www.payamewatan.com
     
 

لیکوال- عتیق پاڅون

 

آریانا، خراسان، افغانستان

افغان، افغانستانی

   څرنگه چه ددی پورته مفاهیمو په ارتباط په دی اواخرو کی ځنی تحریک آمیزه زمزمی غوږونو ته رسیږی آومخصوصأ د  انترنت په ځنو سا یتونو کی تیر ایستونکی لیکنی کیږی، ما وغوښتل دتاریخی معتبرو اسنادو او شواهدو په استناد هغوی توضیح او تشریح کړم تر څو له یوی خوا دورانکارو تحریکات او تبلیغات خنثی شی آو له بلی خوا زمونږ گران وطنوال دهغوی په ارتباط رښتینی معلومات تر لاسه کړۑ.

۱ اریانا:

   د هغی لویی جغرافیاۓ منطقی پخوانی نوم چه اوسنی افغانستان پکی پروت دی په تاریخی آثارو کی د آریانا په نامه ثبت شوی دی آو د٥٠او٧٠ درجو شرقی طول البلد آو ٢٥ آو ٣٥ درجو شمالی عرض البلد په منځ کی موقعیت لری.

   د اریانا حدود په لویدیز کی د ایران له مرکزی فلات نه هغی کرښی چه د پارت ایا لت ئی د میدیا له ایالته آوکارمانیا ئی د پارس له ایالته جلا کول، په ختیځ کی دسنکیا نگ آو کشمیر تر ایا لتونو پوری، په جنوب کی د هند تر نیمی وچی آو عرب تر سمندرگی پوری، په شما ل کی د اکسوس  (جیحون یا آمودریا) دسین شمال ته د منځنۍ ایشیا د جلگو په شمول د آرال تر سمندرگی پوری وه.

   د لمړي ځل د پاره دا نوم د یونانی آراتسفن په کتاب کی له میلاد نه مخکی په دریمه پیړۍ کی داریانا په شکل راغلی آو دالا ندی ایالتونه ئی احتوا کول:

   باختر(بلخ آو تخار)، آریا(هرات)،خوارزمیر(خوارزم)، مرگیانا(مرو)، پارتیا( طوس آو نیشاپور)، کارمانیا(کرمان)، پرسیس(پارس)، سکاستین یا درنگیانا(سیستان)، اراکوزیا(هلمند آو کندهار)، گیدروسیا(بلوچستان)، پاکتیا(پکتیا، خوست آو کرمه تر ابا سینه پوری)، گندهارا( کابل آو پیښاور) آو پاروپامیزس(غورآو هزاره جات).

   د اریانا کلمه دآریائیانو دټاټوبی له پاره استعمال شوی ده. آریائیان سپین پوستی خلک وه چه د لوی مهاجرت (٢٠٠٠-  ٢٥٠٠) ق.م  په شا آو خوا کی ئی د چین د شما ل له د ښتو آو منگولیا څخه د لویدیز آو جنوب لویدیز په لورمهاجرت وکړ، لمړی د اکسوس په شمال کی په هغه ځای کی چه دآریاویجه په نامه یادیده، ځای په ځای شول. ددوی شمیرد وخت په تیریدو سره زیات آو دآ مو سین و جنوب ته را تیر شول چه له هغه ځایه یوی برخی د جنوب آو جنوب ختیځ خوا ته د هند په لوری آو بلی برخی د لویدیځ په لوری پارس آو وړاندی د اروپا و قاری ته مهاجرت وکړ.

   دآمو د سین په جنوب کی د هندوکش په شمالی آو جنوبی درو کی له میشته کیدو وروسته د آریا- ئیانو لوی مدنیت آو دولتونه جوړ شول. هغه لمړنی آریائی دولتونه چه په تاریخ کی د هغوی په هکله یو څه ناڅه معلومات شته د پیشدادیانو، کیا نیانو آو اسپه دولتونه د یادیدو وړ دی چه د موجودیت وخت ئی د ۲٠٠٠- ٦٠٠ ق.م تر منځ اټکل شوی دی.

