www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:17.02.2010

میهن فدا --- محشور

khatak%20copy.jpg

اجمل خټک
اسطوره ی مبارزه، هنر وادبیات
ووطن پرستی
 

چی نشه داستبداد لری په سر کی
ماته یو دی که مغول دی که افغان

چه زما د کور ازغي ته کاږه ګوري
وایمه اور شه د هغه پر ګلستان

*****

منم چه دا د ټولواکانو دنیا
د خپلواکۍ ګونګوسی بدی ګڼي

منم چه دا د څوغټانو ډلی
د ازادئ ولولی بدی ګڼی

ولی په دی غیرت غیرت خاوره کې
په دی همه جرأت جرأت خاوره کې

چرته تاوده وینه به نه یی چه واوري؟
چرته کی سره وینه
به نه یی چی واوري؟

زه د وطن دشهیدانو وینه،
یو ارمانی غوندی فریاد کومه

*****

ملګرو تش په لوګیدو اونه شو
ځئ چه لمبه شو دا خپل ځان وسیزو

د نوی  ګل د خصمانی دپاره
دا زوړ خوړلی ګلستان و سیزو  

اجمل خټک

داستبداد او استعمار، نه پخلا کیدونکی دښمن

کله چی د روان لمریز پیړۍ په څلوښتمو کلونوکی دپوهنځی محصل وم سلطنتی او فیوډالی ضد مبارزی دځوانانولویه مشغولا وه نوپه مظاهرو او میټنګونو کی انقلابی شعرونه تل لوستل کیدل چی داجمل خټک صایب شعرونه ستر ځای اوبی شمیره مینه وال درلودل، ځکه نو په دغه وخت کی ځما ستر ارمان د ((غیرت چغه) ) نومی شعری ټولګه، لرل او د اجمل صایب سره لیدل او غږیدل وو.کله چی دپنځمی لسیزی په پیل کی اجمل صایب کابل ته راغی، یو ارمان می دهماغه کال دسنبلی دمیاشتی په نهمه دپښتونستان په ورځ ترسره شو.

په دغه ورځ مونږټول په داسی حال کی چی د پښتنو ستر مشرپاچا خان،دهغه ځوی ولی خان او اجمل خټک هم له مونږسره وول په پلی توګه د پښتونستان له میدان نه تر ستدیومه پوری دیوی مظاهری په بڼه لاړو.دلاری په اوږدو کی ځه په پرله پسی توګه اجمل صایب سره غږیدم او پوښتنی می ځنی کولی اوپه هغه ورځ دومره خوشحاله ووم لکه چی څوک ټوله نړې را بخښلی وی کله چی په ستدیوم کی پاچا خان دوینا لپاره جګ شو نو تر ډ یره وخته پوری د خلکو بوغا ری او شعارونه دومره زور واخیست چی اجمل صایب جګ شواو خلکو ته یی وویل : ورونو ! ((دومره ډ یر لاسونه مه پړقوئ او شعارونه مه ورکوئ د هغه پر ځای دبابا خبرو ته غوږ ونیسئ)) .

دغی هیلی نه وروسته چوپه چوپتیا شوه او خلکو دبابا خبری په ځیر سره واوریدل.

په همدغو کلونو کی هر کال دوږې په نهمه اجمل صایب برسیره پردی چه دپښتونستان دورځی مراسموکی ګډون کول ماښام دافغانستان راد یو نه مفصله وینا کوله، نوزه تل دغی ورځی ته منتظر وم چه د هغه په زړه پوری وینا واورم. یوه شپه دخپلی وینا په پای کی یی دا په زړه پوری بیتونه واوروله :

چا وی چه څه الا بلا دی ووی       
ما وی چه ښه صفاصفامی ووی

چه څه دی زړه غواړی او اونه وایی     
هسی تش لوت په دنیا څه له پایی؟

دغه بیتونه ((دغیرت چغه)) نومی کتاب په پای کی هم چاپ شوی دی.

دهغوکلونو په اوږدو کی چی بره پښتونخواکی وو،دخیال ساتنه او پالنه یی هرچا کوله،زیات وخت به ولایاتو ته تګ راتګ درلود. دمقام والا اوشتنمو خلکو په پرتله اوترو او اوپړو خلکو سره یی مینه ډیره وه.

