغه د پنجابیانو اردو ژبه ده آو څوک سر هم نه شی خوځولی.
 

د پاکستان د د ولت تشکیل

د استعمار یوه ستره توطئه

څرنگه چه د هند آو افغان د غصب شوو سیمو د اوسیدونکو د دوامداره مبارزو آو فشارپه نتیجه کی انگلیس مجبور شو دا ټاټوبی پریږدی ، بیا ئی نو د خپل دایمی استعماری خاصیت په سیوری کی په یوه بله لویه آو تازیخی توطئه لاس پوری کړچه هغه د هند آو افغان پرځمکو باندی هغه هم د هند دنیمی وچی په ختیځ آو لویدیز کی د یو نوی دولت یعنی پاکستان جوړول وه.
 

د پاکستان د جوړولو اصلی آو ظاهری عوامل:

1- انگلیس ظاهرأ د خپلو شومو اهدافو د پټولو د پاره له هندوانو نه د مسلمانانو د جلا کولو مفکوره مخکی کړه مگر حقیقت داسی نه وه، هغه خپلو استراتیژیکو، اقتصادی آوسیاسی اوږد مهاله اهدافو ته د رسیدو د پاره  دا نوی دولت جوړکړ ، هندوانو آو مسلمانانو یو له بل سره هیڅ پروبلم هم نه درلود آو په سلونو کلونه ئی یو د بل له څنگه په دوستۍآو اخوت کی ژوند سره کړی وه آوکه کوم پروبلم د دوی دواړو په منځکی موجود وه هم انگلیس خلق کړی وه آو همده لمن ور ته وهله. هیڅ کله استعمارگر دومره زړه خوگی هم نه لری چه دی دی د مستعمره خلکو غم و خوری، نو که دی دومره غمخور آو د ترحم خاوند وی نو ولی ئی  د دی مستعمره شوو خلکو وینی چښلی آو پوستکی ئی تری نه ایستل  خو وا قعیت دغسی نه ده. دهند له بیلیدو وروسته هم سل ملیونه مسلمانان په هندوستان کی پاته شول.

2- قاعدتأ استعماری ځواکونه چه مجبور شی له کوم هیواد نه ووځی بیا نو هرو مرو هلته یو عالم ځمکنی، سیاسی، مذهبی آو قومی پروبلمونه پریږدی تر څو له یوی خوا د پخوانۍ مستعمری خلک تل یو له بله سره په جنگونو اخته وی آو د پر مختگ امکان پیدا نه کړی، نو په جنگ کی ښکیل هیوادونه یا قوتونه مجبوردی د غټو پیسو په بدل کی له پخوانی بادار نه اقتصادی آو نظامی مرسته تر لاسه کړی آو د دی بادار د پاره به تل هلته د سیاسی لاسوهنی  د پاره امکانات میسر وی.

د هند له مستعمری نه د وتلو په مهال هم انگلیس د بنگال، کشمیرآو پښتونستان پروبلمونه د هند- پاکستان آو افغانستان پاکستان ترمنځ د دایمی دښمنیو آو جنگونو د پاره پریښودل، په همدی اړوند دهند آو پاکستان تر منځ په 1947، 1965 آو 1971کلونو کی دری خونړی جنگونه وشول آو اوس هم په کشمیر کی اخ وډب روان دی.

3 انگلیس آود هغه  د سیاست ادامه ور کوونکی دامریکی متحده ایالات د هغه وخت له شوروی اتحاد نه ډیره بیره در لوده  تر څو هغه د عرب سمندرگی آو فارس خلیج گرمو اوبو ته لار خلاصه نه کړی آو د دی سیمی د تیلو په غنی سیمو باندی حاکمیت پیدا نه کړی، دی هدف ته د رسیدو د پاره باید شوروی قوتونو لمړی په افغانستان کی حلول کړی وای آو که افغانستان بحر ته لار در لودی بیا نو روسان ډیر آسانه په خپل هدف رسیدل، نو د دی د پاره دوی افغانستان له بحر نه محروم آو د هغه آو سمندر تر منځ ئی د اسلام د دین په نامه یو نوی هیواد جوړ کړچه اسلام قاعدتأ له کمونیزم سره تضاد لری.

د انگلیس د دی استراتیژی له مخی  که شوروی قوتونه په افغانستان را پریوزی باید په دی نوی د اسلام په نامه جوړ شوی هیواد کی له هغو افغانانو نه چه د روس له ډاره آو یا ددوی دتحریکاتو آو پروپاگند په اثر به دی هیواد ته فرار آو مهاجرت وکړی د مقاومت ځواکونه تشکیل، تعلیم آوتربیه،  تسلیح آو تمویل آو د روس د ماتولو د پاره بیر ته افغانستان ته ولیږل شی تر هغو شوروی قوتونه له افغانستانه بیر ته په شا وتمبول شی آو سمندر ته د وتلو هیڅ مجال پیدا نه کړی، چه همدا مأمول د تیری پیړۍپه اواخرو کی تر سره شو آو پاکستان خپله وظیفه اجرا کړه.
 