   د اریانا اکثره سیمه وروسته د ایران هخامنشی دولت ( ۵۴۵ ۳۳۳ق.م) ونیوله چه دی وضعی د مقدونی اسکندر تر یرغل( ٣٣٣ق.م) پوری دوام وکړ.

   مقدونی اسکندر د پارسانو حاکمیت ته په ټوله آریانا آو له هغی جملی زمونږ په خاوره کی خاتمه ورکړه آو خپله پری مسلط شو تر هغو چه په ٢٥٠ ق.م کی د باختر آو سغدیانی د ایالتونو یونانی حاکم دیودوت خپله خپلواکی اعلان آو زمونږ په خاوره کی ئی د یونان آو باختری خپلواک دولت جوړ کړ( ٢٥٠-۱۳۵ ق.م).

   دوهمه لویه امپراطوری د ساکا- پهلوا امپراطوری وه( ۹۷ق.م- ۷۵م.) چه پلازمینه ئی لمړی د کندهار دښار په شا آو خوا کی وه.

   د اریانا دریمه لویه امپراطوری د کوشان امپراطوری وه چه په دریوو دورو ویشل کیږی: لوی کوشانیان( ۴٠-٢٢٥ م.)، واړه کوشانیان یا کیداریان( ۳٥٠-۴٠٠ م.) آو کابلشاهان یا رتبیل شاهان (٦٠٠-٨۷٠ م.).

   د یفتلیانو دولت د سپینو هونانو په واسطه په ٤٢٥ م. کی د هندوکش په شمال کی جوړ آو په دوامداره توگه د ایران له ساسانیانو( ٢٢۴-٦٤٢م.) آو دهند دگوپتا له دولت( ۳٢٠-٥۳٥م.) سره چه دواړو زمونږ په خاوره تیری کاوه په جنگونو آو شخړو بوخت وه. تر هغو چه په ٥٦٦م. کال کی ئی د ترک آو ساسان د قواوو د گډ یرغل په نتیجه کی سقوط وکړ.

   د کیداریانو پاتی کسان چه له یفتلیانو نه تښتیدلی وه د هغوی له سقوط نه وروسته بیا راغلل آو د کابلشاهانو دولت ئی جوړ کړچه د اعرابو دبریدونو په وړاندی ئی ډیر سخت مقاومت وکړتر هغو په ٨۷٠م. کال د صفاریانو له خوا مات آو ختم شول.

٢- خراسان:

   د خراسان کلمه په زړه پارسی کی دختیځ یا ختیځو ملکونو په معنی استعمال شوی ده آو د اسلامی دوری آو له هغه نه مخکی مورخینو آو لیکوالو په آ ثارو کی د پارس و ختیځی ځمکی ته و یل شوی چه په اغلب گمان لمړنی استعمال ئی د ایران د ساسانیانو  د وخته شوی دی.

   لمړنی عربی اثر چه د خراسان کلمه پکښی راغلی ده د بلاذری د فتوح البلدان تاریخ ده چه په ٢۵۵هجری( ٨۷م.) کی تأ لیف شوی دی.

   د خراسان نوم لمړی د افغانستان د شمال لویدیز یوی محدود ی ساحی ته آو وروسته بیا ټول افغانستان ته ویل شوی دی.

   مًورخینو په خپلو آثارو کی د خراسان د پاره دوه رنگه حدود کښلی ده خاص خراسان آو عام خراسان. اکثره مًرخینو آو دهغو په ډله کی بلاذری خاص خراسان په لاندی ایالتونوویشلی دی:

نیشاپور( نننی خراسان)، هرات، مرو، خوازم، تخارستان، بلخ، ماوراًلنهر آو فرغانه.

د عام خراسا ن احتمالی څلور خواوی د اکثره مًورخینو په آثارو کی داسی راغلی دی:

په شمال کی اکسوس( آمودریا)، په لویدیز کی گرگان آو حلوان یا د لوت دښته آوکرمان،په ختیځ کی کی د جیلم یا نیلاب سین آو په جنوب کی د عرب سمندرگی.