دلته  ((دافغان ننګ)) نه یوه بیلګه و ړاندی کوم.  ((د ثور انقلاب او افغان ولس)) کیسه ګوټی تر سر لیک لاندی،لیکی :

 ((... دانقلاب ثورپه نامه بدلون دافغانستان شاهی نظام خاتمه اوکړه ددی واقعی نه لږی و رځی پس مونږدکابل نه کندهار ته روان شو....دغزنی اوقلات مینځ ته اورسیدو نو هلته دسرک غاړی دکان کی لږتم شو. دکان څه و، دلرګو، غنو، وښویو څپر غوندی وو، پکی یو سپین ږیری ناست وو مخامخ ورته په یو لوښی کی ګزاری  ((نسوار) ) پراته وو.

... مونږ کښیناستو او اوبه مو وڅښلی... دده نه مو تپوس اوکړو: ماما دلته انقلاب شویدی - ته خبر یی که نه ؟ هغه زرجواب راکړو، انقلاب منقلاب باندی دی نه پوهیږم،دورانیان ورک شول او شکر دی غلجی راغلو، اوس به افغانستان ګل و ګلزار شی)) ...  

شار صفاته ورسیدو بیا تږی شوی وو،دسرک غاړی کی یو سپین ږیری دکو کا کولا دکان لګولی وو هغه ته ودریدو او بوتلونه تری وڅښل دلته ما دده نه ټپوس اوکړو : ماما ! وایی په کابل کی انقلاب شویدی، ستا څه خیال دی؟هغه غوصه شو او ویویل انقلاب پدر مړی نه دی،آخره زمانه شوه، دغلجو پاچاهی راغله، مشرانو به ویل چه آخره زمانه شی نو یو به دغلجو باچاهی راشی، بل به دجال را شی...))  دلته اجمل خټک دا کنایه وړاندی کوی چی دثور بدلون مخ کی له وخته راغلی وو، او ان خلک وربا ندی خبر هم نه وو.

په دغه داستان ګوټی کی وروسته اجمل صایب د انقلاب دطرفدارانو نظریی بیانوی او په پای کی قضاوت خلکو ته پریږد ۍ.

نو دوستا نو، ګرانو هیواد والواو د لوی افغانستان سترو خلکو !

  مونږ او تاسونن همدغه سترانسان له لاسه ورکړ، او دهغه دویر پر ټغرباندی ناست یو،ځما په هاند د اجمل صایب تر ټولونه ښه درناوی دهغه پر پلونو پل ایښودل او دهغه افکار او اثار خپرول دی.

یه پښتنو ! یه لیونو پښتنو !     
یه تس نس شوو پرګنو پښتنو!

راځئ په کور کی مرکه شو سره    
د
سیالۍ وخت دی چی جرګه شو سره

دنیا بد لیږی ورته ځان بدل کړو     
دغه د ظلم زوړ جهان بدل کړو


 

سال گذشته درهمین شب و روز دوست دانشمندم جناب زیار مل برایم تلفن کرد و گفت که از تار نمای اردوی بی بی سی خبر مرگ جناب اجمل ختک را شنیده است، ولی اضافه نمود که چون دقیق نشنیده است باید تدقیق صورت گیرد. با گذاشتن گوشی از ته ی دل آرزو کردم که این خبر درست نباشد، که درست هم نبود. واما دریغ ودرد که اینک پس از یکسال خبر مرگ جان گداز آن انسان والا راخودم خواندم و شنیدم.

من بار نخست در اوا خر دهه ی چهارم سده ی جاری خور شیدی در مراسم روز پشتونستان،اجمل ختک را که هنوز پنجاه ساله نشده بود، دیده بودم. با شنیدن خبر کوچیدن ابدی آن جناب خواستم  مراتب سوگوآری و ابراز ارادت خود را به زبان پشتو بنگارم.

ولی برای اینکه همه، هم افغانهای فارسی زبان وهم پشتو زبانان ازین نوشته بهره مند شوند وپیرامون زنده گی، هنر، کار و مبارزه ی اجمل صاحب بخوانند، آنرا بهر دوزبان مینگارم. درین نوشته خواهم کوشید تا برخی نوشته ها و اشعارایشان را از پشتو به دری فارسی برگردان کنم.

 

زنده گینامه ی کوتاه :

جناب اجمل ختک بروز پانزدهم سپتمبر سال ۱۹۲۵ زایشی یا ترسایی  (عیسوی)  در دهکده ی آکوړا خټک کوزپشتونخوا در یک خانواده ی تهیدست چشم به دنیا کشود و از همان کودکی با رنج و محنت و اما با مناعت زنده گی کرد.هنوز هفده ساله نشده بود که به مبارزه و سیاست رو آورد و به نهضت رهایی هندوستان و نهضت خدایی خدمتگاری به رهبری پادشاه خان  (شاد روان خان عبد الغفار خان)  پیوست. در آن زمان که هنوز نیم قاره در اسارت انگریز بود و هنوز پاکستانی  وجود نداشت انگریز ها و گماشتگانشان نخست جناب اجمل ختک را از مکتب اخراج کردند و پس از آن چون مبارزه ی ضد استعماری و طبقاتی شدت پیدا کرد و نقش اجمل صاحب در آن برازنده بود، اورا زندانی ساختند.

