www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

 

 محمودهوتک کابل

علومي او ګلابزوی
داخوانیانو په چوپړ کې

    کله چې یوه داسې مقاله لیکم چې په هغې کې دکوم چا دکړو وړو غندنه او مذمت شوی وي نو په پای کې یې دا هیله کوم چې خدای دې وکړي دا په خپل ډول کې وروستۍ مقاله وي، داځکه چې دا ژوند دومره لنډ او تنګ دی چې دچاسره ددوستۍ او دچا دښه یادښت لپاره هم بس ندی داخو لا په ځای پریږده چې څوک بیا ددې لنډ او تنګ ژوند یوه برخه دچا په غندنه او څنډنه ولګوي.  خو په خواشینۍ سره چې کله ناغوښتلی غوښتل کیږي .

    که ریښتیا راباندې وایئ نن سبا مې دمصالحې، ملي یووالي، ملي جبهې اوځینو داسې نورو ورته په زړه پورو خبرو نه زړه تور شوی، داځکه چې دا هرڅه په ناپاکو خولو او  سپکو قلمو داسې سپک او بڼکه شول چې دهرې ورځې په تیریدو سره دسیاست په مکاره بازار کې خپله بیه او بها دلاسه ورکوی، نور نو څوک ورته دپخوا په شان په درنده سترګه نه ګوري او که خدای مکړه حالات همداسې روان وي دمصالحې، دملي یووالي او...  ددرواغجنو پلویانو دتشو اوازو او ډنډورو له برکته به نور څوک دمصالحې، دملي یووالي او ملي هغه او دغه نوم هم په خوله وانخلي چې په حقیقت کې ددی روانو ببولالو نه موخه هم داده.

     څو ورځې دمخه مې واوریدل او په ډله اییزو رسنیو کې مې ولوستل  چې شورای متحد ملي چې ۵۴ ګوندونه او ټولنیز سازمانونه پکې غړیتوب لري غونډه وکړه او...  دخدای دپاره دا دومره ګڼ شمیر سازمانونه په خوله یادیږی، دابه څومره بې شمیره غړي لري ؟  ددوی خو به یوازې رهبران په یوه تالار کې نه ځاییږي، خو پوښتنه داده چې دا دومره سازمانونه عملآ چیرې دي؟!  دوی په څه لګیا دي ؟  او په ټولنه کې ددوی اغیز څه دی ؟.  دا په ځای پریږده چې لدې نه ړومبی جهادي مشرانو سر اخستی وه او دکابل په ښار کې یې یوه لویه ننداره وړاندې کړه چې مشرانو(!) ته نږدې سرچینې په ننداره کې دګډون کوونکو شمیره تر اویا زرو کسانو پورې ښیي خو بیا ځینې نور دا شمیره تر پنځه ویشتو پورې راټیټوي.  دکابل ښار دمظاهری او دشورای متحد ملي درهبرانو دشمیرلو څخه لا خلاص نه وم چې رهبرانو(!) بل بم وچاوه او داځل دملي جبهې په نامه.  ماچې تر پرونه دسیاف په څنګ کې ددوستم ددریدلو غم ژړل خبر نه وم چې دغه دي دوه غبرګ دملي جبهې(!) په نامه رانه ځي او په هغه لیکه کې دریږي چې پرې ولاړ کسان دبشر  په حقونو په تیري، دهیواد په ویجاړولو، دافغانستان د جمهوري دولت په ړنګولو، دملګرو ملتونو دسولې دپروګرام په شنډولو، دملي اردو په دړې وړې کولو، دملي شتمنیو په لوټولو او دخلکو په وینو تویولو تورن دي. ددوستم نه مې خو زړه صبر شوی وه او نور می هغه په پردو شمیرلی وه وایي چې شرم دې خدای دهغو وساتي چې په شرم پوهیږي .  دوستم خو پخپله داد شرم طوق لعنت په غاړه کړ خو اوس ددې غبرګو درې ستاره یي جنرالانود شرم ګوډی دکوم خلقي او یا پرچمي په کور وردننه کړم، اخر علومي او ګلابزوی یادوم.

    پرون مې د انجمن پاسداران فرهنګ اریانا په ویب سایټ کې دښاغلی رزاق مامون د نمایش قدرت درکابل تر سرلیک لاندې داسې خبر ولوست :

   رهبران ګروه های مختلف مجاهدین وشخصیت های سرشناس غیر جهادی دراخرین نشستها ومشوره های خویش درباره تشکیل جبهه ملی به توافقات نهایی رسیده اند . ...  بر اساس اخرین اطلاعات ٬ چهره های بارز این تشکل جدید این ها اند :

- پروفیسور برهان ا لدین ربانی، رهبر جمعیت اسلامی .
- احمد ضیاء مسعود معاون اول رییس جمهور .
- استاد کریم خلیلی معاون دوم رییس جمهور.
- مصطفی ظاهر، نواسه محمدظاهر، شاه سابق.
- مارشال فهیم، وزیر دفاع سابق.
- جنرال دوستم، رهبر جنبش ملی اسلامی.
- محمد یونس قانونی، رییس ولسی جرګه .
- نورا لحق علومی، جنرال ارتش پیشین وعضو کنونی ولسی جرګه.
- سیدمحمد ګلابزوی وزیرداخله سابق وعضو کنونی ولسی جرګه.
- سید محمد علی جاوید ازرهبران حرکت اسلامی.
- محمد اکبریاز رهبران حزب وحدت شاخه اکبری.
- سید حسین انوری، والی هرات...

    جبهه جدید عمدتآ مجاهدین تا کنون روی شانزده ماده به توافق رسیده اند.  اما ګفته میشود که انان روی دوهدف مهم دست به تشکیل جبهه زده اند.

