www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

 

اجمل نور


 

جهادي ټګان،  ولس ته لوی  جنایتکاران  !

 

   د افغانستان په ملی شورا کې د بشريت پرضد د جنايتکارانو استازی  چې  بې له شکه په خپله لوی جنایتکاران دي، وخپل ځان ته  د خپلو جنایتونو، ددې وطن د بچیانو د وژلو او ددې وطن د هستۍ د لوټولو او بربادولو  مسؤله سرغنه دي . دغو  جهادي ټګانو او ملي ضد عناصرو اوس و ځان او خپلو جنایت کاره  بانډو ته د بخښني او برأت فرمان صادر کړی دی . دغه جنایت کارانو  د ملي شتمنیو او د ټول ولس د هستیود لوټولو په بدله کې د یوه منشور په تصویب سره  خپل ځانونه  په خپله بخښلي دي.  دغه جنایت کاره ټګان او ملي خائينين اوس ګواښ کوي چې که څوک و دې بخښني ته د نې ځواب ووائی نو هغوی  به د اسلام د ضدعناصرو په کتار کې ود رول شي او ددوی سره به د پخوا پشاني جهادي و حشیانه  او يا انقلابي چلند وشي !

 

    دغه د جهاد او اسلام د انترناسیونالیزم  پر سر سوداګران  او لوی جنایت کاران  وایی  چې هغه څوک چې بیا داسلام ضد عناصروي نو هغه پرون هم زموږ و بادارانو ته دښمنان وه خو نن بیا دادي و امريکا ته ټروریسټان هم  ګڼل کيږي چې  بس مرګ یې و موږ او ټولو ته حق و حلال  روا دی، او موږ ددغه شاني  اسلام  دښمنانو و ځپلو ته د امریکا په توکل  لاره هواره کړېده !

 

    په ملي شورا کي دغه ولسي  جنايت کارانو د ملي مصالحی او بخښني منشور په داسي وخت کې تصويب کړ چې د یوې لسيزي نه زیاتی مودې را په دېخوا د افغانانو پر وطن باندي چپه او راسته مېچن چلیږی . دغه وحشیانو چې څه یې په وسه  وه ویې وژل، لوټ یې کړل او ددې وطن  هستي یې وپردو ته په توبرو کې بارکړله.
 