جناب اجمل ختک بار بار از جانب رژیم های پوشالی پاکستان به زندان انداخته شد که در مجموع بیشتر از یازده سال زنده گی اشرا در پشت میله های زندان گذراند، وگر پس از رویداد خونین ۲۳ مارچ ۱۹۷۳  ((لیاقت باغ راولپندی))  که اوباشان حکومت ذوالفقار علی بوتو بر گرد هم آیی مسالمت آمیز احزاب مخالف ودر قدم اول حزب عوامی ملی حمله نمود ه و عده ایرا دستگیر کرد، به دستور عبدالولی خان رهبر حزب عوامی ملی  (این حزب که ادامه دهنده ی سنت های مبارزه ی ضد استعماری و ضد استبدادی بود و است توسط پیروان و خانواد ه ی پادشاه خان تشکیل گردید  (به بر  پشتونخوا (افغانستان)  نمیآمد، شاید سال های دیگر را نیز از آزادی محروم میبود.

 جناب اجمل ختک در ماه جولای ۱۹۸۹ دوباره به کوز پشتونخوا مراجعت کرد وی در پایان زنده گی در گستره ی سیاسی و مبارزاتی نیز با مشکلاتی روبرو شد، اختلافاتش با شاد روان خان عبد الولی خان تا ان جا ژرف گردید که از حزب عوامی ملی خارج گردیده و سازماندهی حزب جداگانه ی را بره انداخت.خودش درگفت وشنودی درین مورد میگوید که :

... بین من و ولیخان اختلاف در اوج خود بود که رویداد ۱۱ سپتمبر رخ داد... به منظور  ایجاد  یگانگی میان قوم در تکاپو شدیم. بزرگان گفتند که درین تلاش ها هر گاه ولی خان پیش قدم نشود کار پیش نمیرود. منگفتم که اینطورست، فرق نمیکند. من نزد ولی خان رفتم برایش گفتم که اسلا م علیکم! او بسیار خوش شد مرا در آغوش گرفت و بدین صورت کار مشترک ملی را آغاز کردیم....

 و اینک با دریغ ودرد که شام یکشنبه هفتم فبروری ۲۰۱۰ مردیکه سیاه چال های انگریزی،شکنجه های قرون وسطایی و آزار های مزدوران پنجابی نتوانسته بود کمرش را خم کند، در برابر مرگ آغوش باز کرد که در نبود او جولانگاه شعر و ادب و مبارزه از وجود یک یل نیرومند خالی گردید.

اجمل ختک ازدواج نموده بود که حاصل ان دو دختر و سه پسر میباشد.باری همراه با شاد روان امین افغان پور نویسنده ی نامدا ردرسال ۱۹۸۷ به دیدنش رفتم، اورا همانند سال های پیش، همان انسان با وجاهت و صمیمی ومتین یافتم. با متانت وسنجیده گپ میزد و پس از هر جمله، تاثیر گپ های خود را با دیدن به چشمان شنونده ارزیا بی مینمود. به سلسله ی باز گویی خاطرات تلخ زندان،   خودش  قصه میکرد، یکباریکه گرفتار شد از یک شگاف به پایین پرتاب گردید که سطح زمین از خاک نرم پودری پوشیده شده بود که گرد بالا شده ازان، راه تنفس را بند میکرد و بروی اتاق، مار ها ییکه پسانتر فهمیده میشد که بی زهر هستند، برای ترساندن این طرف و آنطرف میخزیدند. اجمل ختک کسب علم و دانش را در زندان های شاقه ادامه داد و امتحانات صنف ۱۲ و صنف ۱۴ را غیابی واز زندان درحالیکه دستبند بدستش و زندانبان همرایش میبود،گذرانده است. پسانتر ماستری خود را در زبان فارسی دری ازپوهنتون پشاور بدست آورد.

 جناب اجمل ختک در ولسی جرگه ی پاکستان نیز عضویت داشت. اولین بار شعرش درسال ۱۹۴۵در مطبوعت به چاپ رسید.  از جناب اجمل ختک دوازده جلد کتاب و هجده رساله به چاپ رسیده، و اثرهای چاپ نه شده نیز از ایشان باقیمانده است.