یک :   تغیر نظام اداری مملکت از شکل ریاستی به پارلمانی از طریق مراجعه به لویه جرګه .

دوم :   ګزینش والی های ولایات از طریق انتخابات ...
 

    دقدرت دساتلو او دلاسته راوړلو په مبارزه کې داکومه نوې خبره نده، هغه څه چې دوی یې دجبهې دجوړیدو تر ټولو مهم لاملونه بولي تردې ړومبی هم نږدې دهمدغو کسانو لخوا پرې شخوند وهل کیده.  هغه څه چې دوی پخوا ویلی او اوس یې بیا ویل غواړي نه پرې خپله باور لري او نه هم عملي دي، داټول پر ولسمشر کرزي دګواښ او فشار همغه د داموکلس  شمشیر دی چې دهیچا غاړه یې تر اوسه غوڅه نکړه خو تل دسرونو دپاسه ځړیدلی وي.  داهم دحوت دمیاشتې دڅلورمې نیټې دګواښ په څیر یو بل ګواښ دی چې ترې موخه پر ولسمشر زور اچول دي تر څو دمصالحې منشور لاسلیک کړي او په راتلونکی کې ددې فشار عاملین دقدرت په معادلو کې دپامه ونه غورزوي.  که دجبهې دجوړیدو بنسټیزو اصولو ته زیر شو نو دا همغه داساسي قانون دلویې جرګې پر مهال دشمالي ټلوالې وړاندیزونه دي چې غرض یې په هیواد کې نه دشرایطو سره سم دیوه وړ سیاسي نظام منځته راوړل چې بر عکس دشته نظام ناتو انه کول دي .   دوی ددې په ځای چې دهیواد د ترنګړی حالت ته په پام ورګرځیدو، دلا ټیکاو او دسولې دټینګښت په خاطر دشته نظام دلا غښتلتیا په کار کې مټ ورکړي هغه لا پاشي او غواړي ریاستي سیستم په پارلماني واړوي چې صدراعظم به بیا ددې سیستم سرپرستي کوي چې نږدې درسته ورځ به په پارلمان کې ناست وي خوږې به کوي او ترخې به اوري، نور نو پاتې هیواد پوه شه او جګړه ماران چې ځانونه به یې دپیسو او وسلو په زور پر خلکو دوالیانو په توګه تپلی وي .

      ټلواله  پارلمان ته دډانګ او بانک په زور راغلی دوی پلوه وکیلان یو طلایي چانس بولي او غواړي په پارلماني سیستم کې له دی چانس څخه ګټه پورته کړي، همدارنګه علومي صاحب هم دمتحد ملي ګوند څخه دده په رهبرۍ یو څو وکیلان لري چې له کبله یې دچا خبره دګوتو په څوکه ګرځي او ګومان کوي چې دپارلماني سیستم له کبله به یې برخه تردې غوښنه وي. ګلابزوی صاحب خو هغه بې وسه او بې کسه انسان دی چې هر څه ورته میخاییلویچ ووایي همغه سرته رسوي اوبس!

    دهیواد لوړې ګټې، په هیواد کې ثبات او سوله چې داوسني پیر دسیاست او کیاست معیارونه دي دساستوالو دنیک او بد نیت، دم او قدم هنداره ده، هغوۍ چې دهر نامه نه په ګټه اخستنه پورتني ارونه په پام کې نه نیسي دخلکو دغوښتنو او دهیواد دلوړو ګټو سره په تعارض کې دي .

     شمالي ټلواله دقدرت لیونۍ ده او هر څوک چې دخوږو دې بوی ناکې بړستن ته پښې ورغزوي شک یې مه بولۍ چې هغوی هم دقدرت٬ دجهل او جنون خمار په سرونو کې لري.  داچه والیان انتخابي بڼه ولري ډیره ښه خبره ده، ولې نه ! خو که په اوسنیو حالاتو کې پیل شي لومړی خو دا پخپله ټول دولتي سیستم ته یو لوی او دلګښت نه ډک مصروفیت دی، خو اساسي ویره او اندیښنه به لا دا نه وی، بلکه هغه به معلومداره دجګړه مارانو او دمخدره توکو دقاچاق کوونکو دوالیانو په توګه رامنځته کیدل وي . پدې صورت کې به په ولایتونو کې دقدرت احتمالي انځور په لاندې ډول وي :

- دهرات والي اسماعیل خان او یا همدا محمد حسین انوري .
- دننګرهار والي حاجي دین محمد ٬ یا حضرت علي .
- دبلخ والي دوستم یا همدا عطا محمد نور .
- په پکتیا کې به دطالبانو سره دخبرو دبري په صورت کې انشاءلله حقاني.
- په کندهار کې به شیرزی او یا کوم کرزی .

او شک یې مه ګڼۍ چې په پاتې ولایتونو کې به دهمدغو دزر او زور خاوندانو لاسپوڅي واکمن وي.  دا حالت دشمالي ټلوالې نه پرته نور دچا په ګټه دی ؟!

   په پای کې یو ځل بیا  تکراروم چې دا جبهې، دا مارشونه، دا اییتلافونه، دانهضتونه او شوراګانې چې په متن کې یې خلک، دهغو ګټې او هوساینه مطرح نه وي د څو  تنو دشخصي او یا دبهرنیانو په اشاره لوبې دي چې کله به یې هم پښې زمکې ته ونه رسیږي او باد اورده را باد خواهد برد

پریږدئ چې خړ سیلاو مې یوسي
په لامبوزن اشنا مې ډیره نازیدمه

 

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<