   دتاریخ په هغه دوره کی چه دا جغرافیائی سیمه چه اوسنی افغانستان پکی پروت دی د خراسان په نامه یادیده، دا لاندی دولتونه آو امپراطوری تیری شوی دی:

۱- د خراسانی آبو مسلم دولت۷٤٦-۷۵٤ پلازمینه ئی د مروی ښا ر

٢- د طاهریانو دولت۱٨٢-٨۷٢ پلازمینه ئی لمړی هرات،وروسته نیشاپور

۳ - د صفاریانو امپراطوری ٨٦٠-۹۱٠ پلازمینه ئی زرنج

٤- د سامانیانو امپراطوری ٨۹٢-٩٩٩ پلازمینه ئی لمړی بلخ بیا بخارا

۵- دغزنویانو امپراطوری ۹٦٢- ۹۹۹ پلازمینه ئی غزنی

٦- د غوریانو امپراطوری ۱۱٤٨- ۱٢۱٤ پلازمینه ئی غور

۷- دکرت د ملوکو سلطنت ۱٢٤۵-۱۳۱٨ پلازمینه ئی هرات

٨- د هرات د تیموریانو امپراطوری ۱٤٠٤-۱۵٠۷ پلازمینه ئی هرات

   کله چه اعرابو په اوومه میلادی پیړۍ کی لمړی ایران ونیو آو بیا ئی افغاستان ته مخه کړه ، د غربی خلافت په جیوپولیتیکی ویش کی خراسان هغی سیمی ته ویل کیده چه د ایران اوسنی د خراسان ایالت ( استان خراسان ) پکی پروت دی آو وروسته بیا دا مفهوم وسیع آو دختیځ لوری ته پراخ شو.

   لویه شخړه آو غلط فهمی دا خبره پیښوی چه له اتمی میلادی پیړۍ را وروسته کوم له اعرابو نه خپلواک دولتونه چه په دی سیمه( خراسان) کی جوړ شوی وه ، هغه ټول خالصه افغانی دولتونه وه چه موًسسین ئی هم افغانان وه. د خراسانی دولتونو لویدیځه ځمکه چه دننی ایران زیاته برخه احتوا کوی په عربی خلافت پوری تړلی وه، مگر ایرانیان اوس دغه ټول افغانی( خراسانی) دولتونه آو امپراطورۍ خپلی بولی آو نړۍ والو ته ئی هم همدغسی ور معرفی کوی. مخصوصاّ لویدیزتاریخ- پوهان د افغانستان د پخوانی تاریخ په هکله چه د آریانا آو خراسان په دورو پوری اړه لری یا هیڅ معلومات نه لری آو یا ئی معلومات غلط آوناقص دی. په دی نسبت له اتلسمی پیړۍ نه مخکی د

 افغا نستا ن تاریخ معمولاُ یا هند یا ایران ته نسبت ور کول کیږی.

د بیلگی په توگه:

۱ انتونی هیمن د( افغانستان در زیر سلطهً شوروی) په کتاب کی لیکی:

"در قسمت اعظم تاریخ خود افغانستان جزئی از منطقهً نفوذ سیاسی و فرهنگی ایران بوده است وحتی هنوز هم ملیون ایران آنرا یک قسمت اصلی از ایران بزرگ دانسته جزئی از خراسان قلمداد می کنند" .آو یادا چه لیکی:

"در زمانهای مختلف تاریخ این ناحیه که بنام افغانستان شناخته شده است جزئی از یک امپراطوری بزرگتر بوده که مرکز آن در ایران یا هندوستان یا آسیای میانه قرار داشت".

٢- جواهر لعل نهرو په خپل کتاب ( نگاهی به تاریخ جهان) کی لیکی:

" آنچه امروز افغانستان نام دارد در آن روزگار قدیم وتا مدتها بعد قسمتی ازهند بشمار میرفت" آو یا دا چه لیکی:

" در تاریخ ایران به آن افتخار می کردند که سلطان محمود غزنوی بت سومنات و یا بت های دیگر را می شکست".

دا پورتنۍ بیلگی نه یواځی غلطی بلکه غټ دروغ آو د تاریخ جعل بلل کیږی.
 

