www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:13.02.2010

اسدالله زمری
۲۰۱۰/۲/۱۱

 

 

په هلمند کې د روان ناتار په اړوند

دوزخي تنده

د وطن  له کلی –کوره ، جګه  بیا د    ویر   ژړا    ده

کاڼو-  بوټو    اور     اخیسی ، د  ظلمونو       انتها   ده

د شیطان دوزخي تنده، بیا په سرو وینو ماتیږي

د ماتم ساندو ته نا څي ،تور مرګي ته په خندا  ده

ملا ،  کمان  د زاړه بُست شوه ،له غیرته   ویلې کیږي

دمارجې  - نادعلي   ځمکه ، هر    انسان    ته    کربلا ده

د وحشت شین سترګی دیو دی، یاغي شوی شنه وادې کې

کاڼي چوي    نن   له هیبته، د    مرګونو   بیا    غوغا ده

د ساړه ژمي محشر کې ،ده    دی بل محشر جوړ کړی

د    بیوزلو   انسانانو ،   په   شا     کډه       دلته    بیا   ده

د هلمند په سین کې وینې، د اوبو پر ځای خوټیږي

د بغرا    مرۍ   غوڅیږي     سره    په  وینو،    ترې     دنیا    ده

 ****

بیاد سپینې پنبې رنګ  ته وینی غواړي له انسانه

د      رخام       ښکلو      رګو کې ،   له   ناتاره     واویلا   ده

د ملالې   سر      سر   تور   دی، د   ټپې    زړه   یی    ټپي      ده

د   میوند    د ماتې    غچ    کې  ،   د   افغان په  کور  بلوا ده

د سالنګ      مرګونه   کم وه ،ستا د   وینو   اشتها    ته

چې    هلمند   ته دې  راوړې، د ورانۍ   او   مرګ بلا ده؟

څومره نور بیګناه خلک ،په یوه – بل نامه وژنې؟!

دا خو ستا مخلوقات  نه دي،که ولجه پری   نن دتا   ده

ستا سي خیرنه مو توبه ده ،نور د مرګ شر رانه بچ کړۍ

ستا سې مرستې  ځینې تیر یو ، چې مو    رحم هم تعدا ده

چې یې خپل بچي پردي شول ،له پردو   نه  څه ګیله ده؟

د و طن او    ورور  نیستۍ ته  خپل افغان  توره تر  ملا   ده

 د افغان   د وینو   موج   ته،  هر چا   سترګې     دي ګنډلې

اوریدو     ته      د     فغان          یې      بیا     کڼه    ټوله   دنیا ده

د   لندن   په    اشاره   بیا  ،  په    افغان   ناتار   جوړیږی

د    وژلو   کنفرانس     دی پرې  د     لر او  بر     سلا   ده

 چې څاروان د کاروان غل  شو ،نو همدا د ژړا ځای دی

نن   د سولې   لویه    دښمنه ،    متحده  امریکا  د ه

که اخوان که   القاعده   ده   ، د انګریز   د لاس نیالګي دي

چې   په   مونږ    یې را تپي اوس  ،دا د کوم لوري خطا ده؟

د   ډیر ظلم    نتیجه   ده ، چې   نن   هرافغان طالب   شو

ګناهکار     سلامت   ګر ځي ، بیګناه    وړ   د سزا ده!!

نور دقهر غواړو خدایه  یا مو ورک کړه یا یې ورک کړه!

دا   دعا    له   عاجزۍ    نه، که   له    درد     ډکه ښیرا   ده

 

   

   کورپاڼه | صفحه اصلی  

email: payamewatan@yahoo.com