    دوی چې  ددې دومره جنایتونو او ددې دومره نارواوو او نامردیو نه وروسته ملی مصالحه اعلانوي نو دغه مصالحه خو لا دوې لسیزي  پخوا د مرحوم ډاکټر نجيب الله د افغانستان د محبوب جمهور رییس لخوا چې پراخ ملي ملاتړ او د ملګرو ملتو ملګرتیاهم ورسره وه ، په خپل افغاني غرور او وياړ   سره  اعلان سوې وه . دغو جنایت کارانو، ملي ضد کړيو او د پردو دغه  ناښاغلو اجنټانو ولی هغه وخت د دغه شاني ملی مسؤليت احساس  نه کاوه او برعکس د دې مظلوم وطن  اوولس پر ضد یې دپردو په امر  داسي کارنامې تر شا پرېښودلې چې نن د افغانانو او بشريت  تاریخ ورباندي شرميږي   . د ډاکټر نجيب الله د ملی مصالحې  څو اړخيزه سیاسي پروسې څه بدي درلودله چې هغه دي  د محمود بريالي، نبی عظيمي، سلطانعلي کشتمند، دوستم ، مزاري او احمد شاه مسعود  روس پلوه او  ایران پلوه  ګوندي  او نا ګوندي جهادي ډلو او ټګانو لخوا،  د شمال ملی ضد او افغاني ضد ایتلاف په جوړولو سره ناکام کړل شي  او دغه د یوې نيمي لسیزی لوی ناورين او  ماتم  دي پر دې ولس باندي تحمیل کړي .  اوس ددې دومره مرګونو،ددې دومره وينو او ددې دومره خرابیو او د وطن د اشغال ځواب بایدڅوک ورکړي ؟ محمود بريالی ، نبی عظيمي، سلطان علي کشتمند او که د هغوی  ملي او افغاني ضد شورای نظار يا د شمال نا افغانه ائيتلاف ؟ نن دا حق څوک ځانته ورکوي چې د ولس پردې دومره  لوی ماتم دي تله تېره کړي او هغه دي و بخښي ؟ اوس چې دغه مردار خوره شیطانان چې  د اوږدو ږيرو نه یې دوحشت اوبربریت بوی را پورته کيږي او لاسونه یې تر څنګلو پوري ددې ولس په وينو ککړ دی، دهغه نامرده ګوندي ملګرو سره يو ځای چې ددې وطن و يووالي ته یې د قدرت د غضبولو په خاطر اور واچاوه،  دوی د غه فرمان اوس د چا د پاره او څه ته صادروي؟ دوی که  په خپل  ګرېوان کې وګوري او خپل جنایاتونه بخښني او پخپله د ځان د بخښلو فرمان   صادر وي نو خلک خو پر هغو باندي ناړي توکي  .  دوی خوبې له شکه و ملت ته لوی جنایت کاران، قاتلین اوملي غله  دي . دوی خو دخپلو راکټانو، ټانکونو او توپو په زور  د پردو په مالي او نظامي مرسته او د هغوی  په اشاره ځانونه و بازار ته را باسي  . دغه مفسدین فی الارض او په وحشت او بربريت کې دغه بدنامه  پروفیسوران ، اميران  او د کارګرانو او بزګرانو جعلي نمایندګان د خپلو مردارو څهرو په څرګندولو سره اوس ولس ته  د نورو وژنو ګواښ کوي چې که د هغوی په ګټه کار ونکړي  نو هغوی به پر ولس باندي  دخپلو جنایتو لړۍ نوره هم جاري و ساتي  او  تر تیغ به یې باسي.

 

    خو دغه مظلوم ولس بیا دغو جنایت کاره ټګانو او ملي ضد کړيو  ته وایی چې تاسو که ځانونه بخښی او که یې نه  بخښۍ، خو موږ ستاسو غندنه او محاکمه او په پای کې په دار ځړول د ځان حق  او حلال حق بولو  . موږ دغه څه  دځان انساني، شرعي او افغاني دنده بولو چې تاسو  جنایت کاران، تاسو مفسدین او تاسو دیوه سره  غله او بدنامه خائن لېډران په لومړۍ  سر کې ستاسو  مخونه په غولو در  لړو  او بیا مو دخلګو د ناړو د تو کولو وروسته پر خرو باندي باندي سپاره کوو   او په ښارو کې مو د وروستۍ نندارې دپاره  وولس ته   را و باسو .  اوبیا نو دا همغه ولسونه دي  چې حق او حلال دخپلو بچیانو دوینو دبهېدو انتقام درنه اخلي .  هغوی وایی چې هله به بیا  دغه ټګان، دغه شیطانان ، دغه ناافغانه او بې مروته او نامرده  انسانان   په سنګړو ويشتل کيږي، په دار به  ځړول کيږي او  واقعی اسلامي او قانوني عدالت به  پلی کيږي . دغه بدنامه د شورا او په  هغه کې دغه جنایت کاران چې ځانونه د ولس  استازي بولي نو هغوی خو د پردو په امر دا وطن دې حالت ته را ورساوه . نن که  هغوی  ځانونه بخښي و دي بخښي خو ولس بیا لوړه کړېده چې همداسي  سزا به  ورکول کيږي . دلته که اسلاميت وي،  دلته که عدالت او  قانونيت وي او دلته که د ډیموکراټیکو اصولو رعايت وي نو ددې جنایت کارانو سره به دغه شاني عمل کيږي.
 

    د ولس د قاتلینو سره د وطن د خائینینو سره او  د وطن دتجزيه غوښتونکو د انترناسیونا لیستانو  سره بایددغه شاني چلند وشی .
 

 دا هم زموږ د مظلومو خلکو حکم  دی او هم  و کرزي ته  د افغان مظلوم ولس یوه لویه تاریخي  ناره ده !

 

 

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<