٣-افغانستان:

   غلام محمد غبار لیکی: د افغانستان کلمه د لمړی ځل د پاره په دیارلسمه پیړۍ کی د هیواد ځنو ختیځوولایاتو ته ویل کیده چه په څوارلسمه پیړۍ کی د سلیمان د غره د شاو خوا سیمی آو د هیواد شرقی علاقی په دی نامه یادیدلی ،په شپاړسمه  پیړۍ  کی د کابل د ایا لت جنوبی سیمی د افغانستان په نامه یادیدی آو په اتلسمه پیړۍ کی له ابا سینه  تر کابله آو له کشمیر آو نورستانه تر قندهاره آو ملتانه پوری د افغانانو ټاټوبی وه.

په اغلب گمان دا کلمه د لمړی ځل له پاره په ۱٢٤٠ م. کال کی د هروی سیفی په تاریخ کی په لاندی ډول ذکرشوی ده:

اولجایتو خطهً هرات را تا اقصا ی افغانستان و رود آمو به ملک غیاث الدین کرت مفوض کرد.

(اولجایتو د ایران د ایلخا نیانو پاچا آو ملک غیاث ا لدین د افغانستان د کرت ملوکو د سلسلی پاچا وه چه کرتان په لمړی سر کی د ایلخانیانو باجگذا ره وه چه بیا همدغه ملک غیاث الدین خپله بشپړه خپلواکی اعلان کړه).

   کله چه د اتلسمی پیړۍپه لمړۍ نیمایی کی افغانانو و کولی شو وروسته له دوو سوو کلونو تجزیی آو درپه درۍ په خپله خاوره کی خپل ملی حاکمیت بیر ته احیا کړی نو دا نوم بیا ډیر عام شو.په هغه لیک چه د افغانستان ستر مشرلوی احمد شاه بابا ئی د عثمانی ترکیی امپراطور دریم مصطفی ته لیږی، هغه داسی عنوانوی" از طرف ایل جلیل افغان".

   په هر صورت د افغان دی خپلواک دولت د نړۍ په دیپلوماتیکو آو تاریخی اسنادو کی د افغانستان په نامه شهرت پیدا کړ. له پورتنیو بیاناتو دا لاندی نتائج اخلو:

١- له دی واقعیت نه چه زمونږهیواد آو یا زمونږدولتونه له افغانستانه مخکی د خراسان آو یا اریانا په نامه یادیده په نړیواله سطحه ډیر لږ خلک خبر دی آو حتی تاریخپوهان پکی شک لری.

د اریانا کلمه پارسانوپه ډیر لږ تغیر سره ( ایران) خپلی خاوری ته د نامه په توگه غوره آو خراسان ئی هم د خپل یو ایا لت نوم ڪښیښود.

۲- د نړۍپه تاریخی آثارو کی د اریانا ددوری دولتونه خو په هیڅ صورت سره نه ، هن لا د خراسان ددوری دولتونه ډیر لږآو هغه هم صرف په منطقوی سطحه د افغا نستان ددی دوری و تاریخ ته نسبت ور کړی شوی دی.

دا افغان دولتونه معمولاً د همغو سلطنتی کورنیو آو سلسلو په نامه یاد شوی چه حاکمیت ئی در لود آو اکثراً یا د هند آو یا ایران د تاریخ په مبحثونو کی راغلی آو راځی.

د بیلگی په توگه د نړۍ په تاریخی آثارو کی به د افغا نستان مبحث هیڅ پیدا نه شی آو مخصوصاً دا واقعیت چه دا ټا ټو بی دی د اریانا آو یا خراسان په نومونو یاد شوی وی آود هغودورو دولتونه دی پکی تیر شوی وی ، بر عکس مثلاً د چین، مصر، هند آو ایران د تاریخ په مبحثونو کی د هغوی ټول له میلاد نه مخکی آووروسته دولتونه په واضح آو مفصل شکل راغلی دی.