د غیرت چیغه، د افغان ننگ  (نثر) ، ګل پرهر،دازه پاګل ووم  (نثر)  زما د ادبی ژوند قصه  (نثر)  جلا وطن کی شاعری  (اردو نظم) گلونه او تکلونه، کچکول، سری غنچی، دژو ند خاطری  (ترخه وختونه او خواژه یادونه)  که هنگام اقامت در کابل نوشته شده است، از جمله ی کتاب های نامدارش هستند. با آنکه هر کدام این کتاب ها ارز شمندی ویژه ی خود را دارند ولی  ((دغیرت چیغه))  بویژه در بین جوانان از شهرت بالایی برخوردار است.

 

از دغیرت چغه

جنت

دیو ملا نه می ټپوس اورکړلو  

ماوی ملا صیب جنت به څه وی؟

از یک ملا پرسیدم که                    

ملا صایب جنت چه خواهد بود؟ 

هغه په ګیډه لاس وهل ویل یی

تازه میوی او دشودو رودونه     

او در حالیکه بر شکمش دست میکشیدګفت

میوه های تازه ودریا های شیر

خواکی کتاب ته یو طالب ناست وو           

ماوی چه تا به پکی څه و وایی ؟

دران طرف یک طالب با کتاب خودنشسته بود            

گفتم تو درین باره چه میگویی ؟

د زلیخی کتاب یی بند غوندی کړو       

وی چه ښایسته حوری او شنه خالونه

کتاب زلیخا را بست و گفت، که           

حور های قشنگ باخال های سبز

شیخ دتسبو امبیل په لاس ولاړ وو

 پخپله ږیره کی یی لاس وهلو 

شیخ د ر حالیکه امیل تسبیح بدست داشت

و با ریش خود بازی میکرد

ده پری را ودانگل نه داسی نه ده 

ښکلی غلمان او جنتی سرونه 

او بالایش نعره زد،اینطور نیست

غلمان قشنگ و زیبا رویان جنتی 

یوخان په لویه سجده پروت پاڅیده

ماوی چه خان کاکا ستا څه رایه ده ؟ 

یک خان سر از سجده برداشته، بلند شد 

من گفتم که خان کاکا نظر تو چیست ؟

خپله شمله یی سموه ویل یی

دسرو او سپینو عنبری کو رو نه

درحالیکه شمله ی دستار خود را درست میکرد گفت

خانه های عنبرین از طلای سپید و سرخ

خوا کی یو ستړی سلیده ولاړ وو

ماوی مزدوره ! ته جنت پیژ نی ؟

آنطرف تر یک آدم خسته ایستاد بود

من گفتم ای مزدور ! تو جنت را میشناسی ؟ 

دخپل تندی خوله یی وچه کړله

وی چه مړه ګیډه خواږه خوبونه

عرق پیشانی خود را خشک کرد و گفت

نان شکم سیر و خواب آرام

یو لیونی غوندی په لار تیریدو

ماوی چه ای فلسفی ته څه وایی ؟

یک آدم دیوانه مانند از راه میگذشت

من گفتم که ای فیلسوف! تو چه میگویی ؟

خپل ببر سر یی ګروو ویل یی

بس دانسان دخوشحالو خوبونه

در حالیکه سر ببر خودرا می خارید گفت

بسر رسیدن رویاهای شادی آفرین انسان  

ما دی خپل ذره ته سر ورکشته کرلو

ده په اوترو سترگو بره کتل

سرم را پایین کرده جانب دلم نگریستم

او با چشمان بیحال ببالامینگریست و

دی شین آسمان ته غریدو ویل یی ؛

ما اوریدل تری دیوڅو لفظونه

بر آسمان ابی میغریدو میگفت : 

که من تنها چند جمله زیرینش را شنیدم

ویل یی ای دلا مکان خاونده

پخپل مکان کی خپل اختیار جنت دی 

میگفت که ای مالک لامکان ها 

در خانه ی خود اختیارخود را داشتن، جنت است 

ګنی ددغه لیونتوب په نامه 

که نار وي نار که دار وي دار جنت دی

در غیر آن در راه برآورده شدن همین هدف جنون آمیز

در ژر فای آتش ویا بالای دار رفتن، جنت است

 د ستر خټک اروا دی ښاد او نوم یی ژوندی وی !

 
 

   کورپاڼه | صفحه اصلی  

email: payamewatan@yahoo.com