د پاکستان نوم:

د پاکستان نوم د پاک له کلمی آو ستان له پسوند څخه جوړ شویدی چه مفهوم ئی د پاکو خلکو وطن دی یعنی غیر له دوی نه نور خلک آو یا لا اقل هندوان ناپاک دی. بل چا ته د ناپاک نسبت کول پخپله د اسلام دین له اساساتو آو د هغه د پیغمبر حضرت رسول(ص) له ارشاداتو سره ضدیت لری، مسلمانان هیڅکله د نورو ادیانو پیروانو ته د ناپاک نسبت نه کوی آو که کوم مسلمان داسی یو کار وکوی بیا نو هغه واقعی آو رښتینی مسلم نه گڼل کیږی.
 

آیا پاکستان یو تاریخی واقعیت دی آو آیا د هغه موجودیت ته نور ضرورت شته؟

پاکستان هیڅکله یو تاریخی واقعیت نه وه آو نه ده،هغه د انگلیس د استعمار په اوږد مهاله استراتیژی کی د هغه داهدافو د تر سره کیدو دپاره جوړشو.

هیڅکله تنها دین آو مذ هب د دولتونو د تشکیل عامل آو دلیل نه شی کیدلای، نو که داسی وای عیسویان به په یوه هیواد، مسلمنان په بل آو بودائیان به په بل هیواد کی سره را ټول شوی وه. د دولتونو د تشکیل آو موجودیت له پاره تاریخی، قومی، فرهنگی، ژ بنی ، جیوپولیتیکی آو نورا ساسات په کار دی چه دین هم یو له هغوی نه کیدلای شی.

بل له ټولو نه مهم آو تاریخی واقعیت دا ده چه دا دولت د افغان آو هند په غصب شوو ځمکو کی جوړ شو، پرته له دی چه دا غصب شوی ځمکی د غاصب له وتلو وروسته بیر ته د هغوی اصلی خا وندانو افغانانو آو د هند خلکو ته ور وسپارل شی آو یا لا اقلأ په یوه ریفرندم کی د دی غصب شوو خاورو له افغانانو نه پوښتنه وشی چه دوی بیر ته له خپل اصلی ټاټوبی افغانستان سره یو ځای کیدل غواړی که نه.

د انگلیس له خوا په  1947کال کی یو ریفرندم په لاره واچول شو چه د پښتونستان له خلکو ئی پوښتنه وکړه له هند سره یو ځای کیدل غواړی آو که له نوی جوړیدونکی پاکستان سره، انگلیس له پخوا نه په دی ښه پوهیده چه دی مسلمانو خلکو په یوه اسلامی دولت کی ژوند ته ترجیح ور کوله. له دی خلکو نه پوښتنه ونه شوه چه بیر ته له خپل پلارنی هیواد افغانستان سره یو ځای کیدل غواړی آو که له یوه نوی  جوړیدونکی هیواد سره، بیا هم انگلیس په دی ښه پوهیده چه دوی د یوه نوی جوړیدونکی هیواد په پرتله له خپل پلارنی هیواد آو خپلو ورونو افغانانو سره ژوند غواړی مگرهغه قصدأ دا کار نه کاوه ځکه ده خپل هماغه استعماری اهداف در لودل چه مخکی اشاره ورته وشوه.

 له افغانانوسره د استعمار همدغه یوه ډیره لویه توطئه آو ستر ظلم آو جفا وه چه وئی کړه.

په افغانستان کی هم په دی وخت کی یوه ډیر محافظه کارآو بی احساسه شخص( ظاهر شاه ) پاچاهی کوله آو د دی پر ځای چه د افغان ځمکو د بیر ته تر لاسه کولو د پاره په یوه سلسله سیاسی، دیپلوماتیکو آو حتی نظامی فعالیتونو لاس پوری کړی دډیر یوه بیطرفه سیل بین په توگه ئی حوادثو ته انتظارایسته، په دغه لحظه کی  د افغانستان د دولت  د ډیرو لږو سیاسی فعالیتونوآو یا یوه واړه نظامی  حرکت په ذریعه د دغی موضوع د حل امکانات موجود وه.   

 د پاکستان موجویت ته نور هیڅ ضرورت نشته ځکه څرنگه چه ذکر ئی وشو  د هغی تاریخی وظیفی د سر ته رسولو د پاره چه هغه هست شوی وه(د هند د سمندر آو عرب سمندرگی په لور د شوروی اتحاد دپر مختگ آو وتلو مخه  نیول  ) آو د شوروی اتحاد وروستی تجزیه کیدل آو د سوسیالیزم نا -بودی چه هغه وظائف اجراآو تر سره شول. اوس شوروی اتحاد وجود نه لری، روسیه د افغانستان گاونډی نه دی چه د هند سمندر، عرب سمندرگی آو یا فارس خلیج ته ئی دوتلو خطر موجود وی، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان آو ترکمنستان د افغانستان گاونډیان دی چه هغوی هیڅکله دغه آرزو آو هدف نه لری آو نه ئی لرلی شی.

نو په دی اساس دهند آو افغان خاوری باید بیر ته د هغوی اصیلو خاوندانو ته ورکړی شی آو د پاکستان چه نه تنها د منطقی خلکو آو هیوادونو بلکه ټولو جهانیانو ته یو ډیر لوی خطرآو چلنج آو د تروریزم آو اتمی سلاح د صدور آو خپریدو یو لوی مرکز ده  موجودیت ته ئی خاتمه ورکړه شی . په دی پروسه کی ښائی هغوی چه هغه ئی جوړکړی اوس په یوه سالم وجدان د هغه په ړنگولو کی هم برخه واخلی.  

 

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<