٣- څرنگه چه دتاریخ په اوږدو کی څوځله د نړۍ د لویو یرغلگرو آو یا د گاونډیو هیوادونو دیرغل په نتیجه کی د افغانستان مرکزی دولتونه کاملاً له منځه تللی آو هیواد خپل خپلواکه هویت له لاسه ورکړی دی، په تیره بیا د ١٥٠٧آو ١٧٠٩ م. کلونو تر منځ، نو هغه لیکوال آو تاریخپوهان چه د تاریخ د ژوری مطالعی زیار ئی په ځان نه دی اخستی آو دایرانی آو هندی آثارو په بنیاد چه ډیر ئی د اغراضو پر بنسټ د تاریخ د مسخی په کار بوخت دی، فکرکوی چه افغانستان یو نوی هیواد آ و دولتی تشکل دی چه په اتلسمه پیړۍ کی را پیدا شوی دی آو له اریانا آو خراسان سره هیڅ کومه رابطه نه لری.

   نو که اوس مونږ خپل هیواد د اریانا، خراسان آویا په کوم بل نامه یاد کړو فکر کوم زمونږ هیڅ درد به را دوا نه کړی، دلته دوه واقعیتونه ډیر د پاملرنی وړ دی: لمړی دا چه د افغانستان اوسنی حدود د اریانا آو خراسان په پرتله ډیر ووړدی آو د هغه وخت ډیری زیاتی علا قی لکه اوسنی پښتونستان، مروه ، پنجده ، خراسان، سیستان آو نور پکښی نه شته آو تش دنامه په بدلولو هغه لوی تاریخی ټاټوبی نه شی احیا کیدلی آو که ئی څوک داحیا دعوا لری دا گز آو دا میدان آو که غواړی دا کار په گاونډیو هیوادو کی زمونږ د گران هیواد د ادغام له لاری تر سره کړی( این خواب است و خیال است و محال است و مجال است و جنون) نو ارمانجن به له ارمانونو سره گور ته لاړشی.

   په دی وروستیو څو کلونو کی یوه نوی موضوع پیدا شوی ده آوهغه  دا ده چه ځنی ډیر ناراحته دی آو ځان ته کثر شان بولی چه پخپله افغان آو هیواد ئی افغانستان و بلل شی . دوی فکر کوی چه د افغانستان کلمه صرف د یوه قوم له نامه نه اخستل شوی ده، ددوی دا تفکر که مغالطه نه وی خو په غلطی فرضیی ولاړدی، ځکه چه هغه قوم په تاریخ کی آو ډیر له پخوا نه خپل نوم لری آو هغوی (پښتانه) دی. دتاریخی شواهدو په اعتبار د ( پښتون) دکلمی سابقه د ( افغان) د کلمی په پرتله  بیخی زیاته ده، پښتانه هم لکه د نورو په شان د ټا ټوبی په اعتبار افغان بلل کیږی، ځکه د افغانستان ټول اوسیدونکی بیله توپیر آو امتیاز نه افغانان دی.

افغان افغانستانی :

   د افغان دکلمی د مأ خذ په هکله ډیری فر ضیی آو روایتونه موجود دی چه دا موضوع مونږ اوس په بحث نه نیسو. له ټولو زیات دوه روایته حقیقت ته نږدی بریښی: لمړی د آ بو ریحا ن البیرونی په قول د افغان کلمه د اسواکا له کلمی څخه چه د مهابهاراتا په کتاب کی چه د ١۲٠٠ ق.م په شا آو خوا کی لیکل شوی دی، ذکر شوی آو د اسپ سوارانو ( سپرو) معنی لری.

   مًورخ احمد علی کهزاد په خپل کتاب ( افغانستان در شاهنامه) کی لیکی چه دافغان کلمه په سانسکرت کی د یوی مرکبی کلمی یعنی اسواغانه په شکل استعمال شوی ده چه اسوه د آس آو غانه د مکان معنی لری یعنی د سپرو وطن، چه وروسته بیا دا کلمه هم د خلکو آو هم د ټاټوبی د پاره کاریدلی ده. له هغه وروسته د افغان کلمه د ابگا ن آو اوغا ن په شکل د نقش رستم په معبد کی چه د پرسیپولیس په ښار ( دایران د پارت د سلسلی پلازمینه) کی پروت دی لید ل شوی دی.

دوهم روایت: - د افغان کلمه د ارمنی ژ بی د اغوان یا اوغا ن معرب لفظ دی چه د غرونو د اوسیدونکو معنی لری آو اصل آو ریشه ئی هماغه دآرین کلمه ده چه لمړی اروان شوی وروسته اغوان، اوغان آو د عربو په واسطه په افغان اوښتی ده.

آرین( اریان) اروان اغوان اوغان- افغان

   د افغان کلمه د ژبو د گرامر آو جوړښت له نظره ، د کلام د اجزاوو په سیستم کی اسم ده چه د ملتونو دتشخیص له پاره په همدی ډول اسم استعمالیږی نه د کلام نور اجزا لکه صفت، قید، ضمیر آو داسی نور.

   دافغانستنی کلمه د افغانستان دولت آو جغرافیائی منطقی ته د هغه د انسانانو، حیواناتو، پیداورو، صنعتی تولیداتوآو نورو ته د نسبت ورکولو له پاره استعمالیږی، لکه افغانستانۍ غالۍ، افغانستانی قره قل آو داسی نور چه معمولاً ددی کلمی لنډ شکل( افغانی) استعمالیږی.

   د خپل گرامری جوړښت له نظره دا کلمه صفت ده نه اسم آو صفت هیڅکله د یوه قوم یا ملت د تشخیص د پاره نه کاریږی.

   د افغانستان د ۲٠٠٤ کال په لویه جرگه کی یو شمیر ورانکاروهڅه وکړه چه د جرگی په نورو شاملینو ومنی چه د ا فغانستان اوسیدونکی دی په نړیواله سطحه افغانستانی وبلل شی نه افغان، آو ددوی غلط استدلال ته ما مخکی هم اشاره وکړه چه د دوی له نظره افغان ددی هیواد د یوه قوم  نوم دی.

   دا دوستان دلیل راوړی چه ولی امریکا ئیان ځانته امریکایی آو ایرانیان ځانته ایرانی وایی. لمړی  خو دا چه امریکایی آو ایرانی کلمات دلته هم داسم آو هم صفت په توگه استعمال شویدی آو که احتمالاً د ایران نوم آرینستان وای آو بیا له یوه ایرانی نه پوښتنه شوی وای چه ته څوک ئی ؟ نو هغه به هرومرو داسی ځواب ور کړی وای چه زه آرین یم آو نه آرینستانی .

   هغه دولتونه چه نومونه ئی د ( ستان ) پسوند لری لکه افغانستان، تاجکستان، عربستان، پاکستان آوداسی نور، ددی مبحث په اړوند په دریوو کته گوریو ویشل کیږی:

١- هغه هیوادونه چه ددولت نوم ئی د یوه مشخص قوم له نامه اخستل شوی لکه تاجکستان، ترکمنستان، .....

٢-  هغه هیوادونه  چه ددولت نوم ئی د قومونو په نامه هیڅ اړه نه لری لکه پاکستان .

٣ - هغه هیوادونه چه ددولت نوم ئی دیوی داسی کلمی څخه اخستل شوی وی چه د هیواد په ټولو اوسیدونکو باندی اطلاق شی لکه افغانستان .

   نو په لمړی آو دوهمو مثالونو کی د تاجکستانی، ترکمنستانی آو پاکستانی کلمات چه اصلاً صفات دی، د اسم په توگه د ملت د تشخیص د پاره هم را غلی دی ( را تلی شی )، ځکه تاجک د یوه مشخص قوم نوم دی، آو د پاکستانی په مثال کی چه د پاک دکلمی نه اخستل شوی دی چه د هیڅ قوم نوم نه دی، نو دا کلمه چه اصلاً صفت ده ، کیدای شی د اسم په توگه د یوه متحد ملت د پاره هم استعمال شی، ځکه بله هیڅ لاره هم نه شته.

   په دریم مثال کی چه د افغان کلمه د دی هیواد و ټولو اوسیدونکو ته اطلاقیږی آو د خپل گرامری جوړښت له نظره اسم ده نو بیا د ملت د تشخیص له پاره استعمالیږی.

________________________________

د اریانا موقعیت، حدود او ایالتونه د دوهمی میلادی پیړۍ په یوه نقشه کې:

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<